په روان کال کې د ۴۸ میلیونه ډالرو په ارزښت افغان زعفران بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي

د هرات د سوداګرۍ خونې مسوولانو ویلي چې د روان کال په لومړیو ۷ میاشتو کې بېلابېلو هېوادونو ته د ۴۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۱ ټنه زعفران صادر شوي دي. مسوولان وايي، که د زعفرانو بسته بندۍ برخه کې نور پرمختګ هم وشي، د نړۍ په بازارونو کې به د افغان زعفرانو غوښتنه زیاته کړي.
په هرات کې د زعفران د تولیداتو د بازارموندنې، تولیداتو او کیفیت ښهوالي په موخه د زعفران ګل مېله جوړه شوې.
په دغه میله کې د طالبانو د سیمهییزو چارواکو ترڅنګ، سوداګرو او د ایران او ترکیې جنرال قونسلانو هم ګډون کړی و.
د طالبانو ترواک لاندې باختر اژانس د هرات د سوداګرۍ خونې د مسوولانو له قوله راپور ورکړی چې د روان کال په لومړیو ۷ میاشتو کې له افغانستان څخه د ۴۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۱ ټنه زعفران بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د هرات د سوداګرۍ خونې اجراییوي امر محمد یوسف امین ویلي چې د زعفرانو د پروسس او د غوره بسته بندۍ برخې ته پاملرنه به د نړۍ په بازارونو کې د دغه افغان محصول ارزښت او غوښتنه څوبرابره نوره هم زیاته کړي.
په ورته مهال د زعفران د اتحادیې رییس محمد ابراهیم عادل ویلي چې چې سږکال په افغانستان کې پر ۱۴زره هکټاره ځمکه زعفران کرل شوې چې د اټکل لهمخې د ۵۰ تر ۷۰ ټنه د زعفران حاصل به ترې په لاس راوړل شوي.
د افغانستان زعفرانو د خپل غوره کیفیت او ځانګړې بوی له امله لس ځله د نړۍ د غوره زعفرانو لقب خپل کړی او د افغانستان له مهمو صادراتي محصولاتو څخه ګڼل کېږي.
