د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د چین نوې لار؛ سړک جوړ شوی خو پوله تړلې ده
د الجزیرې د راپور له مخې، د طالبانو حکومت د بدخشان په واخان دهلېز کې د چین پولې ته غځېدلی سړک پرانیستی؛ خو بیجینګ د امنیتي اندېښنو له امله په دغه لار سوداګرۍ ته اجازه نه ورکوي. طالبان تمه لري، چې دغه لار به له پاکستان نه د افغانستان سوداګریزه اتکا کمه کړي.
الجزیرې (د نومبر ۱۴مه) په خپل راپور کې لیکلي، چې د افغانستان او چین ترمنځ د واخان دهلېز د وخجیر غاړې ته غځېدلی سړک د اکتوبر په څلورمه د طالبانو حکومت له لوري پرانیستل شو؛ خو دغه سړک د چین خاورې ته نهدی غځېدلی. د راپور له مخې، په دغه سیمه کې د چین د ګمرکونو هېڅ مرکز نشته او د چین د بهرنیو چارو وزارت هم د سړک د پرانیستلو په اړه څه نهدي ویلي.
د طالبانو د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، دغه سړک په دوو پړاوونو کې د ۳۶۵ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی. دغه سړک قیر نه دی؛ بلکې د جغل یوه ساده لاره ده او د واخان په لوړو غرنیو سیمو کې د واورې له امله هر کال لږ تر لږه پنځه میاشتې تړلی وي.
واخان دهلېز شاوخوا ۳۵۰ کیلومتره اوږد او د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې پروت دی، چې له یوې خوا له تاجکستان او بلې خوا له پاکستان سره پوله لري او افغانستان له چین سره نښلوي. د دغه دهلېز جغرافیایي بڼه په ۱۸۹۵کال کې د برېتانیا او روسیې ترمنځ د سیاسي سیالۍ پرمهال رامنځته شوه او په ۱۹۶۳کال کې کابل او بیجینګ د خپلو پولو په اړه هوکړې ته ورسېدل.
د پروژې مخینه او د چین امنیتي اندېښنې
د راپور له مخې، د واخان له لارې د سړک جوړولو جدي بحثونه د ۲۰۰۹کال په جون کې د افغانستان او چین د حکومتونو ترمنځ پیل شول؛ خو د سیمې د سختې جغرافیې او امنیتي اندېښنو له امله عملي کارونه عملي نهشول. هغه مهال په چینایي رسنیو کې دا اندېښنه هم مطرح شوې وه، چې د اویغور وسلهوالو ډلو غړي ښايي له دې لارې چین ته ننوځي.
په چین کې د افغانستان پخواني سفیر جاوید قایم الجزیرې ته ویلي، چې په ۲۰۱۹کال کې د دغه سړک د جوړولو چارې پیل شوې او شاوخوا ۶۰ کیلومتره سړک هم جوړ شو؛ خو د ۲۰۲۱کال په اګست کې د حکومت له بدلون وروسته پروژه وځنډېده.
د افغانستان د دفاع وزارت پخواني سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل هم ویلي، چې په افغانستان کې د امریکایي او بهرنیو ځواکونو حضور او امنیتي وضعیت د یادې پروژې د پلي کېدو پر وړاندې خنډونه وو. نوموړي زیاته کړې: «بیجینګ په هغه وخت کې دغه شرایط د واخان دهلېز د پراختیا لپاره محدودوونکي بلل».
د طالبانو حکومت په ۲۰۲۳کال کې د سړک جوړولو چارې بېرته پیل کړې او د ۲۰۲۴کال په جنورۍ کې یې اعلان وکړ، چې سړک د چین تر پولې رسېدلی دی. د ۲۰۲۵کال په مارچ کې د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له سیمهییزو شرکتونو سره د یادې پروژې د دویم پړاو چې ۷۱ کیلومتره اوږدوالی لري؛ تړون لاسلیک کړ.
د راپور له مخې، د پروژې لګښت د افغانستان له کورنیو سرچینو برابر شوی او داسې شواهد نشته چې چین دې په یادې پروژه کې مالي ونډه اخیستې وي.
د طالبانو حکومت تمه لري، چې د واخان سړک به افغانستان ته له پاکستان نه د سوداګرۍ د لارو د خپلواکولو او بدیلو لارو د برابرولو زمینه برابره کړي. افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی او د سمندر له بندرونو سره یې د سوداګرۍ لارې تر ډېره د پاکستان او ایران له لارې تېرېږي؛ خو په تېر یوه کال کې دغه دواړه لارې نږدې په ورته وخت کې له سختو محدودیتونو سره مخ شوې دي.
د بدخشان پخواني والي او د طالبانو د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې مرستیال وزیر محمد اسماعیل غزنوي ویلي، د واخان سړک د حکومت د هغو پلانونو برخه ده چې غواړي د سوداګرۍ لارې متنوعې او د پاکستان پر پوله د تګ راتګ اتکا کمه کړي.
غزنوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانو نښتو ته په اشارې ویلي، چې له ایران سره د امریکا او اسراییل جګړه هم د افغانستان پر سوداګرۍ مستقیم اغېز لري او له همدې امله د بدیلو لارو پرانیستل لومړیتوب ګڼل کېږي.
نوموړي ویلي: «دغه دهلېز باید یوازې د افغانستان او چین ترمنځ د یوې لارې په توګه ونه کتل شي؛ بلکې د یوه ستراتیژیک دهلېز په توګه ارزښت لري، چې سویلي او منځنۍ اسیا سره نښلولی شي، سیمهییزه سوداګري او اقتصادي یوځای کېدل پیاوړي کړي او په سیمه کې د امنیت، ثبات او پرمختګ په برخه کې مرسته وکړي».
د طالبانو حکومت هیله لري، چې دغه سړک په راتلونکي کې د سوداګریز دهلېز او ان د اورګاډي پټلۍ په یوه برخه بدل شي، د چین د «یو کمربند، یوې لارې» نوښت سره افغانستان ونښلوي او له دې لارې د ټرانزیټ عواید ترلاسه کړي.
خو چین تر اوسه د واخان له لارې د سوداګرۍ لپاره د خپلې پولې د پرانیستلو څرګنده ژمنه نه ده کړې. بیجینګ لا هم د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز د پراختیا ملاتړ کوي او افغانستان ته یې د دغه دهلېز د غځولو غوښتنه کړې ده.
هغه دا هم ویلي، چې د سیمې او نړۍ ځینې لوبغاړي د جیوپولیټیک بدلونونو په لړ کې د افغانستان او چین ترمنځ د نږدې اړیکو پلویان نه دي؛ خو ټینګار یې کړی چې دا د ده شخصي ارزونه ده.
د ایران او سیمې لپاره د واخان اهمیت
د راپور له مخې، ایران هم د افغانستان له لارې چین ته د ځمکنیو سوداګریزو لارو د پراختیا په لټه کې دی؛ څو پر سمندري لارو خپله اتکا راکمه کړي. په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال ویلي: «ایران واخان دهلېز د یوه ستراتیژیک فرصت په توګه ګوري، چې د افغانستان له خاورې د چین پر لور خپلې ځمکنۍ اړیکې پیاوړې کړي».
نوموړي ویلي: «کله ناکله دا حقیقت ناارامه کوونکی و او کله ناکله یې هرکلی نه دی شوی؛ خو زما مسوولیت هېڅکله دا نه و چې حقایق د خلکو د خوښې وړ وګرځوم؛ بلکې مسوولیت مې دا و، چې د علمي شواهدو پر بنسټ حقیقت بیان کړم او په ځانګړې توګه هغه مهال روښانه خبرې وکړم چې حقیقت ویل ستونزمن وي».
ګوترېش زیاته کړې: «زه به د حقیقت ویلو ته دوام ورکړم او د هغه لپاره به مبارزه هم ونه دروم».
د دغو راپورونو په غبرګون کې د عراق د پارلمان مشر هیبت الحلبوسي د یوه لنډمهاله څېړنیز پلاوي د جوړولو امر کړی، څو له کرکوک او د کردستان له سیمې څخه د ایران له لارې افغانستان ته د تېلو د قاچاق په اړه خپاره شوي معلومات وڅېړي. په ورته وخت کې د عراق لومړي وزیر هم په دغه هېواد کې د نفتي توکو د غلا او قاچاق په اړه د څېړنو امر کړی دی.
افغانستان د خپلې اړتیا وړ ډېره برخه تېل له بهرنیو هېوادونو واردوي. ایران، عراق او ترکمنستان د افغانستان د تېلو له مهمو برابرونکو هېوادونو څخه دي.
سوداګر او پانګهوال وایي چې د ایران ډېره برخه تېل د نیمروز او فراه ولایتونو له لارو او د اسلامکلا له بندر څخه افغانستان ته داخلېږي؛ خو د عراق قاچاقي تېل تر ډېره د تورغونډۍ له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.
یو پېژندل شوی سوداګر چې په دې بهیر کې ښکېل دی او نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، وایي چې د افغانستان د واردېدونکو سونتوکو ډېره برخه د ایران او ترکمنستان له لارو برابرېږي.
د هغه په وینا، د ترکمنستان سونتوکي د اقینې بندر له لارې افغانستان ته داخلېږي، په داسې حال کې چې د ایران د تېلو بارونه تر ډېره د نیمروز او فراه ولایتونو له لارو هېواد ته رسېږي.
هغه وایي، له ایران څخه د سونتوکو د وارداتو کچه د پام وړ ده او د عراق د تېلو یوه برخه هم ایران ته تر لېږد او په دغه هېواد کې تر تصفیې وروسته افغانستان ته راوړل کېږي. د نوموړي په وینا، ځینې بارونه په مستقیم ډول له عراق څخه هم لېږدول کېږي.
هغه ادعا کوي چې امریکا له دغه بهیره خبره ده او د ایران له اسلامي جمهوریت سره د طالبانو د قاچاقي همکاریو د درولو لپاره یې پر دې ډلې فشارونه زیات کړي دي؛ خو نوموړي د دغو فشارونو په اړه مشخص جزئیات نه دي وړاندې کړي.
د تهران او طالبانو ګډې ګټې
افغانستان ته د تېلو د قاچاق یوه موخه د امریکا او لوېدیځو هېوادونو له بندیزونو څخه تېښته بلل کېږي. ایران له پراخو نړیوالو بندیزونو سره مخ دی او طالبان هم تورن دي چې له دغو بندیزونو څخه د تېښتې په برخه کې، په ځانګړي ډول له ایران سره د جګړې وروسته، همکاري کوي.
په ایران کې د افغانستان پخوانی دیپلومات شفیق شرق وایي، د ایران اسلامي جمهوریت او د طالبانو پر ادارې د لوېدیځو بندیزونو کچه او څرنګوالی یو شان نه دي.
د هغه په وینا، ایران د اقتصاد او مالیې په بېلابېلو برخو کې له پراخو نړیوالو محدودیتونو سره مخ دی، په داسې حال کې چې پر طالبانو لګېدلي بندیزونه بېل ماهیت او محدوده لري.
شرق باور لري چې تهران او د طالبانو اداره د یوې پټې راکړې ورکړې په چوکاټ کې د افغانستان له سوداګریزو امکاناتو څخه د تېلو د معاملو د دوام لپاره ګټه اخلي.
هغه وایي، په دې کړنلاره کې د عراق تېل د افغانستان په نوم پېرودل کېږي، ایران ته لېږدول کېږي او وروسته د ایراني توکو په نوم د افغانستان او سیمې بازارونو ته صادرېږي.