متحدې جبهې کابل کې د طالبانو د یوه استخباراتي چارواکي او د هغه د ۲ ساتونکو د وژلو ادعا کړې

د افغانستان متحدې جبهې ادعا کړې، چې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې یې د طالبانو د استخباراتو د ۰۱۰۰ ریاست مرستیال روح الله صمیم له دوو ساتونکو سره یوځای وژلی دی. یادې جبهې دغه طالب چارواکي ته منسوب انځور هم خپور کړی دی.
د سرچینې د ادعا له مخې، دغه برید د چارشنبې په شپه ترسره شوی دی. طالبانو تر اوسه پورې د خپل دغه استخباراتي مسوول د وژل کېدو یا د پېښې د څرنګوالي په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
یادې جبهې په خپره کړې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې د دوی عملیاتي ځواکونو دغه طالب چارواکی په نښه کړی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست اړوند ۰۱۰۰ ریاست د کابل د اوسېدونکو په نیولو، شکنجې او د خلکو په اجباري ورکېدو کې لاس درلود او دا کارونه د روحالله صمیم تر مستقیمې قوماندې لاندې ترسره کېدل.
د افغانستان متحدې جبهې همدارنګه ویلي، چې د دوی ځواکونه به د ناقانونه نیونو، شکنجو او ملکي وګړو د وژلو د عاملانو تعقیب ته دوام ورکړي. دې ډلې خبرداری ورکړی، چې نور هغه کسان به هم له ورته برخلیک سره مخ شي چې د خلکو په ځورونه او ځپلو کې ښکېل دي. تر اوسه خپلواکو سرچینو په پغمان ولسوالۍ کې د دغه برید او وژل شویو کسانو کره شمېر نه دی تایید کړی.
افغانستان انټرنشنل- پښتو هم دغه برید نه شي تاییدولی.
