• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي د اندونیزیا له زندانونو څخه ۶ افغان بندیان خوشې شوي دي

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۰۸:۴۱ GMT+۰

د اندونیزیا په جاکارتا کې د طالبانو سفارت خبر ورکړی، چې د دوی په هڅو د دغه هېواد له زندانونو څخه شپږ افغان بندیان ازاد شوي او افغانستان ته ستانه شوي دي.

یاد سفارت د جمعې په ورځ (د لړم ۲۹مه) د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د دغو زندانیانو له خوشې کېدو خبر ورکړی دی.
طالبانو په خپله خبر پاڼه کې د یادو بندیانو د بند د مودې او د نیول کېدو د لامل په تړاو نور جزییات نه‌دي ورکړي.

تر دې وړاندې دغه سفارت خبر ورکړی وو، چې جاکارتا کې د طالبانو د سفارت سرپرست سعدالله بلوچ د دغه هېواد د بشر حقونو، عدلیې او زندانونو چارو د همغږۍ وزیر یوسریل احزا مهندرا سره په کتنه کې د دغه هېواد په زندانونو کې د افغان بندیانو د وضعیت په تړاو خبرې کړې دي.

طالبانو په دې اړه، چې دمګړۍ د اندونیزیا په زندانونو کې څومره نور افغانان او په کومو تورونو بندیان دي، څه نه‌دي ویلي.

ډېر لیدل شوي

افغان ماشومان د تاوتریخوالي، بېوزلۍ او جبري ودونو له ګواښ سره مخ دي
۱

افغان ماشومان د تاوتریخوالي، بېوزلۍ او جبري ودونو له ګواښ سره مخ دي

۲

هبت الله اخوندزاده: د جوماتونو او مدرسو جوړولو لپاره تر دې ښه فرصت بیا نه راځي

۳

د بلوچستان سیاسي ګوندونه د ناامنۍ، هدفي وژنو او د لارو بندېدو پر ضد اعتصاب کوي

۴

د اروپا پارلمان استازې: د طالبانو سیاستونه له جنسیتي توپیر پرته بل څه نه‌دي

۵

افغانستان کې د خوارځواکۍ د درملنې لپاره د ماشومانو د بستر کېدو شمېر ۲۸ سلنه زیات شوی

•
•
•

نور خبرونه

د پاکستان ادعا: په تېرو ۳ کلونو کې له افغانستان څخه وسله‌والو بریدونو ۴۷۰۰ پاکستانیان وژلي

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۳۴ GMT+۰
100%

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي ادعا کړې، چې په تېرو ۳ کلونو کې له افغانستان څخه د وسله‌والو د بریدونو له امله له ۴۷۰۰ ډېر پاکستانیان وژل شوي دي. نوموړي ادعا کړې، چې داعش خراسان او ټي‌ټي‌پي په افغانستان کې فعالیت کوي او د دغو ډلو پر وړاندې یې د نړیوالې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي سید حیدر شاه نن (جمعه د لړم ۲۹مه) دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د ترهګرۍ نړیوال وضعیت په چټکۍ د بدلون په حال کې دی او وسله‌والې ډلې د نوې ټکنالوژۍ، انټرنېټ او ډارک وېب له لارې خپل فعالیتونه پراخوي.

هغه ادعا کړې، چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګه، تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) او اړوندې ډلې، بلوڅ ازادي‌غوښتونکی پوځ (بي‌اېل‌اې)، مجید لوا او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ای‌ټي‌اېم) فعالیت کوي چې د خپلو کوربه‌وو له ملاتړ برخمنې دي.

د پاکستان استازي زیاته کړې، چې دغه ډلې د انټرنېټ له لارې د غړو جذبولو، تبلیغاتو او د ترهګریزو فعالیتونو د تنظیم ترڅنګ، د کریپټو اسعارو او ډیجیټلي بټو له لارې د پیسو د ترلاسه کولو نوې لارې هم کاروي.

حیدر شاه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د بندیزونو او څارنې اوسني میکانېزمونه پراخ کړي او د ترهګرو ډلو د پېژندلو او د هغوی د فعالیتونو د مخنیوي لپاره اغېزناکې لارې چارې رامنځته کړي.

نوموړي همدارنګه د ټولنیزو رسنیو، مصنوعي ځیرکتیا او ډیجیټلي تادیاتو د سیستمونو د تنظیم غوښتنه کړې، څو د کرکې خپرولو، انلاین افراطیت، د ځوانانو د جذب او د ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخه ونیول شي.

هغه ویلي، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه باید د نړیوالې همکارۍ له لارې ترسره شي او د هغو هېوادونو وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وشي چې له دغه ګواښ څخه ډېر اغېزمن شوي دي.

د پاکستان استازي زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۲۶۷ بندیزونو کمېټه باید د ترهګرو اشخاصو او بنسټونو د نوملړ په جوړولو کې له سیاسي ملاحظاتو پرته پرېکړې وکړي.

هغه د افراطي ښي‌اړخو، سخت‌دریځو ملتپالو، پردي‌دښمنو او اسلام‌دښمنو خوځښتونو د فعالیتونو د څارنې او د هغوی پر وړاندې د اقداماتو غوښتنه هم کړې ده.

نوموړي همدارنګه د ډله‌ییزې وژنې د وسلو د خپرېدو د مخنیوي لپاره د نړیوالې همکارۍ ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې پاکستان د ملګرو ملتونو د ۱۵۴۰ پرېکړه‌لیک د پلي کولو لپاره په ملي کچه ګامونه اخیستي دي.

د طالبانو او پاکستان اړیکې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې وروسته له هغې په جدي توګه ترینګلې شوې، چې پاکستان د افغانستان پر پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو هوايي بریدونه وکړل. پاکستان ادعا کوله، چې د ټي‌ټي‌پي وسله‌وال یې په نښه کړي، خو طالبانو دغه بریدونه د افغانستان له ملي حاکمیت څخه سرغړونه وبلله او غبرګون یې وښود.

له دغو بریدونو وروسته د دواړو لورو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې او د قطر، سعودي او ترکیې په منځګړیتوب نسبي اوربند رامنځته شو. خو د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو، هوايي بریدونو او افغان کډوالو د ایستلو پر سر اختلافونه لا هم دوام لري. پاکستان طالبان د وسله‌والو ډلو په نه مهارولو تورنوي، خو طالبان دغه تورونه ردوي.

دواړو لورو د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د نښتو له زیاتېدو وروسته د افغانستان او پاکستان تر منځ ټولې لارې وتړلې. د دغو لارو تړل کېدو د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ، ټرانزیټ او د خلکو پر تګ راتګ منفي اغېز کړی دی.

د تورخم او سپین بولدک لارې یوازې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره په محدود ډول کارول کېږي.

د ماشومانو نړیواله ورځ؛میلیونونه افغان ماشومان له زده‌کړو روغتیا او مناسبو خوړو بې‌برخې دي

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۳۹ GMT+۰
•
خاطره اسحاقزۍ
100%

د ماشومانو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته میلیونونه افغان ماشومان له زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او مناسبو خوړو بې‌برخې دي. نړیوال بنسټونه د نجونو د زده‌کړو د بندیز، خوارځواکۍ، بې‌وزلۍ او د ماشومانو د کار زیاتېدو په اړه اندېښنه لري.

نن د نومبر ۲۰مه د ماشومانو نړیواله ورځ ده؛ هغه ورځ چې نړۍ ته د ماشومانو د حقونو، زده‌کړو، روغتیا، خوندیتوب او هوساینې ارزښت ورپه یادوي.

ماشوم د هرې ټولنې د راتلونکي بنسټ دی او هر ماشوم حق لري چې له تاوتریخوالي، تبعیض، بې‌وزلۍ او محرومیت پرته په امن چاپېریال کې ژوند وکړي، زده‌کړې وکړي او د روښانه راتلونکي خوبونه وویني.

خو په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له بې‌وزلۍ، خوارځواکۍ، زده‌کړو ته د لاسرسي له محدودیتونو او بېلابېلو بشري ستونزو سره مخ دي. په ځانګړې توګه د نجونو پر زده‌کړو بندیز د یوه نسل راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کړی او ورسره له وخت مخکې د نجونو د ودولو ګراف ډېر لوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو نړیوال کنوانسیون له مخې، هر ماشوم د ژوند، زده‌کړو، روغتیا، خوندیتوب، لوبو او سالمې ودې حق لري او دولتونه مکلف دي چې له جنسیت، ژبې، قوم او ټولنیز وضعیت پرته د ټولو ماشومانو دغه حقونه خوندي کړي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د نړیوالو بنسټونو د اندېښنې وړ موضوع ګرځېدلې ده. د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه، اقتصادي ستونزې، بې‌وزلي، خوارځواکي او د روغتیايي خدمتونو کمښت د افغان ماشومانو پر ژوند او راتلونکي مستقیم اغېز کړی دی.

له زده‌کړو د میلیونونو ماشومانو محرومیت

د یونسکو او یونیسف د ۲۰۲۶ کال د نومبر د څلورمې نېټې په ګډ راپور کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د لومړنیو ښوونځیو د عمر ۵۳ سلنه ماشومان له رسمي زده‌کړو بهر دي.

د راپور له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ۲،۶ میلیونو ډېرې نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو ته له لاسرسي محرومې شوې دي.

راپور زیاتوي، چې د ۲۰۲۶ کال تر اکتوبر پورې په افغانستان کې شاوخوا ۵ زره او ۳۰۰ ټولنیز درسي ټولګي فعال وو، چې نږدې ۱۶۲ زره زده‌کوونکو په‌کې زده‌کړې کولې او ۶۴ سلنه یې نجونې وې، خو دغه بدیل پروګرامونه د رسمي زده‌کړو ځای نه‌شي نیولای.

د ماشومانو خوارځواکي او روغتیايي ستونزې

د یونیسف د ۲۰۲۶ کال د جولای د راپور له مخې، په افغانستان کې تر پنځو کلونو کم عمره ۳،۷ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

د راپور له مخې، د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۶ ولایتونو کې د ماشومانو د خوارځواکۍ وضعیت د ۲۰۲۵ کال پرتله خراب شوی او تر دوو کلونو کم عمره ماشومان په ځانګړي ډول له دې ستونزې اغېزمن دي.

یونیسف وايي، د خوړو کمښت، د ناروغیو خپرېدل، د واکسین د پوښښ ټیټه کچه او د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو نشتوالی د ماشومانو د خوارځواکۍ له مهمو لاملونو څخه دي.

د دغه بنسټ د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په بشري راپور کې ویل شوي، چې شاوخوا ۱،۳ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ لپاره معاینه شوي او تر ۱۰۷ زرو ډېر ماشومان د شدیدې یا له لوړ خطر سره د منځنۍ کچې خوارځواکۍ د درملنې پروګرامونو ته شامل شوي دي.

له دې سره سم، د بې پولې ډاکټرانو سازمان وایي، چې په افغانستان کې د لوږې او بې‌وزلۍ له امله د ماشومانو خوارځواکي ۲۸ سلنه زیاته شوې ده. دغه سازمان په هرات، هلمند او کندهار کې د خوارځواکۍ له امله د څه باندې اته زره ماشومانو د بستر کېدو خبر ورکړی دی.

100%

بې‌ځایه کېدل او د ماشومانو کار

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان د نومبر په ۱۸مه په یوه راپور کې د افغانستان د بې‌ځایه شویو ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

دغه راپور، چې په اوو ولایتونو کې له ۸۲۴ ماشومانو او ۸۳۸ پالونکو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی، ښيي چې ۵۵ سلنه ماشومانو له بې‌ځایه کېدو وروسته د خوړو د کمښت، ۴۱ سلنې د روغتیايي وضعیت د خرابېدو او ۳۳ سلنې زده‌کړو ته د لاسرسي د کمېدو خبر ورکړی دی.

د راپور له مخې، له ۹۰ سلنې ډېرو مرکه شویو ماشومانو د بې‌ځایه کېدو یا کډوالۍ تجربه لرله او شاوخوا ۱۱ سلنه ماشومانو د ماشومانو له کار، فزیکي او لفظي تاوتریخوالي یا کم‌عمره ودونو سره د مخ کېدو راپور ورکړی دی.

100%

د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه او د هېواد راتلونکی

د ماشومانو د حقونو په اړه نړیوال بنسټونه وايي، د نجونو د زده‌کړو محدودیتونه یوازې د هغوی پر شخصي راتلونکي اغېز نه‌کوي، بلکې د افغانستان پر اقتصادي، روغتیايي او ټولنیز پرمختګ هم اوږدمهاله پایلې لرلای شي.

د یونیسف د ۲۰۲۶ کال د اپرېل د ۲۸مې د تحلیل له مخې، که د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې تر ۲۰ زرو ښځینه ښوونکې او ۵ زره او ۴۰۰ روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي.

دا وضعیت د ماشومانو پر زده‌کړو او روغتیا هم اغېز لري ځکه ښځینه ښوونکې او روغتیايي کارکوونکې په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د خدمتونو لپاره مهمې دي.

له دې سره سم، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو بندیز له وخت مخکې د نجونو د ودولو ګراف لوړ کړی او د روغتیاپالانو په وینا، په دې سره د زېږون پر مهال د میندو او ماشومانو د مړینې کچه هم لوړه شوې ده.

د ماشومانو سالمه وده علمي او فرهنګي اړتیا

د ماشومانو سالمه وده یوازې د فزیکي روغتیا په معنا نه‌ده، بلکې ذهني، عاطفي، ټولنیز او فرهنګي پرمختګ یې هم مهم اړخونه دي.

د ماشومتوب په لومړیو کلونو کې مناسب خواړه، روغتیايي پاملرنه، مینه، خوندي کورنی چاپېریال او زده‌کړې د ماشومانو د مغز د ودې او د راتلونکي ژوند د مهارتونو په جوړولو کې اساسي رول لري.

همدارنګه، لوبې، کتاب لوستل، هنري فعالیتونه او فرهنګي پروګرامونه د ماشومانو د نوښت، فکر کولو، خبرو اترو او ټولنیز تعامل وړتیاوې پیاوړې کوي.

له همدې امله، له زده‌کړو د ماشومانو محرومول، په کم‌عمرۍ کې کار ته اړ کول، له تاوتریخوالي سره مخ کول او د هغوی د نظرونو له پامه غورځول د سالمې ودې پر وړاندې جدي خنډونه دي.

نړیواله ټولنه او د ماشومانو د حقونو مسوولیت

د ماشومانو نړیواله ورځ یوازې د مبارکۍ او د شعارونو ورکړې ورځ نه‌ ده، بلکې د دولتونو، نړیوالو سازمانونو، ښوونیزو بنسټونو او کورنیو لپاره د مسوولیتونو یادونه هم ده.

د ماشومانو د حقونو نړیوال کنوانسیون له مخې، دولتونه مکلف دي چې د ماشومانو د ژوند، زده‌کړو، روغتیا او خوندیتوب لپاره لازم اقدامات ترسره کړي او د هغوی غوره ګټې په ټولو پرېکړو کې په پام کې ونیسي.

په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت ښه کېدل د نجونو او هلکانو لپاره د زده‌کړو برابر لاسرسي، د روغتیايي خدمتونو پراختیا، د خوارځواکۍ مخنیوي، د ماشومانو د کار او کم‌عمره ودونو مخنیوي او د کورنیو اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري.

د ماشومانو نړیواله ورځ په افغانستان کې د میلیونونو هغو ماشومانو د وضعیت د یادونې فرصت دی، چې د بې‌وزلۍ، بې‌ځایه کېدو، زده‌کړو ته د نه‌لاسرسي او روغتیايي ستونزو له امله یې ماشومتوب له ګڼو ننګونو سره مخ دی.

د افغانستان راتلونکی له همدې ماشومانو سره تړلی دی او د ماشومانو د ننني وضعیت دوام یوازې د هغوی ماشومتوب نه اخلي، بلکې د راتلونکي نسل د زده‌کړو، روغتیا او اقتصادي پرمختګ فرصتونه هم له ګواښ سره مخ کوي. که د ماشومانو پر وړاندې د بې‌وزلۍ، جبري کار، استثمار او زده‌کړو د محرومیت ستونزې حل نه‌شي، افغانستان به له داسې نسل سره مخ شي چې د ماشومتوب پر ځای یې د ژوند لومړني کلونه په شاقه کار، محرومیت او ناامنۍ کې تېرې کړي وي.

100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو او وسله‌والو شخړو په اړه د سرمنشي په یوه راپور کې، چې د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ موده رانغاړي، د افغان ماشومانو پر وړاندې د بشري حقونو ۴ زره او ۵۸۲ جدي سرغړونې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) په خپل یوه پیغام کې خبرداری ورکړی، چې د نړۍ په کچه تر یو میلیارد ډېر ماشومان له تاوتریخوالي او بې‌پامۍ سره مخ دي.

شاه محمود میاخېل: د هېواد مشر باید د ولس په خوښه او رضایت وټاکل شي

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۰ GMT+۰
100%

د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی سرپرست شاه محمود میاخېل وايي، په ۲۱مه پېړۍ کې له ولسي مشروعیت پرته حکومتولي ناشونې ده لکه څنګه چې د یوه جومات د ملا امام په ټاکلو کې د خلکو رضایت مهم دی، د یوه هېواد مشر هم باید د ولس په خوښه او اراده وټاکل شي.

شاه محمود میاخېل د جمعې په ورځ (د لړم ۲۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې حکومتولي او واکمني سیاسي مسله ده او په سیاست کې باید ولس خپل رول ولري ځکه د هغه په وینا، ان د جومات ملا امام هم د خلکو له ارادې پرته نه‌شي ټاکل کېدای.

نوموړي د حنفي فقهې په حواله ویلي، که د جومات له ۷۰ تر ۸۰ سلنې لمونځ کوونکي له خپل امام څخه ناراضه وي، امامت یې «مکروه تحریمي» ګڼل کېږي او باید بدل شي.

د میاخېل په وینا، که د جومات د امام په ټاکلو کې د خلکو رضایت مهم وي، نو د یوه هېواد مشر باید هم د خلکو په خوښه او رضایت وټاکل شي.

هغه پوښتنه کړې، که یو کس د څو ملګرو په خوښه ټاکل کېږي، نو په اسلامي او سیاسي لحاظ څنګه ځان ته دا حق ورکولای شي چې د ټول هېواد مشري وکړي، ځان ته «امیرالمومنین» ووایي او له خلکو وغواړي چې فرمانونه یې ومني په ځانګړي ډول هغه فرمانونه چې په ښکاره د اسلامي نصوصو او اصولو خلاف وي؟

میاخېل زیاته کړې، چې د یوه هېواد ټولې سرچینې او دولتي دندې خلکو پورې اړه لري او ولس باید د اساسي قانون په چوکاټ کې هغه کسان ورته وټاکي، چې باور پرې لري.

د هغه په وینا، د اسلام په لومړیو وختونو کې هم د راشده خلفاوو په ټاکلو کې ولس او عامو خلکو رول درلود او هغوی ځانونه د ولس پر وړاندې مسوول ګڼل.

نوموړي ویلي، په ۲۱مه پېړۍ کې له ولسي مشروعیت پرته حکومتولي نه‌شي ترسره کېدای او که ولسي مشروعیت نه‌وي، نړیوال مشروعیت هم نه‌شي ترلاسه کېدای.

میاخېل خبرداری ورکړی، چې د ولسي او نړیوال مشروعیت نشتوالی به افغانستان له انزوا سره مخ کړي او دغه هېواد به یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د سیالیو پر مرکز بدل شي.

هغه طالبان د راتلونکو احتمالي جګړو او ستونزو مسوول بللي او ویلي یې دي، چې د هغوی کړنې د جګړو لپاره زمینه برابروي.

د دفاع وزارت پخواني سرپرست په پای کې ویلي، که د طالبانو د مشر وروستۍ وینا له زړه وي او د مثبت بدلون غوښتونکی وي، نو باید د یوې واقعي لویې جرګې له لارې د ولسي مشروعیت ترلاسه کولو او د راتلونکي نظام لپاره د اساسي قانون جوړولو زمینه برابره کړي.

د میاخېل په باور، دا به د افغانستان او اسلام لپاره لوی خدمت وي خو په «هوايي خبرو» کې چې ډېره برخه یې د اطاعت پر محور ولاړه وي، کومه ګټه نه‌شته.

د یادونې وړ ده، چې د تېرې دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۵مه) د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په مشرۍ په کابل پوهنتون کې د هبت‌الله اخوندزاده د فرمانونو د اغېزو علمي- څېړنیز ۴ ورځنی کنفرانس پیل شو او په دویمه ورځ غونډه کې د طالبانو مشر هم ګډون او وینا کړې وه.

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده په خپله وینا، کې له نورو مسایلو سربېره په لومړي ځل له بهر مېشتو افغانانو وغوښتل، چې هېواد ته راشي او همداراز یې په ډاګه کړه، هغوی هم کولای شي د وړتیا او اهلیت په شرط حکومتي څوکۍ ترلاسه کړي، خو بیا یې هم ورسره څرګنده کړه، چې د اسلام له نظره د څوکۍ غوښتنه «ناروا» ده، خو که څوک یې استعداد ولري، حق به یې ورکړي.

پاکستان د اسیان سرمنشي ته: د افغانستان له خاورې د ترهګریزو بریدونو په اړه اندېښمن یو

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۰۰:۰۸ GMT+۰
100%

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار وايي اسلام‌اباد د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو په ځانګړي ډول د پاکستان پر ضد د ترهګریزو بریدونو د ترسره کېدو په اړه ژوره اندېښنه لري.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) په اسلام‌اباد کې د سوېل ختیځې اسیا د هېوادونو ټولنې (اسیان) له سرمنشي سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې دا اندېښنه یې له هغه سره په خبرو کې مطرح کړې ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې پاکستان څو ځله د طالبانو اداره تورنه کړې چې په افغانستان کې یې وسله‌والو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې او دغه ډلې د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي. خو طالبان دا تورونه ردوي او وايي، اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد وکارول شي.

په یوه تازه پېښه کې د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد مبارزې په چارو کې د سرمنشي مرستیال الکساندر زویف په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د عملیاتي وړتیاوو د زیاتېدو، په ځانګړي ډول د داعش په اړه خبرداری ورکړی دی.

نوموړي له روسیې ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې داعش خراسان او القاعده لا هم په افغانستان کې فعالیت کوي او د داعش دغه څانګه د خپلو عملیاتي وړتیاوو د بیا پیاوړتیا په حال کې ده.

د زویف په وینا، هغه معلومات چې د ملګرو ملتونو ځینو غړو هېوادونو له دغه سازمان سره شریک کړي، ښيي چې داعش خراسان پرمختللو وسایلو، د بې‌پیلوټه الوتکو په ګډون لاسرسی موندلی او هڅه کوي چې د افغانستان دننه او بهر بریدونه ترسره کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ دغه اندېښنې بې‌بنسټه وبللې او ویې ویل چې افغانستان د داعش او نورو ډلو د ازاد فعالیت ځای نه دی.

نوموړي ادعا وکړه چې د طالبانو امنیتي ځواکونه د بهرنیو ډلو د فعالیتونو د پراختیا د مخنیوي وړتیا لري او اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د دغه هېواد یا نورو هېوادونو د امنیت پر ضد وکارول شي.

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنې یوازې پاکستان او ملګرو ملتونو پورې محدودې نه دي. چین، ایران، روسیې او پاکستان د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د خپلو بهرنیو چارو وزیرانو په څلور اړخیزه غونډه کې د افغانستان د امنیتي وضعیت او د داعش، القاعده، تحریک طالبان پاکستان او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په څېر ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

دغو هېوادونو د طالبانو له ادارې غوښتي وو چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان د خاورې د نورو هېوادونو پر ضد د کارولو د مخنیوي لپاره عملي او د تایید وړ اقدامات وکړي.

چین هم د روان کال په اګست میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې مېشتو ډلو، د داعش خراسان په ګډون د پولو هاخوا د بریدونو د ترسره کولو وړتیا او اراده زیاته کړې ده.

د فقر او بېکارۍ په منځ کې د نویو جوماتونو جوړول؛ د طالبانو د حکومت لومړیتوبونه

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۱ GMT+۰
100%

د طالبانو حکومت په داسې حال کې په کابل کې د څه باندې ۲۰۰ جوماتونو او دوو سترو جوماتونو د جوړولو پلان اعلان کړی، چې میلیونونه افغانان له بېوزلۍ، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د کارموندنې او ژوند ښه کېدو ته اړتیا لري.

د طالبانو د چارو ادارې مشر نورالحق انور د نومبر په ۱۹مه پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده په امر په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ښارونو او لویو لارو کې ګڼ جوماتونه جوړ شوي او یوازې په کابل کې تر ۲۰۰ ډېر ځایونه د نویو جوماتونو د جوړولو لپاره په نښه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې له دغو ځایونو څخه به نږدې لس جوماتونه په لنډ وخت کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د هغه په وینا، د کابل په چمن حضوري او کوټه سنګي سیمو کې د دوو سترو جوماتونو د بنسټ ډبرې هم د نومبر په ۱۸مه د هبت‌الله اخوندزاده له لوري اېښودل شوې دي.

د نورالحق انور په خبره، دغه جوماتونه به د لسګونو زرو لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت ولري او د ښځو لپاره ځانګړي عبادت ځایونه، د اوداسه اسانتیاوې، د موټرو تمځایونه، شنه چمنونه، کتابتونونه، درسي خونې او د امامانو د استوګنې کورونه به هم ولري.

هغه د جوماتونو جوړول یوازې د عبادت ځایونو په جوړولو پورې محدود نه بولي او لیکلي یې دي: «په حقیقت کې، د مسجد جوړول یوازې د یوې ودانۍ ابادول نه دي، بلکې د عبادت، علم، دعوت، اسلامي روزنې او ټولنیز اصلاح لپاره د یوه تلپاتې مرکز بنسټ اېښودل دي.»

خو د طالبانو د دې چارواکي په لیکنه کې د دغو پروژو د لګښت، تمویل سرچینو، د جوړېدو د مودې او د حکومت د اقتصادي لومړیتوبونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. دا هم نه ده روښانه چې د نویو جوماتونو د جوړولو لپاره څومره بودجه ځانګړې شوې او د هېواد په نورو برخو کې د خلکو د اقتصادي او ټولنیزو اړتیاوو لپاره څه ډول پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.

د خلکو اړتیاوې او د حکومت لومړیتوبونه

د افغانستان یوه لویه ستونزه د بېوزلۍ او بېکارۍ پراخوالی دی. ګڼې کورنۍ د ورځنیو خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو، زده‌کړو او د عاید د نشتوالي له ستونزو سره مخ دي. په داسې وضعیت کې د نویو جوماتونو د جوړولو د پراخو پروژو اعلان د طالبانو د حکومت د لومړیتوبونو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

چارو پوهان وایي، که څه هم د جوماتونو جوړول د مسلمانانو له دیني ارزښتونو څخه دي، خو د یوه حکومت مسوولیت یوازې د عبادت ځایونو جوړول نه دي. د خلکو لپاره د کار زمینه برابرول، د بېوزلۍ کمول، د روغتیا او زده‌کړو د خدمتونو پراخول او د اقتصادي فرصتونو رامنځته کول هم د حکومت له اساسي مسوولیتونو څخه دي.

د طالبانو د چارو ادارې مشر په خپله لیکنه کې د جوماتونو جوړول د اسلامي تمدن د ودې، دیني زده‌کړو او ټولنیز اصلاح لپاره مهم بللي، خو د خلکو د بېوزلۍ، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره یې د حکومت د مشخصو پروګرامونو یادونه نه ده کړې.

په داسې حال کې چې د افغانستان خلک د کار، ډوډۍ، روغتیا او زده‌کړو په ګډون له ګڼو لومړنیو اړتیاوو سره مخ دي، پوښتنه دا ده چې د طالبانو حکومت ولې د جوماتونو د جوړولو ترڅنګ د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره ورته پراخې او روښانه برنامې نه اعلانوي؟

د جومات جوړول په خپل ذات کې د نیوکې موضوع نه ده؛ خو د خلکو د لوږې، بېکارۍ او بېوزلۍ په وړاندې د حکومت چوپتیا او د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د څرګندو برنامو نشتوالی هغه مسلې دي چې د طالبانو د لومړیتوبونو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.