• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ایران پر کویټ او بحرین توغندي توغولي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۱۳ GMT+۰

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، ایران د چهارشنبې په ورځ پر کویټ او بحرین توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې ویشتلې دي. دواړو هېوادونو دا بریدونه تایید کړي دي.

کویټ او بحرین د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ایران له لوري د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو هدف ګرځېدلي دي. د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، پر دغو عربي هېوادونو دا بریدونه داسې مهال کېږي چې په سیمه کې د سولې خبرې اترې له جدي خنډ او ستونزو سره مخ شوې دي.
په راپور کې راغلي چې دغه نوي بریدونه څرګندوي چې منځنی ختیځ د یوې تلپاتې سولې او بشپړې جګړې ترمنځ په یوه حساس او بې‌برخلیکه حالت کې بند پاتې دی.
د دغو ګډوډیو او پر عربي هېوادونو د بریدونو لړۍ په داسې حال کې روانه ده چې ډیپلوماتیکې هڅې او خبرې اترې د مطلوبو پایلو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلې دي. څارونکي باور لري چې دغه نوي پوځي ګامونه ښایي په سیمه کې تاوتریخوالی نور هم زیات کړي او د جګړې لمن پراخه کړي.
په ورته مهال، د امریکا د مرکزي ځواکونو قوماندان نن اسراییلو ته په سفر تللی او د نورو مسایلو تر څنګ یې پر ایران د نویو احتمالي بریدونو په تړاو له اسراییلي چارواکو سره خبرې کړې دي.

ډېر لیدل شوي

د غونډې په پلمه؛ مولوي هبت الله د داخلي اختلافاتو د حل او اطاعت منلو لپاره کابل ته تللی
۱

د غونډې په پلمه؛ مولوي هبت الله د داخلي اختلافاتو د حل او اطاعت منلو لپاره کابل ته تللی

۲

بایډن: که اړتیا وي، امریکا بېرته افغانستان ته ستنېدای شي

۳

بایډن خپل کتاب کې: افغانستان په قبایلي سیالۍ کې ډوب دی، هېڅکله به دیموکراسۍ ته ونه رسیږي

۴

هبت‌الله: د امیر او مامور مقام ټولو ته معلوم دی

۵

په خوست او پکتیا کې یو شمېر سوداګر او بڼوال د ځڼغوزیو د بیو له ټیټوالي شکایت کوي

•
•
•

نور خبرونه

سعودي عربستان غواړي له حوثیانو سره جګړه تر ۲۰۲۷ کال پورې وغځوي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۵۹ GMT+۰
100%

لوېدیځو چارواکو ویلي، چې سعودي عربستان له حوثيانو سره د جګړې دوام ته چمتووالی نیسي او اټکل کوي چې پوځي عملیات به یې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې وغځېږي. دا په داسې حال کې ده چې سعودي او د یمن حکومتي ځواکونه په جګړه کې له پوځي شاتګونو سره مخ شوي دي.

د دوو لوېدیځو چارواکو په وینا، چې سعودي چارواکو د خپلو پلانونو په اړه معلومات ورکړي، ریاض له پوځي شاتګونو او پر خپله خاوره د بریدونو له امله د رامنځته شویو ستونزو سره سره، هوډ لري چې له حوثیانو سره جګړه راتلونکي کال ته هم وغځوي.

دوی رویټرز ته ویلي، چې له ایران سره د پراخې جګړې په چوکاټ کې د یمن جګړه تر ټولو فعاله جبهه ګرځېدلې ده. په دې جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي او سلګونه زره نور بې‌ځایه شوي دي.

دې جګړې د سعودي عربستان هغه هڅې هم له خنډ سره مخ کړې دي چې غوښتل یې د تېلو له سکتور پرته په نورو برخو کې پانګونه راجلب کړي او نړیوالې غونډې او سیالۍ کوربه‌توب کړي.

په سعودي عربستان کې د جګړې په اړه د عامه څرګندونو لحن هم ورو ورو بدل شوی او چارواکي اوس د دې جګړې پر اغېزو ډېرې خبرې کوي.

د هغو لوېدیځو چارواکو په وینا، چې د سعودي له سیالانو سره د غیرعلني خبرو د افشا کولو لپاره یې د نوم نه ښودلو په شرط له رویټرز سره خبرې کړې وايي، سعودي چارواکي اوس اټکل کوي چې پوځي عملیات به یې تر شپږو میاشتو پورې دوام وکړي او د ریاض موخه دا ده چې له حوثیانو سره تر هر ډول خبرو مخکې، د یمن د خپلو متحدینو په لاس د جګړې په ډګر کې پرمختګونه ترلاسه کړي.

یوې درېیمې سرچینې، چې د سعودي عربستان له پلانونو خبره ده، هم دا معلومات تایید کړي دي. د دغو درېیو سرچینو په وینا، د ایران د پراخې جګړې د پای ته رسولو هر ډول هوکړه ښايي په یمن کې د جګړې د شدت د کمېدو لامل شي.

درېیمې سرچینې زیاته کړې، ریاض باور لري چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له خوا د سعودي عملیاتو لپاره د مستقیم پوځي ملاتړ برابرول، چې تر اوسه یې نه دی منلی، د جګړې وضعیت بدلولی شي. د دې سرچینې په وینا، دا ملاتړ ښايي سعودي پلوه ځواکونو ته زمینه برابره کړي چې په څو اوونیو کې خپلې مطلوبې لاسته راوړنې ترلاسه کړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د لوېدیځو چارواکو له خوا د سعودي چارواکو د نظرونو په اړه له څرګندونې ډډه کړې ده.

سعودي عربستان په ۲۰۱۵ کال کې د یوه عربي ایتلاف په مشرۍ د یمن جګړې ته داخل شو. هغه مهال یې موخه دا وه چې د یمن حکومت بېرته واک ته ورسوي؛ ځکه حوثیانو پلازمېنه صنعا او د دغه هېواد ډېره برخه نیولې وه.

دواړه لوري له خونړۍ جګړې وروسته په بن‌بست کې ښکېل شول او په ۲۰۲۲ کال کې یې اوربند وکړ. دغه اوربند د روان کال تر اوړي پورې دوام وکړ.

د جګړو له بیا پیلېدو راهیسې، حوثیانو د سره سمندرګي ساحلي سیمې او د باب‌المندب ستراتیژیک تنګی د سعودي عربستان د ملاتړ لرونکو ځواکونو له ولکې نیولي دي او دوی د یمن د تعز ښار هم کلابند کړی دی. دغه ښار په لوړو غرنیو سیمو کې پروت دی او د سویلي ساحل په اوږدو کې د یمن د حکومت د لنډمهالې پلازمېنې عدن ښار ته نږدې موقعیت لري.

د یمن حکومتي ځواکونو تېره میاشت ځوابي بریدونه پیل کړل او د باب‌المندب تنګي شاوخوا یې ځینې سیمې بېرته ونیولې؛ خو د تېرې اوونۍ په پای کې یې د عدن ښار د ساتنې لپاره له دغو سیمو شاتګ وکړ. دا د دوی لپاره یوه لویه پوځي ضربه بلل شوې ده.

د یوه لوېدیځ چارواکي په وینا، سعودي او یمني ځواکونه اوس د خپلو ځواکونو د بیا تنظیمولو په حال کې دي او د دوی پلان دا دی چې عدن ښار د حوثیانو له پرمختګونو وساتي او ښايي خپل بریدونه ختیځو جبهو ته ولېږدوي؛ هغه سیمې چې هلته یې ځینې پرمختګونه کړي یا لږ تر لږه خپلې دفاعي کرښې ساتلې دي.

سعودي عربستان د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف د قوماندې مسوول یې بدل کړی دی. د یمن حکومت هم تمه لري چې د خپل پوځ په مشرتابه کې بدلونونه راولي. دا خبره دوو هغو کسانو کړې چې د دغه حکومت له پلانونو خبر دي.

سعودي عربستان هڅه کوله چې له حوثیانو سره بیا پیل شوې جګړه د یمن کورنۍ شخړه وښيي او ځان یوازې د خپلو یمني متحدینو د ملاتړ او له پولې هاخوا د بریدونو پر وړاندې د دفاع په توګه معرفي کړي، نه د جګړې د یوه مستقیم لوري په توګه.

خو پر سعودي ښارونو د پرله‌پسې او مهمو بریدونو له امله د دې دریځ ساتل ورځ تر بلې ستونزمن شوي دي. له همدې امله د سعودي عربستان په رسنیو او جوماتونو کې د جګړې په اړه د عامه څرګندونو کچه هم لوړه شوې ده.

د چین او روسیې ولسمشرانو د لویدیځ بندیزونه او سوداګریز محدودیتونه غندلي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۲۳ GMT+۰
100%

د چین ولسمشر شي جېن پېنګ او د روسیې ولسمشر پوتین د لوېدیځو هېوادونو سوداګریز محدودیتونه او بندیزونه غندلي دي. دا په داسې حال کې ده، چې ډونالډ ټرمپ چین ته رسېدلی او ټاکل شوې ده د چین او روسیې له مشرانو سره په درې‌اړخیزه غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

د چین ولسمشر شي جین‌ پینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ د چین په سویل ښار شېن‌جن کې د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو سازمان (اپېک) په غونډه کې د وینا پر مهال د لوېدیځ بندیزونه او سوداګرییز محدودیتونه غندلي دي.

د چین ولسمشر ژمنه کړې چې هېواد به یې د سوداګریز ملاتړپالنې پر وړاندې ودرېږي. په ورته مهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د لوېدیځو هېوادونو بندیزونه غندلي.

دا څرګندونې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین ته له رسېدو څو ساعته مخکې وشوې. ټرمپ د روانې اوونۍ په پیل کې په مانیلا کې د سیمې له مهمو متحدانو سره تر لیدنې وروسته چین ته ولاړ.

شي جین‌پینګ په هوايي ډګر کې د ټرمپ هرکلی کړی دی.

د چین دولتي خبري اژانس شینهوا د شي جین‌پینګ له قوله لیکلي: «چین د ادب او درناوي هېواد دی او د متقابل درناوي دود لري.» هغه زیاته کړې چې د چین او امریکا د اړیکو، د اسیا او ارام سمندر د همکارۍ او د نړۍ د وضعیت په اړه خبرو ته لېواله دی.

د شینهوا د راپور له مخې، ټرمپ ویلي چې له شي سره یې هره لیدنه «ډېره په زړه پورې» وه.

ټاکل شوې ده دواړه مشران د اپېک د مشرانو په ګډ انځور اخیستلو او د نورو مشرانو په ګډون په مېلمستیا کې برخه واخلي.

ټاکل شوې ده شي، ټرمپ او پوتین د پنجشنبې په ورځ د غونډې په څنډه کې درې‌اړخیزه لیدنه وکړي. تمه ده په دې غونډه کې د اوکراین پر وړاندې د روسیې جګړې، له ایران سره د امریکا جګړې او همدارنګه د سوداګرۍ، مصنوعي ځیرکتیا او اټومي وسلو په څېر موضوعاتو خبرې وشي.

دې غونډې د ۱۹۴۵ کال د یالتا کنفرانس یادونه هم تازه کړې ده. په هغه کنفرانس کې د امریکا، بریتانیا او شوروي اتحاد مشرانو د نفوذ سیمې سره ووېشلې، له دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې د نړیوال نظم بنسټ کېښود او د لویو قدرتونو له‌خوا پر کوچنیو هېوادونو د پرېکړو د تپلو یوه بېلګه وګرځېده.

د دې درې‌اړخیزې غونډې احتمال د اروپا او اسیا ځینې هېوادونه هم اندېښمن کړي دي. هغوی وېره لري چې د نړۍ ستر پوځي قدرتونه به د خپلو پرېکړو پر مهال د دوی ګټې له پامه وغورځوي.

شي جین‌پینګ په خپله پرانیستونکې وینا کې د «ازادې او پرانیستې سوداګرۍ» د ملاتړ غوښتنه وکړه. نوموړي هڅه وکړه چې چین په نړیواله کچه د یوه باثباته شریک په توګه معرفي کړي؛ په داسې حال کې چې د ټرمپ په مشرۍ امریکا تعرفې لوړې کړې او په بهرنۍ پالیسۍ کې یې سخت دریځ خپل کړی دی.

د شي څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې واشنګټن د انوېډیا په څېر شرکتونو له‌خوا چین ته د پرمختللو مصنوعي ځیرکتیا چپونو پر پلور نور محدودیتونه اعلان کړل. دغه اقدام ښايي له بیجینګ سره د سوداګرۍ نازک اوربند نور هم ستونزمن کړي. چین ګواښ کړی چې د امریکا د دې اقدام ځواب به ورکړي.

شي جین‌پینګ د سوداګریزو شرکتونو مشرانو ته په وینا کې وویل: «موږ باید د نړیوال سوداګریز نظام پر هغو اصولو ولاړ څو‌اړخیز جوړښت ته ټینګه ژمنتیا ولرو چې د نړیوال سوداګریز سازمان یې په مرکز کې دی، او د ازادې او پرانیستې سوداګرۍ او پانګونې ملاتړ وکړو.»

د چین لوېدیځو سوداګریزو شریکانو پر دغه هېواد نیوکه کړې چې د داسې سیاستونو له لارې چې د مصرفوونکو په زیان د تولیدي سکټور ملاتړ کوي، هر کال یې سوداګریز مازاد له یو ټریلیون ډالرو اوړي.

بیجینګ وايي، د دغه هېواد د اقتصادي ودې اوسنی ماډل د یوه داسې اقتصاد لپاره مناسب دی چې لا هم د نړۍ د شتمنو هېوادونو کچې ته د رسېدو په حال کې دی. خو واشنګټن، بروکسل او نورې لوېدیځې پلازمېنې اندېښنه لري چې د چین له‌خوا د اکمالاتي ځنځیرونو کنټرول دغه هېواد ته سیاسي او جیوپولیټیک نفوذ ورکوي او د دوی صنعتونه او دندې له ګواښ سره مخ کوي.

شي ویلي چې چین به د خپلو صنعتي بنسټونو او نوې ټکنالوژۍ په برخه کې پانګونې ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړې چې د نړۍ دویم لوی اقتصاد به تعرفې راکمې او خپل بازارونه نور هم پرانیزي، خو د سوداګریز ملاتړپالنې او یو اړخیز سیاستونو پر وړاندې به ودرېږي.

د «اېشیا ګروپ» د ډیجیټلي چارو د څانګې مشر جورج چېن ویلي، د شي پیغام ښايي د نړیوال سوېل له ډېرو هېوادونو سره همغږی وي او د بیجینګ هغه هڅې پیاوړې کړي چې غواړي د ټکنالوژۍ په برخه کې خپله تګلاره د واشنګټن له تګلارې جلا وښيي.

پوتین چې وروسته له هغې یې وینا وکړه چې اوکراین د کریمیا او روسیې ترمنځ مهم کرچ سړک‌پل سخت زیانمن کړ، لوېدیځ قدرتونه یې «پخواني زبرځواکونه» وبلل. دا پل د روسیې د څلور کلنې جګړې لپاره مهمه لاره ده.

پوتین وویل، اروپا د «سپکوونکې زوال» په حال کې ده او پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته پر مسکو لګېدلي بندیزونه بېرته د بندیز لګوونکو پر زیان تمام شوي دي.

هغه وویل: «تجربې ښودلې چې د اقتصادي برلاسۍ او په عمل کې د زور اچولو دودیزې وسیلې تر ډېره خپل اغېز له لاسه ورکړی او نور د پخوا په څېر د وېرولو ځواک نه لري.»

پوتین زیاته کړه: «که څه هم بندیزونه، تعرفې او د صادراتو محدودیتونه لا هم تر یوه بریده د مخنیوي اغېز لرلای شي، خو د اقتصادي ودې مخه نه شي نیولای، او ان د سیالانو اقتصادونه هم نه شي له منځه وړلای.»

ټرمپ په مانیلا کې ژمنه کړې وه چې له فیلیپین سره به دفاعي همکاري پراخه کړي. دا ژمنه په داسې حال کې شوې چې د جنوبي چین سمندرګي پر لانجمنو سیمو د بیجینګ او مانیلا ترمنځ ترینګلتیا مخ په زیاتېدو ده.

ټرمپ تر دې مخکې په چین کې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره د احتمالي لیدنې خبره هم کړې وه، خو تر اوسه دا لیدنه نه ده تایید شوې.

کرملین په روانه اوونۍ کې د درې‌اړخیزې غونډې او د یالتا کنفرانس ترمنځ پرتله کول د «سیاسي شنونکو لوبې» بللې دي، خو ویلي یې دي چې دا غونډه به پر نړیوالو چارو لوی اغېز ولري.

بیجینګ ویلي چې د درې‌اړخیزې غونډې موخه د نړۍ د سولې پیاوړتیا ده.

پوتین نړۍ «له کړکېچونو ډکه» بللې، خو ویلي یې دي چې اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کېدای شي.

هغه زیاته کړه: «له همدې امله، له راتلونکې درې‌اړخیزې غونډې څخه د پام وړ ګټې تمه لرم.»

د جاپان لومړۍ وزیرې ته سوړ هرکلی

د استرالیا، کاناډا، سویلي کوریا او نورو هېوادونو د مشرانو هرکلی د نڅاګرو او هغو سرتېرو له‌خوا وشو چې ټوپکونه یې پورته نیولي وو.

خو د جاپان لومړۍ وزیرې سانای تاکایچي ته تر رسېدو وروسته هېڅ ځانګړی هرکلی ونه شو او یوازې موټر ته لارښوونه ورته وشوه.

چین ته د نوموړې سفر په داسې حال کې دی چې د بیجینګ او ټوکیو ترمنځ اړیکې له یوه کال راهیسې ترینګلې دي. دا کړکېچ وروسته له هغې پیل شو چې تاکایچي وویل، که د تایوان پر وړاندې د چین اقدام د جاپان خاوره هم له ګواښ سره مخ کړي، توکیو ښايي خپل پوځ وکاروي.

د سې‌شنبې په ورځ تایوان او جاپان د روسیې د الوتکو له‌خوا د دوی د هوايي حریم د نقض راپورونه هم ورکړل.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اړمنو کسانو د ملاتړ لپاره ۱۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۳:۰۲ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال سرمنشي او د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلېچر په افغانستان کې د شاوخوا ۸۲۴ زره هغو کسانو د ملاتړ لپاره د دغه سازمان د بېړنیو مرستو له مرکزي صندوق څخه ۱۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړي، چې له سختو بشري اړتیاوو سره مخ دي.

دا مرسته په داسې وخت کې ځانګړې شوې، چې افغانې کورنۍ له زیاتېدونکو اقتصادي ستونزو، د خوړو له کمښت او د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو د ژمي او د خوراکي توکو د موسمي کمښت له ګواښونو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، دغه پیسې به د خوړو خوندیتوب او کرنې، روغتیا، تغذیې، خوندیتوب، سرپناه او پاکو اوبو، روغتیا ساتنې او حفظ‌الصحې په برخو کې د اوو پروژو د پلي کولو لپاره ولګول شي.
د دې مرستې موخه د اړمنو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو پوره کول، د مخنیوي وړ مړینو او ناروغیو کمول او د خلکو د خوندیتوب په برخه کې د خطرونو مخنیوی دی. دغه راز هڅه کېږي چې په هغو سیمو کې اړین خدمات دوام ومومي، چې بشري اړتیاوې پکې ډېرې دي، مرستې ورسره کمې شوې او موسمي ګواښونه یې وضعیت لا پسې سختوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي برونو لېمارکيس ویلي، راتلونکی ژمی به د هغو کورنیو ستونزې نورې هم زیاتې کړي چې له وړاندې د خپلو لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دي.
هغه زیاته کړې، اړینه ده چې د ژمي د سختېدو تر مخه خلک خوړو، روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو او د خوندیتوب خدماتو ته لاسرسی ولري.
لېمارکيس ویلي، دغه مرسته به له بشري مرستندویه بنسټونو سره مرسته وکړي چې تر ټولو زیان‌منونکو ټولنو ته ورسېږي، خو د مرستو همغږي وېش او د ښځو په مشرۍ د بنسټونو په ګډون د ملي او سیمه‌ییزو ادارو د فعالیت دوام هم مهم دی.
د ملګرو ملتونو په وینا، د دغو مرستو په وېش کې به ملي او سیمه‌ییز بنسټونه مهم رول ولري او لومړیتوب به بېرته راستنېدونکو، بې‌ځایه شویو او کوربه ټولنو ته ورکړل شي. په ځانګړي ډول به د ښځو، نجونو، ماشومانو، سپین‌ږیرو او معلولیت لرونکو کسانو اړتیاوو ته پاملرنه وشي.
دغه راز د ښځو په مشرۍ بنسټونه او ښځینه مرستندویه کارکوونکې به د ښځو او نجونو د لاسرسي او هغوی ته د مرستو رسولو په برخه کې مهم رول ولري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د مرکزي صندوق د ۱۸ میلیونه ډالرو مرسته د ۴۸ میلیونه ډالرو د یوې پراخې او همغږې مرستندویه برنامې برخه ده. د دې برنامې په چوکاټ کې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق څخه هم ۳۰ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د بېړنیو مرستو مرکزي صندوق به د ملګرو ملتونو د ادارو تخصصي وړتیاوې، اړین توکي او مهم خدمات تمویل کړي؛ په داسې حال کې چې د افغانستان د بشري مرستو صندوق به مرستندویه بنسټونو ته مستقیمې پیسې ورکړي، څو د ژمي لپاره چمتووالی ونیسي، د مرستو په برخه کې بېړنۍ تشې ډکې کړي او د «ال نینو» اقلیمي پدیدې له امله د زیان‌منونکو ټولنو د خطرونو د کمولو لپاره لومړني اقدامات ترسره کړي.

سي‌اېن‌اېن: د امریکا د ملي امنیت تر ټولو پټه مخابراتي شبکه له‌منځه تللې ده

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۵۸ GMT+۰
100%

باخبره سرچینو د سې‌شنبې په ورځ سي‌اېن‌اېن ته ویلي، هغه لویه پټه مخابراتي شبکه چې د امریکا د ملي امنیت اداره (NSA) یې د خپلو داخلي اړیکو لپاره کاروي؛ له کاره لوېدلې ده. دغه شبکه د یادې ادارې کارکوونکو ته زمینه برابروي، چې محرمانه معلومات په داخلي توګه له یو بل سره تبادله کړي.

د سرچینو په وینا، د ستونزې د کچې او څرنګوالي د معلومولو لپاره دغې ادارې د کارکوونکو د کاري وختونو مهالوېش بدل کړی؛ څو هغوی په بېلابېلو وختونو او څو پړاوونو کې دفتر ته حاضر شي.

سرچینو ویلي، تر اوسه د سایبري برید هېڅ نښه نه‌ده موندل شوې. د سپینې ماڼۍ ویاندې لورین بیس د سې‌شنبې په ورځ وویل: «موږ داسې هېڅ شواهد نه لرو چې وښيي دا پېښه د سایبري برید له امله رامنځته شوې ده. هېڅ بحراني وضعیت نشته او امریکایان باید اندېښنه ونه لري».

یوه اوسني او یوه پخواني امریکايي چارواکي سي‌اېن‌اېن ته ویلي، د امریکا د ملي امنیت ادارې د اړیکو په لویه پټه شبکه کې چې «اېن‌اېس‌اې‌نېټ» (NSANet) نومېږي رامنځته شوې ستونزه د استخباراتي بېړنیو معلوماتو د لېږد مخه نه نیسي او دغه معلومات د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په واک کې هم پاتې دي.

د سرچینو په وینا، ټرمپ کولای شي د ولسمشرۍ په ځانګړې الوتکه کې هم دغه معلومات ترلاسه کړي. دغه دوو سرچینو ویلي، د امریکا حکومت له ولسمشر سره د خوندي اړیکو لپاره څو احتیاطي سیستمونه او بدیلې شبکې هم لري.

ټرمپ دامهال په فیلیپین کې دی او ټاکل شوې سبا چین ته سفر وکړي؛ څو د دغه هېواد له مشر شي جین‌پینګ او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړي.

د امریکا د ملي امنیت ادارې په شبکه کې دغه تخنیکي ستونزه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې په تېرو څو ورځو کې په دغه هېواد کې د هوايي شرکتونو او یوشمېر نورو شرکتونو فعالیتونه هم د پراخو تخنیکي ستونزو له امله ګډوډ شوي دي.

د تېرې جمعې په ورځ د هوايي چلند په سیستمونو کې پراخې تخنیکي ستونزې د دې لامل شوې، چې په ټوله امریکا کې الوتنې د څو ساعتونو لپاره ودرول شي. زرګونه الوتنې لغوه شوې یا له ځنډ سره مخ شوې. د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې اعلان وکړ چې د ستونزې سرچینه د ارکنزاس ایالت په یوه روټر (د شبکې د نښلولو وسیله) کې وه.

تېره اوونۍ هم د مایکروسافټ په خدماتو کې تخنیکي ستونزې د دې لامل شوې، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې کاروونکي د یوه وخت لپاره د اوټلوک برېښنالیک او ټیمز پروګرام ته لاسرسی له لاسه ورکړي.

بانکونه او یوشمېر نورې خدماتي ادارې هم په وروستیو اوونیو کې له ورته ستونزو سره مخ شوې دي. د دوشنبې په ورځ د چیس بانک زرګونه پېرېدونکو خپلو انلاین حسابونو ته د لاسرسي له ستونزو شکایت کړی و.

سي‌اېن‌اېن لیکلي، داسې هېڅ نښه نشته چې د امریکا د ملي امنیت ادارې، فدرالي هوايي چلند ادارې یا مایکروسافټ په سیستمونو کې رامنځته شوې ستونزې دې د سایبري بریدونو پایله وي.

خو د دغه پېښو له مخې څرګندېږي چې تخنیکي نیمګړتیاوې کولای شي د سترو ادارو او عامه خدماتو فعالیتونه ګډوډ کړي او ان د ملي امنیت لپاره هم ستونزې رامنځته کړي.

د هند لومړي وزیر د نړۍ د سولې او ثبات غوښتنه کړې ده

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۳۷ GMT+۰
100%

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د سې‌شنبې په ورځ د فیلیپین په پلازمېنه مانیلا کې د اسه‌ان، ختیځې اسیا او څلور اړخیزې ډلې په سرمشریزو کې په نړۍ کې د سولې او ثبات د پیاوړتیا غوښتنه وکړه. مودي وویل، نړۍ تر بل هر وخت ډېر ثبات او د وضعیت د وړاندوینې وړتیا ته اړتیا لري.

هغه په دغه غونډو کې د سمندري امنیت پیاوړتیا، د حیاتي منرالونو د برابرولو او د سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره یو لړ وړاندیزونه وړاندې کړل. د مودي ګډون په داسې حال کې و، چې نوموړي تېرکال د سوېل ختیځې اسیا د هېوادونو ټولنې (اسه‌ان) د مشرانو په سرمشریزه غونډه کې ګډون نه و کړی.

د هند او اسه‌ان همکاري

په مانیلا کې د مودي پروګرام د هند او سوېل ختیځې اسیا د هېوادونو ټولنې (اسه‌ان) د مشرانو له غونډې پیل شو. هغه ته په اشارې سره چې هند او د اسه‌ان غړي هېوادونه په ګډه د نړۍ د ټول نفوس نږدې څلورمه برخه جوړوي، وویل چې د دغه هېوادونو راتلونکی باید د سیالۍ پر ځای پر همکارۍ ولاړ وي.

د برونای، کمبودیا، اندونیزیا، لاووس، مالیزیا، فیلیپین، سنګاپور، تایلنډ، ختیځ تیمور او ویتنام مشرانو په دغه غونډه کې ګډون کړی و. میانمار هم د یوه رسمي استازي له لارې په غونډه کې ګډون کړی و؛ ځکه د دغه هېواد د پوځي حکومت مشر ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

د هند لومړي وزیر اعلان وکړ، چې د اسه‌ان د غړو هېوادونو سېلانیان کولای شي د هند برېښنايي ویزه په وړیا توګه ترلاسه کړي. هغه همدارنګه د سمندري کارکوونکو د امنیت د ټینګښت لپاره یو پلان وړاندې کړ او ویې ویل، چې هند په اوکراین کې د سولې د ټینګښت او په لوېدیځه اسیا کې د جګړو د پای ته رسولو له هڅو ملاتړ کوي.

د سایبري جرمونو پر وړاندې مبارزه

د ختیځې اسیا د سرمشریزې ګډونوالو مشرانو په سوېل ختیځه اسیا کې د انټرنېټي درغلیو د زیاتېدو په غبرګون کې چې له دغه سیمې څخه تنظیمېږي، د سایبري جرمونو پر وړاندې د مبارزې په اړه ګډه خبرپاڼه خپره کړه.

هند هم اعلان وکړ، چې د دغه جرمونو پر وړاندې د مبارزې په موخه به د ګجرات ایالت په ګاندي‌نګر ښار کې د ملي جرم‌پېژندنې او عدلي طب په پوهنتون کې یوه غونډه جوړه کړي.

همدارنګه ټاکل شوې، چې د ختیځې اسیا په سرمشریزه کې د ګډون کوونکو هېوادونو د پوهنتونونو د رییسانو غونډه هم د هند په نالندا پوهنتون کې جوړه شي.

د څلور اړخیزې ډلې امنیتي او اقتصادي اندېښنې

د څلور اړخیزې ډلې (کواد) د مشرانو غونډه د لومړي ځل لپاره د دغه ډلې له غړو هېوادونو بهر جوړه شوه. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یادې غونډې کوربه و. د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي، د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي او د جاپان لومړۍ وزیرې سانای تاکایچي هم په دې غونډه کې ګډون کړی و.

دا د ۲۰۲۴کال له غونډې وروسته د دغه څلورو هېوادونو د مشرانو لومړۍ لیدنه وه. همدارنګه، د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییل د بریدونو له پیل او د هرمز تنګي له تړل کېدو چې له نهو میاشتو ډېر وخت تېر شوی، وروسته د دغه هېوادونو مشران د لومړي ځل لپاره سره راټول شول. د دغه جګړې پرمهال لږترلږه ۲۳ هندي وګړي چې ډېری یې سمندري کارکوونکي وو، وژل شوي دي.

د کواد ډلې مشرانو په ګډه خبرپاڼه کې د هند او ارام سمندر په سیمه کې د هغه څه مخالفت کړی، چې دوی «اقتصادي او سمندري فشار» بللی دی.

هغوی د زور یا فشار له لارې د اوسني وضعیت د بدلولو یو اړخیزې هڅې وغندلې او خبرداری یې ورکړ چې د صادراتو خپل‌سري محدودیتونه باید د اقتصادي فشار د وسیلې په توګه ونه کارول شي.

دغه دریځ په داسې حال کې نیول شوی، چې چین په دې وروستیو کې د حیاتي منرالونو او درنو تجهیزاتو په ګډون د تونل‌کېندنې ماشینونو، پر صادراتو نوي محدودیتونه لګولي دي. د دغه محدودیتونو له امله د هند ځینې پرمختیايي پروژې هم اغېزمنې شوې دي.