• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سپینه ماڼۍ: ټرمپ به له پوتین او شي جین‌پینګ سره د اټومي وسلو د کمولو په اړه خبرې وکړي

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۰۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۱۲ GMT+۰

سپینې ماڼۍ ویلي، چې ډونالډ ټرمپ به په راتلونکې اونۍ کې په چین کې د روسیې او چین له ولسمشرانو سره په لیدنه کې په نړۍ کې د اټومي وسلو د کمولو په تړاو خبرې وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ ویاندې اولیویا وېلز د جمعې په ورځ (د لړم ۲۲مه) خبریالانو ته ویلي: «ټرمپ باور لري چې د اټومي وسلو پراختیا او ډېرېدل ډېر خطرناک دي او په پام کې لري چې د نړۍ د اټومي وسلو د کمولو موضوع په اړه خبرې وکړي».

د راپور له مخې، ټاکل شوې دغه درې مشران د راتلونکې پنجشنبې په ورځ ( د لړم۲۸مه) د چین په شېن‌ژین ښار کې د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې سره وګوري.

د ټرمپ د ادارې یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، تمه نه‌لري چې په دې لیدنه کې به د اټومي وسلو د کمولو په اړه کومې هوکړې ته ورسېږي، خو په وینا یې، دا خبرې د یوې ګټورې ډیپلوماټیکې پروسې د پیل لپاره مهمې دي.

چین له کلونو راهیسې له امریکا سره د خپل اټومي پروګرام په اړه مستقیمو خبرو ته زړه نه ښه کوي او وایي، چې د اټومي وسلو د لویو زېرمو لرونکو هېوادونو په توګه امریکا او روسیه باید په مستقیم ډول د دې موضوع په اړه خبرې وکړي.

د ستاکهولم د سولې نړیوال څېړنیز انسټیټیوټ د شمېرو له مخې، روسیه د زېرمه شویو اټومي سرګلولو له پلوه په نړۍ کې لومړی، امریکا دویم او چین درېیم ځای لري. د امریکا او روسیې ترمنځ د ستراتیژیکو اټومي وسلو د کمولو نوی تړون هم سږ کال پای ته رسېدلی دی.

په راپور کې راغلي، چې ټرمپ به له پوتین او شي جین‌پینګ سره په لیدنه کې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو د جګړې مسله هم یاده کړي، خو تمه نه‌کېږي چې د اوکراین د جګړې په اړه خبرې وکړي.

ټاکل شوې ټرمپ د دوشنبې په ورځ خپل څلور ورځنی اسیایي سفر پیل کړي، چې چین او فلیپین ته سفرونه هم په‌کې شامل دي.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۳

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۴

ایراني رسنۍ: په مشهد کې پر پخواني افغان قومندان بریدګر د طالبانو د استخباراتو کارکوونکی و

۵

د نري رنځ ناروغي؛ تېر کال یې د نړۍ ۱،۱ میلیونه کسان وژلي دي

•
•
•

نور خبرونه

له څلورو ساعتونو وروسته؛ په امریکا کې د الوتنو د سراسري ځنډولو امر لغو شو

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۳۲ GMT+۰
100%

د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې د الوتکو د الوتنو د سراسري ځنډولو امر له څه باندې څلورو ساعتونو ځنډ وروسته لغو شوی دی. په دې سره الوتکو یو ځل بیا د الوتنو اجازه ترلاسه کړې، خو داسې نه‌ده، چې ټولې الوتنې به سمدستي خپل عادي مهال‌وېش ته راوګرځي.

د امریکا د ترانسپورټ وزیر شان ډافي ویلي، د جمعې ورځې له پېښو وروسته عادي حالت ته د بېرته ګرځېدو بهیر به وخت ونیسي.

هغه زیاته کړې، چې لسګونه زره مسافر بند پاتې شوي او ښايي ډېری یې اړ شي چې شپه په هوايي ډګرونو کې تېره کړي.

د مخابراتي اړیکو ګډوډۍ او د الوتنو ځنډولو له امله په امریکا کې زرګونه الوتنې له ځنډ او لغو کېدو سره مخ شوې.

فاکس‌نیوز د «فلایټ اېر» په نوم د الوتنو د څارنې وېب‌پاڼې په حواله لیکلي، چې د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې د سراسري ځنډولو د امر له امله د جمعې په ورځ د دغه هېواد دننه، دغه هېواد ته د راتلونکو او ترې تلونکو الوتنو له ډلې څه باندې څلور زره او ۴۰۰ الوتنې لغو شوې دي.

د فلایټ اېر د وروستیو شمېرو له مخې، څه باندې ۱۰ زره نورې الوتنې هم له ځنډ سره مخ شوې دي.

په نړیواله کچه هم دې وېب‌پاڼې د څه باندې پنځه زره او ۱۰۰ الوتنو لغوه کېدل او د څه باندې ۲۶ زره نورو الوتنو ځنډ یې ثبت کړی دی.

فاکس‌نیوز ویلي، دغه شمېرې د الوتنو ګډوډۍ ښيي او په دې معنا نه‌ده، چې ټولې لغو شوې یا ځنډېدلې الوتنې د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې د مخابراتي ستونزې له امله وې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د الوتنو د ګډوډۍ په اړه ویلي، چې داسې نه‌ښکاري چې دا ستونزه د سایبري برید یا مصنوعي ځیرکتیا له امله رامنځته شوې وي.

هغه زیاته کړې، ښايي دا ستونزه له داسې یوه سیسټم سره تړاو ولري چې پر ځینو زړو او خرابو تجهیزاتو تکیه لري؛ هغه تجهیزات چې ده یې د نوي کولو هڅه کړې ده.

د امریکا د کورني امنیت وزیر مارک‌وین مولین هم د الوتنو د ځنډولو د پرېکړې په اړه ویلي: «هېڅ سایبري برید نه‌دی شوی».

هغه زیاته کړې، چې دغه ستونزه له مایکروسافټ سره هم هېڅ تړاو نه‌لري او څرګنده کړې یې ده: «اوس مهال داسې ښکاري چې وضعیت د سمېدو پر لور روان دی».

هغه زیاته کړې: «موږ د ستونزې د حل لپاره هڅې کوو».

د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې د جمعې په ورځ په یوه بې‌ساري اقدام کې، د «غیرعادي وضعیت» او «خوندیتوب ته د پاملرنې» له امله په ټول هېواد کې الوتنې وځنډولې.

د دې ادارې په وینا، دغه پرېکړه د هوايي ټرافیک د کنټرول په سیسټم کې د پراخې ګډوډۍ له امله شوې ده.

د امریکا د ترانسپورټ وزیر شان ډافي په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې د دې ستونزې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې «د مخابراتو یوې ستونزې د الوتنو په مسیرونو کې د هوايي ټرافیک د کنټرول ټول مرکزونه اغېزمن کړي دي».

هغه زیاته کړې، چې د فډرالي هوايي چلند ادارې تخنیکي کارپوهان د دې ستونزې د ارزونې په حال کې دي.

د جمعې ورځې د الوتنو ځنډول د امریکا په معاصر تاریخ کې د دې ډول درېیمه سراسري پېښه بلل کېږي.

د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې تر دې وړاندې هم دوه ځله په ټول هېواد کې الوتنې ځنډولې وې؛ لومړی ځل د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه، د نیویارک د سوداګرۍ پر نړیوال مرکز له ترهګریزو بریدونو وروسته او دویم ځل د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۱۱مه، د دې ادارې په هغه سیسټم کې د ستونزې له امله چې پیلوټانو ته یې د خوندیتوب خبرتیاوې لېږلې.

امریکا: د شپږم نسل B-۲۱ رایډر الوتکې د وسلو لومړنۍ ازموینه بریالۍ ترسره کړې

۲۲ لړم ۱۴۰۵ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۰۸ GMT+۰
100%

د امریکا دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد شپږم نسل لرونکې «بي ـ ۲۱ رایډر» اوږد واټن ویشتونکې بم غورځوونکې الوتکې د دودیزې وسلې د خوشې کولو لومړنۍ ازموینه بریالۍ ترسره کړې، چې په دې سره یې د الوتنې له ازمایښتي پړاو څخه د وسلو د عملیاتي وړتیا پړاو ته د تګ یو مهم پړاو بشپړ کړی دی.

د امریکا د هوايي ځواک د عامه اړیکو ادارې د نومبر پر ۱۳مه په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې دغه ازموینه تېره اوونۍ د کالیفورنیا ایالت له «اېډوارډز» هوايي اډې څخه د الوتنې پر مهال ترسره شوې ده.

د راپور له مخې، په دې ازموینه کې د بي ـ ۲۱ رایډر یوې ازمایښتي الوتکې دودیزه وسله خوشې کړې، چې د الوتکې د ډیجیټلي ماډلونو او د هغې د پرانیستې سیسټمي جوړښت د بشپړتیا کچه یې تایید کړې ده. دغه ازموینه همداراز د نوو وسلو د چټک مدغمولو او د الوتکې د برید وړتیا څرګندوي.

د امریکا د هوايي ځواک مشر «ټراي مېنک» ویلي: «بي ـ ۲۱ داسې طرحه شوې چې د جګړې ډګر ته د نوو وسلو د چټک مدغمولو له لارې، جنګي ځواکونو ته لا پیاوړې وړتیاوې برابرې کړي او په عین حال کې یې د باور وړتیا او ساتنه اسانه وي.»

نوموړي زیاته کړې: «د دې ازموینې بریا ښيي چې موږ په چټکۍ سره د ځان عیارولو وړتیا لرو او که د جګړې د مخنیوي هڅې ناکامې شي، هر هدف په نښه کولای شو.»

په راپور کې ویل شوي، چې د ازموینې چمتووالی د بي ـ ۲۱ د ډیجیټلي دوه‌ګوني چاپېریال په کارولو سره د زرګونو ساعتونو مجازي ازموینو او ماډل‌جوړونې پر بنسټ ترسره شوی دی. دې چارې د الوتکې له ازمایښتي ټیم سره مرسته کړې چې د وسلو د مدغمولو بهیر چټک کړي او د الوتکې له الوتلو مخکې د وسلې د مسیر اټکل او اصلاح په لوړه کچه دقت سره ترسره کړي.

د امریکا د هوايي ځواک لوی درستیز جنرال «کېن ویلسباخ» ویلي: «د وسلو دا ازموینه ثابتوي چې د بي ـ ۲۱ پروګرام په بریالیتوب سره پر مخ روان دی. موږ د داسې یوه ځواکمن هوايي ځواک د الوتکو یوې ټولګې د جوړولو په حال کې یو چې په راتلونکو لسیزو کې به زموږ ګډو پوځي ځواکونو ته د دښمن د دفاعي لیکو د ماتولو او د دقیقو بریدونو لپاره د باور وړ انتخابونه برابر کړي.»

بي ـ ۲۱ رایډر د نړۍ لومړنۍ او یوازینۍ شپږم نسل لرونکې، د اوږده واټن او د پیاوړو دفاعي سیستمونو د نفوذ وړ بم غورځوونکې الوتکه بلل شوې، چې د سختو پوځي شرایطو پر مهال د بقا، له بدلونونو سره د عیارېدو او له نورو پوځي سیستمونو سره د شبکوي اړیکو وړتیا لپاره طرحه شوې ده.

د امریکا د هوايي ځواک د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د دغو الوتکو لومړۍ جوپه په ۲۰۲۷ کال کې د سوېلي ډاکوټا ایالت په «ایلزوورث» هوايي اډه کې ځای پر ځای شي.

راپور: د جګړې د څېړنې له امله د برېتانوي ځانګړو ځواکونو امنیت له اندېښنو سره مخ دی

۲۲ لړم ۱۴۰۵ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۱۶ GMT+۰
100%

د برېتانیا د ځانګړو هوايي ځواکونو (اېس اې اېس) د پخوانیو او اوسنیو غړو ټولنې خبرداری ورکړی چې د افغانستان د جګړې پر مهال د احتمالي جنګي جرمونو په اړه روانه قضايي څېړنه د سرتېرو او د هغوی د کورنیو امنیت له خطر سره مخ کوي.

د ډیلي مېل راپور له مخې، د اېس اې اېس د پوځي ټولنې مشر او پخواني قوماندان اېډ بټلر خپلو غړو ته په یوه لیک کې ویلي چې روسیه، چین او وسله‌والې ډلې ښايي له دغو قضايي بهیرونو څخه د برېتانوي ځانګړو ځواکونو د کمزوري کولو لپاره ګټه پورته کړي.
اوس مهال د افغانستان د جګړې د خپلواکې څېړنې کمېسیون هغه تورونه څېړي چې ګواکې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې یو شمېر طالب بندیان له محاکمې پرته وژلي دي.
د راپور له مخې، د دې څېړنې پایلې ښايي د پوځي پولیسو د جنايي پلټنو لامل شي او یو شمېر سرتېري د قتل له تورونو سره مخ شي. همداراز د هغوی ځینې قوماندانان د دولتي دندې د ناوړه استفادې او د عدالت د مخنیوي په څېر جرمونو کې هم تورن کېدای شي.
اېډ بټلر ویلي، د پلټنو او معلوماتو خپرېدل ښايي د ځانګړو ځواکونو د غړو هویت افشا کړي او دا کار د هغوی او د کورنیو لپاره «ریښتینی امنیتي خطر» رامنځته کوي.
د هغه په وینا، د مصنوعي ځیرکتیا، ټولنیزو رسنیو او عامو معلوماتو د نښلولو له لارې د سرتېرو پېژندل تر پخوا اسانه شوي او «دښمن هېوادونه او وسله‌والې ډلې» کولای شي له دې حالته ګټه واخلي.
راپور وايي، د افغانستان د جګړې پر مهال د برېتانیا ځانګړي ځواکونه په ۲۰۱۰ کال کې د هلمند په ګډون د افغانستان سوېلي سیمو ته استول شوي وو. د دوی یو مهم ماموریت د هغو طالب شبکو له منځه وړل وو چې د سړک غاړې ماینونه یې جوړول او د بریتانوي ځواکونو پر ضد یې کارول.
د اېس اې اېس د پوځي ټولنې په لیک کې د سوریې یوه بله قضیه هم یاده شوې، چې پکې پنځه ځانګړي سرتېري د داعش د یوه غړي د وژلو په تور تر پلټنو لاندې راغلي وو، خو وروسته بې‌ګناه ثابت شول.
بل لور ته، د برېتانیا د محافظه کار ګوند مشرې کېمي بېډنوک له حکومته غوښتي چې د ځانګړو ځواکونو د سرتېرو پر ضد روانې پلټنې ودروي. هغې دغه بهیر «د جادوګرو ښکار» بللی او ویلي یې دي چې د ځانګړو ځواکونو سرتېري د کلونو پخوانیو عملیاتو له امله تر فشار لاندې دي.
خو د برېتانيا د دفاع وزارت ویلي، د څېړنې په بهیر کې د سرتېرو د هویت د خوندي ساتلو لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي دي. یاد وزارت ویلي، تړلې غونډې، مستعار هویتونه او د معلوماتو د ساتنې ځانګړي اصول پلي کېږي او هر څوک چې دا اصول مات کړي، له قانوني اقدام سره به مخ شي.
د افغانستان د جګړې په اړه دغه څېړنه د بریتانیا د پوځي ماموریتونو له تر ټولو حساسو حقوقي دوسیو څخه بلل کېږي او تمه کېږي چې پایلې یې د ځانګړو ځواکونو پر راتلونکي او د افغانستان د جګړې پر ارزونې اغېز ولري.

اروپايي مشرانو د اروپا د امنیتي نظم د بدلولو په اړه د پوتین غوښتنه رد کړه

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۲۱ GMT+۰
100%

اروپايي مشرانو د اوکراین د سولې په خبرو کې د اروپا د امنیتي نظم د بدلون لپاره د روسیې هڅې رد کړې. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي خبرداری ورکړی چې واشنګټن او مسکو د دې موضوع په اړه خبرې پیل کړې دي او اروپا باید په دې برخه کې هوښیاره وي.

د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، دغه اختلاف په ابوظبۍ کې د اوکراین د سولې په اړه له خبرو اترو وروسته څرګند شو. د روسیې پلاوي په دې غونډه کې د اروپا د امنیتي ترتیباتو په اړه د بحث غوښتنه وکړه، خو له اروپايي چارواکو سره یې له لیدنې ډډه وکړه.

د امریکا استازو سټیو ویټکاف او جېرډ کوشنر د پنجشنبې په ورځ په ابوظبۍ کې له خبرو وروسته په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولیدل.

په همدې وخت کې د اروپا شورا مشر انتونیو کوسټا په ډوبلین کې د اروپايي مشرانو یوې غونډې ته وویل چې د اروپا د امنیتي نظم بیا طرحې ته اړتیا نشته.

کوسټا زیاته کړه: «اروپا یو اغېزناک امنیتي چوکاټ درلود چې لومړی په تدریجي ډول کمزوری شو او په پای کې پر اوکراین د روسیې د یرغل له امله له منځه ولاړ.»

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي هم ویلي چې په ابوظبۍ کې د خبرو اترو لویه برخه د امنیتي تضمینونو موضوع ته ځانګړې شوې وه. نوموړي خبرداری ورکړ چې د امریکا او روسیې ترمنځ د خبرو موضوع له اوکراین څخه پراخه شوې ده.

د اوکراین ولسمشر وویل: «اروپا باید دې موضوع ته جدي پام وکړي. کله چې امریکایان او روسان د دغو مسایلو په اړه خبرې کوي، بحث یوازې د اوکراین په اړه نه دی، بلکې تر ډېره د اروپا او روسیې ترمنځ د یوه نوي امنیتي چوکاټ په اړه دی. دا ډول چلند زموږ لپاره یو څه د حیرانتیا وړ دی».

د روسیې غوښتنه څه ده؟

روسي چارواکو په وار وار د ناټو د پراختیا د بندولو، د روسیې د پولو ته نږدې د پوځي تمریناتو د بندیز او د ختیځې اروپا څخه د ناټو د سرتیرو او تجهیزاتو د ایستلو غوښتنه کړې ده.

د اروپا ډېری پلازمېنې د روسیې دغه غوښتنې د خپل نفوذ د ساحې د بېرته پراخولو او د اروپايي ټولنې او ناټو د غړو هېوادونو د ملي حاکمیت د محدودولو هڅه بولي.

ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې د نوي امنیتي نظم په اړه د مسکو وړاندیزونه باید د جګړې د پای ته رسولو له هوکړې مخکې وڅېړل شي. نوموړي د اروپا هغه دریځ رد کړ چې له مخې یې باید دغه موضوع په اوکراین کې د سولې له ټینګښت وروسته وڅېړل شي.

د روسیې ولسمشر همداراز وویل، د اروپايي هېوادونو هغه پلان چې د سولې له هوکړې وروسته اوکراین ته خپل پوځونه واستوي، د «جګړې د دوام» معنا لري.

د امریکا استازو سټیو ویټکاف او جېرډ کوشنر د کرملین په ټلوېزیوني خپرېدونکې غونډه کې وویل چې امریکا غواړي اروپا په راتلونکو خبرو اترو کې ګډون ولري. هغوی زیاته کړه چې واشنګټن د اروپا د لویې وچې د امنیتي نظم په اړه له خپلو اروپايي متحدینو سره خبرې پیل کړې دي.

خو د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، یوې سرچینې چې د ابوظبۍ له مذاکراتو خبره وه ویلي چې د اروپا د پراخ امنیت موضوع مطرح شوې، خو تر اوسه یې د جزییاتو په اړه بحث نه دی شوی.

مسکو ته د امتیاز ورکولو په اړه د اروپا اندېښنې

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته دریو چارواکو ویلي چې د اروپا په پلازمېنو کې اندېښنې مخ په زیاتېدو دي. هغوی وېره لري چې د ټولې اروپا د امنیت په اړه خبرو ته غاړه ایښودل ښايي د اوکراین د سولې په مذاکراتو کې د اروپا د ګډون بیه وي.

د استونیا لومړي وزیر کریسټن میخال خبرداری ورکړی چې اروپا په یوه «دام» کې راګیر شوې ده. د هغه په وینا، پوتین له کلونو راهیسې هڅه کوي چې د ناټو د غړو هېوادونو د ملي حاکمیت په اړه د نظر او پرېکړې کولو حق ترلاسه کړي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې کایا کالاس ویلي چې د اروپا د امنیتي نظم په اړه خبرې باید یوازې هغه مهال پیل شي چې روسیه د سولې له هوکړې سره موافقه وکړي.

هغې زیاته کړې چې په اوسنیو شرایطو کې د دې موضوع مطرح کول، د اصلي لومړیتوب، یعنې په اوکراین کې د اوربند او د وژنو د درولو، په اړه د پام اړولو لامل کېږي.

اروپايي مشران په ډوبلین کې د مذاکراتو لپاره د یوه ګډ استازي پر ټاکلو هم خبرې کوي او هیله لري چې د همدې میاشتې په اوږدو کې د یوه نوم په اړه هوکړې ته ورسېږي.

د اروپا شورا مشر انتونیو کوسټا ټینګار کړی: «د اروپا د امنیت په اړه له اروپا پرته د مذاکراتو پر مېز خبرې نه شي کېدای.»

هغه ویلي چې د اروپا ګډ دریځ باید د اروپايي هېوادونو، اروپايي ټولنې او ناټو په همکارۍ رامنځته شي.

د نري رنځ ناروغي؛ تېر کال یې د نړۍ ۱،۱ میلیونه کسان وژلي دي

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۳۳ GMT+۰
100%

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، سره له دې چې په نړۍ کې د نري رنځ پېښې او مړینې کمې شوې دي، خو لا هم هر کال له یو میلیون ډېر کسان د دې ناروغۍ له امله مري او د تشخیص او درملنې په برخه کې د پام وړ ستونزې شته.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ (د نومبر ۱۲مه) د نري رنځ د ۲۰۲۶ کال په نړیوال راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱۰،۶ میلیونه کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او ۱،۱ میلیونه نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د راپور له مخې، د نري رنځ له امله د مړینو کچه د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۳۵ سلنه راټیټه شوې او له ۲۰۰۰ کال راهیسې د دې ناروغۍ درملنې د اټکل له مخې د ۸۶ میلیونه کسانو ژوند ژغورلی دی. په دې توګه نړۍ د روغتیا نړیوال سازمان د «نري رنځ د له منځه وړلو» د تګلارې د مړینې لومړنی هدف ترلاسه کړی، خو له ټاکلي مهالوېش څخه پنځه کاله وروسته.

د روغتیا نړیوال سازمان د عمومي رییس ټېډروس ادهانوم غیبریسوس ویلي، د نري رنځ د پېښو او مړینو دوامداره کمښت هیله‌بښونکی دی، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې ګڼو هېوادونو د روغتیايي مرستو د بودیجې له کمښت سره مخامخ دي.

هغه ویلي: «ډېرو حکومتونو د خپلو لاسته راوړنو د ساتنې لپاره له خپلو کورنیو بودیجو څخه ډېرې پیسې ځانګړې کړې دي. خو بیا هم هر کال له یو میلیون ډېر کسان د یوې داسې ناروغۍ له امله مري چې مخنیوی او درملنه یې شونې ده.»

نوموړي له هېوادونو او شریکانو غوښتي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی پراخ کړي، د دې ناروغۍ لپاره اړینې بودیجې خوندي کړي او د وبا د پای ته رسولو لپاره د نویو طبي وسایلو او درملنو د جوړولو بهیر چټک کړي.

د راپور له مخې، د نري رنځ د مخنیوي او درملنې لپاره د هېوادونو کورنۍ پانګونه د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ ۱۴ سلنه زیاته شوې او ۵،۶ میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده. دغه زیاتوالی د نړیوالو مالي مرستو د ورته کچې د کمښت یوه برخه جبران کړې ده.

د نري رنځ نړیوال بار په ۳۰ هېوادونو کې متمرکز دی، چې په ۲۰۲۵ کال کې د دغې ناروغۍ د ټولو پېښو ۸۸ سلنه پکې ثبت شوې دي. د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په اروپايي سیمه کې د نري رنځ پېښې ۴۲ سلنه او په افریقايي سیمه کې ۳۰ سلنه کمې شوې دي، خو په سوېلي ختیځه اسیا کې دا کموالی ۱۸ سلنه او د ختیځې مدیترانې په سیمه کې یوازې ۶،۶ سلنه و. په لوېدیځه ارام سمندر سیمه کې د پېښو په شمېر کې بدلون نه دی راغلی، خو په امریکا کې د نري رنځ پېښې پرله‌پسې پنځم کال هم زیاتې شوې او د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۱۳ سلنه لوړې شوې دي.

افغانستان هم د نري رنځ د پام وړ پېښو له لرونکو هېوادونو څخه دی. د سیمه‌ییزو روغتیايي شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې په ۲۰۲۴ کال کې د نري رنځ شاوخوا ۸۷ زره پېښې اټکل شوې وې او نږدې ۱۵ زره کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي وو. په دې توګه، په افغانستان کې د نري رنځ کچه په هرو ۱۰۰ زرو وګړو کې ۲۰۳ پېښو ته رسېدلې وه. همدارنګه، په ۲۰۲۵ کال کې په دغه هېواد کې ۴۹ زره او ۵۳۳ ناروغان ثبت او د درملنې تر پوښښ لاندې راوستل شوي وو.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال له ۱۰،۶ میلیونه اټکلي ناروغانو څخه ۸،۴ میلیونه تشخیص شوي او د ۲،۲ میلیونه نورو ناروغانو پېښې یا نه دي تشخیص شوې او یا هم راپور شوې نه دي. همدارنګه، د نویو تشخیص شویو ناروغانو یوازې ۵۹ سلنه د دغه سازمان له لوري په سپارښتل شوو چټکو ازموینو معاینه شوي دي.

د درملو پر وړاندې مقاومت لرونکی نری رنځ هم یوه جدي روغتیايي ننګونه بلل شوې ده. د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۳۷۰ زره کسان د ریفامپیسین پر وړاندې مقاوم نري رنځ اخته شوي وو، خو یوازې ۴۲ سلنه یې درملنه ترلاسه کړې ده.

دغه سازمان همدارنګه د نري رنځ په اړه د څېړنو لپاره ځانګړې شوې بودیجه ناکافي بللې او ویلي یې دي چې په ۲۰۲۳ کال کې د دې برخې لپاره یوازې ۱،۲ میلیارده ډالر لګول شوي، چې د ۲۰۲۷ کال لپاره د ټاکل شوي پنځه میلیارده ډالرو کلني هدف له څلورمې برخې هم کم دي.

روغتیا نړیوال سازمان له حکومتونو او نړیوالو شریکانو غوښتي چې د نري رنځ د مخنیوي، ژر تشخیص او اغېزمنې درملنې لپاره خپلې هڅې او پانګونه زیاته کړي، څو نړۍ وکولای شي د دې ناروغۍ د له منځه وړلو پر لور خپل پرمختګ چټک کړي.