په ننګرهار کې د ځمکې لاندې اوبو کچه له پنځو تر اتو مترو پورې ټیټه شوې

په ننګرهار کې د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدو له امله د خلکو د څښاک او کرنې لپاره د اوبو موندل ستونزمن شوي دي. د سیمې اوسېدونکي وايي، د برېښنايي او لمریزو پمپونو له پراخ استعمال سره سره، د دوی په څاګانو کې اوبه کمې شوې او ځینې څاګانې په بشپړ ډول وچې شوې دي.
د جلالاباد ښار اوسېدونکی احمد زرین وايي، شاوخوا دوه کاله مخکې یې د برېښنا په وسیله د اوبو پمپ نصب کړ، څو د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي؛ خو د پرلهپسې هڅو سربېره، پمپ یې اوس هم په کافي اندازه اوبه نه شي راایستلی.
د هغه په وینا، په ګاونډ کې د ګڼو کورونو څاګانې هم وچې شوې دي. نوموړی وايي، خلک هر دوه کاله وروسته څاګانې پاکوي، خو له دې سره سره یې د اوبو کچه بېرته نه لوړېږي او ځینې څاګانې نور د کارولو وړ نه دي.
د ننګرهار یو شمېر بڼوال هم وايي، د لمریزو پمپونو له لارې د اوبو راایستلو اسانتیاوې لري، خو د پخوا په پرتله یې د اوبو اندازه کمه شوې ده. هغوی وايي، اوس اړ دي چې د اوبو د راټولولو او وېش لپاره خپل وخت او کرنیز فعالیتونه تنظیم کړي.
د چارواکو په وینا، په ننګرهار کې د ځمکې لاندې اوبو کچه له پنځو تر اتو مترو پورې ټیټه شوې ده. دوی د دې وضعیت عمده لاملونه د ژورو څاګانو زیاتوالی، د یخ جوړولو کارخونې، د موټرو مینځلو ځایونه، صنعتي فعالیتونه او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د لمریزو پمپونو پراخ استعمال بولي.
چارواکي وايي، د ستونزې د حل لپاره د باراني اوبو د جذب څاګانو جوړول، د چکډیمونو او د اوبو زېرمو رامنځته کول او په کرنه کې د څاڅکي اوبو لګولو سیستمونو پراخول په پام کې لري. د دوی په خبره، د عامه پوهاوي له لارې به خلک هم وهڅول شي چې د باراني اوبو د ساتنې او د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي لپاره همکاري وکړي.
دوی همداراز د اقلیمي بدلون او د ځنګلونو د پرېکولو د اغېزو یادونه کوي او ټینګار کوي چې د باران او واورې د اوبو د زېرمه کولو لپاره باید حوضونه، چکډیمونه او مصنوعي ځنګلونه جوړ شي.
متخصصین وايي، د ځمکې لاندې اوبه د څښاک او کرنې مهمه سرچینه ده، خو که د اوبو ایستل د طبیعي بېرته جذب او زېرمه کېدو له کچې زیات شي، د اوبو سطحه ټیټېږي. د هغوی په وینا، د اوبو د مصرف مدیریت، د طبیعي زېرمو ساتنه او د اوبو لګولو د نوې ټکنالوژۍ کارول د دې ستونزې د مخنیوي لپاره اړین دي.
