هېواد ته ستنې شوې کورنۍ له طالبانو او نورو مرستندویه بنسټونو په لومړي سر کې د سرپناه غوښتنه لري او بیا د ژوند د دوام لپار مرستو ته سترګې په لاره دي، خو د کډوالو په چارو کې نړۍوالو بنسټونو هم په ځلونو ویلي، چې د بودجې د کمښت له امله نهشي کولی د ټولو ستنو شویو کډوالو لاسنیوی وکړي.
ورته مهال، د ژمي په رارسېدو سره، ګڼ شمېر بېرته راستانه شوي کډوال د سرپناه له نشتوالي ځورېږي او لا هم ډېری یې په کمپونو کې یا له لږو امکاناتو سره شپې او ورځې تېروي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو جبري اېستنې زور اخیستی. همداراز په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلند نه هم شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي، څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو لهمخې له کډوالو سره چلند وکړي.
د ښځو د څرګندونو له مخې، هغه نیول شوې ښځې چې نارینه خپلوان یې نه لرل، اړ وې چې دوه یا درې شپې د طالبانو په بند کې تېرې کړي.
دوی ویلي، چې د امربالمعروف په ریاست کې ورته د لمانځه، اسلام، شریعت او د طالبانو د قوانینو د پلي کولو سپارښتنې شوي او خبرداری ورکړل شوی، چې د ورته چلند د تکرار په صورت کې به له سختو سزاوو او اوږدمهاله بند سره مخ شي.
تر اوسه د طالبانو چارواکو د دغو ښځو د نیولو، د برېښنايي وسلو د کارولو او له هغوی سره د شوي چلند په اړه څه نه دي ویلي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ښځو او نجونو پر جامو، حجاب او عامه حضور محدودیتونه زیات شوي دي. طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لارې د ښځو د حجاب او پوښښ د څارنې لپاره بېلابېل اقدامات کړي دي.
طالبانو د ۱۴۰۲ کال په زمري میاشت کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون توشیح کړ، چې له مخې یې د ښځو د جامو، حجاب او په عامه ځایونو کې د حضور په اړه محدودیتونه او د سرغړونو په صورت کې د سزاوو تدابیر مشخص شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې او د ښځو د حقونو نړیوالو بنسټونو په وار وار د طالبانو له خوا پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو او د هغوی د خپلواکۍ د کمېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د دوی په وینا، د دغو محدودیتونو پلي کول د ښځو پر زدهکړو، کار، تګ راتګ او ټولنیز ژوند پراخ اغېز کړی دی.
د ډیپوماټ مجلې په دې اړه په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې نن ورځ په افغانستان کې یوه نجلۍ له شپږم ټولګي پورته زدهکړې نه شي کولای. مشره خور یې پوهنتون، پارک او ښکلا سالون ته د تګ اجازه نه لري. مور یې د نارینه خپلوان له ملتیا پرته لرې سفر نه شي کولای، په ډېرو دندو کې د کار اجازه نه لري او د طالبانو د ۲۰۲۴ کال د یوه قانون له مخې، ان په عامه ځایونو کې یې غږ هم باید وا نه ورېدل شي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۲،۴ میلیونه نجونې له زدهکړو بېبرخې شوې دي او د دغه سازمان کارپوهان د ښځو پر وړاندې دا سیستم «جنسیتي اپارتاید» بولي.
د دوی په خبره دا وضعیت نوی نه دی. شپږویشت کاله وړاندې هم طالبانو د افغانستان پر ډېره برخه واکمني کوله او د ښځو او نجونو پر وړاندې یې نږدې ورته محدودیتونه لګولي وو.
خو هغه څه چې لږ یادېږي، دا دي چې افغانو ښځو د دغه وضعیت پر وړاندې څه کړي وو؟
په دغه تحلیلي راپور کې راغلي، چې «د افغان ښځو د بنسټیزو حقونو اعلامیه» په نوم دغه سند د ۲۰۰۰ کال په جون میاشت کې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې چمتو شو. په دې غونډه کې د افغانستان دننه، د پاکستان، ایران او تاجکستان د کډوالو له کمپونو او همدارنګه په اروپا او امریکا کې د مېشتو افغانانو له ټولنو څخه ښځو ګډون کړی و چې ډېری یې کډوالې وې.
دغه افغان وګړي چې د نورو نیول شویو کسانو په استازیتوب یې خبرې کولې، وویل چې ځینې افغانان له څلورو تر شپږو میاشتو پورې په دغه مرکز کې ساتل شوي دي. نوموړي زیاته کړه، چې دا کسان عراق ته د غیرقانوني ننوتلو له امله نیول شوي دي.
د هغه په وینا، د دوی یو شمېر د زیارت او ځینې نور یې د کار لپاره دې هېواد ته تللي وو.
دغه افغان وګړي وویل چې بندیانو خپلې جریمې ورکړې او افغانستان ته د ستنېدو لپاره یې د الوتکې د ټکټ پیسې هم برابرې کړې دي، خو لا هم نه دي توانېدلي چې له عراقه ووځي.
هغه وویل، چې دا کسان د بیا ټکټ اخیستلو لپاره کافي پیسې نه لري او تر دې دمه هېچا د هغو پیسو د برخلیک په اړه چې مخکې یې ورکړې وې روښانه ځواب نه دی ورکړی.
دغه افغان همدارنګه په دې ځای کې د خوړو له وضعیت او د ژوند له شرایطو هم شکایت وکړ او ویې ویل چې د ساتل شویو کسانو ستونزو ته پاملرنه نه کېږي.
هغه زیاته کړه، چې د پاکستان په ګډون د ځینو نورو هېوادونو د وګړي د بېرته ستنېدو بهیر چټک ترسره کېږي، خو افغان وګړي لا هم په بې برخلیکه حالت کې شپې سبا کوي.
هغه په عراق کې د افغانستان له سفارت او کونسلګرۍ وغوښتل چې د دې کسانو وضعیت ته د رسېدنې لپاره اقدام وکړي او هېواد ته یې د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړي.
د عراق د کورنیو چارو وزارت مخکې اعلان کړی و، چې د روان زیږدیز کال له پیله د تلې تر ۲۷مې پورې یې د استوګنې له قوانینو د سرغړونې له امله له یې ۳۲ زرو ډېر بهرني وګړي له دغه هېواده اېستلي دي. د دغه وزارت په وینا، له ۲۰ زرو ډېر کسان له بغداده او له ۱۲ زرو زیات کسان د عراق له نورو ولایتونو ایستل شوي دي.