• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د محدودیتونو له امله روغتیايي خدمتونو ته د امېندوارو ښځو لاسرسی کم شوی

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۲۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۰۷ GMT+۰

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د طالبانو سختو محدودیتونو او د نړیوالو مرستو کمښت امیندواره ښځې او اړمنې نجونې له لومړنیو طبي مرستو راګرځولې دي. دغه سازمان افغانستان په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو ناوړه بحران بللی او پر نړیوالې ټولنې یې د مرستو د زیاتولو غږ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې د بشري مرستو د برخې مشرې صوفیا کال‌تورپ د جمعې په ورځ وویل، چې په کونړ ولایت کې یې له هغو ښځو سره لیدلي، چې روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله یې څو ځله جنین سقط کړی دی. د هغې په وینا، یو شمېر نارینه‌وو هم له هغو محدودیتونو شکایت کړی، چې له امله یې نه شي کولای له ښځو سره مرسته او ملتیا وکړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې د راپور له مخې، په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د قربانیانو لپاره د ملاتړ څه باندې ۱۹۳ مرکزونه تړل شوي دي؛ دې اقدام د څه باندې یو میلیون ښځو او نجونو پر ژوند اغېز کړی دی.

په راپور کې راغلي، چې شاوخوا ۳،۴ میلیونه اړمنې ښځې او نجونې ښايي د څښاک پاکو اوبو، د فاضله اوبو د تصفیې خدمتونو او روغتیايي اسانتیاوو ته له لاسرسي بې‌برخې شي.

همدارنګه، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په حواله ویل شوي، چې په افغانستان کې نږدې ۳۰۰ بشري روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه ځنډول شوي دي.

صوفیا کال‌تورپ ویلي، چې د طالبانو فرمانونو او محدودیتونو د کورني تاوتریخوالي او ځورونې پر وړاندې د ښځو د خوندیتوب لپاره د ملاتړ جوړښتونه کمزوري کړي دي.

هغې په دې اړه د یوې ۲۴ کلنې ښځې قضیې ته اشاره وکړه، چې پلار یې د ۱۸ میاشتو لپاره په کور کې بندي کړې وه او ځورولې یې وه او له خوړو یې هم محرومه کړې وه.

د ملګرو ملتونو د دې چارواکې په وینا، وروسته له هغه چې دغې ښځې او پلار یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په یوه سیمه‌ییز پروګرام کې ګډون وکړ، د پلار چلند بدل شو او د لور ځورول یې بند کړل.

د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې په افغانستان کې د ښځو وضعیت د ښځو د حقونو په برخه کې د نړۍ تر ټولو ستر بحران بللی دی.

دغه اداره وايي، د بشري مرستو د بودجې کمښت مرستندویه بنسټونه اړ کړي، چې د اړمنو ښځو او نجونو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو په څرنګوالي کې ستونزمنې پرېکړې وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ادارې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن هم ویلي، چې افغان ښځې اوس د خپل ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي. هغې له نړیوالو مرستندویانو غوښتي، چې د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره خپلې مالي مرستې زیاتې کړي.

ډېر لیدل شوي

د اروپا پارلمان استازې: د طالبانو سیاستونه له جنسیتي توپیر پرته بل څه نه‌دي
۱

د اروپا پارلمان استازې: د طالبانو سیاستونه له جنسیتي توپیر پرته بل څه نه‌دي

۲
ځانګړی راپور

د ایران او ترکیې په پوله د ۲۰ افغانانو جسدونه موندل شوي او لسګونه لادرکه دي

۳

افغانستان کې د خوارځواکۍ د درملنې لپاره د ماشومانو د بستر کېدو شمېر ۲۸ سلنه زیات شوی

۴
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ډونالډ ټرمپ: که ایران په واشنګټن کې چاودنه وکړي حکومت به یې له منځه یوسو

۵

کابل ته د هبت الله تبلیغاتي سفر

•
•
•

نور خبرونه

د جرمونو نړۍوالې محکمې څارنوال افغانستان کې د جنګي جرمونو د دوسیې تړل کېدو پرېکړه ننګولې

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۲۶ GMT+۰
100%

د جرمونو محکمې څارنوال د افغانستان د جګړې پر مهال د امریکا د پوځي ځواکونو، سي‌آی‌اې او د پخواني افغان حکومت ځواکونو د احتمالي جنګي جرمونو د څېړنو د دوسیو د تړلو پرېکړه ننګولې او د هغې د عملي کېدو د ځنډ غوښتنه یې کړې ده.

د جرمونو نړیوالې محکمې دویمې مقدماتي څانګې د نومبر پر ۱۲مه د هغو څېړنیزو دوسیو د تړلو حکم وکړ چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې په افغانستان کې د امریکا د پوځي ځواکونو او استخباراتي ادارې، د پخواني افغان حکومت ځواکونو او نورو ښکېلو لورو د احتمالي جنګي جرمونو په اړه وې.
د بشري حقونو د څار سازمان د نومبر پر ۱۷مه په یوه بیان کې ویلي، د محکمې څارنوال د نومبر پر ۱۳مه، د پرېکړې یوه ورځ وروسته، د هغې پر وړاندې استیناف کړی او د حکم د ځنډولو غوښتنه یې کړې ده.
د دغه سازمان د نړیوال عدالت څانګې مشرې لېز ایونسن خبرداری ورکړی چې د افغانستان د اوږدې جګړې د احتمالي جنګي جرمونو قربانیان څو ځله له عدالت ته د رسېدو پر وړاندې له خنډونو سره مخ شوي دي. ایونسن ویلي، د محکمې د قاضیانو دغه پرېکړه ښايي د امریکا د ځواکونو او د پخواني افغان حکومت د ځواکونو د احتمالي جرمونو په اړه د راتلونکي حساب ورکولو پر وړاندې خنډونه نور هم زیات کړي. د بشري حقونو د څار سازمان په وینا، قاضیانو د محکمې پر یوې نوې مقرره تکیه کړې چې له مخې یې د څېړنو دوسیې هغه مهال تړل کېدای شي چې څارنوال محکمې ته خبر ورکړي، نورې څېړنې یا د قضایي تعقیب اقدامات نه کوي.
خو څارنوال د قاضیانو له دغه تفسیر سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د دوسیو د تړلو لپاره اړین رسمي خبرتیا یې نه ده ورکړې.
قاضیانو د خپلې پرېکړې لپاره د شواهدو د ترلاسه کولو محدودیتونه هم یاد کړي او ویلي یې دي چې څارنوال لا د اسلامي دولت خراسان څانګې یا داعش خراسان د احتمالي جرمونو په اړه د نیولو حکمونو غوښتنلیکونه نه دي وړاندې کړي.
د افغانستان د جګړې په اړه د نړیوالې جزایي محکمې څېړنې د ۲۰۱۷ کال په نومبر کې پیل شوې. مقدماتي قاضیانو په ۲۰۱۹ کال کې د څېړنو د اجازې غوښتنه رد کړه، خو د استیناف څانګې په ۲۰۲۰ کال کې دغه پرېکړه لغوه او د څېړنو اجازه ورکړه.
د څېړنو ساحه په افغانستان کې د ۲۰۰۳ کال د مې له لومړۍ نېټې راهیسې د احتمالي جرمونو او د روم اساسنامې غړو هېوادونو کې د ۲۰۰۲ کال د جولای له لومړۍ نېټې راهیسې د هغو اړوندو جرمونو په اړه وه.
په دغو څېړنو کې د امریکا د پوځي ځواکونو او سي‌آی‌اې له لوري د شکنجې او جنسي تاوتریخوالي ادعاوې، او د پخواني افغان حکومت د ځواکونو له لوري د جبري ورکېدو، له محکمې پرته وژنو او نورو سرغړونو ادعاوې شاملې وې.
په ۲۰۲۱ کال کې د محکمې څارنوال اعلان وکړ چې د امریکا د ځواکونو او پخواني افغان حکومت د ځواکونو د احتمالي جرمونو څېړنې به د لومړیتوب په توګه نه تعقیبوي او تمرکز به د طالبانو او داعش خراسان د احتمالي جرمونو پر څېړنو وي.
په ۲۰۲۲ کال کې د دې څېړنو بهیر د دې اختلاف له امله بېرته پیل شو چې ایا پخوانی افغان حکومت د دغو جرمونو په اړه خپله قضایي څېړنه ترسره کوله که نه.
د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې محکمې د افغانستان د قضیې څېړنې په دوو برخو ووېشلې؛ یوه د ۲۰۲۱ کال د اګست له واکمنېدو وروسته د طالبانو د احتمالي جرمونو په اړه او بله د پخوانیو څېړنو د پاتې برخو په اړه.
د دوسیو د تړلو پرېکړه د امریکا د پوځي یا استخباراتي کارکوونکو برات نه ګڼل کېږي او نه هم دا ثابتوي چې د شکنجې په اړه ادعاوې بې‌بنسټه وې.
افغان د بشري حقونو سازمانونو د نړیوالې جزایي محکمې غوښتي چې د څېړنو د تړلو پرېکړه بېرته وڅېړي. د بشري حقونو د څار سازمان او د قربانیانو کورنیو هم خبرداری ورکړی چې د جګړې د ښکېلو لورو د جرمونو په اړه انتخابي څېړنې د نړیوال عدالت په برخه کې دوه‌ګونی معیار رامنځته کولی شي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د امریکا حکومت پر نړیوالې جزایي محکمې فشارونه زیات کړي دي. د ډونالډ ټرمپ ادارې د امریکا او اسرائیلو د پوځي او حکومتي چارواکو په اړه د محکمې د څېړنو په مخالفت کې پر محکمې، ځینو قاضیانو او څارنوالانو بندیزونه لګولي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان او درې نورو ادارو دغه بندیزونه په امریکا کې په فدرالي محکمه کې ننګولي دي.
د نړیوالې جزایي محکمې څارنوال د نومبر پر ۱۳مه د لنډمهاله ځنډ په غوښتنلیک کې غوښتنه کړې چې د دوسیو د تړلو پرېکړه دې وځنډول شي، څو د استیناف څانګه د حکم د ځنډولو په اړه د څارنوال غوښتنه وڅېړي او پرېکړه وکړي.

د تاجکستان ولسمشر پوتین ته له افغانستان سره د پولې په اړه معلومات ورکړل

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۵۵ GMT+۰
100%

د کرملین ویاند وايي، د تاجکستان ولسمشر په دوشنبه ښار کې ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې نوموړي ته له افغانستان سره د خپل هېواد د پولې د وضعیت په اړه معلومات ورکړل. د هغه په وینا، د تاجکستان او افغانستان په پوله امنیتي پېښې لا هم دوام لري او قاچاقبران خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د روسیې ټاس خبري اژانس د جمعې په ورځ، د لړم ۲۹مه د کرملین د ویاند له قوله راپور ورکړی، چې پوتین او رحمان واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، د افغانستان او تاجکستان د پولې پر وضعیت خبرې کړې دي. د کرملین ویاند زیاته کړې، چې له ستونزو سره سره، په پوله کې تر یوه بریده ثبات او د وضعیت د اټکل وړتیا شته.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، قاچاقبران او هغه کسان چې هڅه کوي له پولې نشه‌يي توکي ولېږدوي، تل موجود وو.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ، د لړم ۲۹مه، دوشنبې ته ورسېد او د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره یې ولیدل.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف وویل، رحمان په دې لیدنه کې له پوتین سره د افغانستان او تاجکستان د پولې له امنیتي وضعیت خبر کړی دی. د هغه په وینا، امنیتي پېښې او قاچاق لا هم دوام لري.

د پسکوف په وینا، له دغو فعالیتونو سره د مبارزې لپاره د روسیې او تاجکستان د سرحدي ځواکونو او استخباراتي ادارو ترمنځ همکاري ډېره مهمه ده.

په همدې حال کې، د تاجکستان د ولسمشرۍ دفتر ویلي، چې پوتین او رحمان په دې لیدنه کې د سیمې د امنیتي ګواښونو په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د تاجکستان او روسیې مشرانو د ترهګرۍ، افراطیت، سایبري ګواښونو او د نشه‌يي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.

پوتین دوشنبې ته تر سفر مخکې ویلي وو، چې د افغانستان وضعیت او په تاجکستان کې د روسیې د ۲۰۱مې پوځي اډې فعالیت به له امام علي رحمان سره د خبرو له موضوعاتو څخه وي.

په دوشنبه کې د خبرو یو له مهمو موضوعاتو څخه د افغانستان په برخه کې همکاري او د دغه هېواد د شاوخوا وضعیت ارزونه ده.

د روسیې ولسمشر له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي وو: «زموږ دولتي پلاوی، چې مشري یې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک کوله، افغانستان ته تللی و. غواړم امام علي رحمان د دغه سفر له پایلو او هغو فرصتونو خبر کړم، چې د افغانستان په برخه کې د همکارۍ د پراختیا لپاره یې وینو.»

دغه لیدنه د جمعې په ورځ، د لړم ۲۹مه، ترسره شوه.

روسیه یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې ده.

دا په روانه میاشت کې د روسیې او تاجکستان د ولسمشرانو دویمه لیدنه ده.

رحمان په دې وروستیو کې د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی و او په کرملین کې یې له پوتین سره هم لیدلي وو. خو د روسیې د ولسمشر په وینا، په مسکو کې د پروګرامونو د ګڼوالي له امله د دواړو هېوادونو د دوه‌اړخیزو اړیکو د اجنډا ټول موضوعات ونه څېړل شول.

ولادیمیر پوتین د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د مشرانو په غونډه کې ویلي وو، چې د دغه سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو پولو د امنیت د پیاوړتیا د هڅو په چوکاټ کې د افغانستان وضعیت په ځانګړي ډول تر څارنې لاندې دی.

امام علي رحمان هم په هغې غونډه کې ټینګار کړی و، چې د افغانستان او تاجکستان د پولې د امنیت پیاوړتیا د دغه سازمان له لومړیتوبونو څخه ده.

د دواړو هېوادونو د مشرانو د خبرو په اجنډا کې د تاجکستان د روسي وسله‌والو ځواکونو د ۲۰۱مې پوځي اډې د فعالیت دوام هم شامل دی. پوتین دغه اډه په سیمه او ټوله منځنۍ اسیا کې د امنیت یو مهم تضمین بللی دی. په دې لیدنه کې د دوه‌اړخیزو اړیکو پراختیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالی او راتلونکې ګډې پروژې هم څېړل کېږي.

پوتین تاجکستان ته تر تګ مخکې د نومبر په ۱۸مه او ۱۹مه د چین په شېن‌جن ښار کې د اپېک په غونډه کې ګډون کړی و او د دغه سفر په ترڅ کې یې د چین او امریکا له مشرانو سره درې‌اړخیزې خبرې هم کړې وې.

جمال الدین حکمتیار: طالبانو په کندوز کې د حکمتیار د کورنۍ ۲۵ جریبه ځمکه غصب کړې ده

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۵۵ GMT+۰
•
عبدالحق عمري
100%

د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی جمال‌الدین حکمتیار وایي، د طالبانو سیمه‌يیزو چارواکو د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د دوی پلرنۍ ۲۵ جریبه زراعتي ځمکه غصب کړې دي. جمال‌الدین زیاته کړې، کله چې د خپلو ځمکو پوښتنې ته تللی، د طالبانو له لوري ګواښل شوی او توقیف شوی دی.

د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی جمال‌الدین حکمتیار نن جمعه، لړم پر ۲۹مه په خپل فېسبوک کې لیکلي، د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو په کندوز ولایت کې د دوی میراثي او پلرنۍ کرنیزې ځمکې غصب کړې دي.

100%

هغه څرګنده کړې چې د امام صاحب ولسوالۍ محلي مسوولانو دا جایدادونه په غیر رسمي او نيمه مصادرې بڼه له دوی اخیستي او درېیمګړو کسانو ته یې سپارلي دي.

جمال‌الدین حکمتیار زیاته کړې، کله چې د خپلو ځمکو د تصرف او وضعیت لیدو لپاره سیمې ته تللی، د طالبانو وسله والو کسانو یې مخه نیولې او هلته توقیف او ګواښل شوی دی.

د هغه په وینا، د امام صاحب ولسوال په خپله اعتراف کړی چې دا وسله‌وال کسان د دوی په امر ورلېږل شوي وو او د عدلي او قضایي لارې د اصلي مالکانو د سرګردانه کولو او غصب د پټولو لپاره کارول کېږي.

جمال الدین حکمتیار وايي، چې د ځمکې د غصب په تړاو یې د طالبانو محاکمو ته هم عریضې کړي خو کومه پایله یې نه درلوده.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي، پخوانیو رژیمونو، روسانو او د جمهوریت پر مهال چارواکو د دوی پر دې پلرنۍ ځمکو کار نه درلود، خو د طالبانو په واکمنۍ کې دا شتمنۍ تر ګواښ لاندې راغلې دي.

هغه ټینګار کړی چې دا ډول کړنې په اصل کې د فشار وسیله ده او که څوک د خپلو شتمنیو پوښتنه وکړي، د محاکمو د نامعلومو دوسیو له لارې کلونه سرګردانه کېږي او توهین ورته کېږي.

جمال‌الدین حکمتیار خبرداری ورکړی، چې د طالبانو په نظام کې د دوی سر، مال، ملکي حقونه او شخصي املاک خوندي نه دي او که وضعیت همداسې دوام وکړي له هېواده وتلو ته اړ کېږي.

100%

د هغه په وینا، له دې وړاندې هم د حزب اسلامي د ځینو نورو غړو د ملکیتونو د ضبط خبرونه خپاره شوي وو او سیمه‌ییز چارواکي په غیر مستقیمه بڼه له دې ډول غصبونو او عوایدو ګټه پورته کوي.

طالبانو د حکمتیار د کورنۍ د ځمکې د غصب په اړه څه نه دي ویلي؛ خو دا کار له هغه وروسته کېږي، چې کلبدین حکمتیار مالیزیا ته لاړ او هلته یې د طالبانو پرضد توندې نیوکې وکړې.

د طالبانو عدلیې وزارت د غایبو اشخاصو د منقولو او غیرمنقولو ملکیتونو د بررسۍ نوی قانون خپور کړی، چې په ۹مه، ۲۳مه او ۲۸مه ماده کې یې د «ساعین بالفساد» په نامه د مخالفانو او بغاوت کوونکو د ملکیتونو او د هغو د عوایدو او شرعي وکیل درلودو حق د هبت الله په حکم پورې مشروط کړی.

سره له دې چې طالبانو په دغه قانون کې د غصب شویو کورونو د بېرته استرداد یادونه کړې، خو د ساعین بالفساد اصطلاح په اړه د حقوقي چارو شنونکي وايي، چې یاده ډله دا د خپلو ټولو سیاسي او فکري مخالفانو او د طالبانو د پالیسیو د نقدکوونکو خلاف کارولی شي، ځکه دغه ډله پر خپل امیر او مشرانو نیوکې هم فساد او بغاوت بولي.

د پاکستان پولیسو د اسلام اباد د نړیوال اسلامي پوهنتون یوه افغان محصله نیولې

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۴۱ GMT+۰
100%

په اسلام اباد کې د افغان محصلانو د اتحادیې مشر افغانستان انټرنیشنل ته ویلي، پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې د نړیوال اسلامي پوهنتون یوه افغانه محصله نیولې او د کډوالو د توقیف یوه مرکز ته یې لېږدولې ده.

په اسلام اباد کې د افغان محصلانو د اتحادیې مشر صدیق شریعتي ویلي، یادې افغان محصلې د اسلام په نړیوال پوهنتون کې د ارواپوهنې په برخه کې د ماسټرۍ زده کړې کولي او د اسلام اباد په جي ـ ۵ سیمه کې نیول شوې ده.
د نوموړي په وینا، محصلې پولیسو ته ویلي چې د خپل تحصیلي ویزې د غځولو غوښتنلیک یې سپارلی او د پاکستان د حکومت له لوري د ویزو د نه تمدید له امله لا هم د ځواب په تمه ده، خو پولیسو دغه وضاحت نه دی منلی.
شریعتي وايي، محصلې د پوهنتون اسناد او د ویزې د غځولو د غوښتنلیک شواهد هم پولیسو ته وړاندې کړي وو، خو ورته ویل شوي چې معتبره ویزه نه لري او وروسته د اسلام‌اباد یوه توقیف مرکز ته لېږدول شوې ده.
د هغه په خبره، یاده محصله اوس هم د اسلام‌اباد په «حاجي کېمپ» کې ساتل کېږي او ښايي په راتلونکو ورځو کې افغانستان ته ولېږدول شي.
شریعتي زیاته کړه چې له نیول کېدو وروسته له محصلې موبایل هم اخیستل شوی او د همدې امله هغې سره د دوامدار تماس نیول ستونزمنه ده.
هغه وویل: «دا یوازینۍ پېښه نه ده. په وروستیو میاشتو کې د پاکستان له بېلابېلو ښارونو د افغان محصلینو د نیولو لسګونه پېښې ثبت شوې دي. محصلین په بېلابېلو پلمو نیول کېږي او له پاکستانه د ایستلو له خطر سره مخ دي.»
د افغان زده‌کوونکو د اتحادیې مشر وايي، د پاکستان په پوهنتونونو کې د زده‌کړو پر افغان محصلینو، په ځانګړي ډول ښځینه محصلو، رواني فشارونه زیات شوي او ډېری یې د خپل راتلونکي په اړه له جدي اندېښنو سره مخ دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دا مهال د پاکستان په پوهنتونونو کې زرګونه افغان محصلین زده‌کړې کوي. شاوخوا دوه زره محصلین د علامه اقبال بورس له لارې او نږدې درې زره نور په شخصي لګښت زده‌کړې پر مخ وړي.
شریعتي ادعا کوي چې د پاکستان حکومت له شاوخوا شپاړسو میاشتو راهیسې د زده‌کړیزو ویزو د غځولو بهیر درولی او د زرګونو افغان محصلینو غوښتنلیکونه لا هم ځواب ته په تمه دي.
هغه وايي، افغان محصلینو په وار وار له پاکستاني چارواکو، پوهنتونونو او اړوندو ادارو سره دا موضوع شریکه کړې، خو تر اوسه یې د حل لپاره کوم عملي ګام نه دی لیدلی.
د یادونې وړ ده د روانې مياشتې په پنځمه نیټه د بلوچستان سترې محکمې د بولان طب کالج شپاړس افغان محصلینو ته لنډمهاله قانوني خوندیتوب ورکړی او حکم یې کړی چې د ۲۰۲۶ کال د نومبر تر ۲۴مې پورې دې د هغوی زده‌کړې نه ځنډول کېږي او اجازه دې ورکړل شي چې خپلو ټولګیو او لیلیو ته بېرته ستانه شي.
خو په دې اړه بیا صدیق شریعتي وویل چې د بلوچستان عالي محکمې د بولان طبي کالج د افغان محصلینو په ګټه موقتي حکم صادر کړی او هغوی ته یې د زده‌کړو د دوام اجازه ورکړې، خو د ده په وینا دا ډول پرېکړې تر اوسه په اسلام‌آباد او د پاکستان په نورو برخو کې د ادارو له لوري په بشپړه توګه نه عملي کېږي.

افغان کروندګر د کنګینې دود ساتنې او پراختیا پر اړتیا ټینګار کوي

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۲ GMT+۰
100%

د کابل په شمال کې د کلکان ولسوالۍ یو شمېر کروندګر لا هم د کنګینې په نوم له پېړیو پخوانۍ دودیزه طریقه کاروي، څو انګور تر بل فصل پورې تازه وساتي. دغه دود په داسې حال کې ژوندی پاتې دی چې د سړو خونو کمښت او د صادراتو ستونزې د افغان انګورو پر بازار او د بزګرانو پر عاید منفي اغېز کړی.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د محمد صابر شجاعي په نوم د کلکان ولسوالۍ یو کروندګر هر کال سلګونه کنګینې جوړوي؛ هغه خټین لوښي چې انګور پکې د اوږدې مودې لپاره ساتل کېږي.
شجاعي وايي، د کانګینې جوړولو طریقه یې له خپل پلار زده کړې ده او دغه دود د دوی په کورنۍ کې له پخوا راهیسې رواج لري. د هغه په وینا، پخوا به د ژمي په سړو شپو کې کورنۍ د بخارۍ شاوخوا راټولېدې او له کنګینې ساتل شویو انګورو به یې خوړل.
د کانګینې په دودیزه طریقه کې انګور په دوو خټینو تختو کې ځای پر ځای کېږي، بیا لوښی په خټه مهر کېږي او په تیاره ځای کې ساتل کېږي. د شجاعي په وینا، په دې طریقه انګور تر پسرلي پورې خپل تازګي او خوند ساتلی شي.
د راپور له مخې، افغانستان د انګورو د حاصلاتو پر مهال له پراخ تولید سره مخ وي، خو د سړو خونو نشتوالی او د صادراتو محدودیتونه د بزګرانو لپاره د محصولاتو د ساتنې او پلور ستونزې زیاتوي.
د انګورو سوداګر فرهاد عزتي وايي، د پاکستان له لارې د صادراتو د محدودېدو له امله د انګورو بیې سږ کال شاوخوا ۷۰ سلنه راټیټې شوې دي. د هغه په وینا، ډېری بزګران نه شي کولای د خپلو محصولاتو له پلور څخه د تولید لګښتونه هم ترلاسه کړي، ځکه بازار له انګورو ډک شوی دی.
که څه هم کنګینه د انګورو د سوداګرۍ او د محصولاتو د زېرمه کولو د پراخو ستونزو بشپړ حل نه دی، خو لا هم د ډېرو افغان کورنیو لپاره د ژمي او پسرلي په موسمونو کې د تازه انګورو د ساتلو یوه ارزښتناکه لاره ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فاو) وايي، د کلکان او د پروان ولایت ځینې سیمې هغه ځایونه دي چې د کنګینې دود لا هم پکې ژوندی پاتې دی.
په افغانستان کې د دغه سازمان استازی عزت الله نوري وايي، کنګینه نه یوازې د خوړو د ساتنې یوه اغېزمنه دودیزه طریقه ده، بلکې د حاصلاتو د ډېرښت پر مهال د انګورو د ضایع کېدو مخه هم نیسي. نوري خبرداری ورکوي چې که د دغه دود د ساتنې او پراختیا لپاره هڅې ونه شي، ښايي په راتلونکو کلونو کې له منځه ولاړ شي. هغه وايي، وېره لري چې یوه ورځ به کنګینه له افغانستان نه ورکه شي او راتلونکي نسلونه به یې د جوړولو طریقه ونه پېژني.
نوموړي ټینګار کړی چې د کنګینې دود باید د افغانستان د فرهنګي میراث په توګه وساتل شي او د دې پخوانۍ طریقې د زده کړې او انتقال لپاره دې هڅې وشي.