• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له ذبیح الله مجاهد سره د خبریالانو پر خوندیتوب خبرې وکړې

۲۴ لړم ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۴۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ لړم ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۰۷ GMT+۰

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، د دغې کمېټې مشر جمیل وقار د طالبانو له ویاند ذبیح‌الله مجاهد سره د رسنیو پر اقتصادي ستونزو، د خبریالانو پر خوندیتوب او معلوماتو ته د لاسرسي په اړه خبرې کړې دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې نن یکشنبه، د لړم پر ۲۴مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د یادې کمیټې مشر جمیل وقار د طالبانو له ویاند ذبیح‌الله مجاهد سره په کتنه کې د رسنیو د اقتصادي ننګونو او د خبریالانو د امنیت په اړه خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې معلوماتو ته د خبریالانو د لاسرسي د اسانتیا او د هغوی د ستونزو د اواري پر موضوعاتو هم بحث شوی دی.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر په دې لیدنه کې د رسنیو او خبریالانو پر هر اړخیز ملاتړ ټینګار وکړ. هغه وویل چې رسنیو په تېرو کلونو کې، له بېلابېلو ستونزو او ننګونو سره سره، د باوري معلوماتو په خپرولو او د خلکو په خبرولو کې خپل مهم او اغېزناک رول لوبولی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي،چې اداره یې په دې برخه کې له شته اقتصادي او مسلکي ستونزو خبره ده.

هغه زیاته کړه چې د اړوندو ادارو په همکارۍ هڅې روانې دي څو د رسنیو ستونزو ته لازمې حل‌لارې وموندل شي او رسېدنه ورته وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور ریاست له سیمه ییزو رسنیو د کرکټ د اړوندو خپرونو او خبرونو د نه خپرولو غوښتنه کړې ده.

ډېر لیدل شوي

د اقتصادي همکاریو سازمان د وزیرانو شورا ۳۰مه ۲ ورځنۍ غونډه سبا د پاکستان په کوربتوب پیلېږي
۱

د اقتصادي همکاریو سازمان د وزیرانو شورا ۳۰مه ۲ ورځنۍ غونډه سبا د پاکستان په کوربتوب پیلېږي

۲

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۳

طالبانو په هرات کې د حجاب د نه مراعتولو په تور شاوخوا ۱۵ ښځې نیولې دي

۴

امریکا: د شپږم نسل B-۲۱ رایډر الوتکې د وسلو لومړنۍ ازموینه بریالۍ ترسره کړې

۵

۲۶ کاله مخکې افغانو ښځو د خپلو حقونو اعلامیه لیکلې وه؛ هغه حقونه طالبانو نن بیا ترې اخیستي

•
•
•

نور خبرونه

سرچینې: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت جرمني ته څلور نور ډېپلوماټان لېږي

۲۴ لړم ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۳ GMT+۰
•
عبدالحق عمري
100%

د طالبانو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په برلین کې افغان سفارت او بن کونسلګرۍ ته څلور نور ډېپلوماټان استوي. د سرچینو په وینا، په دې ډله کې هدایت الله پکتین، محمد حکیم حکیمي، بشیر احمد افغان او اکبر رستاد شامل دي.

په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینو نن یکشنبه، د لړم پر ۲۴مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه څلور کسان د جرمني وېزو اخېستلو په موخه اوس مهال د قطر په پلازمینه دوحه کې دي.

د سرچینو په وینا، هدایت الله پکتین او محمد حکیم حکیمي د دویم سکرترانو په توګه په بن کونسلګرۍ کې ګومارل شوي دي.

سرچینې همدراز زیاتوي، چې طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جرمني په برلین ښار کې د افغانستان سفارت لپاره بشیر احمد د لومړي سکرتر او سعید اکبر رستاد د دویم سکرتر په توګه ګومارلي دي.

سرچینې دغه راز ادعا کوي، چې د جرمني حکومت یادو څلورو طالب ډېپلوماټانو ته د ویزې له ورکولو سره هوکړه کړې ده.

طالبانو لاتر اوسه په رسمي ډول د خپلو ډېپلوماټانو په اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل د طالبانو د نویو ډیپلوماټانو په تړاو د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د رسنیو برخې ته برېښنالیک لېږلی خو تر دې دمه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.

جرمني د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دې ډلې اداره په رسمیت نه ده پېژندلې، خو د افغانانو د بېرته ستنولو او د کونسلي چارو په ګډون یې د ځینو موضوعاتو په اړه له طالبانو سره تخنیکي اړیکې ساتلې دي.

د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو بهیر په ۲۰۲۵ کال کې چټک شو او د همدغه کال په سپټمبر کې په دوحه کې د جرمني د کورنیو چارو وزارت او د طالبانو د استازو ترمنځ خبرې وشوې او د افغانانو د بېرته ستنولو په اړه لومړنۍ هوکړې ته ورسېدل.

د ۲۰۲۵ کال په جولای کې جرمني د طالبانو دوه غړي سید مصطفی هاشمي او نبراس‌الحق عزیز د کونسلي کارکوونکو په توګه ومنل.

برلین هغه مهال ټینګار کاوه چې دغه کسان یې د کونسلي کارکوونکو په توګه منلي، خو د افغانستان انټرنشنل د څېړنو له مخې، دغو دوو کسانو وروسته په برلین کې د افغانستان د سفارت او په بن کې د کونسلګرۍ چارې په خپل لاس کې واخیستې.

د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د جرمني د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی کابل ته ولاړ، څو له طالبانو سره د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو د بهیر پر تخنیکي جزئیاتو خبرې وکړي.

د ۲۰۲۶ کال د جون پر ۲۲مه د جرمني د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې حکومت یې په پام کې لري د طالبانو څو نورو کونسلي کارکوونکو ته هم اجازه ور کړي او دددې موخه یې د افغانانو د کونسلي خدمتونو ظرفیت لوړول او د هغو کسانو د بېرته ستنولو چارو اسانه کول په ګوته کړل، چې په جرمني کې د اوسېدو قانوني حق نه لري.

د تېرې اګست میاشتې پر ۲۶مه درې طالب استازي د یوې میاشتې لپاره له قطر نه برلین ته لاړل.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د هغوی حضور تایید کړ او ویې ویل چې د سفر موخه یې د افغان ډیپلوماټیکو استازولیو تخنیکي ظرفیت لوړول او د افغانانو د بېرته ستنولو لپاره د اړینو اسنادو او وسایلو برابرول دي.

دغه پلاوي پلان درلود چې د برلین ترڅنګ د بن او مونشن کونسلګرۍ هم وګوري. د جرمني حکومت د ۲۰۲۶ کال د اګست پر۳۱مه څرګنده کړه چې دغه درې کسان په جرمني کې د ډیپلوماټانو په توګه نه دي منل شوي، بلکې د لنډمهالي تخنیکي ملاتړ د ډلې غړي دي او له لنډ سفر وروسته به بېرته افغانستان ته ستانه شي.

د جرمني چارواکو په وار وار ویلي چې د افغانانو د بېرته ستنولو په اړه همکاري د طالبانو د ادارې د سیاسي یا ډیپلوماټیکې رسمیت پېژندنې معنا نه لري، خو د برلین په تقلید، اتریش، فرانسې او یو شمېر نورو هېوادونو هم له طالبانو سره تخنیکي اړیکې پیل کړې دي.

د جرمني د حکومت د معلوماتو له مخې، په دغه هېواد کې شاوخوا ۴۵۰ زره افغانان ژوند کوي او د هغوی د کونسلي چارو، د اسنادو د صادرولو او د بېرته ستنولو لپاره د افغانستان د ډیپلوماټیکو استازولیو فعال پاتې کېدل د برلین لپاره مهم بلل کېږي.

زرمینه: د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې مې مور او اوس زه او لور مې له زده‌کړو محرومې یو

۲۴ لړم ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶، ۰۸:۱۴ GMT+۰
•
خاطره اسحاقزۍ
100%

د بادغیس اوسېدونکې زرمینه وايي، د طالبانو په لومړنۍ واکمنۍ کې مي د مور نسل له زده‌کړو بې‌برخې شو او دا دې اوس د طالبانو له بیا واکمنېدو سره زمونږ دوه نسله «زه او لور» مي د ورته برخلیک سره مخ یو.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار د محدودیتونو له امله، د بادغیس یو شمېر لوستې نجونې او ښځې اړې شوې چې د خپلو کورنیو د لګښتونو د برابرولو لپاره په کورونو کې واړه کاروبارونو شروع کړي.

دوی خپل تولیدات د انلاین بازارموندنې او حضوري پلور له لارې پېرودونکو ته رسوي او هڅه کوي د اقتصادي ستونزو پر وړاندې پر خپلو پښو ودرېږي.

شازیه چې د طب پوهنځي د ولادي او نسایي څانګې د درېیم کال محصله و، وايي چې د طالبانو په تېر ځل واکمنۍ کې یې دوه مشرې خویندې، چې په اتم او نهم ټولګي کې وې، له زده‌کړو پاتې او وروسته واده شوې خو نوموړې نه غواړي د خپلو خویندو په برخلیک اخته شي.

100%

شازیه وايي، د تحصیلي بهیر له ځنډېدو وروسته یې په یوه درملتون کې د پیچکارۍ او پانسمان کار پیل کړ، خو طالبانو دوه ځله خبرداری ورکړ او ورور یې د دوو ورځو لپاره بندي کړ، څو خور ته اجازه ورنه کړي چې کار وکړي.

هغه وايي، له دې محدودیتونو وروسته مجبوره شوه چې د چټنیو او ترشیو جوړولو ته مخه کړي.

100%
د چتنیو په جوړولو دیرلس لوستي میرمني بوختي دي

هغه وايي چې د ترشي جوړولو لپاره شنه روميان، تازه دڼیا، اوږه، سرکه، مالګه، چهارمغز، زردکې، ګلپي، کدو، مرچک او شلغم اړین دي.

شازیه وايي، له دې کاره دومره عاید ترلاسه کوي چې د کورنۍ د ورځنیو اړتیاوو یوه برخه پرې پوره کړي او د مرستې لپاره د نورو پر وړاندې لاس اوږدولو ته اړ نه شي.

خو د شازیې لپاره دا کار یوازې د عاید سرچینه نه ده بلکې د هغو لویو خوبونو د ځنډېدو درد هم ورسره تړلی دی چې د خپل راتلونکي لپاره یې لرل.

هغې غوښتل ډاکټره شي، خپل شخصي زېږنتون او کلینیک جوړ کړي، په اوونۍ کې دوه ورځې بې‌وزلو ناروغانو ته وړیا درملنه وکړي او نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.

شازیه وايي، غوښتل یې په خپل کلینیک کې ۹۰ سلنه کارکوونکې ښځې او نجونې وي، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو سره یې دا خوبونه له منځه ولاړل.

سره له دې، هغه ټینګار کوي چې خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي او د هر ډول کار له کولو سره به د خپلواک ژوند هڅه کوي.

له شازیې سره د چټني جوړولو په برخه کې د لوستو میرمنو او نجونو یوه دیارلس کسیزه ډله هم کار کوي. هغه وايي تولید شوي توکي د پلورني لپاره ځینو هټۍوالو ته د هوکړې له مخې ورکوی او هغوی یې پلوري او یوه لویه برخه یې د انلاین بازار موندنې له لاري پلوري.

100%

زرمینه، چې د ادبیاتو پوهنځي د درېیم کال محصله وه، هم له شازیې سره د چټنیو او ترشیو په جوړولو کې ونډه لري افغانستان انترنېشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل، مور یې د طالبانو په تېر ځل واکمنۍ کې د ښوونځي په لسم ټولګي کې وه، خو وروسته له زده‌کړو پاتې او واده شوه. زرمینې له ځان سره ژمنه کړې چې واده به یې د زده‌کړو خنډ نشي هغه چې د دوو لوڼو مور ده وايي لور مي سږ کال شپږم ټولګی خلاص کړ کال ته یې اندیښمنه یم.

زرمینه وايي زمونږ په کورنۍ کې دا دریم نسل دی چې د طالبانو او د هغو کسانو چې تل په جنګونو، فساد او ورانکاریو کې لاس لري قرباني کېږي.

زرمینه وايي، د افغانستان ډېرې نجونې د جبري ودونو، کورني تاوتریخوالي او کډوالۍ له امله له ستونزو سره مخ شوې دي، خو ښځې باید د نورو د کړنو سزا ونه ویني ځکه په وینا یې مونږ د هیواد په ابادۍ، شیرازۍ او پرمختګ کې ونډه درلودلې نه په جګړو او ورانکاریو کې.

هغه زیاتوي، د خپل لاس د زحمت په بدل کې د عاید ترلاسه کول او له خپلې کورنۍ سره مرسته کول ورته د خوښۍ احساس ورکوي خو ترڅنګ یې هغه خوبونه چې د یوې ښونکې او د نسلونو د روزنې په برخه کې یې درلودل ټول مړاوي شوي دي.

100%

د بادغیس د معارف ریاست پخوانۍ کارکوونکې صنم بي‌بي چې د دوو پیغلو لوڼو مور ده، افغانستان انترنېشنل - پښتو ته ویلي، د زده‌کړو او تدریس له تجربې وروسته د ښځو لپاره دې ته اړ شوې چې د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره په کور په کور کې تولید شوي توکي وپلوري.

هغه وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته خپله له ښوونځي پاتې شوه او اوس یې لور هم له زده‌کړو محرومه ده.

د صنم بي‌بي هیله دا ده، چې یوه ورځ یې لوڼې بېرته ښوونځي ته ولاړې شي، زده‌کړې وکړي او خپل راتلونکی پخپله جوړ کړي.

په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د کار محدودول د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له مهمو ځانګړنو څخه وو. طالبان لومړی ځل په ۱۹۹۴ کال کې د ملا محمد عمر په مشرۍ د کندهار په شاوخوا کې د یوه غورځنګ په توګه راڅرګند شول. دغه غورځنګ د مجاهدینو د ډلو ترمنځ د کورنیو جګړو او سیاسي بې‌ثباتۍ په فضا کې پیاوړی شو، په ۱۹۹۶ کال کې یې کابل ونیو او د افغانستان ډېره برخه یې تر خپل واک لاندې راوسته.

100%
د طالبانو د واکمنۍ لومړۍ دوره

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال، چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې یې دوام وکړ، نجونې له زده‌کړو منع شوې او ښځې له ډېرو دولتي او خصوصي دندو بې‌برخې شوې.

پر ښځو د محرم له ملتیا پرته د تګ راتګ محدودیتونه ولګول شول، د جامو اغوستلو لپاره سخت مقررات وضع شول او د ښځو حضور په ټولنیز ژوند کې په پراخه کچه محدود شو.

100%

دغو بندیزونو د افغان ښځو او نجونو پر زده‌کړو، اقتصادي خپلواکۍ او راتلونکي ژور اغېز وکړ.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته، امریکا د اکتوبر په اوومه پر افغانستان پوځي عملیات پیل کړل. د امریکا په مشرۍ ځواکونو او د شمالي ټلوالې په مرسته د نومبر په ۱۳مه کابل د طالبانو له واکه وواته او د همدغه کال تر پایه د طالبانو لومړۍ واکمني عملاً پای ته ورسېده.

100%

له هغې وروسته په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د کار لپاره د نوو فرصتونو دروازې پرانیستل شوې. میلیونونه نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړې، ښځو په دولتي او خصوصي ادارو، رسنیو، روغتیايي مرکزونو او نورو برخو کې کار پیل کړ.

100%
کابل پوهنتون استاداني

په دې توګه، د طالبانو د دواړو واکمنیو ترمنځ د شاوخوا دوو لسیزو واټن سره سره، د افغان نجونو د زده‌کړو او د ښځو د ټولنیز او اقتصادي ژوند پر وړاندې ورته خنډونه بیا رامنځته شول. هغه نجونې چې د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې له زده‌کړو پاتې شوې، اوس یې د لوڼو یو نسل هم له ورته وضعیت سره مخ دی.

د بادغیس د شازیې، زرمینې او صنم بي‌بي کیسې د همدې وضعیت یوه بېلګه ده هغه ښځې چې د زده‌کړو، مسلکي ژوند او اقتصادي خپلواکۍ خوبونه یې لرل، اوس د خپلو کورنیو د لګښتونو د برابرولو لپاره چټني او ترشي جوړوي. د دوی مبارزه په عین حال کې د هغو زرګونو افغان نجونو او ښځو د ناتمامو هیلو انځور دی چې لا هم د زده‌کړو د دروازو د بېرته پرانیستل کېدو او د یوه خپلواک راتلونکي په تمه دي.

د ټرافیکي پېښو د قربانیانو د یاد ورځ؛ ټرافیکي پېښې هر کال له زرګونو افغانانو ژوند اخلي

۲۴ لړم ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۵۱ GMT+۰
100%

نن د نومبر ۱۵مه د ټرافیکي پېښو له امله د قربانیانو د یاد له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ داسې مهال رارسیږي، چې د جګړو، طبیعي پیښو، فقر او لسګونو نورو ناورینونو ترڅنګ ټرافیکې پېښې هم هر کال له زرګونو افغانانو ژوند اخلي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د روان کال جولای میاشت په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي و چې تېر ۲۰۲۵کال په ټوله نړۍ کې ۱،۱۶میلیون کسانو د ټرافیکي پېښو له امله ژوند بایللی.
همداراز افغانستان کې سره له دې چې د طالبانو له لوري په دقیقه توګه د ټرافیکي پېښو له امله د مرګ ژوبلې کره شمېرې نه‌دي خپرې شوې خو هره ورځ د ټرافیکي پیښو خبرونه او په دغو پیښو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې راپورونو د خلکو اندېښنې زیاتې کړي.
سکینه(مستعار نوم) چې شاوخوا دوه کاله وړاندې یې خپل زوی د ټرافیکي پېښې له امله له لاسه ورکړی افغانستان انټرنشل - پښتو ته ویلي، چې زوی یې د کابل ګردیز پر لویه لار د تېرې په کنډو کې د یو موټر سره د ټکر له امله مړ شوی.
نوموړې وایې:« له هغې ورځې وروسته چې زوی مې په دې لارې مړ شوی له دې لارې مې کرکه کیږي او بیا ما سفر پرې ندی کړی.»
هغه وایي چې د زوی موټر یې له یو بار وړونکي موټر سره د شپې په تیاره کې ټکر شوی و. د نوموړې په وینا ژمی و او د واورو او پر سړک د یخ جوړېدو له امله یې د زوی موټر بې اختیاره شوی و او له لارۍ سره یې ټکر کړی و.

۱۴۰۳ کال د افغانستان انټرنشنل-پښتو د یو څیړنیز راپور موندنې ښيي چې په دغه کال کې د ټرافیکي پېښو مړینه له دوو زرو لوړه وه، خو طالبانو دغه کال د دغو پېښو په وروستیو شمېرو کې ویلي و، چې یوازې د دغه کال له پیل (د کب تر ۳۰مې) د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله شاوخوا دوه زره کسان مړه او له ۷۰۰ ډېر نور ټپیان شوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش يکشنبې(د لړم ۲۴مه) د ټرافیکي پېښو د قربانیانو د یاد نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې ټرافیکي پېښې د روغتیا او خوندیتوب په برخه کې یو نړیوال ناورین دی. ګوتېرېش دغه ناورین پراخ، خو د مخنیوي وړ بللی دی.

هغه ټینګار کړی چې باید د عملي ګامونو په پورته کولو سره د هغو کسانو یاد تازه وساتل شي چې په ترافیکي پېښو کې یې ژوند له لاسه ورکړی او د ټولو لپاره د خوندي تګ‌راتګ د برابرولو هڅه وشي.

د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي، له ټاکلي حده زیات سرعت، د ټرافیکي قوانینو نه مراعتولو او د سړکونو خرابوالی هغه عوامل دي چې د ټرافیکي پېښو په زیاتېدو کې اغیز لري.
د کندهار اوسیدونکی اسدالله یو بل افغان دی چې د یوې مرګونې ټرافیکي پېښې وروسته ژوندی پاتې شوی خو په وینا یې په روغو انسانانو کې ځان نه شماري، د هغه په وینا دغه پېښې ورته ډېرې روغتیایي ستونزې پیدا کړې دي.
هغه افغانستان انټرنشل - پښتو ته وایي چې :« د بولدک پر لاره مې موټر سایکل له یوه سراچه ډوله موټر سره ټکر وکړ، زه پر ځمکه ولګیدم بیا نه یم پوه شوی چې څه وشول خو دوه ورځې وروسته چې په هوښ راغلم د سر له درده مې چیغي وهلې، زه پر سر لګیدلی وم او ماغزو کې مې وینه جمع شوې وه.»
هغه وایي چې د ټکر پر مهال یې سر په ځمکه لګیدلی او په ماغزو کې د وینې جمع کېدو له امله دوه ورځې بې هوښه ( کوما ) کې و.
هغه زیاتوي: «ډاکټران راته وایي حېران یو چې ته څنګه خدای ژوندی ساتلی یې په دې ډول ضربه لیدلو کم خلک ژوندي پاتي شي، ښایي اجل مې نه و پوره.»
اسد الله وایي چې ژوندی پاتې دی خو له هغې پېښې وروسته یې یوه دقیقه هم د سر درد نه دی ارام شوی. هغه چې یو دوکاندار دی وایي له هغې وروسته د بې خوبي،خپګان او غوسې هیڅ زغم نه لري او نشي کولی د کار له امله اوږده ستړیاوزغمي.
د افغانستان انټرنشل پښتو لخوا راټولې شوې شمېرې ښیي چې یوازې د لړم میاشت کې د د هغو ټرافیکي پېښو له امله چې راپور شوي دي د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۴۰ تنه مړه شوي او له ۳۸ ډیر ټپیان شوی دي.

په دې کې تر ټولو ډېر تلفات د غزني د یوې پېښې دی. غزني کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ (د لړم ۱۳ مه) ويلي و، چې د غزني ښار د روضې کوتل په سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله د یوې مېرمنې او څلورو ماشومانو په ګډون اته کسان مړه شوي دي.

څو ورځې وروسته تر دغې پیښې د لړم ۱۷مه، په غور او لغمان ولایتونو کې د دوو جلا ټرافیکي پېښو له امله د یوه ماشوم په ګډون ۱۲ کسان مړه شوي و او ۱۸ نور ټپیان و.
د غور په پېښه کې فلانکوچ ډوله موټر له سړک اوښتی و او په لغمان کې بیا یوه سراچه موټړ او زرنج سیند ته لوېدلي و.
طالبانو که څه هم د ټرافیکي پیښو د مخنیوي لپاره کوم ځانګړی اقدام نه دی کړی خو د راپورونو له مخې د ټرافیکو عمومي ریاست د ټرافیکي اشارو او علامو د لګولو په برخه کې اقدام کړی.
بلخوا، څه موده وړاندې د طالبانو د چارو ادارې ویلي و چې د دغې ډلې مشر هبت‌الله اخندزاده د ټرافیکي پېښو اړوند دوسیو ته د نورو قضیو په پرتله د لومړیتوب ورکولو او د هغو د ثبت، څېړنې، رسېدنې او حکم صادرولو بهیر د چټکولو امر کړی.
په دغه حکم کې راغلي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت باید پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو عاملان ونیسي او هره قضیه اړوندې محکمې ته وسپاري.

همدارنګه، د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مکلف شوی چې د عاملانو په پېژندلو او نیولو، د معلوماتو او اسنادو په راټولولو او محکمې ته د هغوی په سپارلو کې له کورنیو چارو وزارت سره همکاري وکړي.
د ټرافیکي پېښو له امله د قربانیانو یاد ورځ هر کال د نومبر میاشتې په ۱۵مه نیټه د دغو پېښو د قربانیانو د درناوي، د هغوی د کورنیو د درد او کړاو یادونه، د ټرافیکي پېښو د ناوړه پایلو په اړه د عامه پوهاوي لوړولو او د داسې پېښو د مخنیوي لپاره د مسوولو ادارو د پام را اړولو په موخه ټوله نړۍ کې نمانځل کیږي.
همداراز ملګري ملتونه له ټرافیکو پېښو خوندیتوب، د ترافیکي قوانینو د پلي کېدو او د انساني ژوند د ژغورلو پر ارزښت ټینګار کوي.

تنظیم شویو جرمونو پر وړاندې مبارزې نړېواله ورځ: افغانستان د تنظیم شویو جرمونو په منګولو کې

۲۴ لړم ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۴۶ GMT+۰
100%

افغانستان د تنظیم شویو جرمونو له پراخو شبکو سره مخ دی، د ۲۰۲۵ کال نړیوال شاخص دغه هېواد د ۱۹۳ هېوادونو په منځ کې ۱۷م ښيي. د مخدره موادو، وسلو، انساني قاچاق، مالي جرمونه او په دولتي جوړښتونو کې د جرمي فعالانو نفوذ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د جدي څېړنې وړ موضوعات دي.

د سازمان‌یافته جرمونو نړیوال شاخص د انسانانو قاچاق، د کډوالو قاچاقبري او د وسلو غیرقانوني سوداګري د افغانستان له مهمو جرمي بازارونو څخه ګڼي. په دغو برخو کې د افغانستان جغرافیایي موقعیت، اوږدې پولې، اقتصادي بې‌وزلي، بې‌ځایه کېدل او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د خلکو تګ راتګ مهم عوامل دي.

د انسانانو قاچاق یوازې د خلکو د غیرقانوني انتقال موضوع نه ده بلکې د ښځو او ماشومانو استثمار، جبري کار، جنسي ناوړه ګټه اخیستنه او د زیان‌منونکو کسانو له وضعیت څخه د مالي ګټې اخیستنې بڼې هم رانغاړي.

د کډوالو قاچاقبري بیا له هغو شبکو سره تړاو لري چې د خلکو د انتقال په بدل کې پیسې اخلي او د سرحدونو، جعلي اسنادو او غیررسمي لارو د هغوی تګ راتګ تنظیموي. د افغانستان د اقتصادي بحران او د خلکو د پراخې کډوالۍ له امله دا ډول شبکې د فعالیت لپاره مناسب فرصتونه مومي.

د وسلو قاچاق هم د افغانستان د امنیت او سیمه‌ییز ثبات لپاره مهمه اندېښنه ده. د څو لسیزو جګړو له امله په هېواد کې د وسلو پراخ شتون، د سرحدي کنټرول ستونزې او د بېلابېلو وسله‌والو ډلو فعالیتونه د غیرقانوني وسلو د لېږد او سوداګرۍ خطر زیاتوي.

د دې قاچاقي شبکو اغېزې یوازې د افغانستان په دننه کې نه محدودېږي، بلکې ګاونډیو هېوادونو او پراخې سیمې ته هم رسېدای شي.

د مخدره موادو بازار د بندیزونو او قاچاقي شبکو ترمنځ نوی وضعیت

د مخدره موادو اقتصاد د افغانستان د سازمان‌یافته جرمونو له مهمو سرچینو څخه دی. د طالبانو حکومت په ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو پر کښت او د نشه‌يي توکو پر تولید بندیز ولګاوه، چې له امله یې د کوکنارو په کرنه کې د پام وړ کموالی راغی خو د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر وروستیو ارزونو ښودلې چې یوازې د کښت بندول د قاچاقي شبکو د له منځه وړلو معنا نه لري.

د دغه دفتر د ۲۰۲۵ کال د سروې له مخې، د کوکنارو کرکېله شاوخوا ۱۰ زره او ۲۰۰ هکټارو ته راکمه شوې وه، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۲ کال کې دغه اندازه ۲۳۲ زره هکټارو ته رسېده. د ۲۰۲۵ کال د اپیمو احتمالي تولید ۲۹۶ ټنه اټکل شوی و.

خو د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۲۹مه د ملګرو ملتونو په خپاره شوي راپور کې د وضعیت د بدلون خبر ورکړل شو. د راپور له مخې، د کوکنارو کرکېله په ۲۰۲۶ کال کې له ۴۳ زره هکټارو زیاته شوې او د اپیمو احتمالي تولید نږدې ۱۵۰۰ ټنو ته رسېدلی دی. په دې توګه، د ۲۰۲۵ کال په پرتله د کرکېلې په کچه کې شاوخوا ۳۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دا بدلون ښيي چې د کوکنارو د بندیز د دوام، د تطبیق د څرنګوالي او د کلیوالو د اقتصادي وضعیت په اړه لا هم جدي پوښتنې شته. په ځانګړي ډول، کله چې کروندګر د بدیل عاید، کافي اوبو، بازار او قانوني کرنیزو فرصتونو ته لاسرسی ونه لري، د غیرقانوني اقتصاد د بېرته پراخېدو خطر زیاتېږي.

بل مهم بدلون د مصنوعي نشه‌يي موادو، په ځانګړي ډول د ښیښې په نوم د مخدره موادو د قاچاق او تولید پراختیا ده. د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۵ کال د ارزونې له مخې، د اپیمو د تولید له کمېدو سره د مصنوعي نشه‌يي موادو د نیولو پېښې زیاتې شوې دي. د دې موادو د بیو کمښت او د نیونو زیاتوالی د عرضې د پراخېدو احتمال څرګندوي، که څه هم د تولید او وارداتو ترمنځ دقیق توپیر لا بشپړ نه دی روښانه شوی.

له همدې امله، د مخدره موادو پر وړاندې مبارزه باید یوازې د کروندګرو د کښت په له منځه وړلو محدوده نه وي، بلکې د تولیدوونکو، سوداګرو، مالي منځګړو، د قاچاق د لارو او نړیوالو پېرودونکو شبکې هم باید په نښه شي.

د کانونو او طبیعي سرچینو غیرقانوني استخراج

افغانستان د مسو، اوسپنې، لیتیم، سرو زرو، قیمتي ډبرو او نورو طبیعي سرچینو پراخې زېرمې لري. دغه سرچینې د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم ظرفیت ګڼل کېږي، خو که استخراج یې له شفافو قراردادونو، خپلواکې څارنې او قانوني حساب ورکونې پرته ترسره شي، د غیرقانوني اقتصاد او د نفوذ لرونکو شبکو د عاید سرچینه هم ګرځېدای شي.

د سازمان‌یافته جرمونو نړیوال شاخص د افغانستان د طبیعي سرچینو د غیرقانوني استخراج کچه ۶،۵ له ۱۰ څخه ارزولې ده. دا ارزونه د کانونو د استخراج، د عوایدو د راټولولو او د طبیعي سرچینو د مدیریت په برخه کې د څارنې اړتیا څرګندوي.

د دې موضوع اساسي ستونزه یوازې دا نه ده چې کانونه په قانوني یا غیرقانوني ډول استخراجېږي، بلکې مهمه دا ده چې د استخراج جوازونه چا ته ورکول کېږي، قراردادونه څومره روښانه دي، عواید چېرته لګول کېږي او د سیمې اوسېدونکي له دغو سرچینو څخه څومره ګټه ترلاسه کوي.

که د کانونو عواید د عامه بودجې پر ځای د محدودو کړیو په واک کې راټول شي، د اقتصادي نابرابرۍ او سیاسي نفوذ ترمنځ اړیکې پیاوړې کېږي. له همدې امله، د کانونو شفاف مدیریت د سازمان‌یافته جرمونو پر وړاندې د مبارزې یوه مهمه برخه ده.

مالي جرمونه او د پیسو سپینول د جرمي شبکو پټ اقتصادي ځواک

د سازمان‌یافته جرمونو یوه مهمه برخه د غیرقانوني عوایدو پټول او د قانوني سوداګرۍ له لارې د هغو سپینول دي. جرمي شبکې له قاچاق، غیرقانوني کان‌کېندنې، فساد او نورو ناقانونه فعالیتونو څخه ترلاسه شوې پیسې د سوداګریزو شرکتونو، غیررسمي مالي لارو، صرافیو او نورو اقتصادي میکانیزمونو له لارې لېږدوي.

په افغانستان کې د بانکي محدودیتونو، اقتصادي انزوا، د مالي څارنې د کمزورو میکانیزمونو او د غیررسمي مالي راکړې ورکړې د پراخ شتون له امله د دې برخې څېړنه ځانګړی اهمیت لري.

د ۲۰۲۵ کال نړیوال شاخص د افغانستان د مالي جرمونو کچه ۸ له ۱۰ څخه ارزولې ده. د همدې شاخص له مخې، په خصوصي سوداګریزه برخه کې د جرمي فعالانو نفوذ هم د پام وړ دی.

د پیسو سپینول یوازې د جرمي شبکو عواید نه پټوي، بلکې هغوی ته دا فرصت هم برابروي چې په قانوني اقتصاد کې پانګونه وکړي، سوداګریز نفوذ ترلاسه کړي او د خپلو فعالیتونو لپاره نوې مالي سرچینې برابرې کړي.

په دې برخه کې د افغانستان یوه مهمه اړتیا د مالي راکړې ورکړې شفافیت، د مشکوکو معاملو څارنه، د عوایدو د سرچینو معلومول او د هغو کسانو حساب ورکونه ده چې د دولتي یا سوداګریزو اړیکو له لارې د غیرقانوني مالي فعالیتونو د پټولو زمینه برابروي.

د سیمه‌ییزو او نړیوالو شبکو اړیکې افغانستان ولې د نړۍ د اندېښنې موضوع ده؟

د سازمان‌یافته جرمونو فعالیتونه د یوه هېواد په پولو کې نه محدودېږي. د مخدره موادو، وسلو، انسانانو او غیرقانوني مالي عوایدو قاچاق معمولاً د څو هېوادونو له لارې ترسره کېږي او د تولید، انتقال او پلور په هر پړاو کې بېلابېلې شبکې ورسره اړیکې لري.

افغانستان د منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او منځني ختیځ ترمنځ په داسې جغرافیایي موقعیت کې پروت دی چې د قاچاقي شبکو لپاره یې سیمه‌ییز اهمیت زیات کړی دی. د ایران او پاکستان له لارې د جنوبي او لوېدیځو لارو، او د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان له لارې د شمالي مسیرونو په اړه د امنیتي او نړیوالو بنسټونو څېړنې دوام لري.

د دغو لارو اهمیت یوازې د نشه‌يي موادو په انتقال کې نه دی، بلکې د وسلو، غیرقانوني توکو، جعلي اسنادو او مالي عوایدو د لېږد لپاره هم کارول کېدای شي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د ارزونې له مخې، د افغانستان له خاورې د سرچینه اخیستونکو مصنوعي نشه‌يي موادو قاچاق لا هم د سیمې لپاره د اندېښنې وړ دی. دغه ارزونه د مخدره موادو د قاچاق د بدلېدونکو لارو او د سیمه‌ییزې همکارۍ اړتیا ته اشاره کوي.

د نړیوالې ټولنې بله اندېښنه د افغانستان په خاوره کې د وسله‌والو او ترهګرو ډلو شتون دی. که څه هم ترهګري او سازمان‌یافته جرمونه دوه جلا مفاهیم دي، خو په ځینو شرایطو کې د دواړو ترمنځ د مالي سرچینو، قاچاقي لارو، وسلو او غیررسمي شبکو له لارې اړیکې رامنځته کېدای شي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څارنیز ټیم د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو واکمنې ادارې په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې ګواښ محدود کړی، خو له منځه یې نه دی وړی. راپور همدارنګه وايي چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ له افغان خاورې په پاکستان کې ګڼ بریدونه کړي او د طالبانو د ادارې هغه ادعاوې د باور وړ نه دي چې ګواکې په افغانستان کې یا له دې خاورې بهر د فعالیت کوونکو ترهګرو ډلو شتون نشته.

دغه موضوع د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي اړیکو، سرحدي ستونزو او سیمه‌ییزې سوداګرۍ پر وضعیت هم اغېز لري. د امنیتي اختلافونو دوام د قاچاقي شبکو لپاره د فعالیت فرصتونه زیاتولای شي او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د باور او همکارۍ کچه کمولای شي.

طالبان، نړیوالې اندېښنې او د حساب ورکونې مسله

د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې اندېښنې یوازې د مخدره موادو او قاچاق موضوع نه ده، بلکې د سیاسي نظام د جوړښت، د دولتي بنسټونو د خپلواکۍ، د ترهګرو ډلو د شتون، د مالي شفافیت او د قانون د تطبیق څرنګوالی هم پکې شامل دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۲۵ کال په راپور کې راغلي چې طالبانو خپل واک او اداري کنټرول پیاوړی کړی، خو د دغه واکمن جوړښت دننه اختلافونه هم شته. راپور د افغانستان د امنیتي وضعیت ترڅنګ د داعش خراسان، د القاعدې او د پاکستاني طالبانو د غورځنګ د فعالیتونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

د نړیوالې ټولنې لپاره یوه مهمه پوښتنه دا ده چې د افغانستان واکمنه اداره تر کومه حده د خپلې خاورې د امنیت، د قاچاقي شبکو د مخنیوي او د هغو کسانو د حساب ورکونې مسولیت پر غاړه اخلي چې له رسمي مقامونو څخه د ناقانونه فعالیتونو لپاره ګټه اخلي؟

په دې برخه کې باید د طالبانو رسمي څرګندونې، د نړیوالو بنسټونو ارزونې او خپلواک څېړنیز شواهد سره جلا وڅېړل شي. د یوه نړیوال شاخص لوړ امتیاز یا د یوې څېړنې موندنه په خپله د کوم مشخص چارواکي د جرم قضایي ثبوت نه دی خو د څارنې، پلټنې او شفافیت لپاره د جدي اړتیا نښه کېدای شي.

د افغانستان په اړه د نړیوالو اندېښنو بله برخه د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه، د سیاسي ګډون نشتوالی، د خپلواکو رسنیو محدود فعالیت او د خپلواکو مدني بنسټونو کمزوري کېدل دي. دغه وضعیت د فساد، مالي جرمونو او د قدرت د ناوړه استفادې د څېړلو لپاره د عامه څارنې امکانات هم محدودوي.

له همدې امله، د سازمان‌یافته جرمونو پر وړاندې مبارزه یوازې امنیتي عملیاتو ته اړتیا نه لري، بلکې د خپلواکو رسنیو، مسلکي څېړونکو، قضایي بنسټونو او مدني ټولنې د فعالیت لپاره هم مناسب چاپېریال غواړي.

د افغانستان پر ملي حاکمیت او راتلونکي امنیت اغېزې

د سازمان‌یافته جرمونو پراختیا د افغانستان ملي حاکمیت، اقتصادي خپلواکۍ او اوږدمهاله امنیت ته څو اړخیز ګواښونه رامنځته کوي. کله چې د یوه هېواد اقتصادي سرچینې د غیرقانوني شبکو تر نفوذ لاندې راشي، د دولت د عوایدو راټولول، د عامه شتمنیو ساتنه او د اقتصادي سیاستونو پلي کول له ستونزو سره مخ کېږي.

د دغو شبکو دوام کولای شي د قانوني سوداګرۍ پر ځای غیرقانوني اقتصاد پیاوړی کړي، پانګونه محدوده کړي او د هېواد اقتصادي سرچینې د محدودو او نفوذ لرونکو کړیو په واک کې راټولې کړي.

د افغانستان په اوسني وضعیت کې دا خطر هغه مهال لا جدي کېږي چې د دولتي ادارو د فعالیتونو خپلواکه څارنه محدوده وي، د چارواکو د شتمنیو او مالي سرچینو په اړه روڼتیا نه وي او د فساد او ناقانونه فعالیتونو د څېړلو لپاره خپلواک قضایي میکانیزمونه کمزوري وي.

له بلې خوا، د قاچاقي شبکو فعالیتونه د ګاونډیو هېوادونو امنیت هم اغېزمنوي او د افغانستان د نړیوالو اړیکو، سوداګرۍ او اقتصادي تعاملاتو پر پراختیا منفي اغېزې لرلای شي.

د جرمي شبکو د له منځه وړلو لپاره څه ته اړتیا ده؟

د افغانستان د سازمان‌یافته جرمونو وضعیت ښيي چې دا ستونزه یوازې د قاچاقبرانو، وسله‌والو ډلو او غیرقانوني سوداګرو د فعالیتونو موضوع نه ده، بلکې له سیاسي واک، اقتصادي سرچینو، دولتي ادارو، سیمه‌ییزو اړیکو او نړیوالو جرمي بازارونو سره تړلې پېچلې پدیده ده.

د ۲۰۲۵ کال نړیوال شاخص، د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر څېړنې او د امنیت شورا ارزونې څرګندوي چې افغانستان لا هم د انسانانو، وسلو او مخدره موادو له قاچاق، مالي جرمونو، غیرقانوني کان‌کېندنې او په دولتي جوړښتونو کې د جرمي نفوذ له ننګونو سره مخ دی.

د ۲۰۲۶ کال په اوږدو کې د کوکنارو د کرکېلې او اپینو د تولید د بیا زیاتېدو راپورونه هم ښيي چې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې لاسته راوړنې دایمي نه دي او د دوام لپاره یې اقتصادي بدیلونو، اغېزمنې څارنې او سیمه‌ییزې همکارۍ ته اړتیا ده.

د دې ستونزې د حل لپاره باید د جرمي شبکو مالي سرچینې وڅېړل شي، د قاچاق نړیوالې لارې په نښه شي، د کانونو قراردادونه او عواید شفاف شي، د دولتي چارواکو حساب ورکونه تضمین شي او د قانون د تطبیق لپاره خپلواک قضایي بنسټونه رامنځته شي.

همدارنګه، د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو سره د استخباراتي معلوماتو تبادله، د سرحدونو قانوني مدیریت او د مالي جرمونو پر وړاندې ګډ اقدامات مهم دي.

تر ټولو اساسي خبره دا ده چې سازمان‌یافته جرمونه یوازې په زور او امنیتي عملیاتو له منځه نه ځي تر هغه چې د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ، اداري فساد، سیاسي انحصار او د قانون د نه تطبیق عوامل موجود وي ځکه غیرقانوني شبکې د بیا راټوکېدو او خپل فعالیت د نوو شرایطو له مخې د بدلولو وړتیا لري.

روغتیا نړیوال سازمان: هر کال ۱۳،۴ میلیونه ماشومان له وخته مخکې زېږي چې ۹۰۰ زره یې مري

۲۴ لړم ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۵۸ GMT+۰
100%

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په نړۍ کې هر کال ۱۳،۴ میلیونه ماشومان له وخته مخکې زېږې او شاوخوا ۹۰۰ زره یې مري. یاد سازمان وايي، د ارزانه روغتیایي خدمتونو له لارې د دغو مړینو د درې پر څلورمې برخې مخنیوی کېدای شي.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور کې ويلي، ماشومان د وخت نه مخکې د زېږون د طبیعي دردونو له امله نړۍ ته راتلای شي، خو ځینې وختونه د مور یا ماشوم د روغتیايي ستونزو له امله ډاکټران اړ کېږي چې د زېږون بهیر له وخته مخکې پیل کړي یا سیزرین عملیات ترسره کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ۲۰۲۰ کال کې شاوخوا ۱۳،۴ میلیونه ماشومان له وخته مخکې زېږېدلي دي، چې د نړۍ د ټولو زېږېدلو ماشومانو له هرو لسو څخه له یوه څخه ډېر جوړوي.

ډېری هغه ماشومان چې د وخت نه مخکې زېږون له اختلاطاتو ژوندي پاتې کېږي، د ژوند تر پایه له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېدای شي. په دغو ستونزو کې د زده‌کړې کمزورتیا، د لید او اورېدلو ستونزې شاملې دي.

په ټوله نړۍ کې د وخت نه مخکې زېږون د پنځو کلونو څخه د کم‌عمره ماشومانو د مړینې تر ټولو لوی لامل دی.

راپور وايي، د دغو ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو کچه په بېلابېلو هېوادونو کې توپیر لري. په ټیټ عاید لرونکو هېوادونو کې له ۳۲ اوونیو مخکې زېږېدلي ماشومان له جدي خطر سره مخ وي او شاوخوا نیمایي یې د مناسبو روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له امله مري.

په دغو خدمتونو کې د ماشوم تود ساتل، د مور د شیدو ورکولو ملاتړ او د انتاناتو او تنفسي ستونزو لومړنۍ درملنه شامله ده.

خو په لوړ عاید لرونکو هېوادونو کې نږدې ټول دغه ماشومان ژوندي پاتې کېږي.

په راپور کې راغلي، د وخت نه مخکې زېږون بېلابېل لاملونه لري. ډېری ماشومان د طبیعي زېږون د دردونو له امله له وخته مخکې نړۍ ته راځي، خو ځینې نور د انتاناتو او د امیندوارۍ د نورو روغتیايي اختلاطاتو له امله وختي زېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د څو ماشومانو امیندوارۍ، انتانات او اوږدمهاله ناروغۍ لکه شکر او د وینې لوړ فشار د وخت نه مخکې زېږون له لاملونو څخه دي.

خو په ډېرو مواردو کې د وختي زېږون مشخص لامل نه معلومېږي او ارثي عوامل هم په دې برخه کې اغېز لرلای شي.

دا په داسي حال کې ده چې افغانستان هم د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې او د وخت نه مخکې زېږون له جدي روغتیايي ننګونو سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مړینې د اټکلونو د ۲۰۲۵ کال د راپور له مخې، په افغانستان کې په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۴۹ زره ماشومان د ژوند په لومړیو ۲۸ ورځو کې مړه شوي دي. د راپور له مخې، په هرو زرو ژوندیو زېږونونو کې ۳۳،۱ ماشومان د نوي زېږېدلي ماشوم په دوره کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۳ کال د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د وخت نه مخکې زېږون له اختلاطاتو سره تړلې د مړینې کچه د هرو ۱۰۰ زرو وګړو په منځ کې ۴۰،۶ ته رسېږي. دغه اختلاطات د هېواد د مړینې له مهمو لاملونو څخه دي.

یونیسف هم ۲۰۲۵ کلني راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ډېرو کورنیو لپاره روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی ستونزمن دی او د نویو زېږېدلو ماشومانو ډېری مړینې د پر وخت درملنې، مناسبو روغتیايي خدمتونو او واکسین له لارې مخنیوی کېدای شي. د دغه راپور له مخې، د افغانستان د پنځو کلونو څخه د کم‌عمره ماشومانو د مړینې کچه په هرو زرو ژوندیو زېږونونو کې ۵۵ ته رسېږي.

د روغتیايي کارپوهانو په باور، د امیندوارۍ پر مهال د میندو منظمې روغتیايي معاینې، د زېږون پر مهال د مسلکي روغتیايي کارکوونکو شتون او له زېږون وروسته د ماشومانو ځانګړې پاملرنه د وخت نه مخکې زېږون د اختلاطاتو او د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې په کمولو کې مهم رول لري.