افغانستان د ۱۹ کلنو اسیا جام په نیمهپایلوبه کې له هند سره مخ کېږي

د افغانستان د کرېکټ له ۱۹ کلنو کمعمره ملي لوبډله به د ۲۰۲۶کال د اسیا جام سیالیو په نیمهپایلوبه کې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۱مه) له هند سره مخ شي. دغه لوبه کولای شي افغانستان د دغه سیالیو پایلوبې ته یو ګام نور هم نږدې کړي.
په بله نیمهپایلوبه کې به د پاکستان او بنګلهدېش لوبډلې له یو بل سره سیالي وکړي. دواړه لوبې به په یو وخت، د کابل پر وخت د سهار په ۹:۳۰ بجو پیل شي. د افغانستان او هند لوبه د عمان په مسقط ښار کې د العمارات په لوبغالي کې ترسره کېږي او د پاکستان او بنګلهدېش لوبه به د همدې ورزشي ټولګې په دویم نمبر لوبغالي کې وي.
افغانستان د ګروپي پړاو په سیالیو کې په پرلهپسې توګه د درېیو لوبو په ګټلو او د بشپړو امتیازونو په ترلاسه کولو سره نیمهپایلوبې ته لار موندلې ده. په لومړۍ ډله کې پاکستان هم د درېیو پرلهپسې بریاوو او د لومړي مقام په خپلولو سره، له هند سره چې په همدې ډله کې دویم مقام خپل کړی د څلورو غوره لوبډلو پړاو ته وتلی دی.
خو د دواړو لوبډلو د وروستیو سیالیو مخینه د هند په ګټه ده؛ دغه لوبډلې په تېرو پنځو مخامخ لوبو کې افغانستان ته ماتې ورکړې او د بریاوو په شمېر کې له افغانستان نه پنځه پر صفر مخکې ده.
سره له دې، په ګروپي پړاو کې له پاکستان نه د هند ماتې او په دغه سیالیو کې د افغانستان پیاوړې لوبې، د دواړو لوبډلو د راتلونکې سیالۍ ارزښت او حساسیت زیات کړی دی. د دغه سیالیو په روان پړاو کې د مالیزیا، سریلانکا، نیپال او متحده عربي اماراتو د ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلو هم ګډون کړی و؛ خو ونه توانېدې چې نیمهپایلوبې ته لار ومومي.
