هغې ټینګار کړی، چې «د ښځو حقونه باید هېڅکله د سیاسي معاملاتو قرباني نهشي». مورتي له افغانستان انټرنشنل راډیو سره په خبرو کې ویلي، طالبانو په منظم ډول ښځې له زدهکړو، کار او په ټولنه کې له ګډون محرومې کړې دي.
هغې د طالبانو دغه سیاست «جنسیتي توپیر» بللی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې بشري مرستې روانې وساتي، پر طالبانو ډیپلوماتیک فشار زیات کړي او د ښځو د حقونو د سرغړونو عاملین ځواب ویلو ته اړ باسي.
اروپايي چارواکو سره له دې چې د ښځو په اړه یې د طالبانو پر کړنو نیوکې کړې او د یادې ډلې اداره یې په رسمیت نه ده پېژندلې؛ خو د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو یې له طالبانو سره تعامل کړی دی.
نیوکه کوونکي وايي، دغه ډول چلند په نړۍوالو اړیکو کې د طالبانو د عادي کېدو لامل کېږي او دغه ډلې ته مشروعیت وربښي.
الساندرا مورتي چې د اروپا پارلمان د ښځو د حقونو او جنسیتي برابرۍ د کمېټې غړې هم ده، ویلي چې د افغانستان وضعیت یوازې یو بشري ناورین نهدی. هغې زیاته کړې: «د افغانستان وضعیت یوازې یو بشري ناورین نه؛ بلکې د بشري حقونو ژور ناورین هم دی، په ځانګړي ډول هغه ناورین چې ښځې ورسره مخ دي».
د نوموړې په وینا، له زدهکړو، کار او په عامه ژوند کې له ګډون څخه د ښځو محرومول نور د جلا، جلا محدودیتونو ټولګه نه؛ بلکې پر یوه منظم نظام بدل شوی دی. هغې ویلي: «دا یوازې ساده تبعیض نهدی؛ بلکې هغه څه دي چې جنسیتي توپیر یې بللی شو».
په وروستیو کلونو کې د «جنسیتي توپیر» په توګه د افغانستان د وضعیت پېژندلو موضوع د اروپايي بنسټونو او د بشري حقونو د سازمانونو د بحثونو پر یوه مهم محور بدله شوې ده. د اروپا پارلمان هم په خپلو پرېکړهلیکونو کې غوښتنه کړې، چې جنسیتي توپیر دې د بشریت ضد جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي.
پنځه کاله بېپایلې نړۍوالې غندنې
اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بنسټونو په تېرو پنځو کلونو کې څو ځله د طالبانو سیاستونه غندلي دي. خو له دغه ټولو غندنو سره، سره پر ښځو لګېدلي اساسي محدودیتونه لاهم پر خپل ځای پاتې دي او په ځینو برخو کې لا سخت شوي هم دي.
الساندرا مورتي د دې پوښتنې په ځواب کې چې نړۍوالو غندنو په عملي ډګر کې څه پایله لرلې، ویلي چې د اروپا دنده دا وه چې نړۍواله ټولنه پرېنږدي افغانستان او ښځې یې هېرې کړي.
د نوموړې په وینا، د افغان ښځو غوښتنې، له زدهکړو او ازادۍ نیولې، په ټولنه کې تر ګډون پورې، د هر انسان له بنسټیزو حقونو څخه دي. هغې ویلي: «دوی د زدهکړو، ازادۍ، انساني کرامت او په ټولنه کې د ګډون په څېر هغه حقونه غواړي چې د هر انسان طبیعي حقونه دي».
مېرمن مورتي ټینګار کړی، چې اروپا باید په افغانستان کې د ښځو له روان وضعیت سره عادت نهشي او دغه هېواد باید د نړۍ د ګڼو نورو ناورینونو په منځ کې هېر نهشي.
ایا له طالبانو سره تعامل د طالبانو د منلو په معنا دی؟
د افغانستان په تړاو د اروپا د بهرنۍ پالیسۍ یوه له مهمو ننګونو څخه دا ده، چې څنګه له طالبانو سره اړیکې وساتي؛ خو په ورته وخت کې دغه ډلې ته مشروعیت ورنه کړي.
اروپايي ټولنه له یوې خوا د بشري مرستو رسولو، امنیتي مسایلو او د بشري حقونو د وضعیت د څار لپاره له طالب چارواکو سره اړیکو ته اړتیا لري؛ خو له بلې خوا ټینګار کوي چې دغه اړیکې د طالبانو د ادارې د رسمیت پېژندلو په معنا نهدي.
اروپايي ټولنې له ۲۰۲۱کال راهیسې له طالبانو سره د اړیکو لپاره پنځه معیارونه ټاکلي دي: د افغانستان د خاورې له کارولو څخه د نورو هېوادونو پرضد د وسلهوالو فعالیتونو مخنیوی، د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو درناوی، د ټولګډونه حکومت جوړول او بشري مرستو ته د لاسرسي ډاډمنول.
خو له دې سره، سره جرمني او د اروپا یوشمېر نورو هېوادونو د طالبانو پر سیاستونو د نیوکو ترڅنګ د یادې ډلې ډیپلوماتان هم منلي دي. دغه هېوادونه هڅه کوي، چې له طالبانو سره د قونسلي خدمتونو او کډوالۍ په برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.
مېرمن مورتي باور لري، چې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په وضعیت کې له واقعي بدلون پرته باید له طالبانو سره اړیکې د عادي کېدو پړاو ته ونه رسېږي.
د اروپا پارلمان په وروستیو کلونو کې د طالبانو د سیاستونو غندلو په موخه څو پرېکړهلیکونه تصویب کړي دي. په دې لړ کې یو له وروستیو پرېکړهلیکونو څخه د غويي ۳۱مې نېټې هغه پرېکړهلیک دی، چې د طالبانو لهخوا د محاکمو د اجرااتو د نوي قانون تر تصویب وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته ځانګړی شوی و.
دغه پرېکړهلیک د ۴۸۰ موافقو، پنځو مخالفو او ۸۳ ممتنعو رایو په پایله کې تصویب شو. د اروپا پارلمان په دغه پرېکړهلیک کې د طالبانو نوی قانون په کلکه غندلی او د هغه د سملاسي لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.
د اروپا پارلمان همدارنګه د اروپايي ټولنې له شورا او کمېسیون څخه غوښتي، چې د هغه طالب مشرانو پر وړاندې بندیزونه پراخ کړي چې د ښځو د ځورونې او ځپلو مسوول دي. په دغه بندیزونو کې د سفر بندیز او د هغوی د شتمنیو کنګل شامل دي.
واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو پنځه کاله وروسته، یوه مهمه پوښتنه دا ده که نړۍوالو غندنو ونه شوای کړای د یادې ډلې سیاستونه بدل کړي؛ نو نړۍوالې ټولنې ته د فشار راوړلو لپاره نورې کومې وسیلې پاتې دي؟
الساندرا مورتي وايي، د داسې یوې تګلارې موندل چې وکولای شي په افغانستان کې د ښځو وضعیت ښه کړي اسانه کار نه دی؛ خو نړۍواله ټولنه باید پر طالبانو د فشار راوړلو هڅې ونه دروي.
هغې پر څو لومړیتوبونو ټینګار کړی دی: د بشري مرستو دوام، پر طالبانو د ډیپلوماتیک فشار زیاتول، د بشري حقونو د سرغړونو عاملین ځواب ویلو ته اړ کول، د افغان ښځو او مدني ټولنې ملاتړ او په سیاسي معاملاتو کې د ښځو د حقونو د قرباني کېدو مخنیوی.
مورتي وايي، بشري مرستې اړینې دي، خو یوازې دغه مرستې د افغانستان د ناورین د حل لپاره بسنه نهکوي. هغې ټینګار کړی: «بشري مرستې باید دوام وکړي؛ خو دغه مرستې د سیاسي فشار او د بشري حقونو د سرغړونو د عاملینو د ځواب ویلو د بهیر بدیل نهشي کېدای».
په افغانستان کې د ښځو د حقونو یوشمېر فعالانو او د بشري حقونو مدافعانو خبرداری ورکړی، چې په وروستیو کلونو کې د نړۍ په نورو برخو کې د جګړو او ناورینونو له زیاتېدو سره نړۍوالو سیاستوالو او رسنیو د افغانستان وضعیت ته لږه پاملرنه کړې ده.
خو مورتي له دې ارزونې سره موافقه نهده. هغې ویلي، د اروپا په پارلمان کې هڅې روانې دي چې په افغانستان کې د ښځو غږ واورېدل شي او اروپايي سیاستوال خپلې پرېکړې د همدې ښځو د تجربو او روایتونو پر بنسټ ونیسي.
نوموړې ټینګار کړی: «موږ باید هغو افغان ښځو ته غوږ ونیسو، چې په خپل هېواد کې ژوند کوي. هغوی تر بل هر چا ښه پوهېږي، چې له کومو ستونزو سره مخ دي».
په همدې تړاو، د افغانستان لپاره د اروپا پارلمان د اړیکو پلاوی هم له هغو بنسټونو دی، چې هڅه کوي د افغانستان موضوع د اروپا په سیاسي اجنډا کې ژوندۍ وساتي او د تېرو دوو لسیزو له لاسته راوړنو، په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او لږکیو د حقونو په برخه کې ملاتړ وکړي.