د پاکستان ځانګړي استازي او سویډني چارواکو د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د سویډن د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو چارو عمومي رییس میکایل لیندوال او په اسلام اباد کې د سویډن سفیرې د افغانستان د روان وضعیت په اړه غږېدلي دي.
محمد صادق د چارشنبې په ورځ د لړم ۲۷مه په اېکس کې لیکلي چې د سویډن د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو چارو له عمومي رییس میکایل لیندوال او په اسلام اباد کې د د دغه هېواد له سفیرې الکساندرا برګ فون لېنده سره د لیدنې پرمهال د سیمې پر امنیت او په افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
صادق خان لیکلي چې په یاده لیدنه کې یې د ترهګرۍ په اړه د پاکستان د اندېښنو او د ترهګرو ډلو پر وړاندې د اغېزمنو اقداماتو پر اړتیا ټینګار کړی دی. همدارنګه نوموړي په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د ترهګرۍ د نوو ننګوونو پر وړاندې ګډې هڅې اړینې بللې دي.
سرچینې په دې تړاو نور جزئیات نه دي ورکړي.
پاکستاني چارواکي او دیپلوماتان معمولاً د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د «ترهګرو ډلو» د فعالیت او ګواښونو ادعا لري، چې طالبان یې ادعاوې بې بنسټه ګڼي.
