• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روغتیا نړیوال سازمان: هر کال ۱۳،۴ میلیونه ماشومان له وخته مخکې زېږي چې ۹۰۰ زره یې مري

۲۴ لړم ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۵۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۴ لړم ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۲۴ GMT+۰

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په نړۍ کې هر کال ۱۳،۴ میلیونه ماشومان له وخته مخکې زېږې او شاوخوا ۹۰۰ زره یې مري. یاد سازمان وايي، د ارزانه روغتیایي خدمتونو له لارې د دغو مړینو د درې پر څلورمې برخې مخنیوی کېدای شي.

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل راپور کې ويلي، ماشومان د وخت نه مخکې د زېږون د طبیعي دردونو له امله نړۍ ته راتلای شي، خو ځینې وختونه د مور یا ماشوم د روغتیايي ستونزو له امله ډاکټران اړ کېږي چې د زېږون بهیر له وخته مخکې پیل کړي یا سیزرین عملیات ترسره کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په ۲۰۲۰ کال کې شاوخوا ۱۳،۴ میلیونه ماشومان له وخته مخکې زېږېدلي دي، چې د نړۍ د ټولو زېږېدلو ماشومانو له هرو لسو څخه له یوه څخه ډېر جوړوي.

ډېری هغه ماشومان چې د وخت نه مخکې زېږون له اختلاطاتو ژوندي پاتې کېږي، د ژوند تر پایه له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېدای شي. په دغو ستونزو کې د زده‌کړې کمزورتیا، د لید او اورېدلو ستونزې شاملې دي.

په ټوله نړۍ کې د وخت نه مخکې زېږون د پنځو کلونو څخه د کم‌عمره ماشومانو د مړینې تر ټولو لوی لامل دی.

راپور وايي، د دغو ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو کچه په بېلابېلو هېوادونو کې توپیر لري. په ټیټ عاید لرونکو هېوادونو کې له ۳۲ اوونیو مخکې زېږېدلي ماشومان له جدي خطر سره مخ وي او شاوخوا نیمایي یې د مناسبو روغتیايي خدمتونو د نشتوالي له امله مري.

په دغو خدمتونو کې د ماشوم تود ساتل، د مور د شیدو ورکولو ملاتړ او د انتاناتو او تنفسي ستونزو لومړنۍ درملنه شامله ده.

خو په لوړ عاید لرونکو هېوادونو کې نږدې ټول دغه ماشومان ژوندي پاتې کېږي.

په راپور کې راغلي، د وخت نه مخکې زېږون بېلابېل لاملونه لري. ډېری ماشومان د طبیعي زېږون د دردونو له امله له وخته مخکې نړۍ ته راځي، خو ځینې نور د انتاناتو او د امیندوارۍ د نورو روغتیايي اختلاطاتو له امله وختي زېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د څو ماشومانو امیندوارۍ، انتانات او اوږدمهاله ناروغۍ لکه شکر او د وینې لوړ فشار د وخت نه مخکې زېږون له لاملونو څخه دي.

خو په ډېرو مواردو کې د وختي زېږون مشخص لامل نه معلومېږي او ارثي عوامل هم په دې برخه کې اغېز لرلای شي.

دا په داسي حال کې ده چې افغانستان هم د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې او د وخت نه مخکې زېږون له جدي روغتیايي ننګونو سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مړینې د اټکلونو د ۲۰۲۵ کال د راپور له مخې، په افغانستان کې په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۴۹ زره ماشومان د ژوند په لومړیو ۲۸ ورځو کې مړه شوي دي. د راپور له مخې، په هرو زرو ژوندیو زېږونونو کې ۳۳،۱ ماشومان د نوي زېږېدلي ماشوم په دوره کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۳ کال د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د وخت نه مخکې زېږون له اختلاطاتو سره تړلې د مړینې کچه د هرو ۱۰۰ زرو وګړو په منځ کې ۴۰،۶ ته رسېږي. دغه اختلاطات د هېواد د مړینې له مهمو لاملونو څخه دي.

یونیسف هم ۲۰۲۵ کلني راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ډېرو کورنیو لپاره روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی ستونزمن دی او د نویو زېږېدلو ماشومانو ډېری مړینې د پر وخت درملنې، مناسبو روغتیايي خدمتونو او واکسین له لارې مخنیوی کېدای شي. د دغه راپور له مخې، د افغانستان د پنځو کلونو څخه د کم‌عمره ماشومانو د مړینې کچه په هرو زرو ژوندیو زېږونونو کې ۵۵ ته رسېږي.

د روغتیايي کارپوهانو په باور، د امیندوارۍ پر مهال د میندو منظمې روغتیايي معاینې، د زېږون پر مهال د مسلکي روغتیايي کارکوونکو شتون او له زېږون وروسته د ماشومانو ځانګړې پاملرنه د وخت نه مخکې زېږون د اختلاطاتو او د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې په کمولو کې مهم رول لري.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲
د طالبانو د لومړۍ ادارې نسکورېدل

۹۰ ورځې، یو په بل پسې سقوط؛ طالبان څنګه له شمال نه تر کابل او کندهاره پر شا شول؟

۳

د اقتصادي همکاریو سازمان د وزیرانو شورا ۳۰مه ۲ ورځنۍ غونډه سبا د پاکستان په کوربتوب پیلېږي

۴

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۵

راپور: د جګړې د څېړنې له امله د برېتانوي ځانګړو ځواکونو امنیت له اندېښنو سره مخ دی

•
•
•

نور خبرونه

د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د چین نوې لار؛ سړک جوړ شوی خو پوله تړلې ده

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۱۸ GMT+۰
100%

د الجزیرې د راپور له مخې، د طالبانو حکومت د بدخشان په واخان دهلېز کې د چین پولې ته غځېدلی سړک پرانیستی؛ خو بیجینګ د امنیتي اندېښنو له امله په دغه لار سوداګرۍ ته اجازه نه ورکوي. طالبان تمه لري، چې دغه لار به له پاکستان نه د افغانستان سوداګریزه اتکا کمه کړي.

الجزیرې (د نومبر ۱۴مه) په خپل راپور کې لیکلي، چې د افغانستان او چین ترمنځ د واخان دهلېز د وخجیر غاړې ته غځېدلی سړک د اکتوبر په څلورمه د طالبانو حکومت له لوري پرانیستل شو؛ خو دغه سړک د چین خاورې ته نه‌دی غځېدلی. د راپور له مخې، په دغه سیمه کې د چین د ګمرکونو هېڅ مرکز نشته او د چین د بهرنیو چارو وزارت هم د سړک د پرانیستلو په اړه څه نه‌دي ویلي.

د طالبانو د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، دغه سړک په دوو پړاوونو کې د ۳۶۵ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی. دغه سړک قیر نه دی؛ بلکې د جغل یوه ساده لاره ده او د واخان په لوړو غرنیو سیمو کې د واورې له امله هر کال لږ تر لږه پنځه میاشتې تړلی وي.

واخان دهلېز شاوخوا ۳۵۰ کیلومتره اوږد او د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې پروت دی، چې له یوې خوا له تاجکستان او بلې خوا له پاکستان سره پوله لري او افغانستان له چین سره نښلوي. د دغه دهلېز جغرافیایي بڼه په ۱۸۹۵کال کې د برېتانیا او روسیې ترمنځ د سیاسي سیالۍ پرمهال رامنځته شوه او په ۱۹۶۳کال کې کابل او بیجینګ د خپلو پولو په اړه هوکړې ته ورسېدل.

د پروژې مخینه او د چین امنیتي اندېښنې

د راپور له مخې، د واخان له لارې د سړک جوړولو جدي بحثونه د ۲۰۰۹کال په جون کې د افغانستان او چین د حکومتونو ترمنځ پیل شول؛ خو د سیمې د سختې جغرافیې او امنیتي اندېښنو له امله عملي کارونه عملي نه‌شول. هغه مهال په چینایي رسنیو کې دا اندېښنه هم مطرح شوې وه، چې د اویغور وسله‌والو ډلو غړي ښايي له دې لارې چین ته ننوځي.

په چین کې د افغانستان پخواني سفیر جاوید قایم الجزیرې ته ویلي، چې په ۲۰۱۹کال کې د دغه سړک د جوړولو چارې پیل شوې او شاوخوا ۶۰ کیلومتره سړک هم جوړ شو؛ خو د ۲۰۲۱کال په اګست کې د حکومت له بدلون وروسته پروژه وځنډېده.

د افغانستان د دفاع وزارت پخواني سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل هم ویلي، چې په افغانستان کې د امریکایي او بهرنیو ځواکونو حضور او امنیتي وضعیت د یادې پروژې د پلي کېدو پر وړاندې خنډونه وو. نوموړي زیاته کړې: «بیجینګ په هغه وخت کې دغه شرایط د واخان دهلېز د پراختیا لپاره محدودوونکي بلل».

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۳کال کې د سړک جوړولو چارې بېرته پیل کړې او د ۲۰۲۴کال په جنورۍ کې یې اعلان وکړ، چې سړک د چین تر پولې رسېدلی دی. د ۲۰۲۵کال په مارچ کې د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له سیمه‌ییزو شرکتونو سره د یادې پروژې د دویم پړاو چې ۷۱ کیلومتره اوږدوالی لري؛ تړون لاسلیک کړ.

د راپور له مخې، د پروژې لګښت د افغانستان له کورنیو سرچینو برابر شوی او داسې شواهد نشته چې چین دې په یادې پروژه کې مالي ونډه اخیستې وي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د ۲۰۲۵کال په اګست کې کابل ته د سفر پرمهال د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج‌الدین حقاني سره په کتنه کې وویل، چین د واخان دهلېز په سیمه کې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو ګزمو د بیا پیل ملاتړ کوي. هغه له طالبانو وغوښتل، چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ پر وړاندې اقدامات وکړي.

چین د واخان دهلېز ته یوازې د اقتصادي پروژې په سترګه نه ګوري؛ بلکې د خپلې لوېدیځې پولې د امنیت، د اویغوري وسله‌والو ډلو د تګ راتګ د مخنیوي او په افغانستان کې د خپلو پانګونو د خوندیتوب له اړخه ورته پام کوي. دغه راز، د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز امنیت هم د بیجینګ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.

د طالبانو د حکومت یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط الجزیرې ته ویلي: «چین د واخان دهلېز له لارې له افغانستان سره د خپلې پولې د پرانیستلو مخالفت نه کوي؛ خو د یادې پروژې عملي کېدل د اغېزمنو امنیتي تضمینونو له برابرېدو سره تړي».

سرچینې زیاته کړې، چې طالبانو د امنیت ټینګښت او د پولې د ساتنې وړتیا ښودلې ده.

له پاکستان نه د سوداګریزې لارې د بدیل موندلو هڅه

د طالبانو حکومت تمه لري، چې د واخان سړک به افغانستان ته له پاکستان نه د سوداګرۍ د لارو د خپلواکولو او بدیلو لارو د برابرولو زمینه برابره کړي. افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی او د سمندر له بندرونو سره یې د سوداګرۍ لارې تر ډېره د پاکستان او ایران له لارې تېرېږي؛ خو په تېر یوه کال کې دغه دواړه لارې نږدې په ورته وخت کې له سختو محدودیتونو سره مخ شوې دي.

د بدخشان پخواني والي او د طالبانو د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې مرستیال وزیر محمد اسماعیل غزنوي ویلي، د واخان سړک د حکومت د هغو پلانونو برخه ده چې غواړي د سوداګرۍ لارې متنوعې او د پاکستان پر پوله د تګ راتګ اتکا کمه کړي.

غزنوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانو نښتو ته په اشارې ویلي، چې له ایران سره د امریکا او اسراییل جګړه هم د افغانستان پر سوداګرۍ مستقیم اغېز لري او له همدې امله د بدیلو لارو پرانیستل لومړیتوب ګڼل کېږي.

نوموړي ویلي: «دغه دهلېز باید یوازې د افغانستان او چین ترمنځ د یوې لارې په توګه ونه کتل شي؛ بلکې د یوه ستراتیژیک دهلېز په توګه ارزښت لري، چې سویلي او منځنۍ اسیا سره نښلولی شي، سیمه‌ییزه سوداګري او اقتصادي یوځای کېدل پیاوړي کړي او په سیمه کې د امنیت، ثبات او پرمختګ په برخه کې مرسته وکړي».

د طالبانو حکومت هیله لري، چې دغه سړک په راتلونکي کې د سوداګریز دهلېز او ان د اورګاډي پټلۍ په یوه برخه بدل شي، د چین د «یو کمربند، یوې لارې» نوښت سره افغانستان ونښلوي او له دې لارې د ټرانزیټ عواید ترلاسه کړي.

خو چین تر اوسه د واخان له لارې د سوداګرۍ لپاره د خپلې پولې د پرانیستلو څرګنده ژمنه نه ده کړې. بیجینګ لا هم د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز د پراختیا ملاتړ کوي او افغانستان ته یې د دغه دهلېز د غځولو غوښتنه کړې ده.

د میاخېل په وینا، په بدخشان کې وروستیو امنیتي ترینګلتیاوو هم د واخان دهلېز پر پروژې اغېز کړی دی. نوموړي ویلي: «د یادې پروژې د بشپړېدو د مخنیوي هڅې روانې دي».

هغه دا هم ویلي، چې د سیمې او نړۍ ځینې لوبغاړي د جیوپولیټیک بدلونونو په لړ کې د افغانستان او چین ترمنځ د نږدې اړیکو پلویان نه دي؛ خو ټینګار یې کړی چې دا د ده شخصي ارزونه ده.

د ایران او سیمې لپاره د واخان اهمیت

د راپور له مخې، ایران هم د افغانستان له لارې چین ته د ځمکنیو سوداګریزو لارو د پراختیا په لټه کې دی؛ څو پر سمندري لارو خپله اتکا راکمه کړي. په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال ویلي: «ایران واخان دهلېز د یوه ستراتیژیک فرصت په توګه ګوري، چې د افغانستان له خاورې د چین پر لور خپلې ځمکنۍ اړیکې پیاوړې کړي».

په راپور کې د بدخشان د امنیتي وضعیت په اړه هم اندېښنې مطرح شوې دي. د ۲۰۲۴کال په مئ میاشت کې په دغه ولایت کې د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو پر ضد اعتراضونه وشول او په وروستیو میاشتو کې د طالبانو مخالفې ډلې مقاومت جبهې په دغه ولایت کې د څو بریدونو مسوولیت منلی دی.

د راپور په پای کې ویل شوي، د واخان دهلېز راتلونکی به په دې پورې تړلی وي چې ښکېل لوري څنګه امنیتي اندېښنې او اقتصادي ګټې سره برابرولای شي. که دغه ستونزه حل شي، یاد دهلېز په راتلونکو لسیزو کې د اسیا په یوه مهم سوداګریز مسیر بدلیدای شي؛ خو که امنیتي اندېښنې او سیمه‌ییزې سیالۍ دوام وکړي، واخان به د خپلو لویو جغرافیایي او اقتصادي امکاناتو له عملي کېدو پرته پاتې شي.

له امریکا د افغان کډوالو اېستل؛ له ۱۵۰ ډېر کسان له ناروښانه برخلیک سره مخ دي

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۸ GMT+۰
100%

د برېتانیا ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، په امریکا کې مېشت تر ۱۵۰ ډېر هغه افغان کډوال چې افغانستان ته د اېستلو له ګواښ سره مخ دي؛ د ټرمپ ادارې له‌خوا د کډوالو پرضد د سختو سیاستونو له امله له اندېښنې او ناروښانه برخلیک سره مخ شوي دي.

د راپور له مخې، د دغه افغانانو د اېستلو لپاره ټاکل شوې الوتنه وروسته له هغه وځنډول شوه چې یوې فدرالي محکمې د یادې الوتنې د ترسره کېدو مخه په لنډمهالي ډول ونیوله. ټاکل شوې وه، چې دغه کسان د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.
ګارډین لیکلي، د محکمې د لنډمهالي حکم له پای ته رسېدو وروسته د کډوالو د حقونو فعالانو اندېښنه لرله چې ښايي د نومبر په ۱۶مه دغه افغانان له امریکا وایستل شي؛ خو د سې‌شنبې په ورځ څرګنده شوه، چې د الوتنې په نوملړ کې د ځینو افغانانو د اېستلو لپاره ټاکل شوې نېټه لغوه شوې او یوشمېر نور له لنډمهاله مرکزونو څخه د اوږدمهاله توقیف مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټ «افغان اېواک» مشر شان ون‌دایور ویلي، د دغه بدلونونو له امله د افغانانو ترمنځ «یوه څه ډاډمنتیا» رامنځته شوې؛ خو لاهم د هغوی برخلیک روښانه نه دی.
هغه زیاته کړې، دغه افغانانو په بېلابېلو پړاوونو کې داسې پیغامونه ترلاسه کړي چې ګواکې د پاکستان له لارې به د طالبانو لاس ته سپارل کېږي؛ وروسته ورته ویل شوي چې خوندي دي او اوس بیا څوک د هغوی د برخلیک په اړه ډاډ نه لري.
د راپور له مخې، په پام کې وه چې د اېستلو په الوتنه کې د هغه افغانانو په ګډون چې خپلوانو یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې، ښځې، یو همجنس‌خوښه او د هزاره قوم یوشمېر غړي هم ولېږدول شي. ځینو دغه کسانو ویلي، چې پخوا د طالبانو له‌خوا وهل شوي او شکنجه شوي دي.
د «هیومن رایټس فرسټ» په نوم د بشري حقونو یوې امریکايي ادارې خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د دغه کسانو بېرته ستنول هغوی له خپل‌سرو نیونو، اعدامونو، دورو وهلو او غچ اخیستونکو بریدونو سره مخ کولای شي.
دغه راز د امریکا د کانګرس څه باندې ۶۰ غړو د کورني امنیت او بهرنیو چارو وزارتونو ته په یوه لیک کې د افغانانو او ایرانیانو د اېستلو الوتنو د لغوه کولو غوښتنه کړې ده. هغوی ټینګار کړی، امریکا باید هېڅوک داسې هېواد ته ونه لېږي چې هلته د شکنجې له ګواښ سره مخ وي.
ورته مهال یو شمېر امریکايي وکیلانو او د کډوالو د حقونو فعالانو له پاکستان نه هم غوښتي، چې د افغان کډوالو د لېږد او ایستلو په بهیر کې همکاري ونه کړي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، چې دغه اداره د محکمو ټولې قانوني پرېکړې عملي کوي؛ خو د عملیاتي امنیت او د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب له امله د احتمالي اېستلو د الوتنو په اړه معلومات نه ورکوي.
د ګارډین د راپور له مخې، که څه هم د دغه افغانانو لپاره د اېستلو وروستۍ قانوني پرېکړې صادرې شوې؛ خو د کډوالو د حقونو فعالان وايي، دا په دې معنا نه ده چې هغوی په افغانستان کې له جدي ګواښونو سره نه مخ کېږي.

انتونیو ګوترېش: د اقلیمي بدلونونو حقیقت به د چا د خوښې لپاره بدل نه‌کړم

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۴۵ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د اقلیمي بدلونونو په اړه د علمي حقایقو پر بیانولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د دغه حقیقتونو د ناخوښۍ له امله به چوپ پاتې نه‌شي. ورته مهال د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، افغانستان د اقلیمي بدلونونو له سختو اغېزمنو هېوادونو څخه دی.

ګوترېش د شنبې په ورځ (د لړم ۲۳مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه یې په تېرو لسو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو په اړه د حقیقت ویلو هڅه کړې ده.

نوموړي ویلي: «کله ناکله دا حقیقت ناارامه کوونکی و او کله ناکله یې هرکلی نه دی شوی؛ خو زما مسوولیت هېڅکله دا نه و چې حقایق د خلکو د خوښې وړ وګرځوم؛ بلکې مسوولیت مې دا و، چې د علمي شواهدو پر بنسټ حقیقت بیان کړم او په ځانګړې توګه هغه مهال روښانه خبرې وکړم چې حقیقت ویل ستونزمن وي».

ګوترېش زیاته کړې: «زه به د حقیقت ویلو ته دوام ورکړم او د هغه لپاره به مبارزه هم ونه دروم».

بل خوا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د ۲۰۲۶کال د جون په څلورمه په یوه راپور کې ویلي، چې د ۱۹۵۰کال راهیسې په افغانستان کې د تودوخې منځنۍ کچه شاوخوا ۱،۸ درجې سانتي‌ګراد لوړه شوې او اقلیمي بدلونونه د سېلابونو، وچکالۍ، واورې ښویېدنې او سختو واورینو توپانونو د زیاتوالي لامل شوي دي.

د دغه پروګرام د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې هر کال تر ۲۰۰زرو ډېر کسان د اقلیمي پېښو له امله اغېزمنېږي او د ۲۰۲۵کال له فبرورۍ څخه تر جولای پورې سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو په بېلابېلو ولایتونو کې مرګ‌ژوبله اړولې، زرګونه کسان یې بې‌ځایه کړي او کورونو، کرنیزو ځمکو او بنسټیزو تاسیساتو ته یې زیانونه اړولي دي.

همداراز د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ۲۰۲۶کال د جون په پنځمه ویلي، چې وچکالي او د اوبو کمښت په افغانستان کې تر ټولو پراخ اقلیمي ګواښونه دي او د دغه هېواد له نیمایي ډېر وګړي ورسره مخ دي.

د یوناما په وینا، په ننګرهار کې بزګران د کرنیزو حاصلاتو له پرله‌پسې زیانونو سره مخ دي او په کندهار، هلمند، نیمروز، زابل او روزګان کې د وچکالۍ، د ورښتونو کمښت او د ځمکې لاندې اوبو د بې‌کچې اېستلو له امله د اوبو سرچینې له جدي ګواښ سره مخ شوې دي.

یوناما زیاته کړې، چې په ځینو ولایتونو کې سېلابونه کورونه، کرنیزې ځمکې او بنسټیزې اسانتیاوې ویجاړوي؛ په داسې حال کې چې نورې سیمې د اوبو له کمښت سره لاس او ګرېوان دي.

د ملګرو ملتونو د دغه معلوماتو له مخې، د اقلیمي بدلونونو اغېزې په افغانستان کې د کرنې، خوراکي خوندیتوب، د څښاک اوبو او د خلکو پر معیشت مستقیمې اغېزې لري.

طالبان په بدخشان کې د راتلونکي پسرلي احتمالي جګړې ته چمتووالی نیسي

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۱۱ GMT+۰
•
عرفان برزگر
100%

په بدخشان کې د مخالفو وسله‌والو ډلو د فعالیتونو د پراخېدو او راتلونکي پسرلي کې د جګړو د زیاتېدو په اړه د طالبانو اندېښنې ډېرې شوې دي. له همدې امله، دې ډلې په دغه ولایت کې د خپل حضور د پیاوړتیا او د امنیتي ګواښونو د مهارولو لپاره یو لړ پوځي او اداري اقدامات پیل کړي دي.

د بې‌پیلوټه الوتکو د عملیاتو د مرکزونو جوړول، په زیان‌منونکو سیمو کې د ځواکونو ځای پر ځای کول، د سرحدي سیمو له اوسېدونکو د نویو ځواکونو ګومارل، د پخوانیو نظامیانو پراخې نیونې او په مرکز او ولسوالیو کې پراخ اداري بدلونونه د دغو اقداماتو برخه دي.

له دې چمتووالي سره هم‌مهاله، د طالبانو مسوول چارواکي په بدخشان کې د مخالفو ځواکونو شتون ردوي او خبرداری ورکوي چې هر څوک یا ډله د دوی پر وړاندې ودرېږي، وبه ځپل شي.

۱. امنیتي ټکان؛ د یفتل ولسوالۍ سقوط او په زیباک کې د جګړو پیل

د روان کال د چنګاښ میاشتې په وروستیو کې د یفتل ولسوالۍ سقوط طالبانو ته لوی امنیتي ټکان ورکړ. په دې پېښه کې یوې داسې جبهې چې تر هغه مخکې یې نوم نه و اورېدل شوی، یوه ورځ سهار د طالبانو تر واک لاندې ادارې، د ولسوالۍ ودانۍ، د امنیې قوماندانۍ او د استخباراتو دفتر ونیول او د پام وړ پوځي وسایل او تجهیزات یې ترلاسه کړل.

د دې پېښې او د طالبانو له ناڅاپي غافل‌کېدو څو ورځې وروسته، په بدخشان کې بله جګړه وشوه چې د امنیتي خبرونو په سر کې راغله. په دې برید کې د ازادۍ جبهې ځواکونو د زیباک ولسوالۍ د طالبانو پر اډو او مرکزونو بریدونه وکړل.

د دغو نښتو په پایله کې د طالبانو یو شمېر جنګیالي ووژل شول او ټپیان شول. د طالبانو د پوځ لوی درستیز هم سیمې ته ولاړ، څو د ځواکونو د ځای پر ځای کولو او د وضعیت د کنټرول چارې سمبال کړي، خو د دې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې وخت ناوخت نښتې لا هم روانې دي.

۲. د پخوانیو نظامیانو پراخې نیونې

دغه مهمې امنیتي پېښې په داسې وخت کې وشوې چې د طالبانو د درواز سیمې یو قوماندان جمعه فاتح هم له دې ډلې سرغړونه کړې وه او له دغو بدلونونو وروسته، طالبانو په ټول بدخشان کې د پخوانیو نظامیانو د پراخو نیونو لړۍ پیل کړه. دا نیونې په څو پړاوونو کې د یفتل، شکي، کشم، ارګو او فیض‌اباد په ولسوالیو کې ترسره شوې.

د وږي میاشتې په وروستیو کې طالبانو په یفتل ولسوالۍ کې ۱۶ کسان د یوې مخالفې جبهې سره د همکارۍ په تور ونیول. څو ورځې وروسته، په ارګو ولسوالۍ کې هم ۱۰ نور کسان د مخالفو جبهاتو سره د همکارۍ په تور ونیول شول.

د تلې په میاشت کې هم ۱۰ کسان، چې یو پخوانی پوځي چې منصور نومېده او د قیوم ملنګ له ملګرو څخه و، د شکي په ولسوالۍ کې پر طالبانو د برید د پلان جوړولو په تور ونیول شول او کابل ته ولېږدول شول.

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې د پخوانیو نظامیانو د نیولو بهیر په وږي میاشت کې، د طالبانو د نوي والي او امنیه قوماندان له ټاکل کېدو سره هم‌مهاله، ډېر چټک شو او لا هم دوام لري.

۳. د پوځي ټکنالوژۍ پراختیا او د بې‌پیلوټه الوتکو د عملیاتو د مرکزونو جوړول

په زیباک ولسوالۍ کې د ازادۍ جبهې له بریدونو وروسته، طالبانو د بدخشان هوايي ډګر ته نږدې د بې‌پیلوټه الوتکو د عملیاتو لومړی مرکز جوړ کړ. ډېر وخت لا نه و تېر شوی چې د دغه ولایت په بله سیمه کې یې دویم مرکز هم فعال کړ. د دغو مرکزونو د جوړولو موخه د بدخشان په مرکز کې د پرله‌پسې بریدونو مخنیوی او له سرحدي سیمو څخه د معلوماتو راټولول بلل شوي دي.

خو د طالبانو یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دواړه مرکزونه، په ځانګړي ډول د زیباک ولسوالۍ په ګډون له سرحدي سیمو څخه د معلوماتو په راټولولو کې چندان بریالي شوي نه دي او له همدې امله، طالبان غواړي په کران او منجان ولسوالۍ کې یو نوی مرکز جوړ کړي.

په ورته مهال په دې ولسوالۍ کې د یوه نوي سرحدي لېوا د ځای پر ځای کولو هڅې هم روانې دي.

پردې سربېره، په بدخشان کې د طالبانو ۲۱۹ «عمر ثالث» فرقې د وږي په میاشت کې اعلان وکړ چې څو «ډي‌سي» توپونه یې د عملیاتو لپاره چمتو کړي او د دغو وسلو د کارولو لپاره یې ځانګړي کسان هم روزلي دي.

۴. په ملکي او پوځي ادارو کې د هدفمند بدلونونه

د یفتل ولسوالۍ له سقوط شاوخوا یوه میاشت وروسته، د طالبانو مشرتابه د بدخشان لپاره نوی والي او نوی امنیه قوماندان وټاکل او وروسته دغه بدلونونه د ولسوالیو تر کچې هم وغځېدل.

تازه راپورونه ښيي چې په دې وروستیو کې یو شمېر ولسوالان، د پولیسو قوماندانان، د ولسوالیو د استخباراتو مدیران او د فیض‌اباد ښار د امنیتي حوزو امران هم بدل شوي دي.

د طالبانو د نوې تګلارې له مخې، ټاکل شوې چې د هرې ولسوالۍ اوسېدونکي د هماغې سیمې د اداري او امنیتي مسوولینو په توګه وګومارل شي. داسې ښکاري چې د دې اقدام موخه د احتمالي سرغړونو مخنیوی او پر سیمه‌ییزو ادارو د طالبانو د واک پیاوړتیا ده.

۵. په فیض‌اباد کې امنیتي وضعیت او د تلاشۍ د پوستو زیاتوالی

په تېرو دوو میاشتو کې د فیض‌ایاد ښار د څو چاودنو له امله د طالبانو امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي. مخالفو جبهاتو د دغو چاودنو مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې په بریدونو کې د طالبانو چارواکي، استخباراتي کسان او پولیس په نښه شوي دي.

له دغو پېښو وروسته، په ښار کې د تلاشۍ د پوستو شمېر په بې‌ساري ډول ډېر شوی او دې وضعیت نه یوازې امنیتي فضا سخته کړې، بلکې د ښار د اوسېدونکو پر تګ راتګ او ورځني ژوند یې هم محدودیتونه لګولي دي.

۶. د سرحدي سیمو د ځوانانو او اسماعیلیانو د جذبولو سیالي

د سرحدي سیمو په ځینو برخو کې د ازادۍ جبهې د بریدونو د پراخېدو په غبرګون کې، د طالبانو دفاع وزارت په بدخشان کې د سیمه‌ییزو ځوانانو د ګومارنې د بهیر د پیل خبر ورکړی دی.

ځايي سرچینې وايي چې طالبان په دې بهیر کې تر ډېره د سرحدي سیمو د اسماعیلي اوسېدونکو د ځوانانو پر جذبولو تمرکز کوي. د بدخشان د اسماعیلیانو جغرافیایي موقعیت او د اوسېدو سیمې دغه مذهبي ډله د بدخشان په جګړو کې پر یوه مهم لوري بدله کړې ده.

خو راپورونه ښيي چې مخالفې جبهې، په ځانګړي ډول د ازادۍ جبهه، هم په ورته وخت کې د اسماعیلي ځوانانو او د سرحدي سیمو د اوسېدونکو د جذبولو هڅې کوي. د ځايي سرچینو په وینا، مخالفې جبهې په دې برخه کې تر طالبانو ډېرې بریالۍ شوې دي.

۷. د مخالفو جبهاتو د شتون ردول او د ځپلو ګواښ

په داسې حال کې چې په سیمه کې دا بدلونونه روان دي، د طالبانو د لوړپوړو چارواکو څرګندونې د بدخشان د امنیتي وضعیت له راپورونو سره څرګند توپیر لري.

په بدخشان کې د طالبانو والي رحمت‌الله نجیب څو ځله په دغه ولایت کې د مخالفو جبهو شتون رد کړی او ادعا یې کړې چې هېڅوک د طالبانو پر ضد د فعالیت توان نه لري.

همدارنګه د طالبانو د پوځ لوی درستیز قاري فصیح‌الدین هم په دې وروستیو کې د نویو ګومارل شویو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې ادعا کړې چې په بدخشان او پنجشېر کې هېڅ مخالف ځواک شتون نه لري. نوموړي ویلي چې په دغو سیمو کې د مخالفو ځواکونو د فعالیت په اړه خپرې شوې ویډیوګانې د پاکستان په غرونو کې ثبت شوې دي.

له کابل څخه بدخشان ته د امنیتي پلاوي سفر

د طالبانو پولیسو د تلې په ۱۲مه د یوه ګډ پلاوي د سفر خبر ورکړ چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست استازي پکې شامل وو. دغه پلاوي بدخشان او تخار ولایتونو ته سفر کړی و.

د طالبانو د پولیسو د معلوماتو له مخې، د دې سفر موخه د امنیتي وضعیت ارزونه، د ځواکونو د چمتووالي څېړل، د حساسو سیمو څارنه او د سرحدي سیمو د وضعیت ارزونه وه.

پلاوي په بدخشان کې د کران او منجان ولسوالۍ او په تخار کې د ورسج ولسوالۍ له ځینو سیمو لیدنه کړې ده.

بدخشان د ناورین پر دوه‌لارې

په بدخشان کې د طالبانو ستونزې یوازې د مخالفو جبهو تر فعالیتونو محدودې نه دي، بلکې دغه ولایت له ګڼو پېچلو داخلي او جوړښتي ستونزو سره مخ دی.

د سرو زرو د کانونو پر سر پټې او ښکاره شخړې، د نشه‌يي توکو د کرکېلې او قاچاق په اړه لانجې، د طالبانو د قوماندانانو ترمنځ ژور خپلمنځي اختلافونه، په سرحدي سیمو کې د بهرنیو توندلارو ډلو شتون او د خلکو پراخه ناخوښي هغه ستونزې دي چې په دغه ولایت کې یې د طالبانو واکمني له یوې اوږدې او پېچلې ننګونې سره مخ کړې ده.

په بدخشان کې د طالبانو د اقداماتو ټولګه ښيي چې دغه ډله د مقاومت د هسته‌وو د فعالېدو او د مخالفو جبهو د نفوذ د پراخېدو په اړه ژوره اندېښنه لري.

له بلې خوا، داسې ښکاري چې د طالبانو چارواکي هم دې پایلې ته رسېدلي چې خپلمنځي اختلافونه، د اقتصادي سرچینو پر سر سیالي او د خلکو د ناخوښۍ زیاتوالی د مخالفو جبهو لپاره د ځواکونو د جذب او د نفوذ د پراخولو زمینه برابروي.

په داسې وضعیت کې، بدخشان داسې پسرلي ته نږدې کېږي چې ښايي طالبان پکې له لا جدي امنیتي ننګونو سره مخ شي. د دغو ننګونو کابو کول یوازې د پوځي ځواکونو په زیاتولو، د بې‌پیلوټه الوتکو د مرکزونو په جوړولو او د امنیتي تدابیرو په سختولو نه شي کېدای.

د تېلو تور بازار؛ ایران څه ډول له طالبانو سره په همکارۍ بندیزونه ماتوي؟

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۴۸ GMT+۰
100%

راپورونه ښيي چې د عراق د تېلو پراخه قاچاق ایران ته کېږي او له هغه ځایه افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لېږدول کېږي. سوداګر او اقتصادي څارونکي وایي، د ایران اسلامي جمهوریت او د طالبانو اداره د نغدو پیسو د ورکړې او ځمکنیو لارو په کارولو سره نړیوال بندیزونه تر پښو لاندې کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو پخوانی ډېپلوماټ وایي چې د ایران سپاه پاسداران په دې شبکه کې مهم رول لري او د دغو راکړو ورکړو یوه برخه د پیسو سپینولو او له طالبانو سره د تړلو کسانو د هڅولو لپاره ترسره کېږي.

له عراق څخه افغانستان ته د تېلو د قاچاق او له دې هېواده د منځنۍ اسیا بازارونو ته د هغو د لېږد موضوع وروسته هغه مهال د پام وړ شوه چې د سکای نیوز عربۍ شبکې د عراق د استخباراتي سرچینو په حواله راپور ورکړ چې د دغه هېواد د شمال تېل لومړی ایران ته لېږدول کېږي او وروسته په افغانستان کې پلورل کېږي.

د دغه راپور له مخې، د عراق په کردستان سیمه کې شبکې د کرکوک او سلیمانیه له تېلو ډکو سیمو څخه خام تېل او نفتي توکي قاچاق کوي. د دغو بارونو یوه برخه ایران ته لېږدول کېږي او تر تصفیې وروسته د افغانستان په بازارونو کې پلورل کېږي.

د تېلو باروړونکي ټانکرونه د ایران له ختیځو سیمو څخه د دغه هېواد په ټانکرونو کې د افغانستان پولې ته لېږدول کېږي. له پولو تر اوښتو وروسته، دغه ټانکرونه پولو ته نږدې ښارونو په لویو زېرمتونونو کې خپل بار تشوي. دغه زېرمتونونه افغان خصوصي واردوونکي شرکتونه چلوي.

وروسته بیا نفتي توکي په کوچنیو ټانکرونو کې د افغانستان ښارونو او ولایتونو ته د تېلو د پلورنځایونو او مصرفوونکو لپاره لېږدول کېږي.

د دغو راپورونو په غبرګون کې د عراق د پارلمان مشر هیبت الحلبوسي د یوه لنډمهاله څېړنیز پلاوي د جوړولو امر کړی، څو له کرکوک او د کردستان له سیمې څخه د ایران له لارې افغانستان ته د تېلو د قاچاق په اړه خپاره شوي معلومات وڅېړي. په ورته وخت کې د عراق لومړي وزیر هم په دغه هېواد کې د نفتي توکو د غلا او قاچاق په اړه د څېړنو امر کړی دی.

افغانستان د خپلې اړتیا وړ ډېره برخه تېل له بهرنیو هېوادونو واردوي. ایران، عراق او ترکمنستان د افغانستان د تېلو له مهمو برابرونکو هېوادونو څخه دي.

سوداګر او پانګه‌وال وایي چې د ایران ډېره برخه تېل د نیمروز او فراه ولایتونو له لارو او د اسلام‌کلا له بندر څخه افغانستان ته داخلېږي؛ خو د عراق قاچاقي تېل تر ډېره د تورغونډۍ له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.

د نومبر په لومړۍ نېټه په هرات کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو اعلان وکړ چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د ټیټ کیفیت له امله د تېلو سلګونه ټانکرونه بېرته ګرځولي دي.

د افغانستان او منځنۍ اسیا په بازارونو کې د عراق ارزانه تېل

اقتصادي څېړونکی حسیب فرامرز وایي، له عراق څخه افغانستان ته د واردېدونکو تېلو اندازه د ایران د تېلو په پرتله کمه ده؛ خو له ایران څخه افغانستان او بیا د منځنۍ اسیا هېوادونو، په ځانګړي ډول ازبکستان ته د تېلو لېږد په پراخه کچه ترسره کېږي.

د هغه په وینا، د روسیې او اوکراین جګړې او د منځنۍ اسیا ځینو هېوادونو ته د تېلو په صادراتو کې ګډوډۍ د سون‌توکو بدیلو سرچینو ته د دغو بازارونو اړتیا زیاته کړې ده. په داسې شرایطو کې د ایران او عراق تېل د افغانستان له ځمکنۍ لارې د سیمې بازارونو ته لېږدول کېږي.

هغه وایي، د دغو راکړو ورکړو ډېره برخه په نغدو پیسو ترسره کېږي، څو د نړیوالو بندیزونو له امله رامنځته شوي بانکي محدودیتونه له منځه یوړل شي. د هغه په وینا، تېل له ایران او ترکمنستان څخه افغانستان ته راځي، د حیرتان بندر له لارې د ازبکستان بازارونو ته داخلېږي او یوه برخه یې تاجکستان ته هم رسېږي.

هغه زیاتوي چې د افغانستان کورنۍ اړتیا هم د همدې شبکې له لارې پوره کېږي او د طالبانو له ادارې سره تړلي کسان په دې بهیر کې ونډه لري.

دغه اقتصادي څېړونکی همداراز وایي چې په تېرو وختونو کې امریکا د تېلو د لېږد پر لارو د سپوږمکۍ له لارې څارنه کوله، خو د هغه په باور اوس دغه څارنه د پخوا په څېر نه ده.

د ۱۴۰۳ لمریز کال د لیندۍ په میاشت کې رویټرز خبري اژانس د سرچینو په حواله راپور ورکړ چې په عراق کې د تېلو د یوه پېچلي قاچاقي شبکې له لارې هر کال د ایران او د هغه له ملاتړه برخمنو ډلو ته له یو میلیارد څخه تر درې میلیارد ډالرو پورې عواید ترلاسه کېږي.

د دغو سرچینو په وینا، په عراق، ایران او د خلیج په هېوادونو کې د شرکتونو، ډلو او اشخاصو یوه شبکه په داسې عملیاتو کې ښکېله ده چې له مخې یې د عراق درانه تېل د دغه هېواد د حکومت د سبسایډۍ د تګلارې په ګټې اخیستنې سره په ټیټه بیه د قیر جوړولو کارخونو ته پلورل کېږي.

د لومړي ځل لپاره د عراق د تېلو د باروړونکو اورګاډو لېږد د ایران د کرمانشاه له لارې افغانستان ته پیل شوی دی. ایراني رسنیو د روان کال د زمري په میاشت کې راپور ورکړ چې دغه بارونه د ایران په لوېدیځ کې د کرمانشاه د اوسپنې پټلۍ له لارې د دغه هېواد رېل‌پټلۍ شبکې ته داخلېږي او وروسته افغانستان ته لېږدول کېږي.

د سوداګریزو شبکو او د طالبانو د ادارې ونډه

یو پېژندل شوی سوداګر چې په دې بهیر کې ښکېل دی او نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، وایي چې د افغانستان د واردېدونکو سون‌توکو ډېره برخه د ایران او ترکمنستان له لارو برابرېږي.

د هغه په وینا، د ترکمنستان سون‌توکي د اقینې بندر له لارې افغانستان ته داخلېږي، په داسې حال کې چې د ایران د تېلو بارونه تر ډېره د نیمروز او فراه ولایتونو له لارو هېواد ته رسېږي.

هغه وایي، له ایران څخه د سون‌توکو د وارداتو کچه د پام وړ ده او د عراق د تېلو یوه برخه هم ایران ته تر لېږد او په دغه هېواد کې تر تصفیې وروسته افغانستان ته راوړل کېږي. د نوموړي په وینا، ځینې بارونه په مستقیم ډول له عراق څخه هم لېږدول کېږي.

نوموړی زیاتوي چې د دغو نفتي توکو یوه برخه له افغانستان څخه ازبکستان او تاجکستان ته صادرېږي، ځکه د نورو سرچینو په پرتله یې وروستۍ بیه ټیټه تمامېږي.

دغه سوداګر وایي، دا راکړې ورکړې د بندیزونو د ماتولو په موخه د ایراني او افغان سوداګریزو شبکو له لارې ترسره کېږي. د هغه په وینا، له طالبانو سره تړلي کسان هم په دې بهیر کې ونډه لري او د دغو بارونو د لېږد او سوداګرۍ لپاره اسانتیاوې برابروي.

نوموړی باور لري چې د ایران له لارې د ارزانه سون‌توکو پراخ واردات د ترکمنستاني صادرونکو پر سوداګریز دریځ هم اغېز کړی دی.

100%

د ایران د سپاه پاسداران ونډه؛ د پیسو پر ځای د تېلو ورکړه او د طالبانو هڅول

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو پخوانی مرستیال وایي چې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواکونه (سپاه پاسداران) د تېلو او ګازو په سوداګرۍ کې د طالبانو له یو شمېر غړو سره نږدې همکاري لري.

دغه پخوانی دیپلومات چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، وایي له عراق څخه د تېلو قاچاق نوې پدیده نه ده او اړوندې شبکې یې له کلونو راهیسې فعالیت کوي؛ خو د هغه په وینا، په اوسنیو شرایطو کې د دغې شبکې کارول دوه مهمې موخې لري: «د پیسو سپینول او د طالبانو د مشرانو هڅول».

هغه وایي، سپاه پاسداران د دې بهیر په سر کې ځای لري او له طالبانو سره د همکارۍ یوه برخه د نغدو پیسو پر ځای د تېلو او ګازو په ورکړه ترسره کېږي.

د هغه په وینا، د طالبانو یو شمېر څېرې، د بېلګې په توګه ابراهیم صدر، قیوم ذاکر او د طالبانو د پخواني مشر ملا منصور د کورنۍ یو غړی، په دغو راکړو ورکړو کې ښکېل دي.

دغه پخوانی دیپلومات همداراز ادعا کوي چې په کابل کې د ایران سفارت د پیسو د لېږد لپاره د سرای شهزاده د صرافۍ له شبکې او په هرات کې د طالبانو له سیمه‌ییزو کسانو څخه کار اخلي. د هغه په وینا، د ډالرو قاچاق هم د دې بهیر یوه برخه ده.

نوموړی وایي، ایران د طالبانو له ادارې سره د تړلو کسانو په همکارۍ د نړیوالو بندیزونو له امله رامنځته شوي محدودیتونه ماتوي او د خپلو توکو یوه برخه افغانستان او ازبکستان ته لېږدوي. وروسته دغه توکي په بازارونو کې د افغانستان او ازبکستان د تولیداتو په نوم پلورل کېږي.

د دغه سرچینې په باور، سپاه پاسداران د دغو راکړو ورکړو په همغږۍ کې، د تېلو له لېږد او پلور څخه نیولې د پیسو تر لېږد پورې، مهم رول لري.

هغه همداراز وایي چې د طالبانو د کورنۍ یو شمېر غړي، پخواني چارواکي او پېژندل شوي سوداګر هم په دې بهیر کې ښکېل دي.

دغه پخوانی دیپلومات د طالبانو بانفوذه کسانو ته د تېلو او ګازو د ورکړې دغه کړنلاره «د تېلو او ګازو له لارې هڅول» بولي. د هغه په وینا، د ایران اسلامي جمهوریت له دې لارې هڅه کوي چې د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د دغو کسانو همکاري ترلاسه کړي.

هغه ادعا کوي چې امریکا له دغه بهیره خبره ده او د ایران له اسلامي جمهوریت سره د طالبانو د قاچاقي همکاریو د درولو لپاره یې پر دې ډلې فشارونه زیات کړي دي؛ خو نوموړي د دغو فشارونو په اړه مشخص جزئیات نه دي وړاندې کړي.

د تهران او طالبانو ګډې ګټې

افغانستان ته د تېلو د قاچاق یوه موخه د امریکا او لوېدیځو هېوادونو له بندیزونو څخه تېښته بلل کېږي. ایران له پراخو نړیوالو بندیزونو سره مخ دی او طالبان هم تورن دي چې له دغو بندیزونو څخه د تېښتې په برخه کې، په ځانګړي ډول له ایران سره د جګړې وروسته، همکاري کوي.

په ایران کې د افغانستان پخوانی دیپلومات شفیق شرق وایي، د ایران اسلامي جمهوریت او د طالبانو پر ادارې د لوېدیځو بندیزونو کچه او څرنګوالی یو شان نه دي.

د هغه په وینا، ایران د اقتصاد او مالیې په بېلابېلو برخو کې له پراخو نړیوالو محدودیتونو سره مخ دی، په داسې حال کې چې پر طالبانو لګېدلي بندیزونه بېل ماهیت او محدوده لري.

شرق باور لري چې تهران او د طالبانو اداره د یوې پټې راکړې ورکړې په چوکاټ کې د افغانستان له سوداګریزو امکاناتو څخه د تېلو د معاملو د دوام لپاره ګټه اخلي.

هغه وایي، په دې کړنلاره کې د عراق تېل د افغانستان په نوم پېرودل کېږي، ایران ته لېږدول کېږي او وروسته د ایراني توکو په نوم د افغانستان او سیمې بازارونو ته صادرېږي.

د دغه پخواني دیپلومات په باور، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان له اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو څخه د پام وړ ګټه اخیستې ده. هغه دغه اړیکې «دوه اړخیزه راکړه ورکړه» بولي چې دواړه لوري د همکارۍ په بدل کې امتیازات ترلاسه کوي.

100%

د هرات یوه پېژندل شوي سوداګر هم ویلي چې د عراق تېل د ایران له لارې افغانستان ته داخلېږي. د هغه په وینا، د عراق او افغانستان د شرایطو له مخې د تېلو د وارداتو کچه بدلېږي. دغه سوداګر وایي چې له عراق څخه د تېلو لېږد له کلونو راهیسې دوام لري.

د سیمې پر بازارونو او اقتصاد اغېزې

له ایران څخه افغانستان او بیا منځنۍ اسیا ته د سون‌توکو د لېږد پراختیا د یوې داسې سوداګریزې شبکې د رامنځته کېدو ښکارندویي کوي چې د څو هېوادونو له پولو اوړي. په دې شبکه کې افغانستان یوازې د سون‌توکو د مصرف بازار نه دی، بلکې د ګاونډیو هېوادونو د بازارونو پر لور د نفتي توکو د لېږد د لارې په توګه هم کارول کېږي.

ازبکستان او تاجکستان د دغو بارونو د لېږد له مهمو موخو څخه یاد شوي دي. په داسې حال کې چې د سون‌توکو د وارداتو لګښت او د انرژۍ سرچینو ته لاسرسی د سیمې د هېوادونو لپاره مهم دي، د نفتي توکو ټیټه بیه له دې لارې د پېرلو لپاره انګېزه رامنځته کولای شي.

خو د غیررسمي لارو، نغدو پیسو او منځګړو سوداګریزو شبکو کارول د دغو معاملو روڼتیا کموي او د تېلو د اصلي سرچینې او د پلور له لارې د ترلاسه شویو عوایدو معلومول ستونزمنوي.

د ایران، افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د تېلو سوداګري د افغانستان د کورنیو اړتیاوو تر پوره کولو پراخه شوې ده. دغه شبکه د تهران لپاره د نفتي توکو د پلور د بازار د پراخولو او د طالبانو له ادارې سره د تړلو سوداګریزو شبکو لپاره د عوایدو او اقتصادي امتیازونو د ترلاسه کولو یوه وسیله کېدای شي.