• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له پاکستان څخه د وارد شويو ۴۰ ټنه قاچاقي درملو د سوځولو خبر ورکړی

۲۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶، ۰۸:۴۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶، ۰۹:۵۰ GMT+۰

د طالبانو د نیمروز ولایت د ګمرک ریاست وايي، ۴۰ ټنه قاچاقي درمل چې په ناقانونه توګه له پاکستان څخه افغانستان ته وارد شوي وو، د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته یې سوځولي دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سیاسي او امنیتي کړکېچ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته، طالبانو د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې له پاکستان څخه د درملو د وارداتو د بندولو پرېکړه وکړه.

د طالبانو د مالیې وزارت د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۹مې د پاکستاني درملو پر وارداتو بشپړ بندیز عملي کړ او سوداګرو ته یې سپارښتنه وکړه چې د درملو د واردولو لپاره بدیلې لارې وکاروي.

خو د رسمي وارداتو له بندېدو سره سره، د راپورونو له مخې، یو شمېر پاکستاني درمل د غیررسمي او قاچاقي لارو افغانستان ته لېږدول کېږي او په بازارونو کې پلورل کېږي. ځینو درمل‌پلورونکو او ناروغانو د درملو د کمښت او د بیو د لوړېدو په اړه هم اندېښنې څرګندې کړې دي.

ډېر لیدل شوي

اوفا: د پخوانیو امنیتي ځواکونو ستونزمن وضعیت هغوی د وسله‌والو ډلو د جذب له ګواښ سره مخ کړي
۱

اوفا: د پخوانیو امنیتي ځواکونو ستونزمن وضعیت هغوی د وسله‌والو ډلو د جذب له ګواښ سره مخ کړي

۲
ځانګړی

د ترکیې په پوله د وژل شوي افغان ځوان هویت تایید شو

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د پاکستان او طالبانو ستراتیژیکه ملګرتیا او پوځي تقابل

۴
ځانګړی

د ټېک‌ټاک له لارې د وړیا ډوډۍ وېش؛ د افغانانو د بې‌وزلۍ یو بل انځور

۵

شان وانډيور: د افغانانو په اړه د میرندا ډیواین مقاله له ناسمو معلوماتو ډکه ده

•
•
•

نور خبرونه

ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د افغانستان په ګاونډ کې د ترهګریزو ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې

۲۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۰ GMT+۰
100%

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو، دفاع وزیرانو او د امنیت شورا د منشیانو په ګډه غونډه کې د ترهګریزو فعالیتونو، د نشه‌يي توکو د قاچاق او په سیمه کې د احتمالي شخړو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه غونډه د سې‌شنبې په ورځ، د لړم په ۱۹مه، په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مشرۍ جوړه شوې وه.
په غونډه کې د سازمان غړو هېوادونو د ګډو دفاعي وړتیاوو پر پیاوړتیا او د نویو امنیتي ننګونو پر وړاندې د مبارزې پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، ګډونوالو د سازمان په قلمرو او ګاونډیو سیمو کې امنیتي وضعیت ارزولی او د سایبري جرمونو، ناقانونه کډوالۍ او ترهګریزو ګواښونو د مهارولو په اړه یې د اقداماتو پر لارو چارو خبرې کړې دي.
په دې غونډه کې د سازمان د پوځي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره یو شمېر اسناد هم د تصویب په موخه د ډله‌ییز امنیت شورا ته چمتو شوي دي. په دغو اسنادو کې د ګډو هوايي ځواکونو پراختیا، د هوايي دفاعي سیسټمونو پیاوړتیا او د بیولوژیکي امنیت تأمین شامل دي.

100%


همداراز پرېکړه شوې چې د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو راتلونکې غونډه به د راتلونکي کال په لومړۍ نیمایي کې د تاجکستان په کوربه‌توب جوړه شي.
تاجکستان چې د دغه سازمان غړی دی، له افغانستان سره څه باندې ۱۳۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري، چې ډېره برخه یې د پنج سیند په اوږدو کې په غرنیو او ستونزمنو سیمو کې پرته ده.
د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان چارواکو تر دې وړاندې هم د افغانستان په شمالي سیمو کې د ترهګرو او افراطي ډلو د حضور په اړه اندېښنې څرګندې کړې او په ځانګړي ډول یې د داعش خراسان څانګه د منځنۍ اسیا او د سازمان د غړو هېوادونو لپاره امنیتي ګواښ بللې ده.
د راپور له مخې، د سازمان غړي هېوادونه اندېښنه لري چې له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو، د نشه‌يي توکو د قاچاق او د افراطي ډلو د غړو د نفوذ خطر د دوی قلمرو ته وغځېږي. له همدې امله یې د پولو کنټرول پیاوړتیا د خپلو لومړیتوبونو په توګه ټاکلې ده.
په همدې تړاو، دغه سازمان د افغانستان او تاجکستان د پولې د پیاوړتیا لپاره پنځه کلن خپلمنځي پروګرام هم پیل کړی دی. د دغه پروګرام له مخې، روسیه، قزاقستان، بلاروس او قرغیزستان به د روان کال تر پایه تاجکستان ته وسلې، پوځي تجهیزات او د سرحدي ساتنې تخنیکي وسایل ورکړي، څو د امنیتي ګواښونو د پراختیا مخه ونیول شي.
د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان شپږ غړي هېوادونه لري: روسیه، بلاروس، ارمنستان، قزاقستان، قرغیزستان او تاجکستان.

د طالبانو پوهنې وزارت د لومړنیو زده‌کړو په تړاو د یونیسف او یونسکو ګډ راپور رد کړ

۲۰ لړم ۱۴۰۵ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۶، ۰۳:۳۳ GMT+۰
100%

د طالبانو پوهنې وزارت د افغانستان د لومړنیو زد‌ه‌کړو په تړاو د یونیسف او یونسکو وروستی راپور رد کړ. یونیسف او یونسکو تېره اونۍ ویلي وو، چې د لومړنیو زده‌کړو په عمر تر نیمايي ډېر ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي او ۲،۶ میلیونه نجونې له ثانوي زده‌کړو محرومې شوې دي.

یونیسف او یونسکو د تېرې چهارشنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) د «افغانستان د زده‌کړو وضعیت ۲۰۲۶» تر سرلیک لاندې په خپل ګډ راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د لومړنیو زده‌کړو په عمر ۵۳ سلنه ماشومان لا هم له رسمي زده‌کړو بې‌برخې دي.

د دغه راپور له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې له ۲،۶ میلیونو ډېرې افغانې نجونې له متوسطه او لېسې زده‌کړو محرومې شوي او همداراز یې ټينګار کړی وو، چې افغانستان لا هم د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې په‌کې له ۱۲ کلنۍ وروسته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه‌لري.

په راپور کې راغلي وو، چې د نجونو پر لوړو زده‌کړو د بندیزونو په دوام سره په ۲۰۲۶ کال کې د پوهنتونونو د محصلانو شمېر شاوخوا ۲۰۸ زره ته رسېدلی، خو دا لا هم د ۲۰۲۰ کال د نږدې ۴۳۰ زره محصلانو له شمېر څخه ډېر ټیټ دی.

یونسکو او یونیسف له طالبانو غوښتي وو، چې د نجونو او ښځو د زده‌کړو حق بېرته تأمین کړي او هغه محدودیتونه لرې کړي چې د زده‌کړو لاسرسی او کیفیت زیانمنوي.

دواړه ادارو خبرداری ورکړی وو، که بیړني اقدامات ونه‌شي، افغانستان به یو بشپړ نسل له زده‌کړو محروم کړي او د هېواد د راتلونکي پرمختګ او بیارغونې بهیر به له لا ډېرو ننګونو سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د یادو سازمانونو دغه ګډ راپور د طالبانو پوهنې وزارت رد کړی او ویلي یې دي، چې په دغه راپور کې وړاندې شوې شمېرې د هېواد د ښوونیز وضعیت بشپړ انځور نه وړاندې کوي او په وینا یې، د ښوونیز وضعیت د بشپړ انځور لپاره باید د عمومي ښوونځیو ترڅنګ خصوصي ښوونځي، دیني مدرسې او نور ښوونیز پروګرامونه هم وڅېړل شي.

د طالبانو پوهنې وزارت په همدې تړاو د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره زیاته کړې، چې د ۱۴۰۵ ښوونیز کال پر مهال په هېواد کې ۱۸۰۹۰ دولتي او خصوصي ښوونځي فعالیت کوي چې ۷ میلیونه ۶۲۷ زره ۶۶ زده‌کوونکي په‌کې پر زده‌کړو بوخت دي او همداراز په ۲۰۳۷۲ دیني مدرسو کې ۲ میلیونه ۴۵۶ زره ۱۳۲ طلاب زده‌کړې کوي.

په اعلامیه کې راغلي: «پوهنې وزارت مني چې په ځینو سیمو کې زده‌کړو ته د لاسرسي خنډونه شته؛ دا ډول خنډونه په نورو هېوادونو کې هم لیدل کېږي».

د طالبانو دغه وزارت له یونسکو او یونیسف څخه غوښتي: « د ۵۳ سلنې شمېرې د محاسبې بنسټ، د ماشومانو د عمر تعریف، د نفوسو سرچینې، د معلوماتو کال او د بېلابېلو ښوونیزو پروګرامونو د شمېرلو څرنګوالی روښانه کړي».

دغه وزارت همداراز څرګنده کړې، چې له اړوندو بنسټونو سره د خپلو معلوماتو د پرتله کولو لپاره تخنیکي همکاریو ته چمتو دی، څو راټلونکي ارزونې د افغانستان د ښوونې او روزنې دقیق او بشپړ انځور وړاندې کړي.

د مارګلا ناسته: «پاکستان نه غواړي افغانستان د هند غېږې ته ولوېږي»

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۰ GMT+۰
100%

د پاکستان یوشمېر سیاست‌والو په اسلام‌اباد کې د مارګلا د خبرو اترو په غونډه کې د افغانستان په اړه د خپل هېواد پر سیاست نیوکې وکړې. هغوی ویلي، چې امنیتي ترینګلتیاوو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو تړل کېدو پر سوداګرۍ او دوه‌اړخیزو اړیکو ناوړه اغېز کړی دی.

پاکستاني سیاست‌وال او پخواني سناتور مشاهد حسین د اسلام‌اباد د سیاست د بیا کتنې غوښتنه وکړه او خبرداری یې ورکړ، چې پاکستان باید افغانستان د هند لوري ته له ورټېل وهلو ډډه وکړي.

بلخوا پاکستانۍ سناتورې شېري رحمان طالبان تورن کړي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) جنګیالیو ته یې پناه ورکړې ده. هغې وویل، چې اسلام‌اباد نه‌شي کولای امنیتي ګواښونه له پامه وغورځوي.

یاده غونډه د سې‌شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې د پاکستان د پالیسۍ د څېړنو د انسټیټیوټ په کوربه‌توب جوړه شوې وه. د افغانستان او پاکستان ترینګلې اړیکې د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه وې.

پاکستان دې افغانستان د هند لوري ته نه ورټېل وهي

پاکستاني سیاست‌وال مشاهد حسین د افغانستان په اړه د اسلام‌اباد پر تګلاره نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې پاکستان باید له خپلو سیاستونو سره افغانستان د هند لوري ته ټېل نه وهي.

مشاهد حسین ویلي، افغانستان او پاکستان تاریخي اړیکې لري؛ خو بېړنۍ پرېکړې، د لارو تړل او د افغان محصلینو بېرته ستنول د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان رسوي.

هغه ټینګار کړی، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه باید د دواړو هېوادونو د خلکو له اړیکو جلا وساتل شي او اسلام‌اباد باید داسې سیاستونه ونه کړي چې افغانستان هند ته نږدې کړي.

د پاکستان دغه پخواني سناتور ادعا کړې، چې له افغانستان سره د پاکستان د سوداګرۍ کچه په ۲۰۲۴کال کې له ۲.۳ میلیارد ډالرو څخه په روان کال کې اووه مېلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده.

مشاهد حسین اوسنی وضعیت لنډمهاله بللی او هیله یې څرګنده کړې، چې دواړه هېوادونه به په پای کې خپل اختلافات حل کړي. نوموړي همداراز وړاندیز کړی، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه دې د سیمې د هېوادونو لکه چین، روسیه، ترکیه، ایران او یوشمېر عربي هېوادونو په ګډون ترسره شي.

پاکستان نه‌شي کولای بې‌پروا پاتې شي

پاکستانۍ سناتورې شېري رحمان تر ډېره د خپل هېواد پر امنیتي اندېښنو ټینګار وکړ. هغې وویل، د وسله‌والو ډلو بریدونو، سرحدي نښتو، په سوداګرۍ کې ګډوډۍ او د بې‌باورۍ زیاتېدو د دواړو هېوادونو اړیکې سختې زیانمنې کړې دي.

رحمان طالبان تورن کړي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) د پام وړ شمېر جنګیالیو او د نورو وسله‌والو ډلو غړو ته یې پناه ورکړې او د هغوی فعالیتونه زغمي. هغې زیاته کړه، چې طالبان دغه تورونه ردوي؛ خو پاکستان نه‌شي کولای د هغه ګواښونو او بریدونو پر وړاندې بې‌پروا پاتې شي، چې سرچینه یې افغانستان دی.

رحمان په ورته وخت کې وویل، چې د لارو تړل کېدل د دواړو غاړو کورنیو او سوداګرو ته زیان رسوي او د سویلي او منځنۍ اسیا د نښلولو لپاره د افغانستان د جغرافیایي موقعیت د کارولو مخه نیسي.

هغې د کاسا۱۰۰۰ او ټاپي پروژې د سیمه‌ییزې همکارۍ د فرصتونو بېلګې وبللې او ویې ویل، چې پاکستان باید د امنیتي اندېښنو د حل ترڅنګ اقتصادي او ترانزیټي همکارۍ هم پراخې کړي.

له طالبانو سره د اختلافاتو حل

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني له طالبانو سره د اختلافاتو حل په ځانګړي ډول د ترهګرۍ او ټرانزیټي سوداګرۍ په برخو کې د اسلام‌اباد له درېیو مهمو لومړیتوبونو څخه یو بللی دی.

هغه د چابهار بندر په برخه کې د هند پانګونې او د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز (CPEC) ته په اشارې ویلي، چې پاکستان باید د یوې ترانزیټي پروژې ګټه د بلې پروژې زیان ونه ګڼي. د نوموړي په وینا، دغه لارې کولای شي د یو بل بشپړوونکې اوسي.

د منځګړیتوب په هڅو کې د ترکیې رول

د ترکیې د ابن خلدون پوهنتون استاد اسماعیل نعمان تلسي هم د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د انقرې د هڅو په اړه خبرې وکړې. هغه وویل، د ۱۴۰۴کال (د لړم په ۸مه) په استانبول کې د خبرو اترو پرمهال د اوربند د غځولو او د څار لپاره د یوه میکانیزم پر جوړولو هوکړه وشوه. د نوموړي په وینا، کله چې خبرې اترې ودرېدې، ترکیې له پاکستاني پلاوي وغوښتل چې خبرو اترو ته یو بل فرصت ورکړي.

تلسي زیاته کړه، د روان کال په فبرورۍ کې د کړکېچ له زیاتېدو وروسته ترکیې له دواړه خواوو وغوښتل چې د خبرو مېز ته ستانه شي. هغه ټینګار وکړ، چې انقره به د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکړي؛ ځکه د افغانستان له ثبات پرته د سویلي، لوېدیځې او منځنۍ اسیا ترمنځ د نښلوونکو لارو تړل او پراختیا ستونزمنه ده.

د مارګلا ناسته یوه نړۍواله غونډه ده، چې د اسلام‌اباد د پالیسۍ د څېړنو انسټیټیوټ یې جوړوي. په دې غونډه کې پاکستاني او بهرني سیاست‌وال، ډیپلوماټان او څېړونکي د امنیت، سیمه‌ییزو اړیکو او نړۍوالو بدلونونو په اړه بحثونه کوي.

د طالبانو له واکمنۍ تر جلاوطنۍ؛ په پاکستان کې افغان هنرمندان له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۱۹ GMT+۰
•
فضل عزیز
100%

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډوال شوي افغان سندرغاړي او هنرمندان وايي، چې په دغه هېواد کې له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي او د خپل راتلونکي په اړه ډاډه نه‌دي.

افغان سندرغاړي سعیدالله وفا افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې ماشومان یې له زده‌کړو بې‌برخې دي، ازاد تګ‌راتګ نه‌شي کولی او له سختو اقتصادي ستونزو سره ژوند تېروي.

د هغه په وینا، دوی نه په افغانستان او نه هم په پېښور کې فکري ازادي لري او تر فشارونو لاندې ژوند کوي. وفا وايي، دامهال شاوخوا د ۵۰۰ افغان هنرمندانو کورنۍ په پېښور او کوټه کې مېشتې دي چې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د نوموړي په خبره، په پېښور کې د مېشتو ۱۰۹ هنرمندانو کورنیو عالي محکمې ته عریضې کړې دي؛ څو افغانستان ته د دوی د جبري ستنولو مخه ونیسي. هغه زیاته کړې، په پېښور کې د «هنري ټولنې» په نوم بنسټ له دغه کورنیو سره د محکمې تر بهیر پورې مرسته کړې او له محکمې یې غوښتي چې د دغه هنرمندانو د اېستلو مخه ونیسي؛ ځکه په افغانستان کې د هغوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی.

100%

د پېښور عالي محکمې د ۲۰۲۶کال د اکتوبر په پنځمه د پاکستان اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې، چې د افغان هنرمندانو د ویزو اړوند غوښتنلیکونه وڅېړي. د «هنري ټولنې» د خبرپاڼې له مخې، محکمې امر کړی چې دغه بهیر باید د قانون له اصولو سره سم په ۶۰ ورځو کې بشپړ شي.

وفا وايي، محکمې دوی ته یو رسمي لیک هم ورکړی، چې له مخې یې پولیس نه شي کولی هغوی ونیسي یا وځوروي. د هغه په خبره، له دې پرېکړې وروسته د پولیسو چلند ورسره تر یوه بریده نرم شوی دی.

وفا ټینګار کړی، چې افغانستان ته بېرته نه‌شي ستنېدای؛ ځکه هلته نه یوازې د دوی پر هنر او کار بندیزونه لګېدلي، بلکې د ماشومانو د زده‌کړو مخه یې هم نیول شوې ده. هغه ویلي، چې درېیمو هېوادونو ته د لېږد په تمه دي او په دې اړه یې غوښتنلیکونه هم سپارلي دي.

وفا ادعا کړې: «طالبانو په افغانستان کې ګڼ هنرمندان نیولي، زنداني کړي او توبې یې پرې اېستلې دي». د هغه په وینا، طالبانو په خوست او لوګر ولایتونو کې د موسیقۍ سلګونه الې هم سوځولې دي؛ دا هغه اقدامات دي چې د افغانستان د موسیقۍ او هنر راتلونکی یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

100%

د «هنري ټولنې» مشر راشد احمد خان هم ویلي، چې اوس‌مهال په پېښور او کوېټه کې د افغان هنرمندانو، سندرغاړو او د هغوی د کورنیو د غړو شمېر له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې رسېږي.

د هغه په وینا، دغه ټولنه د افغان هنرمندانو د حقونو د دفاع او افغانستان ته د هغوی د جبري ستنولو د مخنیوي لپاره هڅې کوي او د محکمې پرېکړې د دې زمینه برابره کړې، چې دغه هنرمندان په جبري توګه افغانستان ته ونه اېستل شي.

راشد احمد خان د افغان هنرمندانو پر وړاندې د پاکستان د حکومت د تګلارې په اړه ویلي، دولتي او امنیتي ادارې په ښکاره وايي هنرمندان نه ځوروي؛ خو بیا هم پولیس هغوی نیسي او دوی یې د خوشې کولو لپاره د محکمې دروازې ټکوي.

هغه ټینګار وکړ، چې د «افغان هنرمندانو په اړه د پاکستان حکومت هېڅ روښانه تګلاره نه‌لري». راشد احمد خان د اندېښنې په څرګندولو خبرداری ورکړی، چې ښايي په راتلونکي کې د افغانستان اصیله او دودیزه موسیقي له‌منځه لاړه شي.

استخباراتي راپور: افغانستان د عراق د قاچاقي تېلو له مهمو بازارونو دی

۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶، ۲۰:۵۹ GMT+۰
100%

د سکای‌نیوز عربي څانګې د عراق د یوه استخباراتي راپور په حواله لیکلي، چې د دغه هېواد له شمال څخه تېل ایران ته قاچاق کېږي او تر چاڼ وروسته په افغانستان کې پلورل کېږي. د راپور له مخې، د قاچاقي تېلو یوه برخه ترکیې ته هم لېږدول کېږي.

د سکای‌نیوز عربي څانګې ویلي، چې د دغه استخباراتي راپور یوه نسخه یې ترلاسه کړې ده. د دغه راپور له مخې چې د سې‌شنبې په ورځ خپور شوی، افغانستان او ترکیه د عراق د قاچاق شويو تېلو د پلور له مهمو بازارونو دي.

د راپور په ټکو، د کردستان په سیمه‌ییزه اداره کې فعالې شبکې د کرکوک او سلیمانیه د تېلو له زېرمو څخه په پراخه کچه خام تېل او نفت‌لرونکي مواد قاچاق کوي. دغه جوپې د کوچنیو او منځنیو ټانکرونو پرمټ له ځمکنیو لارو ایران ته لېږدول کېږي. د راپور له مخې، د ټانکرونو تګ‌راتګ د باشماق او پروېزخان له سرحدي لارو په اسانۍ ترسره کېږي.

د راپور پربنسټ، د عراق قاچاق شوي تېل په ایران کې تصفیه کېږي یا د دغه هېواد له تولید شويو نفت‌لرونکو موادو سره ګډېږي او وروسته د ایراني محصولاتو په نوم پلورل کېږي. د سکای‌نیوز عربي څانګې د دغه کار موخه له بندیزونو تېښته بللې؛ خو دا یې نه‌ده په ډاګه کړې چې دغه بهیر څنګه د بندیزونو په مخنیوي کې مرسته کوي.

دغه رسنۍ لیکلي، چې نفت‌لرونکي مواد د کیفیت د ښه‌والي یا بدلولو لپاره هم پروسس کېږي او له ایراني نفت‌لرونکو محصولاتو سره یې ګډول د دغه بهیر مهمه برخه ده. په راپور کې د افغانستان په بازار کې د انرژۍ لوړه تقاضا د دغه توکو د پلور یو له اصلي لاملونو بلل شوې ده.

دغه جوپې د ایراني ټانکرونو پر مټ د ایران له ختیځو ښارونو څخه د افغانستان سرحد ته لېږدول کېږي او تر سرحدي دروازو له اوښتو وروسته په لویو زېرمتونونو کې خالي کېږي. دغه زېرمتونونه له پولې سره نږدې ښارونو کې موقعیت لري او د افغان خصوصي واردوونکو شرکتونو له‌خوا اداره کېږي.

وروسته دغه نفت‌لرونکي مواد د کوچنیو بار وړونکو موټرو پرمټ د افغانستان ښارونو او ولایتونو کې د تېلو پمپونو او مصرفوونکو ته رسول کېږي.

د راپور له مخې، قاچاق شبکې د عراق د هغه سرحدي سیمو له لارو ګټه اخلي چې ایران او ترکیې ته نږدې دي او د عراق د مرکزي حکومت تر کنټرول لاندې نه‌دي. د یادې جوپې یوه برخه ترکیې ته هم لېږدول کېږي او هلته پلورل کېږي.

ورته مهال له پاکستان سره د سوداګریزو محدودیتونو له امله د افغانستان د بازار تکیه پر ایران زیاته شوې ده. د نړۍوال بانک د راپور له مخې، ایران د ۲۰۲۶کال په فبرورۍ کې د افغانستان د شاوخوا ۳۱ سلنه وارداتو په برابرولو سره دغه هېواد ته تر ټولو لوی صادرونکی و. له پاکستان سره د لارو تر تړل کېدو وروسته، د افغانستان شاوخوا ۶۰ سلنه واردات له ایران یا د دغه هېواد له لارې برابر شوي دي.