• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تازه څېړنه: تر ۲۰۳۵کال پورې به د نړۍ د مسلمانانو شمېر تر عیسویانو زیات شي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۴۳ GMT+۰

د پېو څېړنیز مرکز اټکل کوي، چې تر ۲۰۳۵کال پورې به په نړۍ کې د مسلمانانو شمېر ۲ مېلیارده او ۵۷۰ مېلیونو او د عیسویانو شمېر ۲ مېلیارده او ۵۲۰ مېلیونو ته ورسېږي. د دغه بدلون دوه اصلي لاملونه د مسلمانانو د نفوس ځوانوالی او په مسلمانو کورنیو کې د ماشومانو د زېږون لوړه کچه بلل شوې ده.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، پېو څېړنیز مرکز او په پولنډ کې د نفوس او دین د پرمختللو څېړنو مرکز دغه څېړنه د چهارشنبې په ورځ (د لړم په ۲۷مه) خپره کړې ده. د دغه مرکزونو د اټکلونو له مخې، په ۲۰۲۰کال کې په نړۍ کې نږدې ۲ میلیارده او ۳۰۰ مېلیونه عیسویان او شاوخوا ۲ میلیارده مسلمانان اوسېدل.
که وضعیت همداسې دوام وکړي، تر ۲۰۳۵کال پورې به د مسلمانانو شمېر د عیسویانو پرتله شاوخوا ۵۰ مېلیونه زیات شي او مسلمانان به د نړۍ تر ټولو لویه دیني ډله شي. څېړونکي تمه لري، چې په راتلونکو لسیزو کې به د دواړو ډلو ترمنځ دغه توپیر نور هم زیات شي. د اټکل له مخې، تر ۲۰۷۰کال پورې به د مسلمانانو شمېر له ۳ مېلیارده او ۶۰۰ مېلیونو واوړي او د عیسویانو شمېر به شاوخوا ۳ میلیاردو ته ورسېږي.
په دې پنځوس کلنه موده کې به د نړۍ په ټول نفوس کې د مسلمانانو ونډه له ۲۵.۶ سلنې څخه ۳۵.۸ سلنې ته لوړه شي. د عیسویانو ونډه به هم لږه زیاته شي او له ۲۸.۸ سلنې څخه به ۲۹.۱ سلنې ته ورسېږي.
ولې د مسلمانانو نفوس په چټکۍ زیاتېږي؟
د پېو څېړنیز مرکز د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۵ کلونو د اټکلونو له مخې، هرې مسلمانې ښځې په منځني ډول ۳.۱ ماشومان او هرې عیسوۍ ښځې ۲.۵ ماشومان زېږولي دي. د زېږون د کچې ترڅنګ د مسلمانانو د نفوس ځوانوالی هم د دې لامل کېږي، چې په راتلونکو لسیزو کې به د دوی د نفوس ډېره برخه د ماشومانو زېږولو عمر ته ورسېږي.
د دین بدلول د دغه دوو دیني ډلو د نفوس په بدلون کې لږه ونډه لري. څېړونکي اټکل کوي، چې له عیسویت څخه اسلام ته د اوښتونکو او له اسلام څخه عیسویت ته د اوښتونکو کسانو شمېر به نږدې برابر وي.د پېو څېړنیز مرکز لوړپوړي نفوس‌پوه او د یادې څېړنې یوه مشر کنراد هېکټ ویلي، د مسلمانانو د نفوس ۷۴ سلنه زیاتوالی به په هغو هېوادونو کې رامنځته شي چې اوس هم اکثریت وګړي یې مسلمانان دي. د عیسویانو د شمېر تر ټولو ډېر زیاتوالی به هم په هغو هېوادونو کې وي، چې عیسویان په‌کې اکثریت دي.څېړونکي تمه لري، چې د دواړو دینونو د پیروانو د نفوس لویه برخه به د افریقا په نیمه‌صحرايي سیمو کې زیاته شي. د دغه اټکل له مخې، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت به تر ۲۰۷۰کال پورې د امریکا ځای ونیسي او د نړۍ په کچه به د عیسویانو تر ټولو ډېر نفوس لرونکی هېواد شي.په خپله امریکا کې هم اټکل کېږي، چې د عیسویانو ونډه به د دغه هېواد د ټول نفوس ۴۸ سلنې ته راټیټه شي. خو سره له دې به عیسویان په امریکا کې تر ټولو لویه دیني ډله پاتې شي.اوس‌مهال د نړۍ شاوخوا ۵۹ سلنه مسلمانان د اسیا او ارام سمندر په سیمه کې ژوند کوي. په دې سیمه کې به د مسلمانانو شمېر لا هم زیات شي؛ خو د افریقا په نیمه‌صحرايي سیمو کې د نفوس د چټکې ودې له امله تمه کېږي، چې تر ۲۰۷۰کال پورې به د نړۍ له نیمايي څخه لږ مسلمانان په اسیا او ارام سمندر سیمه کې اوسېږي. یوازې په نایجریا کې اټکل کېږي، چې د مسلمانانو شمېر به دوه برابره شي او ۲۸۲ مېلیونو ته به ورسېږي.د عیسویت تاریخ‌پوه مارک نول وايي، چې په افریقا کې عیسویت د نړۍ د بل هر ځای پرتله په چټکۍ وده کوي. د نوموړي په وینا، د افریقا د عیسویانو ترمنځ د «کاریزماتیک» دود پیروان ډېر دي، چې په‌کې د روح‌القدس د حضور تجربه او پر معجزو باور ځانګړی ځای لري. د هغه په وینا، دغه ډول باورونه د امریکا د ډېرو عیسویانو ترمنځ لږ دود دي.نول ویلي: «له پیله د عیسویت یوه برخه ماوراءالطبیعي اړخونه وو. په لوېدیځ کې د دغه باورونو بڼه بدله شوې او رول یې محدود شوی؛ خو د عیسویت د نړۍ په ډېرو نورو برخو کې داسې نه ده».هغه زیاته کړې، چې په افریقا کې هم عیسویان او هم مسلمانان ډېر پیروان لري او همدې چارې د دواړو دینونو ترمنځ سیالي زیاته کړې ده.پېو څېړنیز مرکز اټکل کوي، په ډېرو هېوادونو کې به د هغو کسانو شمېر زیات شي چې ځانونه د هېڅ دین پیروان نه ګڼي؛ خو د نړۍ په ټول نفوس کې به د دوی ونډه په ۲۰۲۰کال کې له ۲۴.۲ سلنې څخه په ۲۰۷۰ کال کې ۱۷ سلنې ته راټیټه شي.د دغه کمښت یو مهم لامل په چین کې د نفوس بدلون دی. د نړۍ د بې‌دینه وګړو لویه برخه په چین کې ژوند کوي او تمه کېږي، چې د دغه هېواد نفوس به په دې موده کې شاوخوا ۴۲۱ مېلیونه کم شي.څېړونکو په خپلو اټکلونو کې د نفوس عمر، د زېږون او مړینې کچه، کډوالي او د دین بدلون په پام کې نیولي دي.



افریقا د نفوسو د بدلون په مرکز کې







د بې‌دینه وګړو پېکه ونډه



ډېر لیدل شوي

 د کوټې د وچې مېوې سوداګر: افغانستان سره د لارو بندښت مو کاروبار له ناورین سره مخ کړی
۱

د کوټې د وچې مېوې سوداګر: افغانستان سره د لارو بندښت مو کاروبار له ناورین سره مخ کړی

۲

د ماشوم ژغورنې نړیوال سازمان: کډوالۍ افغان ماشومان خوارځواکه کړي او د زده‌کړو محروم کړي

۳

ډېپلوماټ مجله: متحدې جبهې د طالبانو د نفوذ پر اصلي مرکزونو کندهار او هلمند تمرکز کړی دی

۴

افغان ماشومان د تاوتریخوالي، بېوزلۍ او جبري ودونو له ګواښ سره مخ دي

۵

هبت الله اخوندزاده: د جوماتونو او مدرسو جوړولو لپاره تر دې ښه فرصت بیا نه راځي

•
•
•

نور خبرونه

د مصنوعي ځیرکتیا پرمټ د ماشومانو د جنسي ځورونې د انځورونو تولید «۸۵ برابره» زیات شوی دی

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۵ GMT+۰
100%

یوه نوې څېړنه ښيي، په مصنوعي ځیرکتیا جوړو شویو هغو انځورونو او ویډیوګانو په اړه راپورونه چې د ماشومانو د جنسي ځورونې منځپانګه په‌کې شامله ده، په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا ۸۵ برابره زیات شوي دي.

څېړونکو د ماشومانو د ساتنې لپاره د حکومتونو او ټکنالوژۍ له شرکتونو د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده. دغه نړۍواله څېړنه د سکاټلنډ د اډینبورګ پوهنتون د څېړونکو په ګډون ترسره شوې ده.

د څېړنې د موندنو له مخې، د ټکنالوژۍ شرکتونو له‌خوا د امریکا د ورکو شویو او تر ناوړه ګټې اخیستنې لاندې ماشومانو ملي مرکز ته د دغه منځپانګو په اړه د لېږل شویو راپورونو شمېر په ۲۰۲۳کال کې له شاوخوا ۴زره او ۷۰۰ څخه په ۲۰۲۵کال کې څه باندې ۴۰۰زرو ته رسېدلی دی. دغه زیاتوالی نږدې ۸۴۰۰ سلنه ښودل شوی دی.

په دغه منځپانګو کې هغه جعلي انځورونه هم شامل دي، چې د «ډیپ‌فېک» په نوم پېژندل کېږي او د مصنوعي ځیرکتیا د هغو پروګرامونو په مرسته جوړېږي، چې د خلکو انځورونه بربنډ ښيي.

دغه وسایل کولی شي په څو ثانیو کې د یوه ماشوم د انځور په کارولو سره جعلي جنسي منځپانګه جوړه کړي. د څېړونکو په وینا، که څه هم دغه انځورونه جعلي وي؛ خو زیانونه یې رښتیني دي. په ځینو مواردو کې عاملان د دغه انځورونو د خپرولو په ګواښلو سره له ماشومانو د پیسو یا نورو انځورونو غوښتنه کوي.

څېړونکو اټکل کړی، چې هر کال په ټوله نړۍ کې له ۳۰۰ مېلیونه ډېر ماشومان لږ تر لږه د ټکنالوژۍ له لارې د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې یا ځورونې له یوه ډول سره مخ کېږي. د یادې څېړنې له مخې، نږدې له هرو څلورو ماشومانو څخه یو یې تر ۱۸ کلنۍ مخکې لږ تر لږه یو ځل انلاین ځورونه تجربه کوي.

د «چایلدلایت» انستیتیوت یوې مشرې ډیبي فرای ویلي، د څېړنې موندنې ښيي چې د ناوړه ګټې اخیستنې د نویو لارو چارو د پېژندلو او مخنیوي او د دغه ډول منځپانګو د ژر تر ژره حذفولو لپاره د حکومتونو او ټکنالوژۍ شرکتونو بېړني اقدامات اړین دي.

د شمېرو کمښت او د ماشومانو د ساتنې ستونزې

په دغه څېړنه کې خبرداری ورکړل شوی، چې د رسمي معلوماتو او شمېرو کمښت د ماشومانو پر وړاندې د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي او د هغوی د ساتنې هڅې له ستونزو سره مخ کړې دي.

د ۱۰۳ هغو هېوادونو او سیمو له ډلې چې په دې څېړنه کې ارزول شوي، یوازې ۲۲ هېوادونه د سروې پر بنسټ داسې شمېرې لري چې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې دواړه ډولونه یعنې انلاین او له انلاین فضا بهر رانغاړي.

د «چایلدلایت» بنسټ په وینا، د معلولیت لرونکو ماشومانو، بومي او کډوالو ماشومانو، په بشري کړکېچونو کې د ښکېلو سیمو ماشومانو، کوچنیانو او په کورنیو کې د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې د قربانیانو وضعیت په شته شمېرو او څېړنو کې لږ منعکس شوی دی.

د دغه انستیتوت اجراییوي مشر پاول سټنفیلډ ویلي، مېلیونونه ماشومان د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې له ګواښ سره مخ دي؛ خو حکومتونه ډېری وخت نه پوهېږي چې دغه ډول زیانونه تر ډېره په کومو سیمو کې پېښېږي او کوم ماشومان له نورو ډېر له ګواښ سره مخ دي.

څېړونکو له حکومتونو غوښتي، چې د ماشومانو پر وړاندې جنسي ناوړه ګټه اخیستنه د عامې روغتیا د یوې ستونزې په توګه وګڼي، د کره شمېرو د راټولولو لپاره پانګونه وکړي او د ځورونې تر پېښېدو مخکې د مخنیوي او ملاتړ پروګرامونه برابر کړي.

دغه انستیتوت همداراز د ټکنالوژۍ شرکتونو پر لا ډېرې حساب‌ورکونې، د نویو ګواښونو له ډولونو سره د برابر قوانینو پر تصویب او د ماشومتوب له لومړیو کلونو څخه د مخنیوي پروګرامونو پر پیل ټینګار کړی دی.

خو څېړونکو په ځینو هېوادونو کې د پرمختګونو خبر هم ورکړی دی. د دوی په وینا، د انلاین خوندیتوب د قوانینو پیاوړتیا، د ناوړه ګټې اخیستنې د منځپانګې پېژندلو د لارو چارو ښه‌والي او مخنیوي ته ډېره پاملرنه د دغه اقداماتو له ډلې دي.

هغوی ټینګار کړی، چې کره معلومات، همغږې شوې همکاري او دوامداره پانګونه کولی شي د ماشومانو په خوندیتوب کې مرسته وکړي.

مثبت فکر د انسان پر ژوند څه اغېز لري او څنګه له اندېښنو ځان خلاصولی شو؟

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۱۴ GMT+۰
100%

مثبت فکر د انسان پر رواني روغتیا، ځان‌باوري، اړیکو او د ستونزو پر وړاندې د مقاومت پر وړتیا مثبت اغېز لري. د منفي افکارو کنټرول، ورزش، کافي خوب، له نورو سره خبرې او د حل لارو لټول د اندېښنو په کمولو او ذهني سکون کې مرسته کوي.

څیړنو ښودلې مثبت فکر د انسان د رواني روغتیا، ځان‌باوري او ورځني ژوند په ښه کولو کې مهم رول لري. هغه کسان چې د ژوند ستونزو ته په هیله‌من نظر ګوري، د ستونزو د حل لپاره هڅه کوي او پر خپلو وړتیاوو باور لري، کولای شي له سختو شرایطو سره ښه مقابله وکړي.

مثبت فکر په دې معنا نه‌دی، چې انسان به هېڅکله خپه، اندېښمن یا ناهیلی نه‌شي، بلکې موخه یې دا ده، چې له ستونزو سره سره د حل لارې ولټوي او د ښې راتلونکي لپاره هیله ژوندۍ وساتي.

د ارواپوهنې له نظره، د انسان فکرونه د هغه پر احساساتو، چلند او پرېکړو مستقیم اغېز لري. کله چې یو څوک تل د ناکامۍ، وېرې او بدو پېښو په اړه فکر کوي، ښايي رواني فشار او اندېښنې یې زیاتې شي، خو که د ستونزو پر ځای د حل لارو ته پام وکړي، د بې‌وسۍ احساس یې کمېدای شي.

مثبت فکر د انسان پر ځان باور پیاوړی کوي، د کورنۍ او ټولنې له غړو سره یې اړیکې ښې کوي او د ستونزو پر وړاندې د زغم او مقاومت وړتیا یې زیاتوي. همدارنګه هیله‌من فکر، انسان هڅوي چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هڅه وکړي او له ناکامیو څخه د تجربې په توګه ګټه واخلي.

د مثبت فکر د پیاوړتیا لپاره اړینه ده، چې انسان له ځان سره مثبتې خبرې وکړي، خپلې وړتیاوې وپېژني، د نورو له ژوند سره د خپل ژوند له پرتله کولو ډډه وکړي او د هرې ورځې د ښو پېښو قدر وکړي. د بېلګې په توګه، د دې پر ځای چې ووایي: «زه دا کار نه‌شم کولای»، باید ووایي «زه هڅه کوم او ښايي بریالی شم».

ورزش، قدم وهل، کافي خوب، سالمه غذا او له دوستانو او کورنۍ سره خبرې کول هم د رواني هوساینې په ساتلو کې مرسته کوي. متخصصان سپارښتنه کوي، چې انسان خپلې اندېښنې له باوري کسانو سره شریکې کړي او د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي.

کله چې انسان له اندېښنو سره مخ شي، کولای شي خپلې ستونزې پر کاغذ ولیکي، د هغو د حل لپاره لومړیتوبونه وټاکي او پر هغو موضوعاتو تمرکز وکړي، چې د ده په واک کې دي. د ژورې ساه اخیستلو تمرین، دعا، عبادت او څو دقیقې ارام کېناستل هم د ځینو کسانو لپاره د ذهني سکون په ترلاسه کولو کې ګټور دي.

د ارواپوهنې په برخه کې د ادراکي او چلندي درملنې په نوم یوه علمي طریقه هم شته چې انسان ته ورزده کوي څنګه خپل منفي او غیر واقعي افکار وپېژني، د هغو ارزونه وکړي او پر ځای یې متوازن فکرونه غوره کړي. دا طریقه د اضطراب، خپګان او رواني فشار په مدیریت کې کارول کېږي.

خو مثبت فکر په دې معنا نه‌دی چې انسان دې خپل غمونه، ستونزې او رواني فشارونه پټ کړي. خپګان او اندېښنه د انسان د ژوند طبیعي احساسات دي او هر څوک یې تجربه کولای شي. که اندېښنې دوامداره شي، خوب او ورځنی ژوند اغېزمن کړي، له ارواپوه یا روغتیايي متخصص سره مشوره کول اړین دي.

په ټوله کې، مثبت فکر د یوې ورځې کار نه‌دی، بلکې د ورځني تمرین او سالمو عادتونو پایله ده. انسان باید د ژوند ستونزې د ماتې په توګه ونه‌ګڼي، بلکې د زده‌کړې او پرمختګ فرصتونه یې وبولي. مثبت فکر د ستونزو نشتوالی نه‌دی، بلکې د ستونزو پر وړاندې د سالم چلند او د حل لارې موندلو وړتیا ده.

امریکا: د شپږم نسل B-۲۱ رایډر الوتکې د وسلو لومړنۍ ازموینه بریالۍ ترسره کړې

۲۲ لړم ۱۴۰۵ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۰۸ GMT+۰
100%

د امریکا دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد شپږم نسل لرونکې «بي ـ ۲۱ رایډر» اوږد واټن ویشتونکې بم غورځوونکې الوتکې د دودیزې وسلې د خوشې کولو لومړنۍ ازموینه بریالۍ ترسره کړې، چې په دې سره یې د الوتنې له ازمایښتي پړاو څخه د وسلو د عملیاتي وړتیا پړاو ته د تګ یو مهم پړاو بشپړ کړی دی.

د امریکا د هوايي ځواک د عامه اړیکو ادارې د نومبر پر ۱۳مه په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې دغه ازموینه تېره اوونۍ د کالیفورنیا ایالت له «اېډوارډز» هوايي اډې څخه د الوتنې پر مهال ترسره شوې ده.

د راپور له مخې، په دې ازموینه کې د بي ـ ۲۱ رایډر یوې ازمایښتي الوتکې دودیزه وسله خوشې کړې، چې د الوتکې د ډیجیټلي ماډلونو او د هغې د پرانیستې سیسټمي جوړښت د بشپړتیا کچه یې تایید کړې ده. دغه ازموینه همداراز د نوو وسلو د چټک مدغمولو او د الوتکې د برید وړتیا څرګندوي.

د امریکا د هوايي ځواک مشر «ټراي مېنک» ویلي: «بي ـ ۲۱ داسې طرحه شوې چې د جګړې ډګر ته د نوو وسلو د چټک مدغمولو له لارې، جنګي ځواکونو ته لا پیاوړې وړتیاوې برابرې کړي او په عین حال کې یې د باور وړتیا او ساتنه اسانه وي.»

نوموړي زیاته کړې: «د دې ازموینې بریا ښيي چې موږ په چټکۍ سره د ځان عیارولو وړتیا لرو او که د جګړې د مخنیوي هڅې ناکامې شي، هر هدف په نښه کولای شو.»

په راپور کې ویل شوي، چې د ازموینې چمتووالی د بي ـ ۲۱ د ډیجیټلي دوه‌ګوني چاپېریال په کارولو سره د زرګونو ساعتونو مجازي ازموینو او ماډل‌جوړونې پر بنسټ ترسره شوی دی. دې چارې د الوتکې له ازمایښتي ټیم سره مرسته کړې چې د وسلو د مدغمولو بهیر چټک کړي او د الوتکې له الوتلو مخکې د وسلې د مسیر اټکل او اصلاح په لوړه کچه دقت سره ترسره کړي.

د امریکا د هوايي ځواک لوی درستیز جنرال «کېن ویلسباخ» ویلي: «د وسلو دا ازموینه ثابتوي چې د بي ـ ۲۱ پروګرام په بریالیتوب سره پر مخ روان دی. موږ د داسې یوه ځواکمن هوايي ځواک د الوتکو یوې ټولګې د جوړولو په حال کې یو چې په راتلونکو لسیزو کې به زموږ ګډو پوځي ځواکونو ته د دښمن د دفاعي لیکو د ماتولو او د دقیقو بریدونو لپاره د باور وړ انتخابونه برابر کړي.»

بي ـ ۲۱ رایډر د نړۍ لومړنۍ او یوازینۍ شپږم نسل لرونکې، د اوږده واټن او د پیاوړو دفاعي سیستمونو د نفوذ وړ بم غورځوونکې الوتکه بلل شوې، چې د سختو پوځي شرایطو پر مهال د بقا، له بدلونونو سره د عیارېدو او له نورو پوځي سیستمونو سره د شبکوي اړیکو وړتیا لپاره طرحه شوې ده.

د امریکا د هوايي ځواک د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د دغو الوتکو لومړۍ جوپه په ۲۰۲۷ کال کې د سوېلي ډاکوټا ایالت په «ایلزوورث» هوايي اډه کې ځای پر ځای شي.

د نیویارک پوهنتون نوې طبي څېړنه؛وختي ویده کېدل له وزن کمېدو سره مرسته کوي

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۲۸ GMT+۰
100%

د نیویارک پوهنتون یوه نوې طبي څېړنه ښيي، چې د شپې لخوا یو ساعت وختي ویده کېدل د وزن له کمېدو سره مرسته کوي. د دې څېړنې پر بنسټ، هغه کسان چې وختي ویده شوي، په اتو اونیو کې یې شاوخوا شپږ سوه ګرامه وزن کم کړی دی.

د نیویارک پوهنتون د نرسنګ پوهنځي څېړونکو په یوه نوې څېړنه کې موندلې ده، چې د خوب د مودې تر څنګ، د شپې له خوا وختي ویده کېدل هم د انسان د وزن له کمېدو سره نېغه په نېغه اړیکه لري. د دغې څېړنې د شمېرو له مخې، هر ۶۰ دقیقې یا یو ساعت مخکې ویده کېدل په اته اوونیو کې د شاوخوا ۵۹۰ ګرامه، یعنې ۱.۳ پونډه، وزن د کمېدو لامل ګرځي. څېړونکي ټینګار کوي، چې دا پایلې د وزن د کموالي او د ویده کېدو د وخت ترمنځ یوه احصائیوي اړیکه ښيي، خو لا هم د دوی ترمنځ علت او معلول نه دی ثابت شوی.
په دې څېړنه کې، چې پایلې یې په نرسنګ ریسرچ (Nursing Research) علمي مجله کې خپرې شوې دي، ۱۹۶ هغو لویانو برخه اخیستې وه چې د شکرې ناروغۍ له لومړنیو نښو (پری‌ډیابیټس) سره مخ وو او د شپې به معمولاً تر شپږ نیم ساعتونو کم ویده کېدل.

د دغې څېړنې اصلي لیکوالې او د نیویارک پوهنتون مرستیالې استادې، سوزان کول مالون وویل، داسې ښکاري چې یوازې د خوب موده نه، بلکې د ویده کېدو وخت هم د وزن په کمولو او د بدن په میتابولیک روغتیا کې یو مهم او پام‌نه شوی عامل دی. څېړونکو برخه وال په دوو ډلو ووېشل او د حسګرونو، مړوندۍ الیکټرونیکي وسیلو او ورځنیو معلوماتو له لارې یې د هغوی بدني فعالیت، خوب او د وینې د شکر کچه وڅارله.
که څه هم د وینې د قند په کچه کې د پام وړ بدلون ونه لیدل شو، خو کله چې څېړونکو د دواړو ډلو ارقام په ګډه تحلیل کړل، څرګنده شوه هغه کسان چې د خوب وخت یې مخکې راوستی و، ډېر وزن یې بایللی دی. څېړونکي اټکل کوي چې دا چاره د انسان له بیولوجیکي ساعت او هورمونونو سره اړیکه لري. تر ناوخته ویښ پاتې کېدل انسان له مصنوعي رڼا سره ډېر مخامخ کوي، چې دا کار په بدن کې د لوږې راپاروونکي هورمونونه لکه ګرلین زیاتوي او د شپې په وروستیو ساعتونو کې چې د انسولین حساسیت تر ټولو ټیټ وي، انسان د خوړو خوړلو ته اړ باسي.
له دې ټولو سره، څېړونکو خبرداری ورکړی چې دغه موندنې باید په قطعي توګه د وزن پر کمېدو د وختي خوب د مستقیم اغېز د ثبوت په توګه ونه ګڼل شي. د دوی په خبره، دا څېړنه یوازې اته اوونۍ روانه وه او روښانه نه ده چې برخه وال به په اوږدمهال کې هم دا بدلون وساتلی شي او که نه. همدارنګه، د خوب کیفیت او د ورځې پر مهال د ستړیا کچه تر ډېره د ګډونوالو پر شخصي څرګندونو ولاړه وه او دا پایلې یوازې یو احصائیوي پاموړ تړاو ښيي، نه دا چې د خوب وخت بدلول په یوازې ځان خامخا د ډنګرېدو لامل ګرځي.

تازه څېړنه: د پتاسیم لرونکې مالګې کارول د میلیونونو انسانانو ژوند ژغورلی شي

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۳۷ GMT+۰
100%

د استرالیا د څېړونکو د یوې تازه څېړنې پر بنسټ، که د عادي ملګي پر ځای په پتاسیم بډایه مالګه وکارول شي، هر کال د نږدې درې میلیونه کسانو د مړینې مخه نیولای شي. د روغتیا نړیوال سازمان هم د وینې د لوړ فشار د راکمولو لپاره د دې مالګې کارول تایید کړي دي.

په اسټرالیا کې د «جورج روغتیايي بنسټ» څېړونکو اعلان وکړ، چې د معمولي خوراکي مالګې پر ځای په پتاسیم بډایه مالګې کارول کولای شي په نړۍ کې هر کال د نږدې درې میلیون مړینو مخه ونیسي. په دې ارزونه کې د ۱۹۳ هېوادونو معلومات څېړل شوي او ښيي چې دغه بدلون کولای شي هر کال د لسو میلیونونو څخه د زیاتو کسانو د زړه او رګونو او د پښتورګو د اوږدمهاله ناروغیو مخنیوی وکړي. د وینې لوړ فشار د مرګونیو پایلو لکه: د مغزي سکتې او زړه حملې اساسي لامل دی او د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په نړۍ کې نږدې ۱.۴ میلیارده لوړ عمره کسان پرې اخته دي.

دا خوراکي محصول د معمولي مالګې د سوډیم کلوراید د یوې برخې په بدلولو سره د پتاسیم کلوراید په واسطه تولیدېږي او د پخولو پر مهال د مالګې له معمولي ډول سره په بڼه او خوند کې هېڅ توپیر نه لري. د دې څېړنې مشر څېړونکي بروس نیل وویل چې د سوډیم زیاته اندازه کارول او د پتاسیم کم تر لاسه کول د وینې د لوړ فشار اصلي لاملونه دي، او د بډایې شوې مالګې کارول دواړه تغذیه يي نیمګړتیاوې په همدې مهال سموي. د زړه او رګونو ناروغۍ په نړیواله کچه د مړینې تر ټولو مهم لامل دی او یوازې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې یې د ۱۹.۲ میلیون انسانانو ژوند واخیست.

د دې څېړنې موندنې ښيي چې حتا د مالګې په مصرف کې نسبي بدلون هم د ټولنې د روغتیا لپاره د پام وړ ګټې لري. یوازې په کورني پخولو کې د مصرفی مالګې بدلولای شي په کال کې د ۱.۸۵ میلیون مړینو مخه ونیسي، په داسې حال کې چې په پروسس شویو او رستورانتونو په خوړو کې د مالګې اصلاح به د ۱.۵۶ میلیون نورو مړینو مخه ونیسي. د نیل په خبره، په اروپا او شمالي امریکا کې د خوراکي رژیم له ۷۰ سلنې څخه زیاته مالګه د چمتو شویو او رستورانتونو د خوړو له لارې بدن ته ننوځي او له همدې امله په دې سیمو کې د زړه ناروغیو د ګواښونو د کمولو لپاره د خوړو د صنعتونو همکاري مهمه ده.

د دې بدلون مثبت اغېز په هغو هېوادونو کې چې ډېر نفوس لري او د زړه ناروغۍ په کې زیاتې دي، ډېر څرګند دی.

دغه مالګه په چین کې هرکال له یوه میلیون څخه د زیاتو او په هند کې د نږدې ۴۰۰ زرو کسانو ژوند وژغوري. څېړونکي همدارنګه اټکل کوي چې په برېتانیا کې د دې مالګې کارول به هر کال د شاوخوا ۱۳ زرو مړینو او نږدې ۶۰ زرو د زړه او پښتورګو ناروغیو مخنیوی وکړي. سره له دې، هغه کسان چې د پښتورګو پر پرمختللو ناروغیو اخته دي او یا د پتاسیم زیاتوونکي درمل کاروي، په وینه کې د دې مادې د ډېر زیاتېدو د خطر له امله باید تر څارنې لاندې وي. په جورج بنسټ کې د پښتورګو متخصص ویوک جا ټینګار وکړ چې دا ګواښونه د دقیقو نښو ، پوهاوي او کلینیکي څارنې له لارې د کنترول وړ دي او دا تګلاره د درملو په پرتله ډېر کم لګښت لري.