د افغانستان له ۱۷ کلونو کمعمره فوټبال ملي لوبډلې میانمار ته ۴-۱ ماتې ورکړه

د افغانستان له ۱۷کلونو کمعمره فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۷کال د اسیا ملتونو جام سیالیو ته د لارموندنې په لومړۍ لوبه کې کوربه هېواد میانمار ته د ۴-۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او سیالۍ یې په بریا پیل کړې.
دغه لوبه نن (د لړم ۱۷مه) د میانمار په یانګون ښار کې د تووننا په لوبغالي کې ترسره شوه، چې د افغانستان لپاره محمد فهیم حماس درې ګولونه ووهل او طیب قادري یو ګول ثبت کړ.
د افغانستان لوبډلې په نهمه دقیقه کې د طیب قادري په ګول د لوبې لومړی ګول وواهه. محمد فهیم حماس په ۱۵مه او ۲۳مه دقیقه کې دوه نور ګولونه وکړل او افغانستان د لومړۍ نیمایي تر پایه پورې د ۳-۰ ګولونو په توپیر مخکښ و.
حماس د لوبې په ۴۹مه دقیقه کې خپل درېیم ګول هم وواهه او د افغانستان لپاره یې څلورم ګول ثبت کړ. د میانمار لوبډلې په ۵۶مه دقیقه کې د تېت ناینګ اوو لهخوا د پنالټي په ګول خپل یوازینی ګول وواهه. په دې توګه افغان لوبډلې سیالي په ۴-۱ بریا پای ته ورسوله.
د اسیا د فوټبال کنفدراسیون د معلوماتو له مخې، په دې پړاو کې ۳۵ لوبډلې په اوو ګروپونو وېشل شوې دي او سیالۍ به د نومبر تر ۲۰مې دوام وکړي. د هر ګروپ لومړی مقام ګټونکې لوبډله به د ۲۰۲۷کال د اسیا ملتونو جام وروستي پړاو ته لار ومومي.
د دې سیالیو وروستی پړاو به د ۲۰۲۷کال په مئ میاشت کې په ازبکستان کې ترسره شي. نهه نورو اسیایي لوبډلو د ۲۰۲۶کال د ۱۷ کلنو کمعمره لوبغاړو د نړۍوال جام له لارې مخکې له مخکې دې پړاو ته لار موندلې ده.
افغانستان په الف ګروپ کې له میانمار، اندونیزیا، فلیپین او کمبودیا سره یوځای دی او د سیالیو په دویمه لوبه کې به د نومبر په ۱۱مه له کمبودیا سره مخامخ شي.
