• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د حوثیانو د بریدونو پراخېدو په یمن کې د بې‌ځایه شویو شمېر ۳۳۸ زرو ته ورساوه

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۲۴ GMT+۰

په یمن کې د حوثیانو د بریدونو د پراخېدو له امله بشري وضعیت خورا خراب شوی او تر ۳۳۸ زرو ډېر کسان بې‌ځایه شوي دي. د کډوالو ادارې ویلي چې شاوخوا ۵۰ زره کورنۍ په ۱۰ بېلابېلو ولایتونو کې خپرې شوې دي.

د بې‌ځایه شویو کسانو د سمبالښت دولتي ادارې ویلي، چې تر اوسه شاوخوا ۵۰ زره کورنۍ چې ۳۳۸ زره او ۷۴۸ کسان په کې شامل دي، د دغه هېواد په لسو بېلابېلو ولایتونو کې کډوالې شوې دي. د نښتو له امله کوربه ولایتونه له خورا زیات فشار سره مخامخ دي او د لومړنیو خدمتونو د وړاندې کولو امکانات په چټکۍ سره په کمېدو دي.
د خپرو شویو رسمي ارقامو پر بنسټ، د تعز او لحج ولایتونه د ټولو کډوالو شاوخوا ۸۱ سلنه برخه جوړوي او یوازې په دغو دوو ولایتونو کې ۲۷۴ زره او ۱۶۹ کسان مېشت شوي دي. د تعز ولایت ۲۳ زره او اووه کورنۍ چې ټولټال ۱۵۶ زره او ۸۹۸ کسان کېږي او د لحج ولایت ۱۵ زره او ۱۶۰ کورنۍ چې ۱۱۷ زره او ۲۷۱ کسان کېږي، پناه ورکړې ده. همدارنګه په ابین ولایت کې تر ۲۲ زرو ډېر، په عدن کې تر ۱۷ زرو ډېر او په الحدیده ولایت کې تر ۱۰ زرو ډېر بې‌ځایه شوي کسان ثبت شوي دي. پاتې کورنۍ په مارب، الضالع، حضرموت، شبوه او المهره ولایتونو کې خپرې شوې دي.
ورته مهال، د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې د نښتو له پیله تر اوسه د روغتیایي بیړنیو عملیاتو په مرکز کې ۱۲ زره او ۷۷۹ قربانیان ثبت شوي دي. په دغه شمېر کې ۲ زره او ۲۶۰ تنه وژل شوي او ۱۰ زره او ۵۱۹ تنه نور ټپیان دي. د دغه سازمان په وینا، یوازې په وروستیو اتو ورځو کې ۱۶۲ کسان وژل شوي او ۸۶۲ نور ټپیان شوي دي. روغتیایي چارواکو خبرداری ورکړی چې دغه شمېرې وروستۍ نه دي، ځکه په ډېرو سیمو کې د نښتو له امله د پېښو بشپړ راپور ورکول ستونزمن دي او یوازې تر ۹۲ سلنې پېښې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د جګړې لومړۍ کرښې عدن ښار ته نږدې شوې دي، هغه ښار چې د مهمو روغتونونو، بېړني روغتیایي مرکز او بشري مرستو د اکمالاتي زېرمو اصلي مرکز بلل کېږي. په تعز ولایت کې روغتیایي مرکزونه د سونګ توکو، جراحي وسایلو، اکسېجن او انستیزۍ د درملو له سخت کمښت سره مخ دي. بل خوا سره له دې چې په یو شمېر سیمو کې د کولرا ناروغۍ کچه یو څه راټیټه شوې، خو د حضرموت ولایت په تریم ښار کې د حادو نس‌ناستو پېښې زیاتې شوې دي او ګڼې بې‌ځایه شوې کورنۍ تر شنه اسمان لاندې او بې له سرپناه ژوند کوي.

ډېر لیدل شوي

د غونډې په پلمه؛ مولوي هبت الله د داخلي اختلافاتو د حل او اطاعت منلو لپاره کابل ته تللی
۱

د غونډې په پلمه؛ مولوي هبت الله د داخلي اختلافاتو د حل او اطاعت منلو لپاره کابل ته تللی

۲

بایډن: که اړتیا وي، امریکا بېرته افغانستان ته ستنېدای شي

۳

بایډن خپل کتاب کې: افغانستان په قبایلي سیالۍ کې ډوب دی، هېڅکله به دیموکراسۍ ته ونه رسیږي

۴

هبت‌الله: د امیر او مامور مقام ټولو ته معلوم دی

۵

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اړمنو کسانو د ملاتړ لپاره ۱۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

•
•
•

نور خبرونه

ډونالډ ټرمپ: که ایران په واشنګټن کې چاودنه وکړي حکومت به یې له منځه یوسو

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۲۵ GMT+۰
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که د ایران حکومت په واشنګټن کې د چاودنې یا بم‌اېښودنې اقدام وکړي، امریکا به د ایران حکومت له منځه یوسي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۲۸مه، د چین په شېنژن ښار کې له فاکس نیوز سره په مرکه کې د هغو راپورونو په غبرګون کې دا څرګندونې کړې، چې ښایي د ایران حکومت په واشنګټن کې د بم‌اېښودنې پلان ولري.
کله چې له هغه وپوښتل شول چې ایا دا ګواښ جدي او قطعي دی، ټرمپ په ځواب کې وویل: «ژمنه کوم، په بشپړه توګه».
ټرمپ د ایران له‌خوا د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د احتمالي کارونې په اړه هم وویل، تهران د اټومي وسلو ترلاسه کولو له ستونزو سره د مخ کېدو له امله د کیمیاوي ګازونو او بیولوژیکي وسلو په لټه کې دی.
هغه زیاته کړه: «نوی کال په مخکې دی او د جنورۍ له لومړۍ وروسته به وګورو چې څه پېښېږي».
د امریکا ولسمشر د ایران حکومت «بدکاره کسان» بللي او ټینګار یې کړی چې امریکا جګړه نه ده پیل کړې، بلکې له ایران سره شخړه ۵۱ کاله وړاندې پیل شوې ده، نه ۴۷ کاله مخکې، لکه څنګه چې ځینې کسان یې یادونه کوي.
ټرمپ ادعا کړې چې د ایران حکومت په تېرو اتو میاشتو کې ۷۵ زره اعتراض کوونکي وژلي او د دغه هېواد خلک د اعتراض غوښتونکي دي، خو د وسله‌وال او خونړي ځپلو له امله اوس مهال نه شي کولای واټونو ته راووزي.
هغه د اعتراضونو د ځپلو په اړه وویل: «کله چې د زرګونو کسانو د یوې ډلې پر وړاندې دوه ماشیندارې درول شوې وي او ناڅاپه ډزې پیل شي، خلک هر لور ته پر ځمکه لوېږي او وژل کېږي، په داسې حال کې چې هېڅ وسله هم نه لري، نو اعتراض نه شي کېدای».
ټرمپ له ایران سره د خبرو اترو په اړه وویل چې غواړي له تهران سره هوکړې ته ورسېږي، خو دا هوکړه باید دوامداره او باوري وي.
هغه تایید کړه چې واشنګټن لا هم له تهران سره خبرې کوي او زیاته یې کړه: «موږ ورسره خبرې کړې دي. هغوی غواړي هوکړه وکړي، خو زه داسې هوکړه غواړم چې دوامداره وي».
د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې هر ډول هوکړه باید داسې تضمینونه ولري چې ان په امریکا کې د یوه کمزوري یا نامناسب ولسمشر د واکمنېدو په صورت کې هم پر خپل اعتبار پاتې شي او په واشنګټن کې د حکومت له بدلون سره اغېزمنه نه شي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د داسې یوې هوکړې تر ترلاسه کېدو پورې به امریکايي ځواکونه په سیمه کې پاتې شي، هغه مثبت ځواب ورکړ او ویې ویل: «هو، زه به دا کار پای ته ورسوم. ډېر ژر به یې پای ته ورسوو، په هره بڼه چې وي».

د ډیموکرات ګوند لوړپوړی استازی د ټرمپ د کورنۍ مالي فساد او د اپسټین دوسیه څېړي

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۳۰ GMT+۰
100%

د امریکا د استازو جرګې د څار کمېټې احتمالي مشر رابرټ ګارسیا د ټرمپ د کورنۍ له ۱۲ غړو، ملاتړو او اوسنیو او پخوانیو مرستیالانو غوښتي چې هېڅ اسناد دې له‌منځه نه‌وړي. ډیموکراټان د فساد، اپسټین دوسیې او له کډوالو سره د حکومت د چلند په اړه څېړنې کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د استازو جرګې د څار کمېټې احتمالي مشر رابرټ ګارسیا د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) د ټرمپ د کورنۍ له ۱۲ غړو، ملاتړو او اوسنیو او پخوانیو مرستیالانو غوښتي، چې اړوند اسناد له‌منځه یونه‌سي. نوموړي دغه لیکونه د دیموکراتانو له‌خوا د کانګرس د اکثریت تر ترلاسه کولو مخکې لېږلي دي.
ډیموکراټانو د روانې میاشتې په منځنیو ټاکنو کې د کانګرس د دواړو مجلسونو اکثریت ترلاسه کړی او ټاکل شوې، چې د مرغومي میاشتې له نیمایي وروسته د کمېټو مشري په غاړه واخلي.
ګارسیا له دغه کسانو غوښتي، چې د ټرمپ کورنۍ د غړو د احتمالي ګټو د ټکر او د هغه په حکومت کې د واک د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه ټول اړوند اسناد وساتي. د دغه لیکونو ترلاسه کوونکو په ډله کې د ولسمشر زامن ډونالډ ټرمپ جونیور او اریک ټرمپ او زوم یې جرد کوشنر هم شامل دي.
خو د اسنادو د ساتلو غوښتنه په خپله د دغه کسانو د سرغړونې یا ناقانونه کړنو د ثبوت په معنا نه ده.
د اپسټین د اسنادو خپرول او د مکسول لېږد
ځینې لیکونه د امریکايي پانګه‌وال جفري اپسټین چې د جنسي جرمونو په تور محکوم شوی و، د دوسیو د خپرولو څرنګوالي او د هغه د همکار ګیلین مکسول د یوه داسې زندان ته د لېږد په اړه دي چې امنیتي تدابیر یې نسبتا نرم دي.
ګارسیا د فدرالي زندانونو ادارې مشر ویلیام مارشال او د براین زندان مشرې تاني‌شا هال ته په یوه لیک کې ویلي، چې حکومت د ډیموکراټانو پوښتنو ته ځواب نه‌دی ورکړی.
هغه خبرداری ورکړی، چې کمېټه به په راتلونکي کې له خپلو قانوني واکونو کار واخلي؛ څو له هغو کسانو معلومات ترلاسه کړي، چې د مکسول او اپسټین د جرمونو په پټولو کې یې مرسته کړې ده.
د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس، د سپینې ماڼۍ د دفتر مشر سټیفن مېلر، د عدلیې وزیر ټاډ بلانش او د سپینې ماڼۍ پخوانۍ دفتري مشرې سوزي وایلس هم دغه لیکونه ترلاسه کړي دي.
ګارسیا په یونان کې د امریکا پخوانۍ سفیرې کېمبرلي ګیلفویل، د کورني امنیت پخوانۍ وزیرې کریسټي نوم او د دغه وزارت پخواني سلاکار کوري لېوانډوفسکي ته هم لیکونه استولي دي.
لېوانډوفسکي په یوه خبرپاڼه کې ګارسیا تورن کړی، چې هڅه کوي د هغه په اړه ناسم او ګمراه کوونکی انځور وړاندې کړي.
سپینه ماڼۍ د ګارسیا قانوني صلاحیت تر پوښتنې لاندې راوستی
د سپینې ماڼۍ حقوقي سلاکار ویل شارف د چهارشنبې په ورځ د کانګرس ډیموکراټانو ته په یوه لیک کې ویلي، چې حکومت ځان د غوښتل شویو اسنادو پر وړاندې کولو مکلف نه ګڼي. د هغه په وینا، د اقلیت ګوند د لوړپوړو غړو غوښتنه د کانګرس د یوې کمېټې د رسمي غوښتنې په څېر قانوني اعتبار نه‌لري.
شارف زیاته کړې، چې د اوسنۍ دورې غوښتنې به د کانګرس د نوې دورې له پیل سره خپل اعتبار له لاسه ورکړي. هغه ویلي، چې سپینه ماڼۍ به د کمېټو له راتلونکو مشرانو سره همکاري وکړي؛ خو د هرې غوښتنې قانوني بنسټ او د قانون جوړونې په برخه کې به یې موخه وارزوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې لورین بیس ویلي، چې ټرمپ له ډیموکراټانو سره همکارۍ ته چمتو دی؛ خو خبرداری یې ورکړی چې د «جعلي څېړنو» څار به د امریکا خلکو ته زیان ورسوي. ټرمپ د عدلیې وزارت ته هم لارښوونه کړې، چې وڅېړي، ایا د کانګرس ډیموکراټ غړو څوک ګواښلي دي که نه.

سعودي عربستان غواړي له حوثیانو سره جګړه تر ۲۰۲۷ کال پورې وغځوي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۵۹ GMT+۰
100%

لوېدیځو چارواکو ویلي، چې سعودي عربستان له حوثيانو سره د جګړې دوام ته چمتووالی نیسي او اټکل کوي چې پوځي عملیات به یې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې وغځېږي. دا په داسې حال کې ده چې سعودي او د یمن حکومتي ځواکونه په جګړه کې له پوځي شاتګونو سره مخ شوي دي.

د دوو لوېدیځو چارواکو په وینا، چې سعودي چارواکو د خپلو پلانونو په اړه معلومات ورکړي، ریاض له پوځي شاتګونو او پر خپله خاوره د بریدونو له امله د رامنځته شویو ستونزو سره سره، هوډ لري چې له حوثیانو سره جګړه راتلونکي کال ته هم وغځوي.

دوی رویټرز ته ویلي، چې له ایران سره د پراخې جګړې په چوکاټ کې د یمن جګړه تر ټولو فعاله جبهه ګرځېدلې ده. په دې جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي او سلګونه زره نور بې‌ځایه شوي دي.

دې جګړې د سعودي عربستان هغه هڅې هم له خنډ سره مخ کړې دي چې غوښتل یې د تېلو له سکتور پرته په نورو برخو کې پانګونه راجلب کړي او نړیوالې غونډې او سیالۍ کوربه‌توب کړي.

په سعودي عربستان کې د جګړې په اړه د عامه څرګندونو لحن هم ورو ورو بدل شوی او چارواکي اوس د دې جګړې پر اغېزو ډېرې خبرې کوي.

د هغو لوېدیځو چارواکو په وینا، چې د سعودي له سیالانو سره د غیرعلني خبرو د افشا کولو لپاره یې د نوم نه ښودلو په شرط له رویټرز سره خبرې کړې وايي، سعودي چارواکي اوس اټکل کوي چې پوځي عملیات به یې تر شپږو میاشتو پورې دوام وکړي او د ریاض موخه دا ده چې له حوثیانو سره تر هر ډول خبرو مخکې، د یمن د خپلو متحدینو په لاس د جګړې په ډګر کې پرمختګونه ترلاسه کړي.

یوې درېیمې سرچینې، چې د سعودي عربستان له پلانونو خبره ده، هم دا معلومات تایید کړي دي. د دغو درېیو سرچینو په وینا، د ایران د پراخې جګړې د پای ته رسولو هر ډول هوکړه ښايي په یمن کې د جګړې د شدت د کمېدو لامل شي.

درېیمې سرچینې زیاته کړې، ریاض باور لري چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له خوا د سعودي عملیاتو لپاره د مستقیم پوځي ملاتړ برابرول، چې تر اوسه یې نه دی منلی، د جګړې وضعیت بدلولی شي. د دې سرچینې په وینا، دا ملاتړ ښايي سعودي پلوه ځواکونو ته زمینه برابره کړي چې په څو اوونیو کې خپلې مطلوبې لاسته راوړنې ترلاسه کړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د لوېدیځو چارواکو له خوا د سعودي چارواکو د نظرونو په اړه له څرګندونې ډډه کړې ده.

سعودي عربستان په ۲۰۱۵ کال کې د یوه عربي ایتلاف په مشرۍ د یمن جګړې ته داخل شو. هغه مهال یې موخه دا وه چې د یمن حکومت بېرته واک ته ورسوي؛ ځکه حوثیانو پلازمېنه صنعا او د دغه هېواد ډېره برخه نیولې وه.

دواړه لوري له خونړۍ جګړې وروسته په بن‌بست کې ښکېل شول او په ۲۰۲۲ کال کې یې اوربند وکړ. دغه اوربند د روان کال تر اوړي پورې دوام وکړ.

د جګړو له بیا پیلېدو راهیسې، حوثیانو د سره سمندرګي ساحلي سیمې او د باب‌المندب ستراتیژیک تنګی د سعودي عربستان د ملاتړ لرونکو ځواکونو له ولکې نیولي دي او دوی د یمن د تعز ښار هم کلابند کړی دی. دغه ښار په لوړو غرنیو سیمو کې پروت دی او د سویلي ساحل په اوږدو کې د یمن د حکومت د لنډمهالې پلازمېنې عدن ښار ته نږدې موقعیت لري.

د یمن حکومتي ځواکونو تېره میاشت ځوابي بریدونه پیل کړل او د باب‌المندب تنګي شاوخوا یې ځینې سیمې بېرته ونیولې؛ خو د تېرې اوونۍ په پای کې یې د عدن ښار د ساتنې لپاره له دغو سیمو شاتګ وکړ. دا د دوی لپاره یوه لویه پوځي ضربه بلل شوې ده.

د یوه لوېدیځ چارواکي په وینا، سعودي او یمني ځواکونه اوس د خپلو ځواکونو د بیا تنظیمولو په حال کې دي او د دوی پلان دا دی چې عدن ښار د حوثیانو له پرمختګونو وساتي او ښايي خپل بریدونه ختیځو جبهو ته ولېږدوي؛ هغه سیمې چې هلته یې ځینې پرمختګونه کړي یا لږ تر لږه خپلې دفاعي کرښې ساتلې دي.

سعودي عربستان د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف د قوماندې مسوول یې بدل کړی دی. د یمن حکومت هم تمه لري چې د خپل پوځ په مشرتابه کې بدلونونه راولي. دا خبره دوو هغو کسانو کړې چې د دغه حکومت له پلانونو خبر دي.

سعودي عربستان هڅه کوله چې له حوثیانو سره بیا پیل شوې جګړه د یمن کورنۍ شخړه وښيي او ځان یوازې د خپلو یمني متحدینو د ملاتړ او له پولې هاخوا د بریدونو پر وړاندې د دفاع په توګه معرفي کړي، نه د جګړې د یوه مستقیم لوري په توګه.

خو پر سعودي ښارونو د پرله‌پسې او مهمو بریدونو له امله د دې دریځ ساتل ورځ تر بلې ستونزمن شوي دي. له همدې امله د سعودي عربستان په رسنیو او جوماتونو کې د جګړې په اړه د عامه څرګندونو کچه هم لوړه شوې ده.

د چین او روسیې ولسمشرانو د لویدیځ بندیزونه او سوداګریز محدودیتونه غندلي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۲۳ GMT+۰
100%

د چین ولسمشر شي جېن پېنګ او د روسیې ولسمشر پوتین د لوېدیځو هېوادونو سوداګریز محدودیتونه او بندیزونه غندلي دي. دا په داسې حال کې ده، چې ډونالډ ټرمپ چین ته رسېدلی او ټاکل شوې ده د چین او روسیې له مشرانو سره په درې‌اړخیزه غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

د چین ولسمشر شي جین‌ پینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ د چین په سویل ښار شېن‌جن کې د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو سازمان (اپېک) په غونډه کې د وینا پر مهال د لوېدیځ بندیزونه او سوداګرییز محدودیتونه غندلي دي.

د چین ولسمشر ژمنه کړې چې هېواد به یې د سوداګریز ملاتړپالنې پر وړاندې ودرېږي. په ورته مهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د لوېدیځو هېوادونو بندیزونه غندلي.

دا څرګندونې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین ته له رسېدو څو ساعته مخکې وشوې. ټرمپ د روانې اوونۍ په پیل کې په مانیلا کې د سیمې له مهمو متحدانو سره تر لیدنې وروسته چین ته ولاړ.

شي جین‌پینګ په هوايي ډګر کې د ټرمپ هرکلی کړی دی.

د چین دولتي خبري اژانس شینهوا د شي جین‌پینګ له قوله لیکلي: «چین د ادب او درناوي هېواد دی او د متقابل درناوي دود لري.» هغه زیاته کړې چې د چین او امریکا د اړیکو، د اسیا او ارام سمندر د همکارۍ او د نړۍ د وضعیت په اړه خبرو ته لېواله دی.

د شینهوا د راپور له مخې، ټرمپ ویلي چې له شي سره یې هره لیدنه «ډېره په زړه پورې» وه.

ټاکل شوې ده دواړه مشران د اپېک د مشرانو په ګډ انځور اخیستلو او د نورو مشرانو په ګډون په مېلمستیا کې برخه واخلي.

ټاکل شوې ده شي، ټرمپ او پوتین د پنجشنبې په ورځ د غونډې په څنډه کې درې‌اړخیزه لیدنه وکړي. تمه ده په دې غونډه کې د اوکراین پر وړاندې د روسیې جګړې، له ایران سره د امریکا جګړې او همدارنګه د سوداګرۍ، مصنوعي ځیرکتیا او اټومي وسلو په څېر موضوعاتو خبرې وشي.

دې غونډې د ۱۹۴۵ کال د یالتا کنفرانس یادونه هم تازه کړې ده. په هغه کنفرانس کې د امریکا، بریتانیا او شوروي اتحاد مشرانو د نفوذ سیمې سره ووېشلې، له دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې د نړیوال نظم بنسټ کېښود او د لویو قدرتونو له‌خوا پر کوچنیو هېوادونو د پرېکړو د تپلو یوه بېلګه وګرځېده.

د دې درې‌اړخیزې غونډې احتمال د اروپا او اسیا ځینې هېوادونه هم اندېښمن کړي دي. هغوی وېره لري چې د نړۍ ستر پوځي قدرتونه به د خپلو پرېکړو پر مهال د دوی ګټې له پامه وغورځوي.

شي جین‌پینګ په خپله پرانیستونکې وینا کې د «ازادې او پرانیستې سوداګرۍ» د ملاتړ غوښتنه وکړه. نوموړي هڅه وکړه چې چین په نړیواله کچه د یوه باثباته شریک په توګه معرفي کړي؛ په داسې حال کې چې د ټرمپ په مشرۍ امریکا تعرفې لوړې کړې او په بهرنۍ پالیسۍ کې یې سخت دریځ خپل کړی دی.

د شي څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې واشنګټن د انوېډیا په څېر شرکتونو له‌خوا چین ته د پرمختللو مصنوعي ځیرکتیا چپونو پر پلور نور محدودیتونه اعلان کړل. دغه اقدام ښايي له بیجینګ سره د سوداګرۍ نازک اوربند نور هم ستونزمن کړي. چین ګواښ کړی چې د امریکا د دې اقدام ځواب به ورکړي.

شي جین‌پینګ د سوداګریزو شرکتونو مشرانو ته په وینا کې وویل: «موږ باید د نړیوال سوداګریز نظام پر هغو اصولو ولاړ څو‌اړخیز جوړښت ته ټینګه ژمنتیا ولرو چې د نړیوال سوداګریز سازمان یې په مرکز کې دی، او د ازادې او پرانیستې سوداګرۍ او پانګونې ملاتړ وکړو.»

د چین لوېدیځو سوداګریزو شریکانو پر دغه هېواد نیوکه کړې چې د داسې سیاستونو له لارې چې د مصرفوونکو په زیان د تولیدي سکټور ملاتړ کوي، هر کال یې سوداګریز مازاد له یو ټریلیون ډالرو اوړي.

بیجینګ وايي، د دغه هېواد د اقتصادي ودې اوسنی ماډل د یوه داسې اقتصاد لپاره مناسب دی چې لا هم د نړۍ د شتمنو هېوادونو کچې ته د رسېدو په حال کې دی. خو واشنګټن، بروکسل او نورې لوېدیځې پلازمېنې اندېښنه لري چې د چین له‌خوا د اکمالاتي ځنځیرونو کنټرول دغه هېواد ته سیاسي او جیوپولیټیک نفوذ ورکوي او د دوی صنعتونه او دندې له ګواښ سره مخ کوي.

شي ویلي چې چین به د خپلو صنعتي بنسټونو او نوې ټکنالوژۍ په برخه کې پانګونې ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړې چې د نړۍ دویم لوی اقتصاد به تعرفې راکمې او خپل بازارونه نور هم پرانیزي، خو د سوداګریز ملاتړپالنې او یو اړخیز سیاستونو پر وړاندې به ودرېږي.

د «اېشیا ګروپ» د ډیجیټلي چارو د څانګې مشر جورج چېن ویلي، د شي پیغام ښايي د نړیوال سوېل له ډېرو هېوادونو سره همغږی وي او د بیجینګ هغه هڅې پیاوړې کړي چې غواړي د ټکنالوژۍ په برخه کې خپله تګلاره د واشنګټن له تګلارې جلا وښيي.

پوتین چې وروسته له هغې یې وینا وکړه چې اوکراین د کریمیا او روسیې ترمنځ مهم کرچ سړک‌پل سخت زیانمن کړ، لوېدیځ قدرتونه یې «پخواني زبرځواکونه» وبلل. دا پل د روسیې د څلور کلنې جګړې لپاره مهمه لاره ده.

پوتین وویل، اروپا د «سپکوونکې زوال» په حال کې ده او پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته پر مسکو لګېدلي بندیزونه بېرته د بندیز لګوونکو پر زیان تمام شوي دي.

هغه وویل: «تجربې ښودلې چې د اقتصادي برلاسۍ او په عمل کې د زور اچولو دودیزې وسیلې تر ډېره خپل اغېز له لاسه ورکړی او نور د پخوا په څېر د وېرولو ځواک نه لري.»

پوتین زیاته کړه: «که څه هم بندیزونه، تعرفې او د صادراتو محدودیتونه لا هم تر یوه بریده د مخنیوي اغېز لرلای شي، خو د اقتصادي ودې مخه نه شي نیولای، او ان د سیالانو اقتصادونه هم نه شي له منځه وړلای.»

ټرمپ په مانیلا کې ژمنه کړې وه چې له فیلیپین سره به دفاعي همکاري پراخه کړي. دا ژمنه په داسې حال کې شوې چې د جنوبي چین سمندرګي پر لانجمنو سیمو د بیجینګ او مانیلا ترمنځ ترینګلتیا مخ په زیاتېدو ده.

ټرمپ تر دې مخکې په چین کې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره د احتمالي لیدنې خبره هم کړې وه، خو تر اوسه دا لیدنه نه ده تایید شوې.

کرملین په روانه اوونۍ کې د درې‌اړخیزې غونډې او د یالتا کنفرانس ترمنځ پرتله کول د «سیاسي شنونکو لوبې» بللې دي، خو ویلي یې دي چې دا غونډه به پر نړیوالو چارو لوی اغېز ولري.

بیجینګ ویلي چې د درې‌اړخیزې غونډې موخه د نړۍ د سولې پیاوړتیا ده.

پوتین نړۍ «له کړکېچونو ډکه» بللې، خو ویلي یې دي چې اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کېدای شي.

هغه زیاته کړه: «له همدې امله، له راتلونکې درې‌اړخیزې غونډې څخه د پام وړ ګټې تمه لرم.»

د جاپان لومړۍ وزیرې ته سوړ هرکلی

د استرالیا، کاناډا، سویلي کوریا او نورو هېوادونو د مشرانو هرکلی د نڅاګرو او هغو سرتېرو له‌خوا وشو چې ټوپکونه یې پورته نیولي وو.

خو د جاپان لومړۍ وزیرې سانای تاکایچي ته تر رسېدو وروسته هېڅ ځانګړی هرکلی ونه شو او یوازې موټر ته لارښوونه ورته وشوه.

چین ته د نوموړې سفر په داسې حال کې دی چې د بیجینګ او ټوکیو ترمنځ اړیکې له یوه کال راهیسې ترینګلې دي. دا کړکېچ وروسته له هغې پیل شو چې تاکایچي وویل، که د تایوان پر وړاندې د چین اقدام د جاپان خاوره هم له ګواښ سره مخ کړي، توکیو ښايي خپل پوځ وکاروي.

د سې‌شنبې په ورځ تایوان او جاپان د روسیې د الوتکو له‌خوا د دوی د هوايي حریم د نقض راپورونه هم ورکړل.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اړمنو کسانو د ملاتړ لپاره ۱۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۰۳:۰۲ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال سرمنشي او د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلېچر په افغانستان کې د شاوخوا ۸۲۴ زره هغو کسانو د ملاتړ لپاره د دغه سازمان د بېړنیو مرستو له مرکزي صندوق څخه ۱۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړي، چې له سختو بشري اړتیاوو سره مخ دي.

دا مرسته په داسې وخت کې ځانګړې شوې، چې افغانې کورنۍ له زیاتېدونکو اقتصادي ستونزو، د خوړو له کمښت او د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو د ژمي او د خوراکي توکو د موسمي کمښت له ګواښونو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، دغه پیسې به د خوړو خوندیتوب او کرنې، روغتیا، تغذیې، خوندیتوب، سرپناه او پاکو اوبو، روغتیا ساتنې او حفظ‌الصحې په برخو کې د اوو پروژو د پلي کولو لپاره ولګول شي.
د دې مرستې موخه د اړمنو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو پوره کول، د مخنیوي وړ مړینو او ناروغیو کمول او د خلکو د خوندیتوب په برخه کې د خطرونو مخنیوی دی. دغه راز هڅه کېږي چې په هغو سیمو کې اړین خدمات دوام ومومي، چې بشري اړتیاوې پکې ډېرې دي، مرستې ورسره کمې شوې او موسمي ګواښونه یې وضعیت لا پسې سختوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي برونو لېمارکيس ویلي، راتلونکی ژمی به د هغو کورنیو ستونزې نورې هم زیاتې کړي چې له وړاندې د خپلو لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دي.
هغه زیاته کړې، اړینه ده چې د ژمي د سختېدو تر مخه خلک خوړو، روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو او د خوندیتوب خدماتو ته لاسرسی ولري.
لېمارکيس ویلي، دغه مرسته به له بشري مرستندویه بنسټونو سره مرسته وکړي چې تر ټولو زیان‌منونکو ټولنو ته ورسېږي، خو د مرستو همغږي وېش او د ښځو په مشرۍ د بنسټونو په ګډون د ملي او سیمه‌ییزو ادارو د فعالیت دوام هم مهم دی.
د ملګرو ملتونو په وینا، د دغو مرستو په وېش کې به ملي او سیمه‌ییز بنسټونه مهم رول ولري او لومړیتوب به بېرته راستنېدونکو، بې‌ځایه شویو او کوربه ټولنو ته ورکړل شي. په ځانګړي ډول به د ښځو، نجونو، ماشومانو، سپین‌ږیرو او معلولیت لرونکو کسانو اړتیاوو ته پاملرنه وشي.
دغه راز د ښځو په مشرۍ بنسټونه او ښځینه مرستندویه کارکوونکې به د ښځو او نجونو د لاسرسي او هغوی ته د مرستو رسولو په برخه کې مهم رول ولري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د مرکزي صندوق د ۱۸ میلیونه ډالرو مرسته د ۴۸ میلیونه ډالرو د یوې پراخې او همغږې مرستندویه برنامې برخه ده. د دې برنامې په چوکاټ کې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق څخه هم ۳۰ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د بېړنیو مرستو مرکزي صندوق به د ملګرو ملتونو د ادارو تخصصي وړتیاوې، اړین توکي او مهم خدمات تمویل کړي؛ په داسې حال کې چې د افغانستان د بشري مرستو صندوق به مرستندویه بنسټونو ته مستقیمې پیسې ورکړي، څو د ژمي لپاره چمتووالی ونیسي، د مرستو په برخه کې بېړنۍ تشې ډکې کړي او د «ال نینو» اقلیمي پدیدې له امله د زیان‌منونکو ټولنو د خطرونو د کمولو لپاره لومړني اقدامات ترسره کړي.