د دوو لوېدیځو چارواکو په وینا، چې سعودي چارواکو د خپلو پلانونو په اړه معلومات ورکړي، ریاض له پوځي شاتګونو او پر خپله خاوره د بریدونو له امله د رامنځته شویو ستونزو سره سره، هوډ لري چې له حوثیانو سره جګړه راتلونکي کال ته هم وغځوي.
دوی رویټرز ته ویلي، چې له ایران سره د پراخې جګړې په چوکاټ کې د یمن جګړه تر ټولو فعاله جبهه ګرځېدلې ده. په دې جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي او سلګونه زره نور بېځایه شوي دي.
دې جګړې د سعودي عربستان هغه هڅې هم له خنډ سره مخ کړې دي چې غوښتل یې د تېلو له سکتور پرته په نورو برخو کې پانګونه راجلب کړي او نړیوالې غونډې او سیالۍ کوربهتوب کړي.
په سعودي عربستان کې د جګړې په اړه د عامه څرګندونو لحن هم ورو ورو بدل شوی او چارواکي اوس د دې جګړې پر اغېزو ډېرې خبرې کوي.
د هغو لوېدیځو چارواکو په وینا، چې د سعودي له سیالانو سره د غیرعلني خبرو د افشا کولو لپاره یې د نوم نه ښودلو په شرط له رویټرز سره خبرې کړې وايي، سعودي چارواکي اوس اټکل کوي چې پوځي عملیات به یې تر شپږو میاشتو پورې دوام وکړي او د ریاض موخه دا ده چې له حوثیانو سره تر هر ډول خبرو مخکې، د یمن د خپلو متحدینو په لاس د جګړې په ډګر کې پرمختګونه ترلاسه کړي.
یوې درېیمې سرچینې، چې د سعودي عربستان له پلانونو خبره ده، هم دا معلومات تایید کړي دي. د دغو درېیو سرچینو په وینا، د ایران د پراخې جګړې د پای ته رسولو هر ډول هوکړه ښايي په یمن کې د جګړې د شدت د کمېدو لامل شي.
درېیمې سرچینې زیاته کړې، ریاض باور لري چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له خوا د سعودي عملیاتو لپاره د مستقیم پوځي ملاتړ برابرول، چې تر اوسه یې نه دی منلی، د جګړې وضعیت بدلولی شي. د دې سرچینې په وینا، دا ملاتړ ښايي سعودي پلوه ځواکونو ته زمینه برابره کړي چې په څو اوونیو کې خپلې مطلوبې لاسته راوړنې ترلاسه کړي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د لوېدیځو چارواکو له خوا د سعودي چارواکو د نظرونو په اړه له څرګندونې ډډه کړې ده.
سعودي عربستان په ۲۰۱۵ کال کې د یوه عربي ایتلاف په مشرۍ د یمن جګړې ته داخل شو. هغه مهال یې موخه دا وه چې د یمن حکومت بېرته واک ته ورسوي؛ ځکه حوثیانو پلازمېنه صنعا او د دغه هېواد ډېره برخه نیولې وه.
دواړه لوري له خونړۍ جګړې وروسته په بنبست کې ښکېل شول او په ۲۰۲۲ کال کې یې اوربند وکړ. دغه اوربند د روان کال تر اوړي پورې دوام وکړ.
د جګړو له بیا پیلېدو راهیسې، حوثیانو د سره سمندرګي ساحلي سیمې او د بابالمندب ستراتیژیک تنګی د سعودي عربستان د ملاتړ لرونکو ځواکونو له ولکې نیولي دي او دوی د یمن د تعز ښار هم کلابند کړی دی. دغه ښار په لوړو غرنیو سیمو کې پروت دی او د سویلي ساحل په اوږدو کې د یمن د حکومت د لنډمهالې پلازمېنې عدن ښار ته نږدې موقعیت لري.
د یمن حکومتي ځواکونو تېره میاشت ځوابي بریدونه پیل کړل او د بابالمندب تنګي شاوخوا یې ځینې سیمې بېرته ونیولې؛ خو د تېرې اوونۍ په پای کې یې د عدن ښار د ساتنې لپاره له دغو سیمو شاتګ وکړ. دا د دوی لپاره یوه لویه پوځي ضربه بلل شوې ده.
د یوه لوېدیځ چارواکي په وینا، سعودي او یمني ځواکونه اوس د خپلو ځواکونو د بیا تنظیمولو په حال کې دي او د دوی پلان دا دی چې عدن ښار د حوثیانو له پرمختګونو وساتي او ښايي خپل بریدونه ختیځو جبهو ته ولېږدوي؛ هغه سیمې چې هلته یې ځینې پرمختګونه کړي یا لږ تر لږه خپلې دفاعي کرښې ساتلې دي.
سعودي عربستان د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف د قوماندې مسوول یې بدل کړی دی. د یمن حکومت هم تمه لري چې د خپل پوځ په مشرتابه کې بدلونونه راولي. دا خبره دوو هغو کسانو کړې چې د دغه حکومت له پلانونو خبر دي.
سعودي عربستان هڅه کوله چې له حوثیانو سره بیا پیل شوې جګړه د یمن کورنۍ شخړه وښيي او ځان یوازې د خپلو یمني متحدینو د ملاتړ او له پولې هاخوا د بریدونو پر وړاندې د دفاع په توګه معرفي کړي، نه د جګړې د یوه مستقیم لوري په توګه.
خو پر سعودي ښارونو د پرلهپسې او مهمو بریدونو له امله د دې دریځ ساتل ورځ تر بلې ستونزمن شوي دي. له همدې امله د سعودي عربستان په رسنیو او جوماتونو کې د جګړې په اړه د عامه څرګندونو کچه هم لوړه شوې ده.