د طالبانو روغتیا وزارت د درملو او روغتیایي اسانتیاوو ۳۰تړونونه لاسلیک کړل
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او په هېواد کې د درملو د تولید په موخه یې له ۳۰ کورنیو او بهرنیو شرکتونو، روغتونونو او تولیدي فابریکو سره تړونونه لاسلیک کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادو هوکړهلیکونو موخه د روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړول او د طبي وسایلو او روغتیايي محصولاتو برابرول دي. همدارنګه د روغتیا په برخه کې د پانګونې او همکارۍ پراختیا هم د دغو لاسلیک شویو هوکړو له اساسي ټکو بلل شوې ده.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په وینا، دا هوکړهلیکونه د افغانستان د روغتیا د دویم داخلي او نړیوال نندارتون په پای غونډه کې لاسلیک شول. دغه وزارت تمه ښودلې، چې دا ګام به د خصوصي سکتور له ظرفیتونو په ګټې اخیستنې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو او د هېواد د روغتیايي نظام په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
دغه تړونونه په داسې حال کې کېږي، چې د روغتیا په برخه کې افغانستان د اسانتیاوو، متخصصو کارکوونکو او معیاري درملو له ګڼو ننګونو سره مخ دی. طالبان هڅه کوي چې د نندارتونونو او له خصوصي او بهرنیو ادارو سره د هوکړو له لارې په روغتونونو او کلینیکونو کې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
له بلې خوا، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معین حمدالله زاهد هم ویلي، چې دغه ډلې د درملو د کمښت د پوره کولو لپاره له ایران سره هوکړهلیک لاسلیک کړی او واردات به یې ژر پیل شي. وروسته له هغه چې له پاکستان څخه د درملو پر وارداتو بندیز ولګېد، افغانستان د درملو له جدي کمښت او د بیو له لوړېدو سره مخامخ شوی دی.
ډېری کتونکي دا وینا د طالبانو د نظام په جوړښت کې د هغه یو له خورا اغېزناکو مستقیمو لاسوهنو بولي؛ هغه ګام چې د دې ډلې د قضايي سیاست لوری یې لا ډېر روښانه کړ.
اخترونه د وینا لپاره پلمه
دیني مناسبتونه هم د طالبانو د مشر تر ټولو مهم تریبونونه پاتې شوي دي. په دغو پنځو کلونو کې د کوچني اختر او لوی اختر پیغامونه او ویناوې د هغه تر ټولو اوږده او خورا سیاسي دریځونه ګڼل کېږي.
په دغو پیغامونو کې هغه په وار وار د طالبانو پر بریا، د «کفارو» پر ماتې، د نظام پر ساتنې، له امیر څخه پر اطاعت، داخلي یووالي او د اسلامي امارت د واکمنۍ پر دوام ټینګار کړی دی.
د ۲۰۲۳ کال د لوی اختر په پیغام کې یې هم د ښځو په وړاندې د طالبانو له تګلارو دفاع وکړه؛ هغه موضوع چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې راوپارول.
سرچینې وايي، د طالبانو استخباراتو د شنبې په ورځ د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته، له دغو دوو دیني عالمانو سره اړیکه ونیوله او له هغوی یې وغوښتل چې دې ادارې ته ورشي؛ خو هغوی دې غوښتنې ته ځواب ورنه کړ. له دې وروسته د طالبانو استخباراتي ځواکونه د صادقیې جامع جومات ته ولاړل او دغه دوه دیني عالمان یې ونیول.
د سرچینو په خبره، طالبانو تر دوو ورځو بند وروسته له دغو عالمانو څخه د ژمنې په اخیستو سره خوشې کړل. سرچینې زیاتوي چې طالبانو ورته ویلي، له دې وروسته په هېڅ ځای کې د حضرت فاطمې زهرا چې د اسلام د پیغمبر لور وه، د وفات د کلیزې په مناسبت د مراسمو جوړولو اجازه نه لري.
تر اوسه طالبانو د محمدجواد رجبزاده او محمد روحاني د نیولو، خوشې کېدو او له هغوی څخه د اخیستل شوې ژمنې په اړه څه نه دي ویلي. دا پېښه په داسې حال کې شوې چې راپورونه په افغانستان کې پر شیعهګانو او د نورو مذهبونو پر پیروانو د محدودیتونو د زیاتېدو خبر ورکوي.
د هغه په وینا، طالبانو په یو کال کې د ۱۳۷ تقنيني اسنادو د مسودو جوړولو او په رسمي جریده کې د ۲۴ سندونو د خپرولو خبر ورکړی، چې دا پخپله ښيي دوی هم د انسانانو جوړ کړي قواعد کاروي.
نوموړي د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون ته په اشارې سره وویل، چې دا قانون په ۲۰۲۴ کال کې په څلورو فصلونو او ۳۵ مادو کې خپور شو، خو د دې قانون اداري جوړښت، د محتسبانو واکونه او مشخصې جزایي مادې مستقیما په قران کریم کې نه دي راغلي بلکې د انسانانو له خوا لیکل شوي دي.
هغه همدارنګه د طالبانو د محکمو جزا اصولنامې ته اشاره وکړه، چې خلک یې پر بېلابېلو ټولنیزو طبقو لکه علما، اشراف، منځنۍ او ټیټه طبقه وېشلي او له هغوی سره یې توپیري چلند روا ګڼلی دی، چې د ده په خبره مشروعیت یې باید د اسلامي عدالت له اصولو سره و ارزول شي.
حکمتیار روښانه کړه، چې قران کریم د اساسي ارزښتونو او احکامو منبع ده، خو د اساسي قانون په څېر د ادارو د جوړښت، د وزیرانو د مرستیالانو د شمېر او د اداري فرمانونو د پړاوونو ټول جزییات په مستقیم ډول پکې نه دي ذکر شوي.
هغه د بېلګې په توګه وویل که د ټرانسپورت اداره د ټکرونو د مخنیوي او د عامه مصلحت لپاره د موټرو سرعت وټاکي، دا د انسان لخوا جوړ شوی قانون دی او هېڅکله غیرشرعي نه ګڼل کېږي، نو ځکه طالبان نه شي کولای یوازې خپل جوړ شوي قواعد سم وبولي او د نورو پر تګلارو د غیرشرعي توب تور ولګوي.
د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په کابل پوهنتون کې د خپل مشر د فرمانونو د ملاتړ غونډې پر مهال پر وضعي قوانینو نیوکه کړې او ویلي، چې دوی که اساسي قانون نه لري، خو شرعي قانون لري او دا تر ټولو باوري او نه بدلیدونکی قانون دی.
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، دوی د افغانستان د اساسي قانون د لغوه کولو اعلان کړی او ډېر نور قوانین یې هم څنډې ته ایښي دي.
د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن وايي، ډاډ ورکړل شوی و چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان حکومت په خپلواکه توګه خپلو چارو ته دوام ورکړي او کابل به لږ تر لږه تر شپږو میاشتو پورې د طالبانو لاس ته نه لوېږي.
بایډن ویلي، چې دا ارزونه د امریکايي ځواکونو له وتلو یوازې څو ورځې وروسته ناسمه ثابته شوه او د ځواکونو د وتلو پر بهیر یې ژوره اغېزه وکړه.
هغه دا موضوع په خپل نوي خاطراتي کتاب کې، چې «Promise Me, America» نومېږي، بیان کړې ده.
د امریکا پخواني ولسمشر دا هم لیکلي چې د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړې ته د هغه د حکومت دننه هم مخالفتونه موجود وو. د بایډن په وینا، د هغه وخت د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټین او د پوځ لوی درستیز مارک مېلي دواړو د دې پرېکړې د پایلو په اړه اندېښنه لرله.
امریکايي ځواکونو په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو لومړی حکومت یې ړنګ کړ.
دغه ځواکونه له شاوخوا ۲۰ کلن پوځي حضور وروسته، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه ووتل. د دوی وتل د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت له ړنګېدو، واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو او د میلیونونو افغانانو له بېځایه کېدو سره مل وو.
بایډن په داسې حال کې لا هم له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو د پرېکړې دفاع کوي چې د وتلو د بهیر څرنګوالی او د کابل چټک سقوط د هغه د حکومت پر بهرني سیاست د نیوکو له مهمو موضوعاتو څخه دي.
د طالبانو د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، هېڅ حکومت په ظلم او بېعدالتۍ خپل واک نه شي ساتلی. هغه ادعا کړې چې بندیان، ان هغه کسان چې د طالبانو پر ضد یې جګړه هم کړې، د دې ډلې تر واک لاندې د حقونو خاوندان دي او باید حقونه یې ورکړل شي.
د هغه په وینا، یوه پلاوي د کابل، څرخيپله، بګرام، د ماشومانو د روزنې مرکز او د ولایتونو له زندانونو لیدنه کړې او له بندیانو سره یې خبرې کړې دي. حنفي وویل چې بندیان، ان هغه کسان چې د طالبانو پر ضد یې جګړه کړې، هم حقونه لري او باید دغه حقونه یې مراعات شي.