• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ریچارډ لېنډسي: له پاکستاني چارواکو سره د طالبانو او اسلام‌اباد پر ترینګلتیاوو غږېدلی یم

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۸:۲۶ GMT+۰

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړی استازی ریچارډ لېنډسي وايي، په اسلام‌اباد کې یې د روانې اوونۍ په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره رغنده لیدنې او خبرې کړې او په ترڅ کې یې د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر روانو ترینګلتیاوو بحث کړی دی.

ښاغلي لېنډسي د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي، په اسلام‌اباد کې یې دغه لیدنې د اکتوبر میاشتې په ترڅ کې کابل ته تر خپل سفر وروسته ترسره کړې دي.
هغه ویلي، له پاکستاني چارواکو سره یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د وضعیت او روانو ترینګلتیاوو په اړه د بریتانیا دوامداره اندېښنې شریکې کړې دي.
د بریتانیا ځانګړي استازي د دغو لیدنو د جزئیاتو په اړه ډېر څه نه دي ویلي، خو ټینګار یې کړی چې هېواد یې په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ټولو هغو هڅو ملاتړ ته دوام ورکوي چې د کړکېچونو په کمولو او د سیمې د ثبات په تأمین کې مرسته کوي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د امنیتي اندېښنو او پر یو بل د تورونو له امله ترینګلې شوې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د بېلابېلو سیمه‌ییزو او نړیوالو لورو هڅې هم روانې دي.

ډېر لیدل شوي

د غونډې په پلمه؛ مولوي هبت الله د داخلي اختلافاتو د حل او اطاعت منلو لپاره کابل ته تللی
۱

د غونډې په پلمه؛ مولوي هبت الله د داخلي اختلافاتو د حل او اطاعت منلو لپاره کابل ته تللی

۲

بایډن: که اړتیا وي، امریکا بېرته افغانستان ته ستنېدای شي

۳

بایډن خپل کتاب کې: افغانستان په قبایلي سیالۍ کې ډوب دی، هېڅکله به دیموکراسۍ ته ونه رسیږي

۴

هبت‌الله: د امیر او مامور مقام ټولو ته معلوم دی

۵

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اړمنو کسانو د ملاتړ لپاره ۱۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

•
•
•

نور خبرونه

افغانستان کې د خوارځواکۍ د درملنې لپاره د ماشومانو د بستر کېدو شمېر ۲۸ سلنه زیات شوی

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۲۹ GMT+۰
100%

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان وايي، افغانستان کې د خوړو د کمښت او بې‌وزلۍ له امله د ماشومانو خوارځواکۍ پېښې زیاتې شوې او ګڼې کورنۍ نه شي کولای ماشومانو ته کافي او مغذي خواړه برابر کړي. دوی زیاتوي، په دغه هېواد کې د خوارځواکۍ د درملنې لپاره د ماشومانو بستر کېدو شمېر ۲۸ سلنه زیات شوی.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) په یوه راپور کې ویلي، د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ تر اګست پورې یې په هرات، هلمند او کندهار ولایتونو کې د سختې حادې خوارځواکۍ له امله د ماشومانو د بستر کېدو ۸ زره او ۴۸۷ پېښې ثبت کړې دي. دا شمېر د ۲۰۲۵ کال د همدې مودې په پرتله ۲۸،۲۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
د راپور له مخې، د شپږو میاشتو څخه د کم عمره ماشومانو د بستر کېدو شمېر هم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۱،۵ سلنه زیات شوی دی. دغه ماشومان په یادو درېیو ولایتونو کې د خوارځواکۍ د درملنې په مرکزونو کې د ټولو بستر شویو ماشومانو له ۲۶،۵ تر ۳۵،۷ سلنې جوړوي.
د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان په خپل راپور کې د کندهار د نازیې په نوم د یوې مور کیسه هم خپره کړې چې خپل یو نیم کلن زوی احمد یې د سختې خوارځواکۍ او نس‌ناستې له امله روغتون ته وړی دی. د نازیه په وینا، د خوړو د نشتوالي له امله یې نه شو کولای خپل ماشوم ته شیدې ورکړي او ان د چای لپاره یې د بورې د اخیستو وس هم نه درلود.
دغه مور چې د شپږم ماشوم د زېږون په تمه ده، وايي، مېړه یې د کار موندلو لپاره له دوو تر دریو اوونیو له کوره بهر وي، خو بېرته له تشو لاسونو راګرځي.
په راپور کې د هلمند د یوې بلې مور، پروانې، ستونزې هم یادې شوې دي. د هغې پنځه نیم کلنه لور روبینا د سختې خوارځواکۍ او روغتیايي ستونزو له امله د درېیم ځل لپاره د بست روغتون د خوارځواکۍ د درملنې مرکز ته بستر شوې ده. پروانې مخکې هم یو ماشوم د سختې خوارځواکۍ له امله له لاسه ورکړی دی.
د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان د افغانستان د طبي برخې همغږې کوونکې، انا بانډا ویلي، ځینې میندې خپل خوارځواکي ماشومان دوه یا درې ځله د درملنې لپاره روغتونونو ته راولي، خو کله چې بېرته کورونو ته ستنېږي، له هماغو ستونزو سره مخ وي او د کافي او مغذي خوړو د برابرولو وس نه لري.
د نوموړې په وینا، بې‌وزلي، روغتیايي مرکزونو ته اوږده واټنونه، د پالونکو روغتیايي ستونزې او د تګ راتګ محدودیتونه د دې لامل کېږي چې کورنۍ د ماشومانو درملنه په دوامداره توګه تعقیب نه کړي. هغې زیاته کړې چې د ځینو روغتیايي مرکزونو د تغذیې د مرستندویه توکو کمښت هم د درملنې بهیر ستونزمن کړی دی.
راپور ټینګار کوي چې د امیندوارۍ پر مهال د میندو خوارځواکي د ماشومانو روغتیا هم ګواښي او د کم وزن لرونکو ماشومانو د زېږون احتمال زیاتوي. دغه ماشومان له لومړیو ورځو د خوارځواکۍ او ناروغیو له لوړ خطر سره مخ وي.
د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان د معلوماتو له مخې، د نړیوالو بشري مرستو د بودجې کمښت د افغانستان پر روغتیايي نظام فشار زیات کړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د ۲۰۲۶ کال تر جون پورې د افغانستان د بشري روغتیايي مرستو لپاره د اړتیا وړ بودجې یوازې ۱۹ سلنه برابر شوې وه.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ تر جون پورې په ټول افغانستان کې د بودجې د کمښت له امله ۲۹۵ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه ځنډول شوي دي، چې شاوخوا ۲،۱۷ میلیونه کسان یې له روغتیايي خدمتونو څخه اغېزمن کړي دي. په دې کې په هلمند او کندهار کې ۵۳ او په هرات کې ۱۹ روغتیايي مرکزونه شامل دي.
د خوارځواکۍ د حاد وضعیت د وروستي ارزونې له مخې، اټکل کېږي چې په ۲۰۲۷ کال کې به د شپږو میاشتو او پنځو کلونو ترمنځ ۴،۰۴ میلیونه افغان ماشومان د حادې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري، چې نږدې ۱،۱ میلیونه به یې له سختې خوارځواکۍ سره مخ وي. دا شمېر د ۲۰۲۶ کال په پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
همداراز اټکل شوی چې په راتلونکي کال کې به ۱،۲۷ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې هم د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
دغه سازمان له مرستندویانو، روغتیايي چارواکو او اړوندو ادارو غوښتي چې په افغانستان کې د تغذیې پروګرامونو او اساسي روغتیايي خدمتونو لپاره بودجه بېرته زیاته او د مرستو بهیر پیاوړی کړي.

د اقلیم ۳۱مې غونډې ته د طالبانو نه بلنه؛ افغانستان له جدي چاپېریالي بحران سره مخ دی

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۲۳ GMT+۰
100%

طالبان د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو په ۳۱مه نړیواله غونډه کې ګډون نه لري، ځکه د غونډې جوړونکو ورته رسمي بلنه نه ده ورکړې. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله له وچکالیو، سېلابونو، د اوبو کمښت او د ځمکو د تخریب له جدي ستونزو سره مخ دی.

د ډیپلوماټ ورځپاڼې د راپور له مخې، طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اقلیم په ۲۹مه غونډه (کاپ۲۹) کې د لومړي ځل لپاره د څارونکو په توګه ګډون کړی و، خو په ۲۰۲۵ کال کې د برازیل په کوربه‌توب د اقلیم په ۳۰مه غونډه او سږ کال په ترکیه کې د ۳۱مې غونډې لپاره بلنه نه ده ورکړل شوې.
د طالبانو د استازو نه ګډون په نړیوالو اقلیمي خبرو اترو کې د افغانستان رسمي ګډون محدودوي، په داسې حال کې چې دغه هېواد د اقلیمي بدلونونو له سختو اغېزو سره مخ دی.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د ۱۹۵۰ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د تودوخې درجه ۱،۸ سانتي‌ګراد لوړه شوې چې د نړۍ د منځنۍ کچې دوه برابره ده. همداراز، هر کال سېلابونه، وچکالۍ، واورې ښویېدنې او واورین توپانونه شاوخوا ۲۰۰ زره کسان اغېزمنوي.
راپور زیاتوي چې د لسیزو جګړو، بېوزلۍ، کمزورو بنسټونو او لومړنیو خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله د اقلیمي بدلونونو اغېزې لا پسې سختې شوې دي.
د راپور په وینا، طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته تر رسېدو وروسته د لرګیو پر سوداګرۍ بندیز اعلان کړ او د ځنګلونو د ناقانونه پرې کولو د مخنیوي لپاره یې ځانګړې پوځي قطعه جوړه کړه. دغه راز یې د ۲۰۲۳ او ۲۰۳۰ کلونو ترمنځ د ۲۰۰ میلیونو ونو د کېنولو هدف هم اعلان کړی دی.
خو لا هم طالبانو د اقلیمي ستونزو د حل لپاره یوه هر اړخیزه او په کافي بودجه سمباله ملي تګلاره نه ده جوړه کړې.
د راپور له مخې، د افغانستان په شمالي، لوېدیځو او سویلي سیمو کې د ځمکو له ۷۵ سلنې زیاته برخه د دښت کېدو له ګواښ سره مخ ده. پرله‌پسې وچکالیو کرنیز محصولات کم کړي، څړځایونه یې زیانمن کړي او د خوړو نه خوندیتوب یې زیات کړی دی.
همداراز، د بېوزلۍ او د ارزانه انرژۍ د بدیلو سرچینو د نشتوالي له امله میلیونونه افغانان د پخلي او تودوخې لپاره پر لرګیو او سکرو تکیه کوي، چې دې چارې د ځنګلونو پر پاتې شونو فشار زیات کړی دی.
د ډبرو سکرو ناقانونه استخراج، د اوبو د سرچینو ککړتیا او د ځمکو تخریب هم د افغانستان له مهمو چاپېریالي ستونزو څخه دي.
همداراز د طالبانو پر چاپېریالي سیاستونو نیوکه کېږي چې د ښځو، متخصصینو، مدني ټولنو او سیمه‌ییزو خلکو محدود ګډون د اغېزناکو چاپېریالي تګلارو د جوړولو او پلي کولو بهیر کمزوری کړی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام د اټکل له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د افغانستان شاوخوا ۴۰ سلنه وګړي د خوړو له شدید نه خوندیتوب سره مخ کېدای شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د اقلیمي بحران د مخنیوي لپاره نړیوالې همکارۍ، د طبیعي سرچینو دوامدار مدیریت او یوې هر اړخیزې چاپېریالي تګلارې ته اړتیا لري.

ډونالډ ټرمپ: که ایران په واشنګټن کې چاودنه وکړي حکومت به یې له منځه یوسو

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۲۵ GMT+۰
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که د ایران حکومت په واشنګټن کې د چاودنې یا بم‌اېښودنې اقدام وکړي، امریکا به د ایران حکومت له منځه یوسي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۲۸مه، د چین په شېنژن ښار کې له فاکس نیوز سره په مرکه کې د هغو راپورونو په غبرګون کې دا څرګندونې کړې، چې ښایي د ایران حکومت په واشنګټن کې د بم‌اېښودنې پلان ولري.
کله چې له هغه وپوښتل شول چې ایا دا ګواښ جدي او قطعي دی، ټرمپ په ځواب کې وویل: «ژمنه کوم، په بشپړه توګه».
ټرمپ د ایران له‌خوا د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د احتمالي کارونې په اړه هم وویل، تهران د اټومي وسلو ترلاسه کولو له ستونزو سره د مخ کېدو له امله د کیمیاوي ګازونو او بیولوژیکي وسلو په لټه کې دی.
هغه زیاته کړه: «نوی کال په مخکې دی او د جنورۍ له لومړۍ وروسته به وګورو چې څه پېښېږي».
د امریکا ولسمشر د ایران حکومت «بدکاره کسان» بللي او ټینګار یې کړی چې امریکا جګړه نه ده پیل کړې، بلکې له ایران سره شخړه ۵۱ کاله وړاندې پیل شوې ده، نه ۴۷ کاله مخکې، لکه څنګه چې ځینې کسان یې یادونه کوي.
ټرمپ ادعا کړې چې د ایران حکومت په تېرو اتو میاشتو کې ۷۵ زره اعتراض کوونکي وژلي او د دغه هېواد خلک د اعتراض غوښتونکي دي، خو د وسله‌وال او خونړي ځپلو له امله اوس مهال نه شي کولای واټونو ته راووزي.
هغه د اعتراضونو د ځپلو په اړه وویل: «کله چې د زرګونو کسانو د یوې ډلې پر وړاندې دوه ماشیندارې درول شوې وي او ناڅاپه ډزې پیل شي، خلک هر لور ته پر ځمکه لوېږي او وژل کېږي، په داسې حال کې چې هېڅ وسله هم نه لري، نو اعتراض نه شي کېدای».
ټرمپ له ایران سره د خبرو اترو په اړه وویل چې غواړي له تهران سره هوکړې ته ورسېږي، خو دا هوکړه باید دوامداره او باوري وي.
هغه تایید کړه چې واشنګټن لا هم له تهران سره خبرې کوي او زیاته یې کړه: «موږ ورسره خبرې کړې دي. هغوی غواړي هوکړه وکړي، خو زه داسې هوکړه غواړم چې دوامداره وي».
د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې هر ډول هوکړه باید داسې تضمینونه ولري چې ان په امریکا کې د یوه کمزوري یا نامناسب ولسمشر د واکمنېدو په صورت کې هم پر خپل اعتبار پاتې شي او په واشنګټن کې د حکومت له بدلون سره اغېزمنه نه شي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د داسې یوې هوکړې تر ترلاسه کېدو پورې به امریکايي ځواکونه په سیمه کې پاتې شي، هغه مثبت ځواب ورکړ او ویې ویل: «هو، زه به دا کار پای ته ورسوم. ډېر ژر به یې پای ته ورسوو، په هره بڼه چې وي».

د ډیموکرات ګوند لوړپوړی استازی د ټرمپ د کورنۍ مالي فساد او د اپسټین دوسیه څېړي

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۳۰ GMT+۰
100%

د امریکا د استازو جرګې د څار کمېټې احتمالي مشر رابرټ ګارسیا د ټرمپ د کورنۍ له ۱۲ غړو، ملاتړو او اوسنیو او پخوانیو مرستیالانو غوښتي چې هېڅ اسناد دې له‌منځه نه‌وړي. ډیموکراټان د فساد، اپسټین دوسیې او له کډوالو سره د حکومت د چلند په اړه څېړنې کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د استازو جرګې د څار کمېټې احتمالي مشر رابرټ ګارسیا د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) د ټرمپ د کورنۍ له ۱۲ غړو، ملاتړو او اوسنیو او پخوانیو مرستیالانو غوښتي، چې اړوند اسناد له‌منځه یونه‌سي. نوموړي دغه لیکونه د دیموکراتانو له‌خوا د کانګرس د اکثریت تر ترلاسه کولو مخکې لېږلي دي.
ډیموکراټانو د روانې میاشتې په منځنیو ټاکنو کې د کانګرس د دواړو مجلسونو اکثریت ترلاسه کړی او ټاکل شوې، چې د مرغومي میاشتې له نیمایي وروسته د کمېټو مشري په غاړه واخلي.
ګارسیا له دغه کسانو غوښتي، چې د ټرمپ کورنۍ د غړو د احتمالي ګټو د ټکر او د هغه په حکومت کې د واک د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه ټول اړوند اسناد وساتي. د دغه لیکونو ترلاسه کوونکو په ډله کې د ولسمشر زامن ډونالډ ټرمپ جونیور او اریک ټرمپ او زوم یې جرد کوشنر هم شامل دي.
خو د اسنادو د ساتلو غوښتنه په خپله د دغه کسانو د سرغړونې یا ناقانونه کړنو د ثبوت په معنا نه ده.
د اپسټین د اسنادو خپرول او د مکسول لېږد
ځینې لیکونه د امریکايي پانګه‌وال جفري اپسټین چې د جنسي جرمونو په تور محکوم شوی و، د دوسیو د خپرولو څرنګوالي او د هغه د همکار ګیلین مکسول د یوه داسې زندان ته د لېږد په اړه دي چې امنیتي تدابیر یې نسبتا نرم دي.
ګارسیا د فدرالي زندانونو ادارې مشر ویلیام مارشال او د براین زندان مشرې تاني‌شا هال ته په یوه لیک کې ویلي، چې حکومت د ډیموکراټانو پوښتنو ته ځواب نه‌دی ورکړی.
هغه خبرداری ورکړی، چې کمېټه به په راتلونکي کې له خپلو قانوني واکونو کار واخلي؛ څو له هغو کسانو معلومات ترلاسه کړي، چې د مکسول او اپسټین د جرمونو په پټولو کې یې مرسته کړې ده.
د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس، د سپینې ماڼۍ د دفتر مشر سټیفن مېلر، د عدلیې وزیر ټاډ بلانش او د سپینې ماڼۍ پخوانۍ دفتري مشرې سوزي وایلس هم دغه لیکونه ترلاسه کړي دي.
ګارسیا په یونان کې د امریکا پخوانۍ سفیرې کېمبرلي ګیلفویل، د کورني امنیت پخوانۍ وزیرې کریسټي نوم او د دغه وزارت پخواني سلاکار کوري لېوانډوفسکي ته هم لیکونه استولي دي.
لېوانډوفسکي په یوه خبرپاڼه کې ګارسیا تورن کړی، چې هڅه کوي د هغه په اړه ناسم او ګمراه کوونکی انځور وړاندې کړي.
سپینه ماڼۍ د ګارسیا قانوني صلاحیت تر پوښتنې لاندې راوستی
د سپینې ماڼۍ حقوقي سلاکار ویل شارف د چهارشنبې په ورځ د کانګرس ډیموکراټانو ته په یوه لیک کې ویلي، چې حکومت ځان د غوښتل شویو اسنادو پر وړاندې کولو مکلف نه ګڼي. د هغه په وینا، د اقلیت ګوند د لوړپوړو غړو غوښتنه د کانګرس د یوې کمېټې د رسمي غوښتنې په څېر قانوني اعتبار نه‌لري.
شارف زیاته کړې، چې د اوسنۍ دورې غوښتنې به د کانګرس د نوې دورې له پیل سره خپل اعتبار له لاسه ورکړي. هغه ویلي، چې سپینه ماڼۍ به د کمېټو له راتلونکو مشرانو سره همکاري وکړي؛ خو د هرې غوښتنې قانوني بنسټ او د قانون جوړونې په برخه کې به یې موخه وارزوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې لورین بیس ویلي، چې ټرمپ له ډیموکراټانو سره همکارۍ ته چمتو دی؛ خو خبرداری یې ورکړی چې د «جعلي څېړنو» څار به د امریکا خلکو ته زیان ورسوي. ټرمپ د عدلیې وزارت ته هم لارښوونه کړې، چې وڅېړي، ایا د کانګرس ډیموکراټ غړو څوک ګواښلي دي که نه.

د اروپا پارلمان استازې: د طالبانو سیاستونه له جنسیتي توپیر پرته بل څه نه‌دي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۰
•
طاهر قادري
100%

له افغانستان سره د اړیکو لپاره د اروپا پارلمان د پلاوي مرستیاله الساندرا مورتي وايي، اروپا باید تر هغه وخته له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي نه‌کړي؛ څو چې په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو حقونو وضعیت ښه شوی نه وي.

هغې ټینګار کړی، چې «د ښځو حقونه باید هېڅکله د سیاسي معاملاتو قرباني نه‌شي». مورتي له افغانستان انټرنشنل راډیو سره په خبرو کې ویلي، طالبانو په منظم ډول ښځې له زده‌کړو، کار او په ټولنه کې له ګډون محرومې کړې دي.

هغې د طالبانو دغه سیاست «جنسیتي توپیر» بللی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې بشري مرستې روانې وساتي، پر طالبانو ډیپلوماتیک فشار زیات کړي او د ښځو د حقونو د سرغړونو عاملین ځواب ویلو ته اړ باسي.

اروپايي چارواکو سره له دې چې د ښځو په اړه یې د طالبانو پر کړنو نیوکې کړې او د یادې ډلې اداره یې په رسمیت نه ده پېژندلې؛ خو د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو یې له طالبانو سره تعامل کړی دی.

نیوکه کوونکي وايي، دغه ډول چلند په نړۍوالو اړیکو کې د طالبانو د عادي کېدو لامل کېږي او دغه ډلې ته مشروعیت وربښي.

الساندرا مورتي چې د اروپا پارلمان د ښځو د حقونو او جنسیتي برابرۍ د کمېټې غړې هم ده، ویلي چې د افغانستان وضعیت یوازې یو بشري ناورین نه‌دی. هغې زیاته کړې: «د افغانستان وضعیت یوازې یو بشري ناورین نه؛ بلکې د بشري حقونو ژور ناورین هم دی، په ځانګړي ډول هغه ناورین چې ښځې ورسره مخ دي».

د نوموړې په وینا، له زده‌کړو، کار او په عامه ژوند کې له ګډون څخه د ښځو محرومول نور د جلا، جلا محدودیتونو ټولګه نه؛ بلکې پر یوه منظم نظام بدل شوی دی. هغې ویلي: «دا یوازې ساده تبعیض نه‌دی؛ بلکې هغه څه دي چې جنسیتي توپیر یې بللی شو».

په وروستیو کلونو کې د «جنسیتي توپیر» په توګه د افغانستان د وضعیت پېژندلو موضوع د اروپايي بنسټونو او د بشري حقونو د سازمانونو د بحثونو پر یوه مهم محور بدله شوې ده. د اروپا پارلمان هم په خپلو پرېکړه‌لیکونو کې غوښتنه کړې، چې جنسیتي توپیر دې د بشریت ضد جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

100%

پنځه کاله بې‌پایلې نړۍوالې غندنې

اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بنسټونو په تېرو پنځو کلونو کې څو ځله د طالبانو سیاستونه غندلي دي. خو له دغه ټولو غندنو سره، سره پر ښځو لګېدلي اساسي محدودیتونه لاهم پر خپل ځای پاتې دي او په ځینو برخو کې لا سخت شوي هم دي.

الساندرا مورتي د دې پوښتنې په ځواب کې چې نړۍوالو غندنو په عملي ډګر کې څه پایله لرلې، ویلي چې د اروپا دنده دا وه چې نړۍواله ټولنه پرېنږدي افغانستان او ښځې یې هېرې کړي.

د نوموړې په وینا، د افغان ښځو غوښتنې، له زده‌کړو او ازادۍ نیولې، په ټولنه کې تر ګډون پورې، د هر انسان له بنسټیزو حقونو څخه دي. هغې ویلي: «دوی د زده‌کړو، ازادۍ، انساني کرامت او په ټولنه کې د ګډون په څېر هغه حقونه غواړي چې د هر انسان طبیعي حقونه دي».

مېرمن مورتي ټینګار کړی، چې اروپا باید په افغانستان کې د ښځو له روان وضعیت سره عادت نه‌شي او دغه هېواد باید د نړۍ د ګڼو نورو ناورینونو په منځ کې هېر نه‌شي.

100%

ایا له طالبانو سره تعامل د طالبانو د منلو په معنا دی؟

د افغانستان په تړاو د اروپا د بهرنۍ پالیسۍ یوه له مهمو ننګونو څخه دا ده، چې څنګه له طالبانو سره اړیکې وساتي؛ خو په ورته وخت کې دغه ډلې ته مشروعیت ورنه کړي.

اروپايي ټولنه له یوې خوا د بشري مرستو رسولو، امنیتي مسایلو او د بشري حقونو د وضعیت د څار لپاره له طالب چارواکو سره اړیکو ته اړتیا لري؛ خو له بلې خوا ټینګار کوي چې دغه اړیکې د طالبانو د ادارې د رسمیت پېژندلو په معنا نه‌دي.

اروپايي ټولنې له ۲۰۲۱کال راهیسې له طالبانو سره د اړیکو لپاره پنځه معیارونه ټاکلي دي: د افغانستان د خاورې له کارولو څخه د نورو هېوادونو پرضد د وسله‌والو فعالیتونو مخنیوی، د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو درناوی، د ټول‌ګډونه حکومت جوړول او بشري مرستو ته د لاسرسي ډاډمنول.

خو له دې سره، سره جرمني او د اروپا یوشمېر نورو هېوادونو د طالبانو پر سیاستونو د نیوکو ترڅنګ د یادې ډلې ډیپلوماتان هم منلي دي. دغه هېوادونه هڅه کوي، چې له طالبانو سره د قونسلي خدمتونو او کډوالۍ په برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

مېرمن مورتي باور لري، چې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په وضعیت کې له واقعي بدلون پرته باید له طالبانو سره اړیکې د عادي کېدو پړاو ته ونه رسېږي.

د اروپا پارلمان په وروستیو کلونو کې د طالبانو د سیاستونو غندلو په موخه څو پرېکړه‌لیکونه تصویب کړي دي. په دې لړ کې یو له وروستیو پرېکړه‌لیکونو څخه د غويي ۳۱مې نېټې هغه پرېکړه‌لیک دی، چې د طالبانو له‌خوا د محاکمو د اجرااتو د نوي قانون تر تصویب وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته ځانګړی شوی و.

دغه پرېکړه‌لیک د ۴۸۰ موافقو، پنځو مخالفو او ۸۳ ممتنعو رایو په پایله کې تصویب شو. د اروپا پارلمان په دغه پرېکړه‌لیک کې د طالبانو نوی قانون په کلکه غندلی او د هغه د سملاسي لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

100%

د اروپا پارلمان همدارنګه د اروپايي ټولنې له شورا او کمېسیون څخه غوښتي، چې د هغه طالب مشرانو پر وړاندې بندیزونه پراخ کړي چې د ښځو د ځورونې او ځپلو مسوول دي. په دغه بندیزونو کې د سفر بندیز او د هغوی د شتمنیو کنګل شامل دي.

واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو پنځه کاله وروسته، یوه مهمه پوښتنه دا ده که نړۍوالو غندنو ونه شوای کړای د یادې ډلې سیاستونه بدل کړي؛ نو نړۍوالې ټولنې ته د فشار راوړلو لپاره نورې کومې وسیلې پاتې دي؟

الساندرا مورتي وايي، د داسې یوې تګلارې موندل چې وکولای شي په افغانستان کې د ښځو وضعیت ښه کړي اسانه کار نه دی؛ خو نړۍواله ټولنه باید پر طالبانو د فشار راوړلو هڅې ونه دروي.

هغې پر څو لومړیتوبونو ټینګار کړی دی: د بشري مرستو دوام، پر طالبانو د ډیپلوماتیک فشار زیاتول، د بشري حقونو د سرغړونو عاملین ځواب ویلو ته اړ کول، د افغان ښځو او مدني ټولنې ملاتړ او په سیاسي معاملاتو کې د ښځو د حقونو د قرباني کېدو مخنیوی.

مورتي وايي، بشري مرستې اړینې دي، خو یوازې دغه مرستې د افغانستان د ناورین د حل لپاره بسنه نه‌کوي. هغې ټینګار کړی: «بشري مرستې باید دوام وکړي؛ خو دغه مرستې د سیاسي فشار او د بشري حقونو د سرغړونو د عاملینو د ځواب ویلو د بهیر بدیل نه‌شي کېدای».

په افغانستان کې د ښځو د حقونو یوشمېر فعالانو او د بشري حقونو مدافعانو خبرداری ورکړی، چې په وروستیو کلونو کې د نړۍ په نورو برخو کې د جګړو او ناورینونو له زیاتېدو سره نړۍوالو سیاست‌والو او رسنیو د افغانستان وضعیت ته لږه پاملرنه کړې ده.

خو مورتي له دې ارزونې سره موافقه نه‌ده. هغې ویلي، د اروپا په پارلمان کې هڅې روانې دي چې په افغانستان کې د ښځو غږ واورېدل شي او اروپايي سیاست‌وال خپلې پرېکړې د همدې ښځو د تجربو او روایتونو پر بنسټ ونیسي.

نوموړې ټینګار کړی: «موږ باید هغو افغان ښځو ته غوږ ونیسو، چې په خپل هېواد کې ژوند کوي. هغوی تر بل هر چا ښه پوهېږي، چې له کومو ستونزو سره مخ دي».

په همدې تړاو، د افغانستان لپاره د اروپا پارلمان د اړیکو پلاوی هم له هغو بنسټونو دی، چې هڅه کوي د افغانستان موضوع د اروپا په سیاسي اجنډا کې ژوندۍ وساتي او د تېرو دوو لسیزو له لاسته راوړنو، په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او لږکیو د حقونو په برخه کې ملاتړ وکړي.