د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق هم د دې لیدنې پخلی کړی او ویلي یې دي چې له سټیفان رې سره یې خبرې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو ګټو، د سیمې پر روان حالت او د افغان وګړو پر بشري ستونزو راڅرخېدې.
ماشوم د هرې ټولنې د راتلونکي بنسټ دی او هر ماشوم حق لري چې له تاوتریخوالي، تبعیض، بېوزلۍ او محرومیت پرته په امن چاپېریال کې ژوند وکړي، زدهکړې وکړي او د روښانه راتلونکي خوبونه وویني.
خو په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له بېوزلۍ، خوارځواکۍ، زدهکړو ته د لاسرسي له محدودیتونو او بېلابېلو بشري ستونزو سره مخ دي. په ځانګړې توګه د نجونو پر زدهکړو بندیز د یوه نسل راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کړی او ورسره له وخت مخکې د نجونو د ودولو ګراف ډېر لوړ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو نړیوال کنوانسیون له مخې، هر ماشوم د ژوند، زدهکړو، روغتیا، خوندیتوب، لوبو او سالمې ودې حق لري او دولتونه مکلف دي چې له جنسیت، ژبې، قوم او ټولنیز وضعیت پرته د ټولو ماشومانو دغه حقونه خوندي کړي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د نړیوالو بنسټونو د اندېښنې وړ موضوع ګرځېدلې ده. د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه، اقتصادي ستونزې، بېوزلي، خوارځواکي او د روغتیايي خدمتونو کمښت د افغان ماشومانو پر ژوند او راتلونکي مستقیم اغېز کړی دی.
د راپور له مخې، له ۹۰ سلنې ډېرو مرکه شویو ماشومانو د بېځایه کېدو یا کډوالۍ تجربه لرله او شاوخوا ۱۱ سلنه ماشومانو د ماشومانو له کار، فزیکي او لفظي تاوتریخوالي یا کمعمره ودونو سره د مخ کېدو راپور ورکړی دی.
د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه او د هېواد راتلونکی
د ماشومانو د حقونو په اړه نړیوال بنسټونه وايي، د نجونو د زدهکړو محدودیتونه یوازې د هغوی پر شخصي راتلونکي اغېز نهکوي، بلکې د افغانستان پر اقتصادي، روغتیايي او ټولنیز پرمختګ هم اوږدمهاله پایلې لرلای شي.
د یونیسف د ۲۰۲۶ کال د اپرېل د ۲۸مې د تحلیل له مخې، که د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې تر ۲۰ زرو ښځینه ښوونکې او ۵ زره او ۴۰۰ روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي.
دا وضعیت د ماشومانو پر زدهکړو او روغتیا هم اغېز لري ځکه ښځینه ښوونکې او روغتیايي کارکوونکې په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د خدمتونو لپاره مهمې دي.
له دې سره سم، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو د طالبانو بندیز له وخت مخکې د نجونو د ودولو ګراف لوړ کړی او د روغتیاپالانو په وینا، په دې سره د زېږون پر مهال د میندو او ماشومانو د مړینې کچه هم لوړه شوې ده.
د ماشومانو سالمه وده علمي او فرهنګي اړتیا
د ماشومانو سالمه وده یوازې د فزیکي روغتیا په معنا نهده، بلکې ذهني، عاطفي، ټولنیز او فرهنګي پرمختګ یې هم مهم اړخونه دي.
همدارنګه، لوبې، کتاب لوستل، هنري فعالیتونه او فرهنګي پروګرامونه د ماشومانو د نوښت، فکر کولو، خبرو اترو او ټولنیز تعامل وړتیاوې پیاوړې کوي.
له همدې امله، له زدهکړو د ماشومانو محرومول، په کمعمرۍ کې کار ته اړ کول، له تاوتریخوالي سره مخ کول او د هغوی د نظرونو له پامه غورځول د سالمې ودې پر وړاندې جدي خنډونه دي.
نړیواله ټولنه او د ماشومانو د حقونو مسوولیت
د ماشومانو نړیواله ورځ یوازې د مبارکۍ او د شعارونو ورکړې ورځ نه ده، بلکې د دولتونو، نړیوالو سازمانونو، ښوونیزو بنسټونو او کورنیو لپاره د مسوولیتونو یادونه هم ده.
د ماشومانو د حقونو نړیوال کنوانسیون له مخې، دولتونه مکلف دي چې د ماشومانو د ژوند، زدهکړو، روغتیا او خوندیتوب لپاره لازم اقدامات ترسره کړي او د هغوی غوره ګټې په ټولو پرېکړو کې په پام کې ونیسي.
په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت ښه کېدل د نجونو او هلکانو لپاره د زدهکړو برابر لاسرسي، د روغتیايي خدمتونو پراختیا، د خوارځواکۍ مخنیوي، د ماشومانو د کار او کمعمره ودونو مخنیوي او د کورنیو اقتصادي ملاتړ ته اړتیا لري.
د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی سرپرست شاه محمود میاخېل وايي، په ۲۱مه پېړۍ کې له ولسي مشروعیت پرته حکومتولي ناشونې ده لکه څنګه چې د یوه جومات د ملا امام په ټاکلو کې د خلکو رضایت مهم دی، د یوه هېواد مشر هم باید د ولس په خوښه او اراده وټاکل شي.
شاه محمود میاخېل د جمعې په ورځ (د لړم ۲۹مه) په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې حکومتولي او واکمني سیاسي مسله ده او په سیاست کې باید ولس خپل رول ولري ځکه د هغه په وینا، ان د جومات ملا امام هم د خلکو له ارادې پرته نهشي ټاکل کېدای.
نوموړي د حنفي فقهې په حواله ویلي، که د جومات له ۷۰ تر ۸۰ سلنې لمونځ کوونکي له خپل امام څخه ناراضه وي، امامت یې «مکروه تحریمي» ګڼل کېږي او باید بدل شي.
د میاخېل په وینا، که د جومات د امام په ټاکلو کې د خلکو رضایت مهم وي، نو د یوه هېواد مشر باید هم د خلکو په خوښه او رضایت وټاکل شي.
هغه پوښتنه کړې، که یو کس د څو ملګرو په خوښه ټاکل کېږي، نو په اسلامي او سیاسي لحاظ څنګه ځان ته دا حق ورکولای شي چې د ټول هېواد مشري وکړي، ځان ته «امیرالمومنین» ووایي او له خلکو وغواړي چې فرمانونه یې ومني په ځانګړي ډول هغه فرمانونه چې په ښکاره د اسلامي نصوصو او اصولو خلاف وي؟
میاخېل زیاته کړې، چې د یوه هېواد ټولې سرچینې او دولتي دندې خلکو پورې اړه لري او ولس باید د اساسي قانون په چوکاټ کې هغه کسان ورته وټاکي، چې باور پرې لري.
د هغه په وینا، د اسلام په لومړیو وختونو کې هم د راشده خلفاوو په ټاکلو کې ولس او عامو خلکو رول درلود او هغوی ځانونه د ولس پر وړاندې مسوول ګڼل.
نوموړي ویلي، په ۲۱مه پېړۍ کې له ولسي مشروعیت پرته حکومتولي نهشي ترسره کېدای او که ولسي مشروعیت نهوي، نړیوال مشروعیت هم نهشي ترلاسه کېدای.
میاخېل خبرداری ورکړی، چې د ولسي او نړیوال مشروعیت نشتوالی به افغانستان له انزوا سره مخ کړي او دغه هېواد به یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د سیالیو پر مرکز بدل شي.
هغه طالبان د راتلونکو احتمالي جګړو او ستونزو مسوول بللي او ویلي یې دي، چې د هغوی کړنې د جګړو لپاره زمینه برابروي.
د دفاع وزارت پخواني سرپرست په پای کې ویلي، که د طالبانو د مشر وروستۍ وینا له زړه وي او د مثبت بدلون غوښتونکی وي، نو باید د یوې واقعي لویې جرګې له لارې د ولسي مشروعیت ترلاسه کولو او د راتلونکي نظام لپاره د اساسي قانون جوړولو زمینه برابره کړي.
د میاخېل په باور، دا به د افغانستان او اسلام لپاره لوی خدمت وي خو په «هوايي خبرو» کې چې ډېره برخه یې د اطاعت پر محور ولاړه وي، کومه ګټه نهشته.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې پاکستان څو ځله د طالبانو اداره تورنه کړې چې په افغانستان کې یې وسلهوالو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې او دغه ډلې د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي. خو طالبان دا تورونه ردوي او وايي، اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد وکارول شي.
چارو پوهان وایي، که څه هم د جوماتونو جوړول د مسلمانانو له دیني ارزښتونو څخه دي، خو د یوه حکومت مسوولیت یوازې د عبادت ځایونو جوړول نه دي. د خلکو لپاره د کار زمینه برابرول، د بېوزلۍ کمول، د روغتیا او زدهکړو د خدمتونو پراخول او د اقتصادي فرصتونو رامنځته کول هم د حکومت له اساسي مسوولیتونو څخه دي.
د طالبانو د چارو ادارې مشر په خپله لیکنه کې د جوماتونو جوړول د اسلامي تمدن د ودې، دیني زدهکړو او ټولنیز اصلاح لپاره مهم بللي، خو د خلکو د بېوزلۍ، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره یې د حکومت د مشخصو پروګرامونو یادونه نه ده کړې.
په داسې حال کې چې د افغانستان خلک د کار، ډوډۍ، روغتیا او زدهکړو په ګډون له ګڼو لومړنیو اړتیاوو سره مخ دي، پوښتنه دا ده چې د طالبانو حکومت ولې د جوماتونو د جوړولو ترڅنګ د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره ورته پراخې او روښانه برنامې نه اعلانوي؟
د جومات جوړول په خپل ذات کې د نیوکې موضوع نه ده؛ خو د خلکو د لوږې، بېکارۍ او بېوزلۍ په وړاندې د حکومت چوپتیا او د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د څرګندو برنامو نشتوالی هغه مسلې دي چې د طالبانو د لومړیتوبونو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.