• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان ښځو د مبارزې په اړه جوړ شوي مستند د پولنډ په نړۍوالې فلمي جشنواره کې جایزه وګټله

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۳۴ GMT+۰

د افغانستان د ښځو د مبارزې او مقاومت په اړه جوړ شوي «له کابله تېښته» مستند د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د بشري حقونو د مستندو فلمونو په نړۍواله جشنواره کې جایزه ګټلې ده. په دغه مستند کې د وحیدې، نازنین، محدثې او مروې په نوم د څلورو افغان ښځو کیسې انځور شوې دي.

د دغه مستند د جایزې ترلاسه کوونکې فرشته کارګر وايي، چې د فلم جوړوونکو متیو بورن او الین ریمبر په استازیتوب یې د دغه جشنوارې په مراسمو کې جایزه ترلاسه کړې ده. د نوموړې په وینا، دغه مستند د څلورو کلونو د پرله‌پسې هڅو پایله ده او د هغو افغان ښځو کیسې انځوروي چې په سختو شرایطو کې د خپلو ازادیو، بنسټیزو حقونو او راتلونکي لپاره مبارزه کوي.
په مستند کې د وحیدې، نازنین، محدثې او مروې په نوم د څلورو افغان ښځو کیسې انځور شوې دي، چې د نوموړې په وینا د افغانستان د زرګونه نورو ښځو استازیتوب کوي. هغې زیاته کړې، چې د یادې جایزې ترلاسه کول یوازې په یوه نړۍواله جشنواره کې ګډون نه و؛ بلکې د افغان ښځو او نجونو د غږ نړۍوال انعکاس لپاره هم مهم فرصت و.
د جایزې ترلاسه کوونکې ټینګار کړی، چې دغه جایزه د افغان ښځو او نجونو د زړورتیا، مقاومت او مبارزې یادونه کوي. د هغې په وینا، افغان ښځې او نجونې د محدودیتونو او محرومیتونو سربېره د مدني فعالیتونو، لاریونونو، ورزش، هنر او نورو برخو له لارې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
نوموړې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو د بېرته ترلاسه کولو او د جنسیتي توپیر د پای ته رسولو لپاره ګډ او جدي اقدامات ترسره کړي.

ډېر لیدل شوي

هبت الله اخوندزاده ته د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای ورکړل شوی
۱

هبت الله اخوندزاده ته د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای ورکړل شوی

۲

بایډن د خاطرو کتاب کې: د افغان حکومت د نه ړنګېدو ډاډ راکړل شوی و

۳

بایډن: که اړتیا وي، امریکا بېرته افغانستان ته ستنېدای شي

۴

د غونډې په پلمه؛ مولوي هبت الله د داخلي اختلافاتو د حل او اطاعت منلو لپاره کابل ته تللی

۵

حبیب‌الرحمن حکمتیار د وضعي قوانینو پر ضد د طالب مشرانو څرګندونې رد کړې

•
•
•

نور خبرونه

د مقاومت ډلو غبرګون: هبت‌الله شریک نه، بلکې مامور غواړي

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۴ GMT+۰
•
جمشید یما امیري
100%

د طالبانو سیاسي او پوځي مخالفان د دغه ډلې د مشر هبت‌الله اخوندزاده هغه بلنه جدي نه‌ګڼي، چې د بېرته راستنېدو او په واک کې د ګډون په اړه یې کړې ده. د طالبانو یو مخالف شخصیت افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د یادې ډلې مشر سخت اندېښمن دی او له طالبانو سره مبارزه تازه پیل شوې ده.

د دوی په وینا، د خلکو د نارضایتۍ زیاتوالی، فشارونه او د مخالفو جبهو پیاوړتیا د هبت‌الله د اندېښنې لامل شوې دي. د دوی په باور، د واک په جوړښت کې د ګډون په اړه د هغه موخه د واک شریکول نه؛ بلکې د طالبانو په اداره کې مخالفان د مامورینو په توګه ګومارل دي.

د طالبانو مشر د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۲۶مه) د لومړي ځل لپاره په ښکاره ډول د یادې ډلې مخالفانو ته د حکومتي څوکیو د سپارلو د احتمال په اړه خبرې وکړې. هغه وویل، طالبان چمتو دي چې د وړتیا او اهلیت پر بنسټ خلکو ته حکومتي څوکۍ وسپاري.

د طالبانو مشر مخالفانو ته په خطاب کې وویل، چې هغوی خپل دښمنان نه‌ګڼي او زیاته یې کړه چې دی یوازې یو دښمن لري او هغه «کافران» دي. هبت‌الله له مخالفانو وغوښتل، چې افغانستان ته راستانه شي او په خپل هېواد کې ژوند وکړي.

هغه وویل: «حکومت غواړئ، څوکۍ غواړئ؟ هر څه چې غواړئ، ټول د اهلیت او استعداد له مخې درکول کېږي. که تاسې وړتیا ولرئ، درکوو یې او که بل څوک وړتیا ولري، هغه ته یې ورکوو».

د طالبانو چارواکو په تېرو پنځو کلونو کې له مخالفانو سره خبرې اترې او د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړول رد کړي دي. هغوی له مخالفو څېرو غوښتي، چې د عادي وګړو په توګه هېواد ته راستانه شي او د طالبانو د مشر له فرمانونو څخه پیروي وکړي.

د طالبانو استخباراتو په کابل کې د دوو مشهورو سیاسي څېرو حامد کرزي او عبدالله عبدالله فعالیتونه هم محدود کړي او اړیکې یې تر څار لاندې نیولې دي. دا په داسې حال کې ده، چې کرزي څو ځله د طالبانو ملاتړ کړی او عبدالله د سیاسي مسایلو په اړه له ښکاره څرګندونو ډډه کړې ده.

د افغانستان د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د هبت‌الله څرګندونې له یادې ډلې سره د دوی د وسله‌والې مبارزې پایله ده. ښاغلي ضیا ویلي، دوی د دولتي څوکیو په لټه کې نه دي؛ ځکه په تېر حکومت کې یې په بېلابېلو دولتي دندو کې کار کړی دی.

هغه زیاته کړې، د طالبانو مشر باید د داسې حکومت جوړولو ته غاړه کېږدي چې خلک په‌کې واکمن وي او ټول وګړي له مساوي حقونو برخمن وي.

د هبت‌الله بلنه جدي نه ګڼم

د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د مشر څرګندونې جدي نه ګڼي. نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې له پنځو کلونو وروسته د مخالفانو لپاره د هبت‌الله د بلنې مانا څه ده وویل: «لامل یې نه پوهېږم، خو دا موضوع جدي نه ګڼم».

د عدلیې پخواني وزیر او د ملي مقاومت جبهې غړي فضل احمد معنوي هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې هبت‌الله له مخالفانو سره د سیاسي مشارکت په لټه کې نه دی.

هغه وویل: «دی شریک نه غواړي، د دولت مامور غواړي». د معنوي په وینا، طالبان د واک د انحصار له امله په کور دننه له زیاتېدونکو فشارونو سره مخ دي.

د څوکیو په وېشلو خلک نه راضي کېږي

په ورته وخت کې د تېر حکومت د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل ویلي، دولتي څوکۍ د خلکو حق دی، نه د واکمنانو له لوري د لورینې او بښنې یوه ډالۍ. ښاغلي میاخېل پر اېکس‌پاڼه د طالبانو د مشر څرګندونې «هوايي خبرې» بللې او ویلي یې دي، چې دولتي مقامونه د طالبانو ډالۍ نه ده چې هر چا ته یې وغواړي ورکړي؛ ځکه د حکومت او نظام اصلي مالکان خلک دي، نه یوه محدوده ډله او یا یو دیکتاتور.

د میاخېل په وینا، تر هغه چې د اساسي قانون تشه موجوده وي، د دولتي څوکیو د وېش له لارې په نظام کې د خلکو ګډون نه شي تضمینېدای؛ ځکه اساسي قانون د خلکو د ګډون څرنګوالی ټاکي.

هغه زیاته کړې، طالبان فکر کوي چې د افغانستان ډېری وګړي د یادې ډلې د حکومتولۍ له تګلارې او لیدلوري سره مخالف دي او له همدې امله دولتي مقامونه غواړي؛ ګواکې که هغوی ته دا مقامونه ورکړل شي، مخالفت به یې پای ته ورسېږي.

خو د میاخېل په وینا، دغه برداشت سم نه دی او خلک غواړي خپل حقونه د اساسي قانون په چوکاټ کې ترلاسه کړي. میاخېل له طالبانو غوښتي، چې د یوه قانون‌مند، مشروع او ولسواک نظام د جوړولو لپاره د بین‌الافغاني خبرو اترو زمینه برابره کړي.

د تابع کېدو او مطلق اطاعت بلنه

د افغانستان د ازادۍ جبهې د سیاسي دفتر مشر داوود ناجي هم د هبت‌الله د څرګندونو په غبرګون کې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه وینا په سیاسي مشارکت کې د ګډون بلنه نه؛ بلکې د طالبانو په جوړښت کې د تابعیت د دریځ منلو ته د مخالفانو رابلل دي.

هغه وویل: «که د وینا ټولې برخې په ځیر وڅېړو؛ نو دا د رعیت کېدو او یا هم د مامور کېدو بلنه وه». ناجي زیاته کړه، چې د طالبانو په نظام کې د خلکو نظر او غوښتنې هېڅ ځای نه لري.
د هغه په وینا، د خلکو د نارضایتۍ، د مخالفو جبهو د پیاوړتیا او د طالبانو د ډلې دننه د اختلافاتو په اړه د دغه ډلې د مشر اندېښنې د هغه په ټوله وینا کې څرګندې وې.

هغه وویل: «طالبان اندېښمن دي؛ د خلکو له نارضایتۍ، د مخالفو جبهو له پیاوړتیا او د خپلو داخلي اختلافاتو په اړه اندېښنه لري. دغه اندېښنه یې د وینا په ټولو برخو کې څرګنده وه؛ خو د ملا د اندېښنې د لرې کولو حل‌لاره مطلق اطاعت و».

د کورنیو او بهرنیو ناورینونو په اړه د طالبانو اندېښنې

د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې غړی حفیظ منصور هم په دې باور دی، چې د هبت‌الله څرګندونې د طالبانو د وضعیت په اړه د هغه د اندېښنو له امله شوې دي.

منصور په سیمه کې وروستیو بدلونونو ته په اشارې ویلي، د طالبانو په ملاتړ سیمه‌ییزه اجماع ماته شوې، د یادې ډلې او پاکستان اړیکې کړکېچنې شوې او اسلام‌اباد د طالبانو د مخالفانو پوځي او سیاسي ملاتړ ته مخه کړې ده.

منصور دغه بدلونونه پر طالبانو د فشارونو د زیاتېدو نښې بللې او ویلي یې دي، چې هبت‌الله د دغه ډلې پر وړاندې د ګواښونو له پراخېدو اندېښمن شوی دی. هغه همداراز ویلي، د طالبانو مخالف سیاسي جریانونه اوس له سیمه‌ییزو او نړۍوالو هېوادونو سره په اړیکو کې داسې دریځ ته رسېدلي چې طالبان څو کاله وړاندې، واک ته تر رسېدو مخکې په همدې وضعیت کې وو.

منصور ټینګار کړی، چې د دغه وضعیت په پام کې نیولو سره، د طالبانو مخالف سیاسي جریانونه د هبت‌الله په اداره کې د ماموریت منلو ته هېڅ دلیل نه لري.

د هبت‌الله د بلنې په اړه د ضیا غبرګون: موږ د دولتي څوکۍ لپاره نه جنګېږو

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۹ GMT+۰
100%

د افغانستان د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده هغه بلنې ته په غبرګون کې چې له مخالفانو یې هېواد ته د بېرته ستنېدو او په واک کې د ګډون غوښتنه کړې، ویلي چې دغه څرګندونې پر طالبانو د مخالفانو د پوځي فشارونو د زیاتېدو پایله ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې د دوی د مبارزې موخه واک او شتمني ترلاسه کول نه‌دي؛ بلکې غواړي د افغانستان خلک پر خپل برخلیک واکمن وي او له ازادۍ او برابرو حقونو برخمن شي.

ضیا د سې‌شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، طالبان اوس تازه پوه شوي چې د یادې ډلې مخالفان به د هېواد تر ازادۍ او د طالبانو د امارت تر پای ته رسېدو پورې له خپلې مبارزې لاس وانخلي.

د هغه په وینا، له همدې امله د طالبانو مشر مخالفانو ته د حکومتي څوکیو د سپارلو خبره کړې ده. د ازادۍ جبهې مشر ویلي: «دغه څرګندونې زموږ د جګړې پایله ده. هغوی اوس تازه پوه شوي چې موږ یې شا نه پرېږدو».

هغه زیاته کړې، هبت‌الله خپل مخالفان له هغو کسانو سره اشتباه کړي چې د مقام او مالي ګټو لپاره مبارزه کوي. ضیا ویلي: «هبت‌الله موږ له څوکۍ غوښتونکو او ډالرپالو سره اشتباه کړي یو. موږ د عدالت د ټینګښت او خلکو ته د خاورې د مالکیت سپارلو لپاره جګړه کوو. موږ د دې لپاره مبارزه کوو چې د افغانستان ټول وګړي، ښځې او نارینه، د هر ډول سیاسي فکر او نظر خاوندان، له مساوي او برابرو حقونو برخمن وي؛ نه د واک او شتمنۍ لپاره».

جنرال یاسین ضیا چې په مخکیني حکومت کې یې د دفاع وزارت د سرپرست، د پوځ د لوی درستیز، د ملي امنیت شورا د مرستیال، د ملي امنیت د مرستیال او د تخار د والي په توګه دندې ترسره کړې وايي طالبانو په افغانستان کې واک غصب کړی او مخکې له دې چې نورو ته کوم وړاندیز وکړي؛ باید واک بېرته خلکو ته وسپاري.

د ازادۍ جبهې مشر ټینګار کړی، چې د طالبانو د مشر وړاندیزونه د مخالفانو د مبارزې انګېزه نه شي بدلولای او د هبت‌الله څرګندونې یې غولوونکې بللې دي.

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د لومړي ځل لپاره د یادې ډلې مخالفانو ته وړاندیز کړی، چې د طالبانو په اداره کې ونډه واخلي؛ خو د دولتي څوکۍ ورکړه یې د هغوی وړتیا او اهلیت پورې مشروط کړي دي.

هبت‌الله ویلي، د طالبانو مخالفان خپل دښمنان نه ګڼي؛ ځکه دی یوازې یو دښمن لري او هغه «کافران» دي. هبت‌الله د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۲۶مه) د کابل پوهنتون په یوه غونډه کې چې د نوموړي د فرمانونو د ارزونې په اړه جوړه شوې وه، د وینا پرمهال له مخالفانو وغوښتل چې افغانستان ته راستانه شي او په خپل هېواد کې ژوند وکړي.

هغه وویل: «حکومت غواړئ، څوکۍ غواړئ؟ هر څه چې غواړئ، دا ټول د اهلیت او استعداد له مخې ورکول کېږي. که تاسې وړتیا ولرئ، درکوو یې او که بل څوک وړتیا ولري، هغه ته یې ورکوو».

نوموړي زیاته کړه، نااهلو کسانو ته د دولتي څوکیو سپارل د ټولو خلکو پر وړاندې ظلم دی او ټینګار یې وکړ چې د مسوولیتونو د وېش پرمهال به د افرادو وړتیا ته پام کوي.

د افغانستان د جګړو چاپېریالي اغېزې؛ ویجاړ شوي کلي او د ککړتیا روغتیايي پایلې

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۳ GMT+۰
100%

د الجزیرې په یوه مستند راپور کې د ننګرهار ولایت د یوه کلي د ویجاړۍ او د لسیزو جګړو د چاپېریالي زیانونو په اړه ویلي، چې د جګړو اغېزې یوازې د ودانیو تر ویجاړېدو او د خلکو تر بې‌ځایه کېدو محدودې نه‌دي؛ بلکې د سیمې پر چاپېریال او د اوسېدونکو پر روغتیا یې هم اوږدمهاله اغېز کړی دی.

د راپور له مخې، د ابراهیم په نوم یو ځوان چې اوس په کابل کې ژوند کوي، خپل پلرني کلي ته ورګرځي؛ څو هغه سیمه له نږدې وګوري چې په‌کې لوی شوی و. نوموړی ګوري، چې د ماشومتوب کلی یې د جګړو او کډوالۍ له امله په کنډوالو بدل شوی او د سیمې پاتې اوسېدونکي له بېلابېلو روغتیايي ستونزو سره مخ دي.
هغه وایي: «ځینې افغانان د کیمیاوي ککړتیا له امله له کلي کډه شوي او ځینې ماشومان تر زېږون وړاندې د مېندو په خېټو کې مړه شول، ګڼې ناروغۍ پیدا شوې؛ نو له دې امله ګڼو خلکو دغه کلی پرېښوده». د هغه په وینا، په دغه ټول کلي کې شاوخوا ۲زره کورونه وو؛ خو اوس په تشه کنډواله بدل شوی دی.
نوموړي په دغه مستند کې د کلي له هغه اوسېدونکي سره هم خبرې کړې، چې په وینا یې د جګړو اغېزې یې له ورایه پرمخ ښکاري. په دغه راپور کې له څلورو داسې ماشومانو سره خبرې شوې دي، چې له یو ډول جلدي ناروغیو سره مخ دي.
د دوی کورنۍ وایي، ډاکټرانو ویلي چې دغه ناروغي اوږدمهاله ده. دغه ماشومانو له الجزیرې سره په خبرو کې ویلي، چې له سخت سوي او درد کړېږي.
ځایي ډاکټرانو الجزیرې سره په خبرو کې ویلي، چې دغه ناروغي په یاده سیمه کې د کیمیاوي وسلو د پراخې کارونې له امله پیدا شوې ده.
ابراهیم د ننګرهار هغه کلي ته هم تللی، چې په ۲۰۱۷کال کې امریکا پرې د بمونو مور کارولې وه. د هغه په وینا، د یادې سیمې اوسېدونکي بېرته خپلو سیمو ته ستانه شوي او د خپل ژوند د بیارغولو هڅه کوي.

راپور زیاتوي، د سیمې اوسېدونکي باور لري چې د دغه روغتیايي ستونزو یوه برخه د څو لسیزو جګړو له امله د رامنځته شوې چاپېریالي ککړتیا پایله ده. د جګړو له امله د سیمې طبیعي چاپېریال او د خلکو د ژوند شرایط بدل شوي او ګڼې کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.

په مستند کې ابراهیم له هغو کورنیو سره هم ګوري، چې لاهم په سیمه کې ژوند کوي. نوموړی د خپل پخواني کور او کلي د ویجاړیو په لیدو د خپلې کورنۍ د تېر ژوند په اړه فکر کوي او پوښتنه کوي، که یې کورنۍ له سیمې نه وای وتلې، ژوند به یې څنګه و او ایا یوه ورځ بېرته خپل کلي ته ستنېدای شي؟

د الجزیرې په وینا، دغه مستند د متي فورتادو او ابراهیم سلیمان‌خېل له‌خوا جوړ شوی او د جګړو، کډوالۍ او چاپېریالي زیانونو هغه اغېزې څېړي چې د جګړو له پای ته رسېدو وروسته هم د خلکو پر ژوند پاتې کېږي.

د هبت‌الله مذهبي څرګندونو ته د وحدت ګوند غبرګون: له مذهبي هویتونو انکار ټولنیز واټن زیاتوي

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۱۹ GMT+۰
100%

د کریم خلیلي په مشرۍ د افغانستان اسلامي وحدت ګوند د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده هغې ادعا ته په غبرګون کې چې ګواکې د افغانستان ټول وګړي حنفي مذهبه دي، ویلي چې ټولو افغانانو ته د یوه مذهب منسوبول د هېواد له تاریخي او ټولنیزې تنوع او د ځینو وګړو له مذهبي هویت څخه انکار دی.

دغه ګوند د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د حنفي مذهب او د امام ابوحنیفه درناوی کړی؛ خو ټینګار یې کړی چې افغانستان د بېلابېلو اسلامي مذهبونو او دیني اقلیتونو لرونکی هېواد دی او دغه تنوع د دغه هېواد د تاریخي او کلتوري هویت نه بېلېدونکې برخه ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې د حنفي، جعفري، اسماعیله او شافعي مذهبونو پیروان، سلفیان او د هندوانو او سیکانو په څېر دیني اقلیتونه له تاریخي پلوه حضور لري او ټولو ته د یوه مذهب منسوبول د هغوی د باورونو او هویتونو له پامه غورځول دي.

د افغانستان اسلامي وحدت ګوند ویلي: «ان که د هېواد ډېری وګړي د حنفي مذهب پیروان هم وي، دا موضوع هېڅ فرد یا ډلې ته حق نه ورکوي چې د نورو وګړو مذهبي حقونه او ازادۍ محدودې کړي او خپل مذهبي لیدلوری پر ټولنې وتپي».

دغه ګوند د خبرپاڼې په یوه برخه کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د هزاره‌ګانو او شیعه وګړو پر وړاندې د محدودیتونو او تبعیضونو په اړه اندېښنه ښودلې او ادعا یې کړې، چې د یادې ټولنې غړي له سیاسي، ټولنیزو او کلتوري برخو څنډې ته شوي دي.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، چې طالبانو په دې وروستیو کې په هرات کې دوه شیعه دیني عالمان او په بامیان کې څلور نور دیني عالمان د مذهبي فعالیتونو په تور نیولي دي.

وحدت ګوند ویلي، چې د افغانستان د ټولو وګړو د حنفي مذهب‌والي ادعا ښايي د شیعه وګړو د مذهبي هویت د انکار او په ټولنه کې د هغوی د حضور او ګډون د محدودولو د هڅو یوه برخه وي.

دغه ګوند خبرداری ورکړی، چې له مذهبي تنوع انکار او د قومي او مذهبي تبعیض پراختیا د ملي یووالي پر ځای ټولنیزې بې‌باورۍ، درزونو او نفاق ته زمینه برابروي. د خبرپاڼې له مخې، ملي یووالی د یوه واحد هویت په تحمیلولو نه؛ بلکې د تنوع په منلو، متقابل درناوي، د وګړو د حقونو په برابرۍ او د ټولو قومونو او مذهبونو په عادلانه ګډون ټینګېږي.

د افغانستان اسلامي وحدت ګوند په پای کې له نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له نړۍوالو بنسټونو او اغېزناکو هېوادونو غوښتي چې د طالبانو د قومي او مذهبي تبعیض‌پاله سیاستونو پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي او د ټولو افغانانو، په ځانګړي ډول د تبعیض او محرومیت له ګواښ سره د مخامخ ټولنو، د مذهبي ازادیو او هویتونو ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده په کابل پوهنتون کې د ملایانو دغونډې پرمهال ویلي، چې په افغانستان کې به ټول خلک یوازې پر حنفي مذهب عمل کوي او د نورو مذهبونو لکه شافعي مذهب یا جعفري فقهې پیروي یې «ناروا» بللې ده.

هغه ټینګار کړی، چې د اسلامي احکامو د عملي کولو لپاره خلک نه شي کولای پر بېلابېلو لارو ولاړ شي او باید د یوه واحد مذهب پیروي وکړي. نوموړي وویل: «امام یوه لاره انتخابوي، یو مذهب انتخابوي او په افغانستان کې به ټول خلک په حنفي مذهب روان یاست او پر شافعي مذهب تعامل ناروا دی. بس خبره خلاصه سوه». هبت الله وړاندې زیاته کړه: «دلته به څوک بیا پر بل مذهب باندې نه ځي، پر همدې یو مذهب به ځي».

د بشري حقونو څار سازمان: د هاګ محکمې پرېکړه په افغانستان کې عدالت ته لاسرسی محدودوي

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۱۲ GMT+۰
100%

د بشري حقونو څار سازمان خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د خپلو څېړنو د دوسیې د یوې برخې د تړلو په اړه د جرمونو نړۍوالې محکمې وروستۍ پرېکړه، د جګړې د جنایتونو قربانیان عدالت ته له لاسرسي محرومولای شي.

دغه سازمان د سې‌شنبې په ورځ ویلي، چې د هاګ محکمې پرېکړه به د جګړې پرمهال د امریکايي ځواکونو، د افغانستان د پخواني حکومت او نورو ښکېلو خواوو د احتمالي جنایتونو په اړه د حساب ورکولو بهیر له خنډ سره مخ کړي.

د جرمونو نړۍوالې محکمې (د لړم په ۲۱مه) د ۱۴۰۰کال د زمري میاشتې تر مخه د امریکايي ځواکونو، د افغانستان د پخواني حکومت، داعش او طالبانو د احتمالي جنایتونو د څېړلو دوسیه وتړله. په پرېکړه کې ویل شوي، چې د محکمې څارنوالۍ د قضیې د څار لپاره اړین شواهد نه‌دي وړاندې کړي.

خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د یادې ډلې د جنایتونو په اړه څېړنې لا هم روانې دي. په دې کې د ښځو د حقونو د پراخې سرغړونې په تور د طالبانو د څلورو لوړپوړو چارواکو د نیولو موضوع هم شامله ده.

د یادې پرېکړې یوه ورځ وروسته د جرمونو نړۍوالې محکمې څارنوالۍ د بیاکتنې غوښتنه وکړه او د دوسیې د تړلو پرېکړې د عملي کېدو ځنډولو غوښتنه یې هم وکړه.

د بشري حقونو څار سازمان وايي، دغه سازمان او نورو بنسټونو د کلونو څېړنو په ترڅ کې د طالبانو، د داعش خراسان څانګې، د افغانستان د پخواني حکومت ځواکونو او د امریکا د پوځ او استخباراتي ادارې (سي‌ای‌اې) له لوري د جګړې جنایتونه او د بشریت پرضد جرمونه مستند کړي دي.

د بشري حقونو څار سازمان د نړۍوال عدالت د برخې مشرې لیز اونسون ویلي، چې د افغانستان د اوږدې جګړې پرمهال د جدي نړۍوالو جنایتونو قربانیان تل عدالت ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو خنډونو سره مخ وو.

هغې زیاته کړې، چې د جرمونو نړۍوالې محکمې د قاضیانو وروستۍ پرېکړه به په راتلونکي کې د امریکايي ځواکونو او د افغانستان د پخواني حکومت د جنایتونو په اړه د حساب ورکولو پر وړاندې خنډونه نور هم زیات کړي.

د جرمونو نړۍوالې محکمې څارنوالۍ په ۲۰۱۷کال کې په افغانستان کې د څېړنو د پیلولو په غوښتنه کې امریکايي پوځیان او د دغه هېواد استخباراتي ادارې (سي‌ای‌اې) په شکنجې، له سپکاوي ډک چلند، د انساني کرامت تر پښو لاندې کولو، جنسي تېري او د جنسي تاوتریخوالي په نورو بڼو تورن کړي وو.

د افغانستان د پخواني حکومت پر ځواکونو هم د بندیانو او ملکي وګړو پر وړاندې د شکنجې، جنسي تاوتریخوالي، جبري ورکېدو او له محاکمې پرته د اعدامونو تورونه لګېدلي وو.

طالبان هم پر ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو په بریدونو، وژنو، د سیاسي او جنسیتي لاملونو له مخې د خلکو په ځورولو او ځپلو او همدارنګه په جګړه کې د ماشومانو په ګومارلو تورن دي.

د بشري حقونو څار سازمان ویلي، چې د افغانستان د شل کلنې جګړې پرمهال هېڅ یوه ښکېل لوري د خپلو ځواکونو د جنایتونو د څېړلو او د عاملانو د حساب ورکولو لپاره جدي اراده نه‌ده ښودلې.