خیرالله خیرخواه: افغانستان داسې یوه جغرافیا ده چې «بشپړ اسلامي نظام» پرې واکمن دی

په میدان وردګ کې د طالبانو والي خیرالله خیرخواه وایي، په ټوله نړۍ کې افغانستان داسې یوه جغرافیه ده چې بشپړ اسلامي نظام پرې واکمن دی. د نوموړي په وینا، د دوی د نظام بنسټ د خدای تعالی د دین د نافذولو لپاره رامنځته شوی دی.
هغه د دوشنبې په ورځ لړم په ۲۵مه کابل پوهنتون کې د ملا هبت الله په ملاتړ غونډه کې زیاته کړه چې د دوی غړي باید د نظام د ساتلو لپاره اقدامات وکړي. هغه وویل: «د دې کشتۍ د ساحل ته رسولو لپاره د ټول کوشش به دا وي چې خدای مه کړه له یو خوا څخه ورته د ښمن سترګې را وانه وړي او څوک ورته خطر متوجې نه کړي».
دې طالب چارواکي زیاته کړې، په کابل پوهنتون کې دغه روانه غونډه د دوی د نظام د بقا لپاره یو فرصت دی او باید په دې هم بحث وشي چې د دوی نظام ته کوم خطرونه متوجې دي او څنګه یې لهمنځه یوسي.
د خیرالله خیرخواه په خبره: «امنیت تامین دی، زموږ په خلکو باندې زړونه یخيږي چې ګورو مشکل نه لري. که ماشوم دی، که زنانې دي او که سپین ژیری دی د خوف او حراس کې نه دي او ارامه فضا کې ژوند کوي».
د طالبانو د دغه چارواکي د امنیت ادعا داسې مهال ده چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د مخالفو وسلهوالو فعالیتونه پراخ شوي او هره ورځ د دغه ډلې د غړو د وژل کېدو خبرونه لاس په لاس کېږي. هممهاله څېړنو په ډاګه کړې چې د طالبانو په واکمنېدو سره که په نسبي توګه د خلکو فزیکي امنیت شته، خو برعکس خلک له رواني نا امنۍ او سخت فقر سره مخ شوي دي.
