په ایران کې طالب سفیر د دغه هېواد له چارواکو سره د افغان محصلینو پر ستونزو غږېدلی

په ایران کې طالب سفیر د دغه هېواد د علومو وزارت له مرستیال سره په کتنه کې په ایراني پوهنتونونو کې د افغان محصلینو د ستونزو په تړاو خبرې کړې دي. دغه سفارت په دې تړاو نور جزییات نهدي ورکړي، خو په دغه هېواد کې افغان محصلین د اقامې د غځولو پر مهال له ستونزو سره مخ دي.
په ایران کې د طالبانو سفارت د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، طالب سفیر فضل محمد حقاني د ایران د علومو وزارت له مرستیال او د محصلینو چارو سازمان له رييس سعید حبیبا سره کتلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «په دې کتنه کې د ایران په پوهنتونونو کې د افغان محصلینو ستونزې په ګوته او وارزول شوې».
په خبرپاڼه کې د یادو ستونزو او همداراز د دغې لیدنې د نورو جزییاتو په تړاو څه نهدي ویل شوي.
تر دې مخکې له ایران څخه یو افغان محصل افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي وو، چې د تهران په پیام نور پوهنتون کې شاوخوا له ۱۰۰ تر ۱۵۰ پورې افغان محصلان له نږدې شپږو میاشتو راهیسې د استوګنې قانوني اسنادو (اقامې) د مودې غځولو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د نوموړي په خبره، دغه زدهکړیالان د خپلو دوسیو د څار لپاره اړوندو ادارو ته د مراجعې پرمهال له نامناسب او سپکاوي ډک چلند سره مخ کېږي او په وینا یې، دوی په ایران کې د طالبانو سفارت ته هم د ستونزې د حل لپاره مراجعه کړې، خو تراوسه یې کومه مثبته پایله نهلرله.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو د چارو مرکز رییس نادر یار احمدي په دغه هېواد کې د افغان زدهکوونکو د شمېر کمېدو په اړه ویلي وو، چې د افغان زدهکوونکو شمېر له شاوخوا ۶۰۰ زرو څخه ۳۲۰ زرو ته راکم شوی او په وینا یې، ایران د کډوالو د اقامې مودې د غخولو لپاره سخت شرایط وضع کړي دي.
