د طالبانو مشر په زابل کې د ۲ جوماتونو د بنسټ ډبره کېښوده

د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده له غزني وروسته، زابل ولايت ته تللی او په قلات ښار کې يې د دوو جوماتونو د بنسټ ډبرې اېښې دي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، په دغو پروژو کې پر ۷۰ جريبه ځمکه د عیدګاه او پر ۱۰ جريبه د يو جامع جومات جوړول شامل دي.
د طالبانو ویاند دفتر نن جمعې، لړم پر ۲۹مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا جوماتونه د قلات ښار د مېزاني اډې په ختيځه برخه او د مدد چوک په سیمه کې دي.
په هغو مراسمو کې چې د دغو جوماتونو د پرانیستې لپاره جوړ شوي وو، د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د استخباراتو عمومي رئيس ملا عبدالحق وثيق هم ګډون درلود.
د طالبانو مشر په خپله وينا کې د جوماتونو د جوړېدو پر ارزښت او د دیني زدهکړو پر پراختیا ټينګار کړی او له سیمهيیزو مسوولینو یې وغوتي چې د دیني ارزښتونو پياوړتيا او د دیني عالمانو مقام ته پاملرنه وکړي.
هبتالله اخوندزاده د دیني زدهکړو پراختيا د ټولنې د اصلاح او د دیني چارو د پرمختګ لپاره مهمه بللې او څرګنده یې کړه چې د دغو مرکزونو ابادول به د خلکو د پوهاوي لامل شي.
د طالبانو د چارواکو په وينا، د دغو دوو جوماتونو په بشپړېدو سره به د قلات ښار او شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته د عبادت ترڅنګ د دیني زدهکړو لا زياتې اسانتياوې برابرې شي.
د طالبانو مشر په دې وروستیو کې بېلابېلو ولایتونو ته خپلو سفرونو ته دوام ورکړی او تر دې وړاندې یې غزني ولایت ته هم سفر کړی و.
د طالبانو د مرستیال ویاند د معلوماتو له مخې، هبتالله اخندزاده په غزني کې له سیمهيیزو چارواکو او ملایانو سره په لیدنه کې دغه ولایت د کلتور او دیني مرکز په توګه یاد کړی و او د سیمې پر وضعیت یې ورسره خبرې کړې وې.
