د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ هند ته تللی

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال احمدالله زاهد په مشرۍ یو پلاوی نن (پنجشنبه د لړم ۲۱) د هند په رسمي بلنه دغه هېواد ته لاړ. نوموړی به په دغه سفر کې د هند په یوه نړیوال نندارتون کې له ګډون سربېره له ځینو هندي چارواکو سره هم وګوري.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۱) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، احمدالله زاهد به د دې سفر په ترڅ په یوه نړۍوال نندارتون کې له ګډون سربېره د هند له لوړپوړو دولتي چارواکو، سوداګریزو مسوولینو او پانګهوالو سره وګوري.
په خبرپاڼه کې راغلي: (په دغو لیدنو کې به د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زیاتوالي، د افغان تولیداتو لپاره د نویو بازارونو پر موندلو او د ګډو پانګونو پر فرصتونو خبرې وشي).
د دغه وزارت لپاره طالب مسوولینو د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو پیاوړتیا، د افغانستان د تولیدي او صادراتي ظرفیتونو معرفي کول او د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د نویو فرصتونو برابرول بللي دي.
د یادونې وړ ده، چې له تېر څه باندې یوه کال راهیسې د طالبانو او پاکستان تر منځ د اړیکو له خرابېدو او د سوداکریزو لارو له تړل کېدو وروسته طالبانو خپلې اړیکې له هند سره پراخې کړي او د امیرخان متقي په ګډون ګڼو طالب چارواکو هند ته سفرونه کړي دي.
