دغه ګوند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د حنفي مذهب او د امام ابوحنیفه درناوی کړی؛ خو ټینګار یې کړی چې افغانستان د بېلابېلو اسلامي مذهبونو او دیني اقلیتونو لرونکی هېواد دی او دغه تنوع د دغه هېواد د تاریخي او کلتوري هویت نه بېلېدونکې برخه ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې د حنفي، جعفري، اسماعیله او شافعي مذهبونو پیروان، سلفیان او د هندوانو او سیکانو په څېر دیني اقلیتونه له تاریخي پلوه حضور لري او ټولو ته د یوه مذهب منسوبول د هغوی د باورونو او هویتونو له پامه غورځول دي.
د افغانستان اسلامي وحدت ګوند ویلي: «ان که د هېواد ډېری وګړي د حنفي مذهب پیروان هم وي، دا موضوع هېڅ فرد یا ډلې ته حق نه ورکوي چې د نورو وګړو مذهبي حقونه او ازادۍ محدودې کړي او خپل مذهبي لیدلوری پر ټولنې وتپي».
دغه ګوند د خبرپاڼې په یوه برخه کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د هزارهګانو او شیعه وګړو پر وړاندې د محدودیتونو او تبعیضونو په اړه اندېښنه ښودلې او ادعا یې کړې، چې د یادې ټولنې غړي له سیاسي، ټولنیزو او کلتوري برخو څنډې ته شوي دي.
د افغانستان د پخواني حکومت پر ځواکونو هم د بندیانو او ملکي وګړو پر وړاندې د شکنجې، جنسي تاوتریخوالي، جبري ورکېدو او له محاکمې پرته د اعدامونو تورونه لګېدلي وو.
طالبان هم پر ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو په بریدونو، وژنو، د سیاسي او جنسیتي لاملونو له مخې د خلکو په ځورولو او ځپلو او همدارنګه په جګړه کې د ماشومانو په ګومارلو تورن دي.
هبتالله چې د غونډې په دویمه ورځ له کندهاره کابل ته تللی و، په خپله وینا کې د خپلو امرونو پر منلو او د اختلافونو پر نه رامنځته کولو ټینګار وکړ. هغه وویل چې د امیر او مامور مقام ټولو ته معلوم دی او د خلکو لارښوونه د امیر له مسوولیتونو څخه ده.
نوموړي ټینګار وکړ چې ماموران باید د امیر د نظر او د نظام د مصلحت له مخې خبرې وکړي او د هغه د نظر خلاف دریځ ونه نیسي. هبتالله له علماوو وغوښتل چې اختلافونه ونه کړي او د امیر امرونو ته غاړه کېږدي.
د طالبانو مشر د امیر او مامور د مقام په اړه د خبرو پر مهال وویل چې د دواړو مقامونه علماوو ته روښانه دي. هغه د امیر د امرونو منل یوه «زړهنۍ» او «باطني» ژمنه وبلله.
هغه له علماوو او طالب چارواکو وغوښتل چې په دې ازموینه کې بریالي شي او د نظام پر وړاندې خپل مسوولیتونه ادا کړي.
هبتالله څو ځله له خدایه وغوښتل چې طالبان له فتنې وساتي. هغه وویل: «خدای دې داسې مجاهد نه پیدا کوي چې د فتنې لامل شي، داسې عالم دې نه پیدا کوي چې د فتنې لامل شي او خدای دې هېچا ته د فتنې نسبت نه ورکوي».
د طالبانو مشر زیاته کړه: «که څوک نظر، نیوکه یا وړاندیز لري، باید د نصیحت له لارې یې مطرح کړي. هغه لاره دې وړاندیز کړي چې د نظام په ګټه یې بولي، ماته دې نصیحت وکړي او د خبرو او ستونزو د حل لپاره دې په شخصي توګه لیدنه وکړي. هڅه وکړئ چې یووالی وساتئ او اختلافونه په فتنه بدل نه شي؛ ځکه که فتنه رامنځته شي، خلک زیان ویني او ټول اغېزمن کېږي. د علماوو مسوولیت دا دی چې د اختلاف او فتنې مخه ونیسي، خلک یووالي ته راوبولي او د نظام د ساتلو او د وېش د مخنیوي لپاره هڅه وکړي».
حقاني: مسوولان باید د خلکو منځ ته ولاړ شي
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د دوشنبې په ورځ، د عقرب په ۲۵مه، د دې غونډې په لومړۍ ورځ د طالبانو له غړو غوښتي وو چې د منبر له لارې خلکو ته د وینا کولو پر ځای کلیو، ولایتونو او ولسوالیو ته ولاړ شي او له خلکو سره مخامخ خبرې وکړي.
هغه خبرداری ورکړی و چې سخت چلند او ناسمې کړنې کولای شي خلک له طالبانو لرې کړي او د نظام د بدنامۍ لامل شي.
حقاني ویلي وو چې دا نظام د دې لپاره نه دی جوړ شوی چې د یوه کس مشري پر خلکو وتپل شي، بلکې موخه یې خلکو ته خدمت او د هغوی ستونزو ته رسېدنه ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړی و چې د دې ډلې غړي باید د رسمي دندو د ترلاسه کولو په تمه نه وي، بلکې د شرعي مسوولیت له مخې د نظام او خلکو پر وړاندې دندې لري.
هغه دا هم ویلي وو چې لا هم ډېر خلک د هبتالله له تګلارو سره موافق نه دي او د طالبانو د مشر ستایلو او صفت کولو ته اړتیا نشته.
احمد افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د شتمنیو د پلور او د شکایت کوونکو د پیسو د ورکړې په اړه د محکمې له پرېکړو سره سره، تر اوسه دا بهیر پایلې ته نه دی رسېدلی. هغه ادعا کوي چې طالب چارواکي د صرافۍ له مالک سره په همغږۍ د هغه ملکیتونه نه پلوري.
د صرافۍ مالک له۸۰۰زرو ډالرو ډېر پوروړی دی
کبیر (مستعار نوم) چې په دې قضیه کې بل زیانمن شوی، افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د قضايي څېړنو پر مهال د صرافۍ له خوا د خلکو او بازار د ۸۰۰ زرو ډالرو څخه د زیات پور موضوع هم راپورته شوې ده.
هغه زیاته کړې، چې محکمې ویلي د لوی افغانستان صرافۍ مالک له بازار څخه شاوخوا ۹۰۰ زره ډالر پوروړی دی او د همدې پور د ورکړې په موخه له زندانه خوشې شوی و؛ خو له خوشې کېدو وروسته یې د خلکو د پیسو د بېرته ورکولو لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.
د کبیر په وینا، د صرافۍ مالک د خپلو پورونو د نه ورکولو د لامل په اړه ویلي چې پیسې یې له نورو کسانو سره دي او د سپینو زرو او اسعارو په برخه کې یې پانګونه کړې وه، خو زیان یې کړی دی.
افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو اسنادو کې د لوی افغانستان صرافۍ د مالک پېژندپاڼه او د «لوی افغانستان» د صرافۍ او پولي خدمتونو شرکت جواز هم شامل دي.
د شرکت په جواز کې د «لوی افغانستان» نوم لیکل شوی او د شرکت د جوړېدو نېټه د ۲۰۲۱ کال د مې ۲۵مه او د جواز د اعتبار پای نېټه د ۲۰۲۵ کال د نومبر پنځمه ښودل شوې ده. په جواز کې د شرکت د مسوولانو نومونه او انځورونه هم شته.
د پېژندپاڼې، د صرافۍ جواز او د ملکیت اسناد د صرافۍ د مالک هویت تاییدوي او له شرکت او په قضیه کې له یادو شویو ملکیتونو سره د هغه تړاو څرګندوي.
احمد افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له پرلهپسې هڅو سره سره د شتمنیو د پلور او د دوی د پورونو د ورکړې حکم نه دی عملي شوی. د هغه په وینا، د محکمې او د حقوقو ریاست مسوولان شکایت کوونکي یو بل ته لېږي او هره اداره یې بلې ته راجع کوي.
هغه زیاته کړې، چې ۳۷ زیانمن شوي کسان لا هم د خپلو پیسو د بېرته ترلاسه کولو په تمه دي او د قضايي هڅو له پیل څو کاله تېرېدو سره سره یې ستونزه نه ده حل شوې.
هغه وویل، دا ډول بلنې هغه مهال عملي ارزښت موندلی شي چې د بیان ازادي، امنیت، حقوقي خوندیتوب، د ښځو او نارینهوو د حقونو درناوی او له غچاخیستنې څخه د مخنیوي روښانه تضمینونه موجود وي.
معنوي څرګنده کړه، د داسې مېکانیزمونو او ادارو له شتوالي پرته چې د خلکو پر حقوقو او شکایتونو څارنه وکړي، د دندو ژمنې د اتباعو د اساسي حقونو بدیل نه شي کېدای.
فضل احمد معنوي په یاده غونډه کې هبتالله اخوندزاده ته د «شېخالاسلام» لقب کارول هم له تاریخي او شرعي اړخه بېبنسټه وبلل او ویې ویل، چې دا لقب په قران او نبوي سنت کې هېڅ شرعي ځای نه لري.
هغه څرګنده کړه، چې دغه لقب د څلورمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې په خراسان کې رواج شو او په عثماني دوره کې یو دولتي منصب و، چې په ۱۹۲۴ کال کې له منځه لاړ.
د معنوي په وینا، د قدرت له لارې پر ځان القاب اېښودل چا ته علمي او مذهبي مرجعیت نه شي بښلی او دا چاره طالب واکمنۍ ته د سیاسي مشروعیت سرچینه نه شي کېدای.
د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده کابل ته د سفر پر مهال، په کابل پوهنتون کې یوې غونډې ته وینا وکړه او ویې ویل، چې د قدرت د ساتلو لپاره به مسلمانان یو له بل سره لاس او ګرېوان نه کړي.