په واشنګټن کې د افغان کډوالو د ایستلو پر ضد پخوانیو امریکايي پوځیانو لاریون کړی

د امریکا یو شمېر پخوانیو پوځیانو او افغان متحدینو یې په واشنګټن کې د دغه هېواد د کانګرس ودانۍ ته څېرمه لاریون کړی او له امریکا یې غوښتي چې د زرګونو افغان کډوالو د جبري ایستلو مخه ونیسي.
د سکریپس نیوز د راپور له مخې، په دغه لاریون کې شاوخوا ۱۵۰ کسانو ګډون کړی و. لاریونوالو له امریکايي قانونجوړوونکو وغوښتل چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د پاتې کېدو او خوندیتوب لپاره اقدام وکړي.
د افغان ایواک ایتلاف مشر شان وانډیور ویلي، د دغه لاریون موخه د افغان متحدینو دفاع ده او امریکايي پخواني پوځیان به په دې برخه کې د هغوی ترڅنګ ودرېږي.
نوموړي له کانګرس څخه غوښتي چې د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندي وضعیت قانون تصویب کړي، څو په امریکا کې مېشت زرګونه افغانان له جبري ایستلو خوندي شي.
وانډیور ویلي: «موږ ځکه دې موضوع ته اهمیت ورکوو چې د امریکا پر ارمانونو او ارزښتونو باور لرو. کله چې د امریکا په نوم ژمنه کوو، باید پر هغې ودرېږو. که پر خپلو ژمنو ونه درېږو، هېڅ ارزښت نه لرو».
په لاریون کې یوه امریکايي پخواني پوځی چې په عراق او افغانستان کې یې خدمت کړی، ویلي چې اجازه به ورنه کړي هېواد یې خپل افغان متحدین یوازې پرېږدي.
یو شمېر افغان کډوالو هم په دغه لاریون کې ګډون کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې ښځې له خپلو لومړنیو حقونو بېبرخې دي او که افغان کډوال له امریکا وایستل شي، په افغانستان کې د نیول کېدو له خطر سره به مخ شي.
افغانه کډواله فلورنس پویا وايي، د افغانانو ایستل به یوه فاجعه وي، ځکه د هغې په وینا، د نیول کېدو احتمال ډېر دی او ښايي ځینې کسان اړ شي چې د خپل ژوند پاتې برخه په پټه تېره کړي او په افغانستان کې خپلو لومړنیو حقونو ته هم لاسرسی ونه لري.
د لنډمهاله خوندي وضعیت پروګرام د امریکا د کډوالۍ یو قانوني میکانیزم دی، چې د جګړو، طبیعي پېښو او کورنیو ناامنیو له امله هغو بهرنیو وګړو ته د پاتې کېدو اجازه ورکوي چې په خوندي ډول خپلو هېوادونو ته د ستنېدو وړتیا نه لري.
دغه پروګرام د ګټهاخیستونکو لپاره په امریکا کې د لنډمهاله پاتې کېدو، د جبري ایستلو پر وړاندې د خوندیتوب او د کار کولو د اجازې زمینه برابروي.
د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې د افغانانو لپاره د دغه پروګرام د پای ته رسولو پرېکړه وکړه، چې د همدغه کال په جولای کې عملي شوه.
