د سوداګرۍ خونه: د بامیان ۱۰۰ زره ټنه کچالو ازبکستان ته صادرېږي

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ خونو په همکارۍ د بامیان ولایت د کچالو صادرات ازبکستان ته پیل شوي دي.
د دغې خونې د معلوماتو له مخې، د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ خونو په ګډ نوښت په بامیان کې د کچالو ازمایښتي کرنه ترسره شوې او له دې لارې د ازبکستان بازار ته د دغه محصول د صادرولو زمینه برابره شوې ده.
دوی وايي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر سید کریم هاشمي او د ازبکستان د سوداګرۍ خونې رییس دوران وهابوف ازبکستان ته د بامیان د ۱۰۰ زره ټنه کچالو د صادراتو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.
د دغې خونې په وینا، د صادراتو اړوند تړون د لاسلیکولو چارې روانې دي او د کچالو لومړنۍ جوپه، چې ۸ باروړونکي موټر پکې شامل دي، د حیرتان بندر له لارې د ازبکستان ترمذ ښار ته روانه شوې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه زیاتوي، چې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو بنسټونو په همکارۍ د افغان سوداګرو او بزګرانو ترمنځ اړیکې اسانه شوې او د کرنیزو محصولاتو د پېر، بازارموندنې او لېږد په برخو کې همغږي رامنځته شوې ده.
د دغې خونې په باور، دا همکاري به د بامیان د بزګرانو د کرنیزو محصولاتو لپاره د پلور بازار پراخ کړي او د هغوی د تولیداتو د بازارموندنې په برخه کې به مرسته وکړي.
