• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مومندو د ډبرو کارخونو کې د کارګرانو روغتیا له خطر سره مخ ده

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۱۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۰ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا په مومندو ولسوالۍ کې د ډبرو میده کولو کارخونو کارکوونکي د دوړو له امله د سږو او اورېدو له ستونزو سره مخ دي؛ د دوی کورنۍ وايي، کارخونې د کارګرانو د خوندیتوب لازم تدابیر نه نیسي او ناروغانو ته هم کافي روغتیايي اسانتیاوې نه برابرېږي.

فرمان الله له هغو کارګرو څخه و چې په یوه داسې کارخونه کې یې کار کاوه چې د سیمې له کانونو څخه ایستل شوې سپینې ډبرې پکې میده کېږي او په پوډر بدلېږي.

دغه پوډر وروسته د پنجاب او کراچۍ بېلابېلو کارخونو ته لېږدول کېږي چې د سینګار توکو، په ځانګړي ډول د تالکم پوډر په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېږي.

د فرمان الله ورور عرفان الله افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې ورور یې څلور کاله په دې کارخونه کې کار کړی خو په دې موده کې یې روغتیا ورځ تر بلې خرابېدله.

د هغه په وینا، فرمان الله له سختې ساه لنډۍ او د بدن له شدیدو دردونو سره مخ و. کورنۍ یې څو ځله د پرچاوۍ سیمې ته نږدې په یوه دولتي لومړني روغتیايي مرکز کې درملنه کړې خو روغتیا یې ښه‌والی نه دی موندلی.

عرفان الله وايي، کله چې د ورور روغتیايي وضعیت لا پسې خراب شو نو د درملنې لپاره یې پېښور ته روغتون ته ولېږداوه.

د هغه په وینا، په پېښور کې یې درملنه لا هم روانه ده خو تر اوسه یې په روغتیا کې د پام وړ ښه‌والی نه دی راغلی.

هغه زیاتوي، چې د ورور روغتیا ورځ تر بلې خرابېږي اوس د کار کولو توان نه لري او ډېری وخت پر بستر پروت وي.

د پېښور د سږو متخصص ډاکټر سجاد افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې د ډبرو د میده کولو او پروسس کولو پر مهال په هوا کې خپرېدونکې دوړې په ځانګړي ډول د سیلیکا لرونکو ډبرو واړه ذرات د کارګرانو روغتیا ته جدي ګواښ پېښوي.

د هغه په وینا، که کارګران د اوږدې مودې لپاره له دغو دوړو سره مخ وي او د مخنیوي لپاره یې لازم تدابیر ونه نیسي نو د سږو د جدي او اوږدمهاله ناروغیو له خطر سره مخ کېدای شي.

نوموړی وايي، د سیلیکا دوړو دوامدار تنفس د سږو د سیلیکوسیس په نوم د یوې جدي ناروغۍ لامل کېدای شي. په دې ناروغۍ کې د سږو نسجونه زیانمنېږي د ساه اخیستلو وړتیا کمېږي او ناروغ له ساه لنډۍ، ټوخي او د سینې له ستونزو سره مخ کېدای شي.

د هغه په وینا، د دې ناروغۍ نښې ښايي د دوړو له اوږدمهاله تماس وروسته څرګندې شي او په ځینو مواردو کې د سږو د فعالیت د دایمي کمزورتیا لامل شي.

ډاکټر ټینګار کوي چې د کارګرانو د روغتیا ساتنې لپاره باید په کارخونو کې د دوړو د خپرېدو د مخنیوي ځانګړي سیستمونه جوړ شي او کارکوونکو ته د سیلیکا دوړو پر وړاندې مناسب او ځانګړي محافظتي ماسکونه ورکړل شي.

د هغه په وینا، د کارخونو مسوولین باید کارکوونکي په منظم ډول روغتیايي معایناتو ته ولېږي د هغوی د سږو وضعیت وڅاري او د ناروغۍ د لومړنیو نښو په څرګندېدو سره ورته پر وخت طبي پاملرنه برابره کړي.

همدارنګه، د کارګرانو لپاره د کاري خوندیتوب په اړه روزنه او د روغتیايي اصولو عملي کول اړین دي.

د فرمان الله د کورنۍ اندېښنه دا ده چې په کارخونه کې د ډبرو د میده کولو پر مهال خپرېدونکو دوړو د هغه پر روغتیا ناوړه اغېز کړی دی.

د دوی په وینا، په داسې کارخونو کې د کارکوونکو د روغتیا ساتنې لپاره د ماسکونو، د دوړو د مخنیوي وسایلو او نورو خوندیتوب تدابیرو ته اړتیا ده.

ډېر لیدل شوي

د ایران او ترکیې په پوله د ۲۰ افغانانو جسدونه موندل شوي او لسګونه لادرکه دي
۱
ځانګړی راپور

د ایران او ترکیې په پوله د ۲۰ افغانانو جسدونه موندل شوي او لسګونه لادرکه دي

۲

پاکستان د اسیان سرمنشي ته: د افغانستان له خاورې د ترهګریزو بریدونو په اړه اندېښمن یو

۳

کابل ته د هبت الله تبلیغاتي سفر

۴

د پاکستان ادعا: په تېرو ۳ کلونو کې له افغانستان څخه وسله‌والو بریدونو ۴۷۰۰ پاکستانیان وژلي

۵

د فقر او بېکارۍ په منځ کې د نویو جوماتونو جوړول؛ د طالبانو د حکومت لومړیتوبونه

•
•
•

نور خبرونه

له نهو میاشتو بې‌ځایه کېدو وروسته؛ د تیراه اوسېدونکي خپلو کورونو ته ستنېږي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۳۷ GMT+۰
100%

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په تیراه دره کې د امنیتي وضعیت له امله د بې‌ځایه شویو کورنیو د بېرته ستنېدو بهیر له نهو میاشتو ځنډ وروسته پیل شوی؛ خو اوس د هرې کورنۍ یوازې یوه غړي ته اجازه ورکول کېږي چې خپلو سیمو ته ستانه شي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د ژمي په درشل کې د خپلو کورونو د ساتنې په اړه اندېښمن دي؛ په تیراه کې د لرګیو کورونه د درنې واورې پر وړاندې مقاومت نه لري او د ژمي له پیل مخکې ترمیم ته اړتیا لري.
۴۷ کلن محمد شاه هم له هغو کسانو څخه دی، چې د ۲۰۲۶کال په جنورۍ کې یې د امنیتي اندېښنو له امله د خیبر ولسوالۍ د بوټان شریف سیمه پرېښې وه. نوموړی د قمبرخېلو له قبیلې سره تړاو لري او وايي، خلکو ته ویل شوي وو چې په دوو میاشتو کې به بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي؛ خو له هغه وخته نهه میاشتې تېرې شوې.
هغه وايي، اوس بېرته خپل کور ته روان دی، خو مېرمن او څلور ماشومان یې په لنډمهاله استوګنځي کې پرېږدي او نه پوهېږي چې کله به بېرته له خپلې کورنۍ سره یوځای شي. د محمد شاه په وینا، لومړی باید د خپل کور چت له واورو پاک کړي، کور ورغوي او خپل ګران بیه توکي خوندي کړي.
بل بې‌ځایه شوی اوسېدونکی انورالله وايي، حکومت د خلکو د بېرته ستنېدو لپاره د ترانسپورټ اسانتیاوې نه‌دي برابرې کړې او خلک اړ دي چې د موټرو د کرایو درانه لګښتونه له خپلې جېبه ورکړي.
د هغه په وینا، د بې‌ځایه کېدو پرمهال د کورنیو مالي سرچینې له‌منځه تللې او اوس باید د سفر د لګښتونو ترڅنګ د خپلو کورونو د ترمیم پیسې هم په خپله برابرې کړي. نوموړی زیاتوي، چې خلکو ته د سفر د لارې او په سیمه کې د اوسېدو پرمهال د امنیتي تدابیرو په اړه هم کافي معلومات نه‌دي ورکړل شوي.
د پاکستان حکومت له‌خوا د جوړې شوې ۲۴ کسیزې قبایلي کمېټې منشي وکیل اصغر وايي، تر اوسه له ۶۰۰ ډېر کسان خپلو کورونو ته تللي؛ څو د ژمي له پیل مخکې د خپلو کورونو او شتمنیو ساتنه وکړي. د هغه په وینا، د بې‌ځایه شویو شاوخوا ۶۰زره کسانو له ډلې تر اوسه ۲۳زره کسانو ته مالي مرستې ورکړل شوې دي.
د تیراه د اوسېدونکو د بېرته ستنېدو بهیر په اصل کې ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۶کال د اکتوبر په ۱۰مه پیل شي؛ خو د اداري ستونزو له امله یوه میاشت وځنډېده. د تیراه اوسېدونکو د بې‌ځایه کېدو لړۍ د ۲۰۲۵کال په ډسمبر کې د امنیتي وضعیت له امله د ځايي ادارې او قبایلي مشرانو ترمنځ له خبرو وروسته پیل شوه.
د همدې کال د ډسمبر په ۲۰مه د یوې لیکلې هوکړې له مخې، د ۲۰۲۶کال په جنورۍ کې د سیمې د خلکو د لېږد بهیر پیل شو. د هوکړې له مخې، له بې‌ځایه شویو کورنیو سره د مالي مرستو، ترانسپورټ، خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او د کورونو د زیانونو د جبران ژمنې شوې وې.
په دې هوکړه کې له هرې ثبت شوې کورنۍ سره د دوه نیم لکه پاکستانۍ کلدارو د مرستې، هره میاشت د ۵۰ زره کلدارو د مالي ملاتړ او د لېږد لګښتونو د ورکړې ژمنه شوې وه.
همداراز، د بشپړ ویجاړ شوي کور لپاره د ۳۰ لکه او د یوې برخې د ویجاړېدو په صورت کې د ۱۰ لکه پاکستانۍ کلدارو د جبران ژمنه هم شوې وه. د هوکړې له مخې، ټاکل شوې وه چې کورنۍ شاوخوا دوه میاشتې وروسته خپلو سیمو ته ستنې شي.
خو د ځايي مشرانو او د کمېټې د استازو په وینا، د بېرته ستنېدو نېټه څو ځله بدله شوې او کورنۍ اړې شوې چې میاشتې میاشتې انتظار وکړي.

له اووه میاشتو ځنډ وروسته د تیرا درې د بې‌ځایه شوو کورنیو ستنېدل پیل شوي

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۰۸:۲۹ GMT+۰
100%

د پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د تیراه درې د داخلي بې‌ځایه شوو کډوالو ستنېدل له اووه میاشتو ځنډ وروسته پیل شوي. ځايي مشران وايي، د ستنېدو بهیر ډېر پڅ او په سیمه کې د سختې یخنۍ او واورې ورېدنې له امله ګڼې کورنۍ له ننګونو سره مخ دي.

د تیراه زیانمنو خلکو استازو ویلي، د سیمه‌ییزې ادارې له خوا د راستنیدونکو زیانمنو خلکو شمیر شپږ سوه ټاکل شوی دی، له دې څخه ډیر په یوه ورځ کې نشي راستنیدلی.

د باړه مطبوعاتي مرکز مخې ته د څو میاشتو راهیسې د تیراه زیانمنو خلکو د تحریک ویاند صحبت خان افریدي افغانستان انټرنیشنل - پښتو سره په خبرو کې وویل چې د نومبر له یولسمې څخه د زیانمنو خلکو د راستنیدو بهیر پیل شوی دی او تر اوسه شاید ۱۵۰۰ په شاوخوا کې خلک خپلو کورونو ته راستانه شوي دي. هغه وویل چې د ادارې له خوا هره ورځ د شپږ سوه خلکو راستنیدل ډیره کمه اندازه ده، ځکه چې په دې توګه دا بهیر د دوو میاشتو لپاره ځنډ سره مخ کیدلی شي او څومره چې ځنډ سره مخ کېږي، په هغه اندازه به د زیانمنو خلکو ستونزې زیاتې شي.

د صحبت خان په وینا، تیراه یوه غرنی سیمه ده، هلته اوس سخت ساړه دي، هر وخت هلته واورې وېدو امکان شته، نو څومره چې ژر ممکن وي حکومت باید د راستنیدو په بهیر کې چټکتیا راولي ترڅو زیانمنو خلکو ته هغه ستونزې مخ ته رانه شي، چې دوی ته د سیمې د پریښودو په جریان کې مخ ته راغلې وې او په کې مرګ ژوبله هم شوې وه.

هغه وویل چې د حکومت له خوا د زیانمنو خلکو د راستنیدو لړۍ پیل شوی دی، خو هلته د بنسټیزو اړتیاوو سخت کمښت دی، بازار نشته، روغتونونه او روغتیایي مرکزونه تر اوسه په بشپړه توګه پرانستل شوی نه دي، پداسې حال کې چې څوک چې څلور ورځې مخکې هلته راستانه شوي دي، په دوی کې ډیرو د سړې هوا له امله د ناروغۍ راپورونه شته.

بلخوا تیره ورځ د پښتونخوا د دولسو ولسوالیو لپاره جوړ شوي سیمه ییز استازي او پراختیایي شورا غړو حاجي شیرین او عزت الله همخیال د باړه پریس کلپ مخې ته د تیراه زیانمنو خلکو د احتجاجي کمپ څخه لیدنه کړې.

د تیراه متاثرینو د تحریک ویاند صحبت افریدي په وینا، د شورا استازو ته د تیراه زیانمنو خلکو د مخامخو سختو ستونزو په اړه معلومات ورکړل شول.

سږکال د جنوري په میاشت کې د حکومت له خوا د عملیاتو له اعلان وروسته زرګونو خلکو د تیراه درې څخه کډه وکړه. حکومت ژمنه کړې وه چې د درې میاشتو په موده کې به د ټولو زیانمنو خلکو راستنېدل یقیني شي، خو په دې بهیر کې شپږ میاشتې ځنډ راغی، پداسې حال کې چې له زیانمنو خلکو سره شوې ډیری ژمنې تر نن ورځې پوره نه‌شوې.

پښتونخوا کې د روغتیايي خدمتونو کمښت؛ ډاکټران او روغتونونه د خلکو اړتیاوې نه‌شي پوره کولای

۲۴ لړم ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۸ GMT+۰
•
فضل عزیز
100%

د خیبر پښتونخوا د والي د روغتیا سلاکارې نګار جوهر په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې دغه ایالت د ۳۲ مېلیونه وګړو لپاره د ډاکټرانو، روغتیايي کارکوونکو او روغتونونو د اسانتیاوو له جدي کمښت سره مخ دی.

د نګار جوهر په وینا، په دغه ایالت کې د ډاکټرانو، روغتیايي کارکوونکو او د روغتونونو د بسترونو اوسنی شمېر د روغتیا نړۍوال سازمان له معیارونو سره سمون نه‌لري. د هغې په خبره، د روغتیا نړۍوال سازمان د معیار له مخې، د هرو زرو کسانو لپاره یو ډاکټر او د هر ډاکټر لپاره دوو روغتیاپالو ته اړتیا ده.
خو نوموړې ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې د ۳۲ مېلیونه وګړو لپاره یوازې ۸زره او ۲۴ ډاکټران او ۳زره او ۹۷۰ روغتیاپال شته. هغې ټینګار کړی، چې ان د اوسنیو ډاکټرانو د شمېر له مخې هم لږترلږه ۱۶زره روغتیاپالو ته اړتیا ده؛ په داسې حال کې چې د ټول نفوس د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره په دغه ایالت کې ۶۴زره روغتیاپالو ته اړتیا ده.
د خیبر پښتونخوا د والي روغتیا سلاکارې د روغتونونو د بسترونو کمښت ته په اشارې ویلي، چې د ۳۲ مېلیونه وګړو لپاره اوس‌مهال په دغه ایالت کې یوازې ۱۸زره او ۴۳۲ بستره شته؛ خو د روغتیا نړۍوال سازمان د معیار له مخې، د هرو ۱۰زرو وګړو لپاره باید لږترلږه ۱۸ روغتیايي بسترونه موجود وي. د دغه معیار له مخې، خیبر پښتونخوا شاوخوا ۶۴زره بسترونو ته اړتیا لري؛ خو اوسنی شمېر تر دې کچې ډېر ټیټ دی.
نګار جوهر ویلي، د بسترونو د پراخ کمښت له امله ګڼ ناروغان په روغتونونو په ځانګړي ډول د جدي څار په څانګو کې د بستر موندلو له ستونزې سره مخ دي او پر وخت اړینې درملنې ته لاسرسی نه‌شي موندلای.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ایالتي مرستیال منشي نیازبین له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وویل، ستونزه دا ده چې د ولسوالیو په کچه روغتونونو ته لازمې اسانتیاوې نه‌دي برابرې شوې؛ نو له همدې امله د ایالت د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي ان د عادي عملیاتو لپاره پېښور ته ځي. د هغه په خبره، دغه وضعیت د پېښور پر درېیو لویو دولتي روغتونونو لېډي ریډینګ، خیبر او حیات‌اباد مېډیکل کمپلېکس د ناروغانو ګڼه ګوڼه زیاته کړې ده.
د لېډي ریډینګ روغتون یوه ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ویلي، ډاکټرانو تل د روغتیايي اسانتیاوو د برابرولو لپاره لاریونونه کړي؛ خو د دې پر ځای چې د دوی غوښتنو ته رسېدنه شوې وای، د ډاکټرانو پر ضد اقدامات شوي دي.
نوموړي همداراز وویل، په روغتونونو کې د ناروغانو خپلوان ډېری وخت له ډاکټرانو سره شخړې کوي او شکایت لري چې ډاکټران او روغتیاپالان کم دي او ناروغانو ته د بستر اسانتیاوې نه برابرېږي.
د روغتیايي اسانتیاوو برابرولو په اړه هغه وویل، دا د روغتیايي ادارو دنده ده؛ نه د ډاکټرانو. نوموړي تایید کړه، چې په روغتونونو کې د ډاکټرانو او نرسانو کمښت شته او په دې وروستیو کې ډاکټران ان د تنخواوو د نه ورکړې له ستونزې سره هم مخ شوي وو.

د جمعیت علماء اسلام ګوند ایالتي ویاند: د مولانا فضل‌الرحمان پر ضد د بدنامۍ کمپاین روان دی

۲۴ لړم ۱۴۰۵ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۶، ۰۸:۴۰ GMT+۰
100%

پښتونخوا کې د جمعیت علماء اسلام ګوند ویاند جلیل جان، له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې د مولانا فضل‌الرحمان د بدنامولو پلان شوی کمپاین پیل شوی دی. هغه زیاته کړه چې دغه بریدونه په پښتونخوا کې د بېړني حالت او والي واکمنۍ له مخالفت وروسته پیل شوي دي.

افغانستان انټرنیشنل - پښتو سره په ځانګړې مرکه کې حاجي جلیل جان وویل چې جمعیت علماء اسلام دومره کمزوری ګوند نه دی چې داسې بې بنسټه کمپاین به یې متاثره کړي، بلکې موږ له داسې حالاتو سره مخکې هم مبارزه کړې ده او په راتلونکي کې به یې هم وکړو.

هغه وویل چې مولانا فضل‌الرحمان د حکومت او تحریک انصاف ګوند ترمنځ د سیاسي شخړې د حل لپاره منځګړیتوب کاوه او په دې اړه یې له لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند له لوړ پوړي مشرتابه سره څو لیدنې شوې وې او مسئله د حل پر لور نږدې وه، خو بیا ناڅاپه د لومړي وزیر له دفتر څخه پیغام راغی چې له تحریک انصاف ګوند سره خبرې نه شي کېدای او بیا په بلې ورځ په پښتونخوا کې د والي واکمني او بیړنی حالت نافذ شو.

د جلیل جان په وینا: «موږ دیموکرات خلک یو، زموږ د جماعت سل کلن تاریخ دی، موږ څنګه غیر دیموکراتیک اقدام ومنو، موږ په ۱۹۷۰ کې هم د والي واکمنۍ مخالفت کړی و کله چې د هغې له لارې زموږ حکومت پای ته ورسېد او نن هم دې غیر دیموکراتیکو حربو ته غاړه نه ږدو.»

کله چې ترې وپوښتل شول چې ظاهراً داسې ښکاري چې له تحریک انصاف وروسته اوس د جمعیت نوبت دی، نو په دې اړه ولایتي ویاند وویل چې د پی ټي آی او جمعیت ترمنځ ډېر لوی توپیر دی، تحریک انصاف د پرون ګوند دی چې راوړل شوی و، د دوی د ګوند بنسټ د پاکستان له جوړېدو مخکې دی او هغه چې د پاکستان غورځنګ په ګډون په څو مهمو غورځنګونو کې یې په پراخه توګه برخه اخیستې ده.

هغه وویل چې د دیموکراسۍ او اساسي قانون ملاتړ له امله د جمعیت سلګونه کارکوونکي ووژل شول، پر مولانا فضل الرحمان څلور وژونکي بریدونه وشول، نور د ګوند مشران د ترهګریزو بریدونو هدف وګرځېدل، ځکه چې موږ هیڅکله پر اصولو او دیموکراسۍ سودا نه ده کړې.

د جلیل جان په وینا که مولانا فضل الرحمان پر کومه حکومتي یا دولتي پالیسي نیوکه کړې ده، نو دا یې دیموکراتیک حق دی او ځواب یې هم باید په ادبي طریقه ورکړل شي، خو پرځای یې له هرې خوا د مولانا او د هغه د کورنۍ د ټولنیزو رسنیو له لارې کرکټر وژنه وشوه او بدنامه شول.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د یو کال راهیسې د جګړې حالت او د سوداګریزو لارو د بندېدو په اړه ولایتي ویاند وویل چې د سوداګرۍ بندېدل پاکستان ته دوه ګونی زیان رسوي، یو دا چې له افغانستان سره هر ډول سوداګري بنده ده او بل دا چې پاکستان له منځنۍ آسیا هېوادونو سره د افغانستان له لارې سوداګري کوله خو هغه هم یو کال راهیسې بنده ده چې له دواړو خواوو سره د جبران وړ نه زیان رامنځته شوی دی.

په پښتونخوا کې د مرمرو د کانونو ټکنی فعالیت؛ زرګونه کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۲۴ GMT+۰
100%

د خیبر پښتونخوا د بونېر او مومندو ولسوالیو د مرمر ډبرو د کانونو مالکانو او کارخونو ویلي، نږدې درې میاشتې کېږي چې په دغه ولسوالیو کې د مرمر ډبرو په کانونو کې د کان کېندنې لپاره د چاودېدونکو توکو پر کارولو بندیز لګېدلی چې له امله یې زرګونه کارګر بې‌روزګاره شوي دي.

د دوی په وینا، د خیبر پښتونخوا تر ټولو ډېر د مرمر ډبرو کانونه په همدې دوو ولسوالیو کې دي. د مرمرو صنعت نه یوازې د دغو ولسوالیو د اوسېدونکو د کار او روزګار سرچینه ده؛ بلکې د نورو سیمو خلک هم هلته د مزدورۍ لپاره ورځي.
د بونېر د مرمر ډبرو د کارخونو د ټولنې مشر خورشید علي خان افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، د اګست له میاشتې راهیسې کانونو ته د چاودېدونکو توکو ورکړه بنده شوې ده چې له امله یې کارخونو ته نوي خام‌مال نه رسېږي او خلک اړ دي چې د پخواني خام‌مال په کارولو خپلې کارخونې وچلوي.
هغه وايي، که کارخونې وتړي، له یوې خوا به یې د برېښنا لوړ بېلونه پر غاړه وي او له بلې خوا به کارګر د خوړو او نورو لومړنیو اړتیاوو د برابرولو وس هم ونه لري.
ورته مهال په مومندو کې د یوې کارخونې مالک جهانزېب خان مومند هم ویلي، په دغه ولسوالۍ کې چې د مرمرو ګڼ کانونه او کارخونې لري، د اګست له میاشتې راهیسې له ورته ستونزې سره مخ دي.
د کان کېندنې لپاره د چاودېدونکو توکو بندېدل
دا چې د کانونو لپاره چاودېدونکي توکي ولې بند شوي، د دې پوښتنې په ځواب کې د کارخونو او د کانونو مالکانو ویلي، چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې دوی ته د کان کېندنې لپاره چاودېدونکي توکي او نور اړین مواد د جواز له مخې ورکول کېږي او هر څوک نه شي کولی دغه مواد ترلاسه کړي.
د دوی په وینا، په خیبر پښتونخوا کې یوازې په بونېر او مومندو کې نه؛ بلکې په ټولو سیمو کې د کان کېندنې لپاره د چاودېدونکو توکو ورکړه بنده شوې ده. دوی ته یوازې دومره ویل شوي، چې د دغو توکو د ترلاسه کولو او کارولو لپاره به نوې تګلاره جوړه شي او له هغې وروسته به یې ورکړه بېرته پیل شي؛ خو دوی وايي، څو میاشتې تېرې شوې او لاهم دغه تګلاره نه ده جوړه شوې.
خورشید علي خان ویلي، اوس دوی ته داسې معلومات رسېدلي چې د دې موضوع د څېړلو لپاره په ایالتي کچه کمېټه جوړه شوې؛ خو د یادې کمېټې د فعالیتونو او پایلو په اړه هم معلومات نه‌لري.
د خیبر پښتونخوا یوې دولتي سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، داسې معلومات ترلاسه شوي وو چې د مرمرو او نورو کانونو لپاره کارېدونکي چاودېدونکي توکي د وسله‌والو لاس ته ورغلي دي؛ له همدې امله پر دغو توکو بندیز لګېدلی دی.
سرچینه وايي، اوس هڅې روانې دي چې معلومه شي دغه توکي چا ته او څنګه ورکړل شي او د کارولو څرنګوالی یې هم مشخص شي.
د کارخونو او د کانونو د مالکانو په وینا، دوی داسې هم اورېدلي چې په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي زېرمو لپاره نوې تګلاره جوړېږي او ښايي مرمر هم په هغې کې شامل شي؛ خو دوی په دې اړه تر اوسه کومه رسمي خبرتیا نه ده ترلاسه کړې.
دوی زیاته کړې، په دغو سیمو کې کیمیاوي سرې هم نه موندل کېږي چې له امله یې کروندګر هم له ستونزو سره مخ دي.
په بونېر او مومندو کې د کارخونو، کانونو او کارګرو وضعیت
د خورشید علي خان په خبره، په بونېر کې د مرمرو شاوخوا ۴۰۰ کارخونې او په سلګونو کانونه شته چې نږدې ۳۰زره کسان په‌کې کار کوي.
د بونېر د کارخونو او د کانونو د مالکانو د شمېرو له مخې، په دغه ولسوالۍ کې شاوخوا ۳۰۰ کانونه دي چې په هر یوه کې تر ۱۲ پورې کسان کار کوي. د دوی په وینا، له بونېر څخه په کال کې تر دوه نیم مېلیون ټنو ډېرې ډبرې استخراجېږي او په دې صنعت کې شاوخوا ۹۵۰ مېلیونه پاکستانۍ کلدارې پانګونه شوې ده.
همداراز، د مرمرو له صنعت سره تر زرو پورې د بار وړونکو موټرو مالکان، د هوټلونو خاوندان، د پټرول‌پمپونو مالکان او ګڼ نور کسان هم تړلي دي.
د مومندو د شمېرو له مخې، په دغه ولسوالۍ کې هم شاوخوا ۲۵۰ کارخونې او په سلګونو کانونه شته. په دغو کانونو کې د مرمرو ترڅنګ د کرومایټ او نېپرایټ کانونه هم شامل دي.
د دوی په وینا، په مومندو کې اوس د کانونو نوې کېندنه نه کېږي؛ بلکې هغه پخوانۍ ډبرې کارول کېږي چې په کانونو کې زېرمه شوې دي. په هغو کانونو کې چې ډبرې یې ختمې شوې دي، کار په ټپه درېدلی دی.
د مومندو د سرچینو په وینا، په دغه ولسوالۍ کې د ښه کیفیت مرمر ډبرې په لویه کچه شته چې نه یوازې د پاکستان بېلابېلو سیمو ته لېږدول کېږي؛ بلکې چین، ترکیې او سعودي عربستان ته هم صادرېږي.
د دوی په وینا، پخوا دغه مرمر ډبرې افغانستان ته هم صادرېدې؛ خو اوس د لارو د بندېدو له امله نه لېږدول کېږي.
د دغه کارخونو مالکانو ویلي، په مومندو کې د مرمرو له ټول صنعت سره تر ۴۰زرو ډېر کسان تړلي دي چې په دوی کې یوازې د مومندو اوسېدونکي نه؛ بلکې د نورو سیمو خلک هم شامل دي.
د برېښنا د بېلونو لوړوالی
د بونېر او مومندو د کارخونو د مالکانو په خبره، د روان کال له جون میاشتې راهیسې په پخوانیو قبایلي سیمو او ملاکنډ ډویژن کې نوي مالیات هم لګول شوي چې له امله یې د برېښنا بېلونه لوړ شوي دي.
دوی ویلي، پخوا که د یوې کارخونې د یوې میاشتې د برېښنا بېل یو مېلیون کلدارې و؛ اوس دغه بېل یو مېلیون او ۲۰۰زره کلدارو ته رسېدلی دی او د برېښنا ټول بېلونه په همدې کچه لوړ شوي دي.
خورشید علي خان وايي، په کانونو کې د کان نه کېندنې او د برېښنا د بېلونو د لوړوالي له امله هغه کارخونې چې پخوا به ۲۴ ساعته فعالې وې؛ اوس یوازې اته ساعته کار کوي.
د یادونې ده، چې د پخوانیو قبایلي سیمو له خیبر پښتونخوا ایالت سره تر یوځای کېدو وروسته، په فاټا او پاټا کې د پاکستان ټول مالیات نافذ شوي وو؛ خو د څو کلونو لپاره یې عملي کېدل ځنډول شوي وو. دغه مالیات سږ کال عملي شوي او د برېښنا په بېلونو کې هم شامل شوي دي.
د کارخونو د مالکانو غوښتنې
جهانزېب خان مومند وايي، د مرمرو له صنعت څخه د مالیاتو په بڼه د میلیاردونه کلدارو عواید د پاکستان دولت ته ورکول کېږي. هغه وايي، په کار ده دغه صنعت چې هېواد ته عواید برابروي، لازمې اسانتیاوې او ملاتړ ترلاسه کړي او د فعالیت لپاره یې د امنیت زمینه هم برابره شي.
د کارخونو د مالکانو غوښتنه دا ده، چې د دغه صنعت پر وړاندې د بندیزونو پر ځای دې ژر تر ژره د فعالیت لپاره اسانتیاوې برابرې شي.
هغه زیاته کړې، د کارخونو او د کانونو مالکان ښايي د اوسنیو شرایطو په وړاندې څه موده ګوزاره وکړای شي؛ خو د کارخونو او کانونو د تړل کېدو اصلي اغېز به پر هغو زرګونو کارګرو وي چې د دوی له صنعت سره تړلي دي. د نوموړي په وینا، دوی نه شي کولی د اوږدې مودې لپاره د پخواني خام‌مال په کارولو خپلې کارخونې وچلوي.