د افغانستان انټرنشنل د څېړنو له مخې، طالبانو له ۱۳۹۹ لمریز کال (۲۰۲۰ زېږدیز کال) راهیسې د څو پَرهلرونکو بېپیلوټه الوتکو (ملټي روټر) پوځي کارونه پیل کړې ده. راپورونه ښيي، چې دغه ډلې له ۲۰۲۰کال وروسته کوچنۍ بېپیلوټه الوتکې د چاودېدونکو توکو د لېږد او د مخکیني حکومت د امنیتي ځواکونو پر پوستو د بریدونو لپاره هم کارولې دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ډرونونو د تولید او کارولو د وړتیاوو پراختیا لپاره د یادې ډلې هڅې پراخې شوې دي. د ملګرو ملتونو د یوه راپور له مخې، طالبان په دې برخه کې د کورنیو وړتیاوو د پراختیا هڅه کوي او د ټکنالوژۍ او تخنیکي مرستو د ترلاسه کولو لپاره یې له ځینو هېوادونو سره اړیکې هم نیولې دي.
تر دې وړاندې پنځو لوړپوړو سرچینو چې د امنیتي برخې پخواني چارواکي هم پهکې شامل وو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې طالبان د روسیې له نږدې متحد بلاروس څخه جنګي وسلې او بېپیلوټه الوتکې پېري. د دغه سرچینو په وینا، دغه پېرودنې د هند له لارې او د دغه هېواد په مالي ملاتړ ترسره کېږي.
همداراز، داسې راپورونه هم خپاره شوي، چې طالبان د څارګرو بېپیلوټه الوتکو د تولید لپاره اړینې پرزې له چین، متحده عربي اماراتو او اروپا واردوي. خو تراوسه د دغه ډرونونو د کورني تولید د ظرفیت او تخنیکي پرمختګ په اړه خپلواک معلومات نهدي خپاره شوي.
ډېری کتونکي دا وینا د طالبانو د نظام په جوړښت کې د هغه یو له خورا اغېزناکو مستقیمو لاسوهنو بولي؛ هغه ګام چې د دې ډلې د قضايي سیاست لوری یې لا ډېر روښانه کړ.
اخترونه د وینا لپاره پلمه
دیني مناسبتونه هم د طالبانو د مشر تر ټولو مهم تریبونونه پاتې شوي دي. په دغو پنځو کلونو کې د کوچني اختر او لوی اختر پیغامونه او ویناوې د هغه تر ټولو اوږده او خورا سیاسي دریځونه ګڼل کېږي.
په دغو پیغامونو کې هغه په وار وار د طالبانو پر بریا، د «کفارو» پر ماتې، د نظام پر ساتنې، له امیر څخه پر اطاعت، داخلي یووالي او د اسلامي امارت د واکمنۍ پر دوام ټینګار کړی دی.
د ۲۰۲۳ کال د لوی اختر په پیغام کې یې هم د ښځو په وړاندې د طالبانو له تګلارو دفاع وکړه؛ هغه موضوع چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې راوپارول.
سرچینې وايي، د طالبانو استخباراتو د شنبې په ورځ د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته، له دغو دوو دیني عالمانو سره اړیکه ونیوله او له هغوی یې وغوښتل چې دې ادارې ته ورشي؛ خو هغوی دې غوښتنې ته ځواب ورنه کړ. له دې وروسته د طالبانو استخباراتي ځواکونه د صادقیې جامع جومات ته ولاړل او دغه دوه دیني عالمان یې ونیول.
د سرچینو په خبره، طالبانو تر دوو ورځو بند وروسته له دغو عالمانو څخه د ژمنې په اخیستو سره خوشې کړل. سرچینې زیاتوي چې طالبانو ورته ویلي، له دې وروسته په هېڅ ځای کې د حضرت فاطمې زهرا چې د اسلام د پیغمبر لور وه، د وفات د کلیزې په مناسبت د مراسمو جوړولو اجازه نه لري.
تر اوسه طالبانو د محمدجواد رجبزاده او محمد روحاني د نیولو، خوشې کېدو او له هغوی څخه د اخیستل شوې ژمنې په اړه څه نه دي ویلي. دا پېښه په داسې حال کې شوې چې راپورونه په افغانستان کې پر شیعهګانو او د نورو مذهبونو پر پیروانو د محدودیتونو د زیاتېدو خبر ورکوي.