څېړونکو د ماشومانو د ساتنې لپاره د حکومتونو او ټکنالوژۍ له شرکتونو د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده. دغه نړۍواله څېړنه د سکاټلنډ د اډینبورګ پوهنتون د څېړونکو په ګډون ترسره شوې ده.
د څېړنې د موندنو له مخې، د ټکنالوژۍ شرکتونو لهخوا د امریکا د ورکو شویو او تر ناوړه ګټې اخیستنې لاندې ماشومانو ملي مرکز ته د دغه منځپانګو په اړه د لېږل شویو راپورونو شمېر په ۲۰۲۳کال کې له شاوخوا ۴زره او ۷۰۰ څخه په ۲۰۲۵کال کې څه باندې ۴۰۰زرو ته رسېدلی دی. دغه زیاتوالی نږدې ۸۴۰۰ سلنه ښودل شوی دی.
په دغه منځپانګو کې هغه جعلي انځورونه هم شامل دي، چې د «ډیپفېک» په نوم پېژندل کېږي او د مصنوعي ځیرکتیا د هغو پروګرامونو په مرسته جوړېږي، چې د خلکو انځورونه بربنډ ښيي.
دغه وسایل کولی شي په څو ثانیو کې د یوه ماشوم د انځور په کارولو سره جعلي جنسي منځپانګه جوړه کړي. د څېړونکو په وینا، که څه هم دغه انځورونه جعلي وي؛ خو زیانونه یې رښتیني دي. په ځینو مواردو کې عاملان د دغه انځورونو د خپرولو په ګواښلو سره له ماشومانو د پیسو یا نورو انځورونو غوښتنه کوي.
څېړونکو اټکل کړی، چې هر کال په ټوله نړۍ کې له ۳۰۰ مېلیونه ډېر ماشومان لږ تر لږه د ټکنالوژۍ له لارې د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې یا ځورونې له یوه ډول سره مخ کېږي. د یادې څېړنې له مخې، نږدې له هرو څلورو ماشومانو څخه یو یې تر ۱۸ کلنۍ مخکې لږ تر لږه یو ځل انلاین ځورونه تجربه کوي.
د «چایلدلایت» انستیتیوت یوې مشرې ډیبي فرای ویلي، د څېړنې موندنې ښيي چې د ناوړه ګټې اخیستنې د نویو لارو چارو د پېژندلو او مخنیوي او د دغه ډول منځپانګو د ژر تر ژره حذفولو لپاره د حکومتونو او ټکنالوژۍ شرکتونو بېړني اقدامات اړین دي.
د شمېرو کمښت او د ماشومانو د ساتنې ستونزې
په دغه څېړنه کې خبرداری ورکړل شوی، چې د رسمي معلوماتو او شمېرو کمښت د ماشومانو پر وړاندې د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي او د هغوی د ساتنې هڅې له ستونزو سره مخ کړې دي.
د ۱۰۳ هغو هېوادونو او سیمو له ډلې چې په دې څېړنه کې ارزول شوي، یوازې ۲۲ هېوادونه د سروې پر بنسټ داسې شمېرې لري چې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې دواړه ډولونه یعنې انلاین او له انلاین فضا بهر رانغاړي.
د «چایلدلایت» بنسټ په وینا، د معلولیت لرونکو ماشومانو، بومي او کډوالو ماشومانو، په بشري کړکېچونو کې د ښکېلو سیمو ماشومانو، کوچنیانو او په کورنیو کې د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې د قربانیانو وضعیت په شته شمېرو او څېړنو کې لږ منعکس شوی دی.
د دغه انستیتوت اجراییوي مشر پاول سټنفیلډ ویلي، مېلیونونه ماشومان د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې له ګواښ سره مخ دي؛ خو حکومتونه ډېری وخت نه پوهېږي چې دغه ډول زیانونه تر ډېره په کومو سیمو کې پېښېږي او کوم ماشومان له نورو ډېر له ګواښ سره مخ دي.
څېړونکو له حکومتونو غوښتي، چې د ماشومانو پر وړاندې جنسي ناوړه ګټه اخیستنه د عامې روغتیا د یوې ستونزې په توګه وګڼي، د کره شمېرو د راټولولو لپاره پانګونه وکړي او د ځورونې تر پېښېدو مخکې د مخنیوي او ملاتړ پروګرامونه برابر کړي.
دغه انستیتوت همداراز د ټکنالوژۍ شرکتونو پر لا ډېرې حسابورکونې، د نویو ګواښونو له ډولونو سره د برابر قوانینو پر تصویب او د ماشومتوب له لومړیو کلونو څخه د مخنیوي پروګرامونو پر پیل ټینګار کړی دی.
خو څېړونکو په ځینو هېوادونو کې د پرمختګونو خبر هم ورکړی دی. د دوی په وینا، د انلاین خوندیتوب د قوانینو پیاوړتیا، د ناوړه ګټې اخیستنې د منځپانګې پېژندلو د لارو چارو ښهوالي او مخنیوي ته ډېره پاملرنه د دغه اقداماتو له ډلې دي.
هغوی ټینګار کړی، چې کره معلومات، همغږې شوې همکاري او دوامداره پانګونه کولی شي د ماشومانو په خوندیتوب کې مرسته وکړي.