سراجالدین حقاني وایي د هبت الله «شاګرد، مرید او خادم» و

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني وایي، د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره یې د «یوه شاګرد، مرید او خادم» په توګه وخت تېر کړی دی. هغه زیاته کړې، د ملا هبت الله هڅه تل دا وي چې د طالبانو په لیکو کې اختلافات رامنځته نهشي او تل د یووالي لپاره هڅې کوي.
نوموړي داڅرګندونې د دوشنبې په ورځ د لړم په ۲۵مه په کابل پوهنتون کې د ملا هبت الله په ملاتړ غونډه کې وکړې. هممهاله د ملا هبت الله او سراجالدین حقاني ترمنځ د ژورو اختلافاتو راپورونه هم ورکړل شوي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزیر وویل: «کامیابي زمونږ په اتحاد او وحدت کې ده. جناب شیخ صیب امیرالمومنین د وحدت لپاره هڅې وکړې. مونږ د جهاد له دورې د یو خادم په صفت، د یو مرید او شاګرد په صفت له ده سره خدمت کړی دی».
حقاني زیاته کړه: «موږ ته به شیخ صیب د جهاد دوره کې ویل که تاسې لس ولایتونه فتحه کړئ، زه دومره نه خوشاله کېږم چې یو خوابدی مسلمان تاسې خوشاله کړئ او نظام سره یې ملګری کړئ». د طالبانو د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې چې په هره ټولنه کې ستونزې وي او باید د حل لپاره یې اقدامات وشي.
سراجالدین حقاني د خپلې وینا په لړ کې زیاته کړې چې د دوی غړي باید «ولسوالۍ په ولسوالۍ او کلي په کلي» د ملا هبت الله فرمانونه خلکو ته ورسوي. نوموړي د طالبانو د مشر په ملاتړ داسې وخت دا څرګندونې کوي چې څو څو ځله یې پرې تر دې وړاندې اشاروي لفظي بریدونه کړي دي.
حقاني د طالبانو د نظام له پیل راهیسه څو څو ځله د ملا هبت الله فرمانونه او حکمونه ننګوولي او د نجونو د زدهکړو تر څنګ یې د هغه ځنې بندیزونه په عامه غونډو کې غندلي دي.
