بایډن ویلي، چې دا ارزونه د امریکايي ځواکونو له وتلو یوازې څو ورځې وروسته ناسمه ثابته شوه او د ځواکونو د وتلو پر بهیر یې ژوره اغېزه وکړه.
هغه دا موضوع په خپل نوي خاطراتي کتاب کې، چې «Promise Me, America» نومېږي، بیان کړې ده.
والسټریټ ژورنال ورځپاڼې، چې د کتاب له رسمي خپرېدو مخکې یې ځینې برخې ترلاسه کړې وې، د یکشنبې په ورځ د لړم په ۲۴مه، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د بایډن د خاطرو ځینې برخې خپرې کړې دي. ټاکل شوې چې دغه کتاب د سېشنبې په ورځ د لړم په ۲۶مه، خپور شي.
بایډن په خپل کتاب کې لیکلي: «هغه شپږ میاشتې چې ژمنه یې راسره شوې وه، په څو ورځو کې پای ته ورسېدې. دې موضوع د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي ژوره اغېزه وکړه».
نوموړي لیکلي چې د امریکايي ځواکونو له افغانستانه د ایستلو تر پرېکړې مخکې ډاډ ورکړل شوی و چې افغان امنیتي ځواکونه د خپل هېواد د دفاع توان لري او د هغه وخت حکومت کولای شي د امریکايي ځواکونو له پوځي ملاتړ پرته خپلو چارو ته دوام ورکړي.
خو په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو د وتلو له پیل سره سم، طالبانو په لنډ وخت کې د افغانستان پراخې سیمې ونیولې او د همدغه کال د اګست په ۱۵مه کابل ته ننوتل. د افغانستان د هغه وخت ولسمشر محمد اشرف غني هم له هېواده ووت او د افغانستان اسلامي جمهوریت ړنګ شو.
بایډن په خپل کتاب کې یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د پرېکړې دفاع کړې ده. هغه ویلي چې لا هم باور لري، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل سمه پرېکړه وه او که یو ځل بیا له همدې حالت سره مخ شي، همدا پرېکړه به وکړي.
نوموړي ټینګار کړی: «په افغانستان کې د جګړې پای ته رسول سمه پرېکړه وه».
د امریکا پخواني ولسمشر دا هم لیکلي چې د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړې ته د هغه د حکومت دننه هم مخالفتونه موجود وو. د بایډن په وینا، د هغه وخت د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټین او د پوځ لوی درستیز مارک مېلي دواړو د دې پرېکړې د پایلو په اړه اندېښنه لرله.
امریکايي ځواکونو په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو لومړی حکومت یې ړنګ کړ.
دغه ځواکونه له شاوخوا ۲۰ کلن پوځي حضور وروسته، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه ووتل. د دوی وتل د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت له ړنګېدو، واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو او د میلیونونو افغانانو له بېځایه کېدو سره مل وو.
بایډن په داسې حال کې لا هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د پرېکړې دفاع کوي چې د وتلو د بهیر څرنګوالی او د کابل چټک سقوط د هغه د حکومت پر بهرني سیاست د نیوکو له مهمو موضوعاتو څخه دي.