• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د استازو جرګې غړی: له امریکايي ځواکونو سره د همکارو افغانانو په اړه کړې ژمنې باید عملي شي

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۵۸ GMT+۰

د امریکا د استازو جرګې غړی امي بېرا وایي، واشنګټن مسوولیت لري چې د هغو افغانانو ملاتړ وکړي چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړی ده. بېرا د هغه غوښتنلیک ملاتړ هم کړی، چې د افغانانو لپاره د لنډمهالي خوندي وضعیت قانون د رایې اچونې لپاره جرګې ته وړاندې کوي.

نوموړي په یوه پیغام کې ویلي، د کالیفورنیا د سکرامنټو ولسوالي په امریکا کې د افغانانو د یوې تر ټولو لویې ټولنې کوربه ده.
هغه زیاته کړې، ډېرو افغانانو په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره اوږه په اوږه همکاري کړې او امریکا مسوولیت لري چې له هغوی سره کړې ژمنې عملي کړي او د طالبانو له‌خوا یې د ځورونې او تعقیب له ګواښونو څخه خوندي کړي.
بېرا زیاته کړې، له همدې امله یې د استازو جرګې د هغې غوښتنلیک ملاتړ کړی چې له مخې یې د افغانستان د لنډمهاله خوندي وضعیت (ټي‌پي‌ایس) قانون باید د رایې اچونې لپاره جرګې ته وړاندې شي.
د هغه په وینا، د دغه قانون موخه د هغو افغانانو ساتنه ده چې د شرایطو وړ دي، څو بېرته له امریکا څخه ونه ایستل شي.
د افغانستان د لنډمهاله خوندي وضعیت (ټي‌پي‌ایس) پروګرام له مخې، د شرایطو وړ بهرني وګړي کولای شي په امریکا کې د لنډې مودې لپاره د پاتې کېدو او د شړلو پر وړاندې د خوندیتوب غوښتنه وکړي.

ډېر لیدل شوي

د غونډې په پلمه؛ مولوي هبت الله د داخلي اختلافاتو د حل او اطاعت منلو لپاره کابل ته تللی
۱

د غونډې په پلمه؛ مولوي هبت الله د داخلي اختلافاتو د حل او اطاعت منلو لپاره کابل ته تللی

۲

بایډن: که اړتیا وي، امریکا بېرته افغانستان ته ستنېدای شي

۳

بایډن خپل کتاب کې: افغانستان په قبایلي سیالۍ کې ډوب دی، هېڅکله به دیموکراسۍ ته ونه رسیږي

۴

هبت‌الله: د امیر او مامور مقام ټولو ته معلوم دی

۵

په خوست او پکتیا کې یو شمېر سوداګر او بڼوال د ځڼغوزیو د بیو له ټیټوالي شکایت کوي

•
•
•

نور خبرونه

ډونالډ ټرمپ: که ایران په واشنګټن کې چاودنه وکړي حکومت به یې له منځه یوسو

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۲۵ GMT+۰
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که د ایران حکومت په واشنګټن کې د چاودنې یا بم‌اېښودنې اقدام وکړي، امریکا به د ایران حکومت له منځه یوسي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۲۸مه، د چین په شېنژن ښار کې له فاکس نیوز سره په مرکه کې د هغو راپورونو په غبرګون کې دا څرګندونې کړې، چې ښایي د ایران حکومت په واشنګټن کې د بم‌اېښودنې پلان ولري.
کله چې له هغه وپوښتل شول چې ایا دا ګواښ جدي او قطعي دی، ټرمپ په ځواب کې وویل: «ژمنه کوم، په بشپړه توګه».
ټرمپ د ایران له‌خوا د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د احتمالي کارونې په اړه هم وویل، تهران د اټومي وسلو ترلاسه کولو له ستونزو سره د مخ کېدو له امله د کیمیاوي ګازونو او بیولوژیکي وسلو په لټه کې دی.
هغه زیاته کړه: «نوی کال په مخکې دی او د جنورۍ له لومړۍ وروسته به وګورو چې څه پېښېږي».
د امریکا ولسمشر د ایران حکومت «بدکاره کسان» بللي او ټینګار یې کړی چې امریکا جګړه نه ده پیل کړې، بلکې له ایران سره شخړه ۵۱ کاله وړاندې پیل شوې ده، نه ۴۷ کاله مخکې، لکه څنګه چې ځینې کسان یې یادونه کوي.
ټرمپ ادعا کړې چې د ایران حکومت په تېرو اتو میاشتو کې ۷۵ زره اعتراض کوونکي وژلي او د دغه هېواد خلک د اعتراض غوښتونکي دي، خو د وسله‌وال او خونړي ځپلو له امله اوس مهال نه شي کولای واټونو ته راووزي.
هغه د اعتراضونو د ځپلو په اړه وویل: «کله چې د زرګونو کسانو د یوې ډلې پر وړاندې دوه ماشیندارې درول شوې وي او ناڅاپه ډزې پیل شي، خلک هر لور ته پر ځمکه لوېږي او وژل کېږي، په داسې حال کې چې هېڅ وسله هم نه لري، نو اعتراض نه شي کېدای».
ټرمپ له ایران سره د خبرو اترو په اړه وویل چې غواړي له تهران سره هوکړې ته ورسېږي، خو دا هوکړه باید دوامداره او باوري وي.
هغه تایید کړه چې واشنګټن لا هم له تهران سره خبرې کوي او زیاته یې کړه: «موږ ورسره خبرې کړې دي. هغوی غواړي هوکړه وکړي، خو زه داسې هوکړه غواړم چې دوامداره وي».
د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې هر ډول هوکړه باید داسې تضمینونه ولري چې ان په امریکا کې د یوه کمزوري یا نامناسب ولسمشر د واکمنېدو په صورت کې هم پر خپل اعتبار پاتې شي او په واشنګټن کې د حکومت له بدلون سره اغېزمنه نه شي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د داسې یوې هوکړې تر ترلاسه کېدو پورې به امریکايي ځواکونه په سیمه کې پاتې شي، هغه مثبت ځواب ورکړ او ویې ویل: «هو، زه به دا کار پای ته ورسوم. ډېر ژر به یې پای ته ورسوو، په هره بڼه چې وي».

د ډیموکرات ګوند لوړپوړی استازی د ټرمپ د کورنۍ مالي فساد او د اپسټین دوسیه څېړي

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۳۰ GMT+۰
100%

د امریکا د استازو جرګې د څار کمېټې احتمالي مشر رابرټ ګارسیا د ټرمپ د کورنۍ له ۱۲ غړو، ملاتړو او اوسنیو او پخوانیو مرستیالانو غوښتي چې هېڅ اسناد دې له‌منځه نه‌وړي. ډیموکراټان د فساد، اپسټین دوسیې او له کډوالو سره د حکومت د چلند په اړه څېړنې کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د استازو جرګې د څار کمېټې احتمالي مشر رابرټ ګارسیا د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) د ټرمپ د کورنۍ له ۱۲ غړو، ملاتړو او اوسنیو او پخوانیو مرستیالانو غوښتي، چې اړوند اسناد له‌منځه یونه‌سي. نوموړي دغه لیکونه د دیموکراتانو له‌خوا د کانګرس د اکثریت تر ترلاسه کولو مخکې لېږلي دي.
ډیموکراټانو د روانې میاشتې په منځنیو ټاکنو کې د کانګرس د دواړو مجلسونو اکثریت ترلاسه کړی او ټاکل شوې، چې د مرغومي میاشتې له نیمایي وروسته د کمېټو مشري په غاړه واخلي.
ګارسیا له دغه کسانو غوښتي، چې د ټرمپ کورنۍ د غړو د احتمالي ګټو د ټکر او د هغه په حکومت کې د واک د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه ټول اړوند اسناد وساتي. د دغه لیکونو ترلاسه کوونکو په ډله کې د ولسمشر زامن ډونالډ ټرمپ جونیور او اریک ټرمپ او زوم یې جرد کوشنر هم شامل دي.
خو د اسنادو د ساتلو غوښتنه په خپله د دغه کسانو د سرغړونې یا ناقانونه کړنو د ثبوت په معنا نه ده.
د اپسټین د اسنادو خپرول او د مکسول لېږد
ځینې لیکونه د امریکايي پانګه‌وال جفري اپسټین چې د جنسي جرمونو په تور محکوم شوی و، د دوسیو د خپرولو څرنګوالي او د هغه د همکار ګیلین مکسول د یوه داسې زندان ته د لېږد په اړه دي چې امنیتي تدابیر یې نسبتا نرم دي.
ګارسیا د فدرالي زندانونو ادارې مشر ویلیام مارشال او د براین زندان مشرې تاني‌شا هال ته په یوه لیک کې ویلي، چې حکومت د ډیموکراټانو پوښتنو ته ځواب نه‌دی ورکړی.
هغه خبرداری ورکړی، چې کمېټه به په راتلونکي کې له خپلو قانوني واکونو کار واخلي؛ څو له هغو کسانو معلومات ترلاسه کړي، چې د مکسول او اپسټین د جرمونو په پټولو کې یې مرسته کړې ده.
د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس، د سپینې ماڼۍ د دفتر مشر سټیفن مېلر، د عدلیې وزیر ټاډ بلانش او د سپینې ماڼۍ پخوانۍ دفتري مشرې سوزي وایلس هم دغه لیکونه ترلاسه کړي دي.
ګارسیا په یونان کې د امریکا پخوانۍ سفیرې کېمبرلي ګیلفویل، د کورني امنیت پخوانۍ وزیرې کریسټي نوم او د دغه وزارت پخواني سلاکار کوري لېوانډوفسکي ته هم لیکونه استولي دي.
لېوانډوفسکي په یوه خبرپاڼه کې ګارسیا تورن کړی، چې هڅه کوي د هغه په اړه ناسم او ګمراه کوونکی انځور وړاندې کړي.
سپینه ماڼۍ د ګارسیا قانوني صلاحیت تر پوښتنې لاندې راوستی
د سپینې ماڼۍ حقوقي سلاکار ویل شارف د چهارشنبې په ورځ د کانګرس ډیموکراټانو ته په یوه لیک کې ویلي، چې حکومت ځان د غوښتل شویو اسنادو پر وړاندې کولو مکلف نه ګڼي. د هغه په وینا، د اقلیت ګوند د لوړپوړو غړو غوښتنه د کانګرس د یوې کمېټې د رسمي غوښتنې په څېر قانوني اعتبار نه‌لري.
شارف زیاته کړې، چې د اوسنۍ دورې غوښتنې به د کانګرس د نوې دورې له پیل سره خپل اعتبار له لاسه ورکړي. هغه ویلي، چې سپینه ماڼۍ به د کمېټو له راتلونکو مشرانو سره همکاري وکړي؛ خو د هرې غوښتنې قانوني بنسټ او د قانون جوړونې په برخه کې به یې موخه وارزوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې لورین بیس ویلي، چې ټرمپ له ډیموکراټانو سره همکارۍ ته چمتو دی؛ خو خبرداری یې ورکړی چې د «جعلي څېړنو» څار به د امریکا خلکو ته زیان ورسوي. ټرمپ د عدلیې وزارت ته هم لارښوونه کړې، چې وڅېړي، ایا د کانګرس ډیموکراټ غړو څوک ګواښلي دي که نه.

د اروپا پارلمان استازې: د طالبانو سیاستونه له جنسیتي توپیر پرته بل څه نه‌دي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۰
•
طاهر قادري
100%

له افغانستان سره د اړیکو لپاره د اروپا پارلمان د پلاوي مرستیاله الساندرا مورتي وايي، اروپا باید تر هغه وخته له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي نه‌کړي؛ څو چې په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو حقونو وضعیت ښه شوی نه وي.

هغې ټینګار کړی، چې «د ښځو حقونه باید هېڅکله د سیاسي معاملاتو قرباني نه‌شي». مورتي له افغانستان انټرنشنل راډیو سره په خبرو کې ویلي، طالبانو په منظم ډول ښځې له زده‌کړو، کار او په ټولنه کې له ګډون محرومې کړې دي.

هغې د طالبانو دغه سیاست «جنسیتي توپیر» بللی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې بشري مرستې روانې وساتي، پر طالبانو ډیپلوماتیک فشار زیات کړي او د ښځو د حقونو د سرغړونو عاملین ځواب ویلو ته اړ باسي.

اروپايي چارواکو سره له دې چې د ښځو په اړه یې د طالبانو پر کړنو نیوکې کړې او د یادې ډلې اداره یې په رسمیت نه ده پېژندلې؛ خو د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو یې له طالبانو سره تعامل کړی دی.

نیوکه کوونکي وايي، دغه ډول چلند په نړۍوالو اړیکو کې د طالبانو د عادي کېدو لامل کېږي او دغه ډلې ته مشروعیت وربښي.

الساندرا مورتي چې د اروپا پارلمان د ښځو د حقونو او جنسیتي برابرۍ د کمېټې غړې هم ده، ویلي چې د افغانستان وضعیت یوازې یو بشري ناورین نه‌دی. هغې زیاته کړې: «د افغانستان وضعیت یوازې یو بشري ناورین نه؛ بلکې د بشري حقونو ژور ناورین هم دی، په ځانګړي ډول هغه ناورین چې ښځې ورسره مخ دي».

د نوموړې په وینا، له زده‌کړو، کار او په عامه ژوند کې له ګډون څخه د ښځو محرومول نور د جلا، جلا محدودیتونو ټولګه نه؛ بلکې پر یوه منظم نظام بدل شوی دی. هغې ویلي: «دا یوازې ساده تبعیض نه‌دی؛ بلکې هغه څه دي چې جنسیتي توپیر یې بللی شو».

په وروستیو کلونو کې د «جنسیتي توپیر» په توګه د افغانستان د وضعیت پېژندلو موضوع د اروپايي بنسټونو او د بشري حقونو د سازمانونو د بحثونو پر یوه مهم محور بدله شوې ده. د اروپا پارلمان هم په خپلو پرېکړه‌لیکونو کې غوښتنه کړې، چې جنسیتي توپیر دې د بشریت ضد جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

100%

پنځه کاله بې‌پایلې نړۍوالې غندنې

اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بنسټونو په تېرو پنځو کلونو کې څو ځله د طالبانو سیاستونه غندلي دي. خو له دغه ټولو غندنو سره، سره پر ښځو لګېدلي اساسي محدودیتونه لاهم پر خپل ځای پاتې دي او په ځینو برخو کې لا سخت شوي هم دي.

الساندرا مورتي د دې پوښتنې په ځواب کې چې نړۍوالو غندنو په عملي ډګر کې څه پایله لرلې، ویلي چې د اروپا دنده دا وه چې نړۍواله ټولنه پرېنږدي افغانستان او ښځې یې هېرې کړي.

د نوموړې په وینا، د افغان ښځو غوښتنې، له زده‌کړو او ازادۍ نیولې، په ټولنه کې تر ګډون پورې، د هر انسان له بنسټیزو حقونو څخه دي. هغې ویلي: «دوی د زده‌کړو، ازادۍ، انساني کرامت او په ټولنه کې د ګډون په څېر هغه حقونه غواړي چې د هر انسان طبیعي حقونه دي».

مېرمن مورتي ټینګار کړی، چې اروپا باید په افغانستان کې د ښځو له روان وضعیت سره عادت نه‌شي او دغه هېواد باید د نړۍ د ګڼو نورو ناورینونو په منځ کې هېر نه‌شي.

100%

ایا له طالبانو سره تعامل د طالبانو د منلو په معنا دی؟

د افغانستان په تړاو د اروپا د بهرنۍ پالیسۍ یوه له مهمو ننګونو څخه دا ده، چې څنګه له طالبانو سره اړیکې وساتي؛ خو په ورته وخت کې دغه ډلې ته مشروعیت ورنه کړي.

اروپايي ټولنه له یوې خوا د بشري مرستو رسولو، امنیتي مسایلو او د بشري حقونو د وضعیت د څار لپاره له طالب چارواکو سره اړیکو ته اړتیا لري؛ خو له بلې خوا ټینګار کوي چې دغه اړیکې د طالبانو د ادارې د رسمیت پېژندلو په معنا نه‌دي.

اروپايي ټولنې له ۲۰۲۱کال راهیسې له طالبانو سره د اړیکو لپاره پنځه معیارونه ټاکلي دي: د افغانستان د خاورې له کارولو څخه د نورو هېوادونو پرضد د وسله‌والو فعالیتونو مخنیوی، د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو درناوی، د ټول‌ګډونه حکومت جوړول او بشري مرستو ته د لاسرسي ډاډمنول.

خو له دې سره، سره جرمني او د اروپا یوشمېر نورو هېوادونو د طالبانو پر سیاستونو د نیوکو ترڅنګ د یادې ډلې ډیپلوماتان هم منلي دي. دغه هېوادونه هڅه کوي، چې له طالبانو سره د قونسلي خدمتونو او کډوالۍ په برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

مېرمن مورتي باور لري، چې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په وضعیت کې له واقعي بدلون پرته باید له طالبانو سره اړیکې د عادي کېدو پړاو ته ونه رسېږي.

د اروپا پارلمان په وروستیو کلونو کې د طالبانو د سیاستونو غندلو په موخه څو پرېکړه‌لیکونه تصویب کړي دي. په دې لړ کې یو له وروستیو پرېکړه‌لیکونو څخه د غويي ۳۱مې نېټې هغه پرېکړه‌لیک دی، چې د طالبانو له‌خوا د محاکمو د اجرااتو د نوي قانون تر تصویب وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته ځانګړی شوی و.

دغه پرېکړه‌لیک د ۴۸۰ موافقو، پنځو مخالفو او ۸۳ ممتنعو رایو په پایله کې تصویب شو. د اروپا پارلمان په دغه پرېکړه‌لیک کې د طالبانو نوی قانون په کلکه غندلی او د هغه د سملاسي لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

100%

د اروپا پارلمان همدارنګه د اروپايي ټولنې له شورا او کمېسیون څخه غوښتي، چې د هغه طالب مشرانو پر وړاندې بندیزونه پراخ کړي چې د ښځو د ځورونې او ځپلو مسوول دي. په دغه بندیزونو کې د سفر بندیز او د هغوی د شتمنیو کنګل شامل دي.

واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو پنځه کاله وروسته، یوه مهمه پوښتنه دا ده که نړۍوالو غندنو ونه شوای کړای د یادې ډلې سیاستونه بدل کړي؛ نو نړۍوالې ټولنې ته د فشار راوړلو لپاره نورې کومې وسیلې پاتې دي؟

الساندرا مورتي وايي، د داسې یوې تګلارې موندل چې وکولای شي په افغانستان کې د ښځو وضعیت ښه کړي اسانه کار نه دی؛ خو نړۍواله ټولنه باید پر طالبانو د فشار راوړلو هڅې ونه دروي.

هغې پر څو لومړیتوبونو ټینګار کړی دی: د بشري مرستو دوام، پر طالبانو د ډیپلوماتیک فشار زیاتول، د بشري حقونو د سرغړونو عاملین ځواب ویلو ته اړ کول، د افغان ښځو او مدني ټولنې ملاتړ او په سیاسي معاملاتو کې د ښځو د حقونو د قرباني کېدو مخنیوی.

مورتي وايي، بشري مرستې اړینې دي، خو یوازې دغه مرستې د افغانستان د ناورین د حل لپاره بسنه نه‌کوي. هغې ټینګار کړی: «بشري مرستې باید دوام وکړي؛ خو دغه مرستې د سیاسي فشار او د بشري حقونو د سرغړونو د عاملینو د ځواب ویلو د بهیر بدیل نه‌شي کېدای».

په افغانستان کې د ښځو د حقونو یوشمېر فعالانو او د بشري حقونو مدافعانو خبرداری ورکړی، چې په وروستیو کلونو کې د نړۍ په نورو برخو کې د جګړو او ناورینونو له زیاتېدو سره نړۍوالو سیاست‌والو او رسنیو د افغانستان وضعیت ته لږه پاملرنه کړې ده.

خو مورتي له دې ارزونې سره موافقه نه‌ده. هغې ویلي، د اروپا په پارلمان کې هڅې روانې دي چې په افغانستان کې د ښځو غږ واورېدل شي او اروپايي سیاست‌وال خپلې پرېکړې د همدې ښځو د تجربو او روایتونو پر بنسټ ونیسي.

نوموړې ټینګار کړی: «موږ باید هغو افغان ښځو ته غوږ ونیسو، چې په خپل هېواد کې ژوند کوي. هغوی تر بل هر چا ښه پوهېږي، چې له کومو ستونزو سره مخ دي».

په همدې تړاو، د افغانستان لپاره د اروپا پارلمان د اړیکو پلاوی هم له هغو بنسټونو دی، چې هڅه کوي د افغانستان موضوع د اروپا په سیاسي اجنډا کې ژوندۍ وساتي او د تېرو دوو لسیزو له لاسته راوړنو، په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او لږکیو د حقونو په برخه کې ملاتړ وکړي.

سعودي عربستان غواړي له حوثیانو سره جګړه تر ۲۰۲۷ کال پورې وغځوي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۵۹ GMT+۰
100%

لوېدیځو چارواکو ویلي، چې سعودي عربستان له حوثيانو سره د جګړې دوام ته چمتووالی نیسي او اټکل کوي چې پوځي عملیات به یې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې وغځېږي. دا په داسې حال کې ده چې سعودي او د یمن حکومتي ځواکونه په جګړه کې له پوځي شاتګونو سره مخ شوي دي.

د دوو لوېدیځو چارواکو په وینا، چې سعودي چارواکو د خپلو پلانونو په اړه معلومات ورکړي، ریاض له پوځي شاتګونو او پر خپله خاوره د بریدونو له امله د رامنځته شویو ستونزو سره سره، هوډ لري چې له حوثیانو سره جګړه راتلونکي کال ته هم وغځوي.

دوی رویټرز ته ویلي، چې له ایران سره د پراخې جګړې په چوکاټ کې د یمن جګړه تر ټولو فعاله جبهه ګرځېدلې ده. په دې جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي او سلګونه زره نور بې‌ځایه شوي دي.

دې جګړې د سعودي عربستان هغه هڅې هم له خنډ سره مخ کړې دي چې غوښتل یې د تېلو له سکتور پرته په نورو برخو کې پانګونه راجلب کړي او نړیوالې غونډې او سیالۍ کوربه‌توب کړي.

په سعودي عربستان کې د جګړې په اړه د عامه څرګندونو لحن هم ورو ورو بدل شوی او چارواکي اوس د دې جګړې پر اغېزو ډېرې خبرې کوي.

د هغو لوېدیځو چارواکو په وینا، چې د سعودي له سیالانو سره د غیرعلني خبرو د افشا کولو لپاره یې د نوم نه ښودلو په شرط له رویټرز سره خبرې کړې وايي، سعودي چارواکي اوس اټکل کوي چې پوځي عملیات به یې تر شپږو میاشتو پورې دوام وکړي او د ریاض موخه دا ده چې له حوثیانو سره تر هر ډول خبرو مخکې، د یمن د خپلو متحدینو په لاس د جګړې په ډګر کې پرمختګونه ترلاسه کړي.

یوې درېیمې سرچینې، چې د سعودي عربستان له پلانونو خبره ده، هم دا معلومات تایید کړي دي. د دغو درېیو سرچینو په وینا، د ایران د پراخې جګړې د پای ته رسولو هر ډول هوکړه ښايي په یمن کې د جګړې د شدت د کمېدو لامل شي.

درېیمې سرچینې زیاته کړې، ریاض باور لري چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له خوا د سعودي عملیاتو لپاره د مستقیم پوځي ملاتړ برابرول، چې تر اوسه یې نه دی منلی، د جګړې وضعیت بدلولی شي. د دې سرچینې په وینا، دا ملاتړ ښايي سعودي پلوه ځواکونو ته زمینه برابره کړي چې په څو اوونیو کې خپلې مطلوبې لاسته راوړنې ترلاسه کړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د لوېدیځو چارواکو له خوا د سعودي چارواکو د نظرونو په اړه له څرګندونې ډډه کړې ده.

سعودي عربستان په ۲۰۱۵ کال کې د یوه عربي ایتلاف په مشرۍ د یمن جګړې ته داخل شو. هغه مهال یې موخه دا وه چې د یمن حکومت بېرته واک ته ورسوي؛ ځکه حوثیانو پلازمېنه صنعا او د دغه هېواد ډېره برخه نیولې وه.

دواړه لوري له خونړۍ جګړې وروسته په بن‌بست کې ښکېل شول او په ۲۰۲۲ کال کې یې اوربند وکړ. دغه اوربند د روان کال تر اوړي پورې دوام وکړ.

د جګړو له بیا پیلېدو راهیسې، حوثیانو د سره سمندرګي ساحلي سیمې او د باب‌المندب ستراتیژیک تنګی د سعودي عربستان د ملاتړ لرونکو ځواکونو له ولکې نیولي دي او دوی د یمن د تعز ښار هم کلابند کړی دی. دغه ښار په لوړو غرنیو سیمو کې پروت دی او د سویلي ساحل په اوږدو کې د یمن د حکومت د لنډمهالې پلازمېنې عدن ښار ته نږدې موقعیت لري.

د یمن حکومتي ځواکونو تېره میاشت ځوابي بریدونه پیل کړل او د باب‌المندب تنګي شاوخوا یې ځینې سیمې بېرته ونیولې؛ خو د تېرې اوونۍ په پای کې یې د عدن ښار د ساتنې لپاره له دغو سیمو شاتګ وکړ. دا د دوی لپاره یوه لویه پوځي ضربه بلل شوې ده.

د یوه لوېدیځ چارواکي په وینا، سعودي او یمني ځواکونه اوس د خپلو ځواکونو د بیا تنظیمولو په حال کې دي او د دوی پلان دا دی چې عدن ښار د حوثیانو له پرمختګونو وساتي او ښايي خپل بریدونه ختیځو جبهو ته ولېږدوي؛ هغه سیمې چې هلته یې ځینې پرمختګونه کړي یا لږ تر لږه خپلې دفاعي کرښې ساتلې دي.

سعودي عربستان د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف د قوماندې مسوول یې بدل کړی دی. د یمن حکومت هم تمه لري چې د خپل پوځ په مشرتابه کې بدلونونه راولي. دا خبره دوو هغو کسانو کړې چې د دغه حکومت له پلانونو خبر دي.

سعودي عربستان هڅه کوله چې له حوثیانو سره بیا پیل شوې جګړه د یمن کورنۍ شخړه وښيي او ځان یوازې د خپلو یمني متحدینو د ملاتړ او له پولې هاخوا د بریدونو پر وړاندې د دفاع په توګه معرفي کړي، نه د جګړې د یوه مستقیم لوري په توګه.

خو پر سعودي ښارونو د پرله‌پسې او مهمو بریدونو له امله د دې دریځ ساتل ورځ تر بلې ستونزمن شوي دي. له همدې امله د سعودي عربستان په رسنیو او جوماتونو کې د جګړې په اړه د عامه څرګندونو کچه هم لوړه شوې ده.

افغان ماشومان د تاوتریخوالي، بېوزلۍ او جبري ودونو له ګواښ سره مخ دي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۹ GMT+۰
100%

د ماشومانو د جنسي تېري او ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت او د هغوی د اغېزمن ملاتړ د نشتوالي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جنسي تېري او تاوتریخوالي، جبري ودونو، د ماشومانو د ودولو او د هلکانو د جنسي استثمار بېلابېلې پېښې مستندې کړې دي.

د نومبر ۱۸مه د ماشومانو پر وړاندې د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي نړیواله ورځ ده؛ دا ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې افغانستان د ۲۰۲۶ کال د ماشومانو د حقونو په نړیواله درجه‌بندۍ کې د نړۍ د ۱۹۴ هېوادونو په منځ کې وروستی ځای لري.

دا ورځ په حقیقي ژوند او انلاین فضا کې د تاوتریخوالي پر وړاندې د ماشومانو د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کوي. خو په افغانستان کې له زده‌کړو محرومیت، بېوزلي، بې‌ځایه کېدل او جبري ودونه د ګڼ شمېر ماشومانو د جنسي تاوتریخوالي پر وړاندې د زیان‌منېدو خطر زیاتوي.

یونیسف د ۲۰۲۶ کال په اګست میاشت کې اعلان وکړ چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې له ۲.۶ میلیونو څخه زیاتې نجونې له منځنیو زده‌کړو محرومې شوې دي. د ماشومانو د ملاتړ بنسټونه خبرداری ورکوي چې له زده‌کړو او د ودې له فرصتونو محرومیت د ماشومانو پر وړاندې د کم‌عمره ودونو او بېلابېلو ډولونو تاوتریخوالي خطر زیاتولی شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په یوه راپور کې چې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې خپور شوی، په افغانستان کې د جبري ودونو، په ځانګړي ډول د ماشومانو د ودولو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودل شوې ده. له ملګرو ملتونو سره مرکه شویو کسانو اقتصادي ستونزې او د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو تړل کېدل د دې وضعیت له مهمو لاملونو څخه بللي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل ۲۰۲۴ کالني راپور کې ویلي چې طالبانو د خپلو رسمي څرګندونو خلاف، ماشومان په خپلو وسله‌والو ځواکونو کې جذب کړي او پوځي روزنه یې ورکړې ده.

د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې طالبانو له ۳۴۰ څخه زیات ماشومان په خپلو لیکو کې استخدام کړي وو، چې ځینې یې په جنګي او ځینې نور یې په مرستندویه دندو کې ګومارل شوي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۲۶ کال کې د انسانانو د قاچاق په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ماشومانو د سرتېرو ګومارل او بچه‌بازي لا هم دوام لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، په وسله‌والو نښتو کې د ماشومانو کارول د ماشومانو د حقونو جدي سرغړونه ده او باید پای ته ورسېږي.

په ورته شرایطو کې د ماشومانو جنسي ناوړه ګټه اخیستنه او استثمار هم د نړیوالو بنسټونو له جدي اندېښنو څخه دي. بچه‌بازي، د هلکانو جنسي استثمار او د جنسي تاوتریخوالي نور ډولونه هغه موارد دي چې د افغانستان د ماشومانو د وضعیت په اړه په راپورونو کې یاد شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر تر ۳۱مې پورې، د ۲۴ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېري او جنسي تاوتریخوالي ۲۴ پېښې تایید شوې دي. په دغو ماشومانو کې ۱۶ نجونې او اته هلکان شامل دي.

ملګري ملتونه وايي، له ټولنیز پېغور، غچ اخیستنې، ټولنیز رد کېدو او زیان‌رسوونکو ټولنیزو دودونو څخه وېره هغه خنډونه دي چې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ډېرو پېښو د نه راپور کېدو لامل کېږي.

طالبانو د «د زوجینو ترمنځ د بېلتون د اصولو» تر سرلیک لاندې د ۳۱ مخونو د مقرراتو په تصویب سره د کورنۍ د قوانینو په چوکاټ کې د ماشومانو ودول په رسمي توګه منلي دي.

د بشري حقونو بنسټونه وايي، د طالبانو دغه اصول‌نامه د ماشومانو د جبري ودونو لپاره زمینه برابروي.

بېوزلي او بې‌ځایه کېدل هم د ماشومانو پر وړاندې د خوندیتوب خطرونه زیاتوي. د ماشومانو ژغورنې سازمان په یوه راپور کې د افغانستان د بې‌ځایه شویو ماشومانو د وضعیت په اړه د خوړو کمښت، د روغتیايي وضعیت خرابوالی او د ځینو ماشومانو پر وړاندې د جبري کار، فزیکي او لفظي تاوتریخوالي او کم‌عمره ودونو په څېر خطرونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دغو خطرونو ترڅنګ، په انلاین فضا کې د ماشومانو جنسي ناوړه ګټه اخیستنه هم د ماشومانو د ملاتړ د بنسټونو پر یوې مهمې اندېښنې بدله شوې ده. د ماشومانو د خوندیتوب متخصصان باور لري چې د جنسي ځورونې مخنیوی باید د ماشومانو له عمر سره د مناسبو زده‌کړو او په کورنۍ کې د باور پر بنسټ د اړیکو له جوړولو پیل شي.

د متخصصانو د لارښوونو له مخې، والدین کولای شي له کوچنیوالي څخه ماشومانو ته په ساده ژبه ور وښيي چې د هغوی بدن د دوی خپل دی، حق لري د هر هغه تماس یا چلند پر وړاندې چې ورته د منلو وړ نه وي، «نه» ووایي او هېڅوک حق نه لري چې هغوی لمس کولو یا جنسي چلند ته اړ کړي.

متخصصان همداراز سپارښتنه کوي چې والدین باید د هغو کسانو، چاپېریالونو او انلاین اړیکو په اړه چې ماشومان ورسره سروکار لري، معلومات ولري. خو دا څارنه باید د ګواښ او رټلو پر ځای له صمیمانه خبرو اترو سره مل وي.

د جنسي ځورونې د مخنیوي مسوولیت یوازې د کورنیو یا خپله ماشومانو پر اوږو نه دی. د ښوونکو او سرپرستانو روزنه، د راپور شویو پېښو څېړنه، له قربانیانو ملاتړ او د تاوتریخوالي د عاملانو حساب ورکولو ته اړ کول د مسوولو بنسټونو له اساسي مسوولیتونو څخه دي.

په افغانستان کې زده‌کړو ته د لاسرسي محدودیت، بېوزلي، ټولنیز پېغور او د ملاتړیزو خدمتونو کمښت د ماشومانو پر وړاندې د ناوړه ګټه اخیستنې د پېښو پېژندنه او څېړنه لا ستونزمنوي.

د طالبانو په توقیف‌خونو کې د ماشومانو شمېر ۱۵۰ برابره زیات شوی

د طالبانو د احصایې ادارې په کلني کتاب کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د ۱۵۰ زره ماشومانو د ثبت خبر ورکړل شوی دی. دغه مرکزونه د دارالتأدیب یا هغو قانوني توقیف‌ځایونو په توګه پېژندل کېږي چې د جرمونو په تور نیول شوي ماشومان پکې ساتل کېږي.

دغه شمېرې ښيي چې په دغو مرکزونو کې د ثبت شویو ماشومانو شمېر د پخواني حکومت د واکمنۍ په پرتله شاوخوا ۱۵۸ برابره زیات شوی دی.

د افغانستان انټرنشنل د څېړنو له مخې، په دغو مرکزونو کې د ثبت شویو ماشومانو شمېر په ۱۴۰۰ کال کې له ۹۵۰ تنو څخه په ۱۴۰۴کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ۱۵۰ زره او ۲۵۲ تنو ته لوړ شوی دی.

له بلې خوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په ۱۴۰۳ کال کې اعلان کړی و چې په افغانستان کې ۱۹ سلنه ماشومان کار کوي. دې سازمان په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د هوساینې او راتلونکي په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.