• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
روغتیا او ژوند

د نیویارک پوهنتون نوې طبي څېړنه؛وختي ویده کېدل له وزن کمېدو سره مرسته کوي

۱۷ لړم ۱۴۰۵ - ۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۲۸ GMT+۰

د نیویارک پوهنتون یوه نوې طبي څېړنه ښيي، چې د شپې لخوا یو ساعت وختي ویده کېدل د وزن له کمېدو سره مرسته کوي. د دې څېړنې پر بنسټ، هغه کسان چې وختي ویده شوي، په اتو اونیو کې یې شاوخوا شپږ سوه ګرامه وزن کم کړی دی.

د نیویارک پوهنتون د نرسنګ پوهنځي څېړونکو په یوه نوې څېړنه کې موندلې ده، چې د خوب د مودې تر څنګ، د شپې له خوا وختي ویده کېدل هم د انسان د وزن له کمېدو سره نېغه په نېغه اړیکه لري. د دغې څېړنې د شمېرو له مخې، هر ۶۰ دقیقې یا یو ساعت مخکې ویده کېدل په اته اوونیو کې د شاوخوا ۵۹۰ ګرامه، یعنې ۱.۳ پونډه، وزن د کمېدو لامل ګرځي. څېړونکي ټینګار کوي، چې دا پایلې د وزن د کموالي او د ویده کېدو د وخت ترمنځ یوه احصائیوي اړیکه ښيي، خو لا هم د دوی ترمنځ علت او معلول نه دی ثابت شوی.
په دې څېړنه کې، چې پایلې یې په نرسنګ ریسرچ (Nursing Research) علمي مجله کې خپرې شوې دي، ۱۹۶ هغو لویانو برخه اخیستې وه چې د شکرې ناروغۍ له لومړنیو نښو (پری‌ډیابیټس) سره مخ وو او د شپې به معمولاً تر شپږ نیم ساعتونو کم ویده کېدل.

د دغې څېړنې اصلي لیکوالې او د نیویارک پوهنتون مرستیالې استادې، سوزان کول مالون وویل، داسې ښکاري چې یوازې د خوب موده نه، بلکې د ویده کېدو وخت هم د وزن په کمولو او د بدن په میتابولیک روغتیا کې یو مهم او پام‌نه شوی عامل دی. څېړونکو برخه وال په دوو ډلو ووېشل او د حسګرونو، مړوندۍ الیکټرونیکي وسیلو او ورځنیو معلوماتو له لارې یې د هغوی بدني فعالیت، خوب او د وینې د شکر کچه وڅارله.
که څه هم د وینې د قند په کچه کې د پام وړ بدلون ونه لیدل شو، خو کله چې څېړونکو د دواړو ډلو ارقام په ګډه تحلیل کړل، څرګنده شوه هغه کسان چې د خوب وخت یې مخکې راوستی و، ډېر وزن یې بایللی دی. څېړونکي اټکل کوي چې دا چاره د انسان له بیولوجیکي ساعت او هورمونونو سره اړیکه لري. تر ناوخته ویښ پاتې کېدل انسان له مصنوعي رڼا سره ډېر مخامخ کوي، چې دا کار په بدن کې د لوږې راپاروونکي هورمونونه لکه ګرلین زیاتوي او د شپې په وروستیو ساعتونو کې چې د انسولین حساسیت تر ټولو ټیټ وي، انسان د خوړو خوړلو ته اړ باسي.له دې ټولو سره، څېړونکو خبرداری ورکړی چې دغه موندنې باید په قطعي توګه د وزن پر کمېدو د وختي خوب د مستقیم اغېز د ثبوت په توګه ونه ګڼل شي. د دوی په خبره، دا څېړنه یوازې اته اوونۍ روانه وه او روښانه نه ده چې برخه وال به په اوږدمهال کې هم دا بدلون وساتلی شي او که نه. همدارنګه، د خوب کیفیت او د ورځې پر مهال د ستړیا کچه تر ډېره د ګډونوالو پر شخصي څرګندونو ولاړه وه او دا پایلې یوازې یو احصائیوي پاموړ تړاو ښيي، نه دا چې د خوب وخت بدلول په یوازې ځان خامخا د ډنګرېدو لامل ګرځي.


ډېر لیدل شوي

یونیسف: له څلورو میلیونو ډېر افغان ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا لري
۱

یونیسف: له څلورو میلیونو ډېر افغان ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا لري

۲

د ترکیې او ایران پر پوله د موندل شویو اتو جسدونو له ډلې د ۲۵ کلن افغان ځوان هویت څرګند شو

۳

په کندهار کې د درملو پر سر شخړه؛ طالبانو د پېښې د ویډیو خپروونکي ګواښلي

۴

د روسیې مرستیال لومړی وزیر او ملا برادر د اقتصادي همکاریو هوکړه لاسلیکوي

۵
ځانګړی

له غربته د تېښتې سفر؛ د ایاز مړی د ایراني پولیسو په ولکه کې او د فرهاد او عبدالحق درک نشته

•
•
•

نور خبرونه

تازه څېړنه: د پتاسیم لرونکې مالګې کارول د میلیونونو انسانانو ژوند ژغورلی شي

۱۳ لړم ۱۴۰۵ - ۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۳۷ GMT+۰
100%

د استرالیا د څېړونکو د یوې تازه څېړنې پر بنسټ، که د عادي ملګي پر ځای په پتاسیم بډایه مالګه وکارول شي، هر کال د نږدې درې میلیونه کسانو د مړینې مخه نیولای شي. د روغتیا نړیوال سازمان هم د وینې د لوړ فشار د راکمولو لپاره د دې مالګې کارول تایید کړي دي.

په اسټرالیا کې د «جورج روغتیايي بنسټ» څېړونکو اعلان وکړ، چې د معمولي خوراکي مالګې پر ځای په پتاسیم بډایه مالګې کارول کولای شي په نړۍ کې هر کال د نږدې درې میلیون مړینو مخه ونیسي. په دې ارزونه کې د ۱۹۳ هېوادونو معلومات څېړل شوي او ښيي چې دغه بدلون کولای شي هر کال د لسو میلیونونو څخه د زیاتو کسانو د زړه او رګونو او د پښتورګو د اوږدمهاله ناروغیو مخنیوی وکړي. د وینې لوړ فشار د مرګونیو پایلو لکه: د مغزي سکتې او زړه حملې اساسي لامل دی او د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په نړۍ کې نږدې ۱.۴ میلیارده لوړ عمره کسان پرې اخته دي.

دا خوراکي محصول د معمولي مالګې د سوډیم کلوراید د یوې برخې په بدلولو سره د پتاسیم کلوراید په واسطه تولیدېږي او د پخولو پر مهال د مالګې له معمولي ډول سره په بڼه او خوند کې هېڅ توپیر نه لري. د دې څېړنې مشر څېړونکي بروس نیل وویل چې د سوډیم زیاته اندازه کارول او د پتاسیم کم تر لاسه کول د وینې د لوړ فشار اصلي لاملونه دي، او د بډایې شوې مالګې کارول دواړه تغذیه يي نیمګړتیاوې په همدې مهال سموي. د زړه او رګونو ناروغۍ په نړیواله کچه د مړینې تر ټولو مهم لامل دی او یوازې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې یې د ۱۹.۲ میلیون انسانانو ژوند واخیست.

د دې څېړنې موندنې ښيي چې حتا د مالګې په مصرف کې نسبي بدلون هم د ټولنې د روغتیا لپاره د پام وړ ګټې لري. یوازې په کورني پخولو کې د مصرفی مالګې بدلولای شي په کال کې د ۱.۸۵ میلیون مړینو مخه ونیسي، په داسې حال کې چې په پروسس شویو او رستورانتونو په خوړو کې د مالګې اصلاح به د ۱.۵۶ میلیون نورو مړینو مخه ونیسي. د نیل په خبره، په اروپا او شمالي امریکا کې د خوراکي رژیم له ۷۰ سلنې څخه زیاته مالګه د چمتو شویو او رستورانتونو د خوړو له لارې بدن ته ننوځي او له همدې امله په دې سیمو کې د زړه ناروغیو د ګواښونو د کمولو لپاره د خوړو د صنعتونو همکاري مهمه ده.

د دې بدلون مثبت اغېز په هغو هېوادونو کې چې ډېر نفوس لري او د زړه ناروغۍ په کې زیاتې دي، ډېر څرګند دی.

دغه مالګه په چین کې هرکال له یوه میلیون څخه د زیاتو او په هند کې د نږدې ۴۰۰ زرو کسانو ژوند وژغوري. څېړونکي همدارنګه اټکل کوي چې په برېتانیا کې د دې مالګې کارول به هر کال د شاوخوا ۱۳ زرو مړینو او نږدې ۶۰ زرو د زړه او پښتورګو ناروغیو مخنیوی وکړي. سره له دې، هغه کسان چې د پښتورګو پر پرمختللو ناروغیو اخته دي او یا د پتاسیم زیاتوونکي درمل کاروي، په وینه کې د دې مادې د ډېر زیاتېدو د خطر له امله باید تر څارنې لاندې وي. په جورج بنسټ کې د پښتورګو متخصص ویوک جا ټینګار وکړ چې دا ګواښونه د دقیقو نښو ، پوهاوي او کلینیکي څارنې له لارې د کنترول وړ دي او دا تګلاره د درملو په پرتله ډېر کم لګښت لري.

ناسا: د ارتمیس پروګرام بدلونونه سپوږمۍ ته د ستورمزلو د ستنېدو لپاره د ۲۰۲۸ کال چانس زیاتوي

۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۷:۰۷ GMT+۱
100%

د امریکا د فضايي ادارې (ناسا) چارواکي وايي، د ارتمیس سپوږمیز پروګرام په پلانونو کې بدلونونه به دې ادارې ته زمینه برابره کړي چې په ۲۰۲۸ کال کې ستورمزلي سپوږمۍ ته ولېږي. دا ماموریت به د سپېس‌اېکس یا د بلو اوریجن له خوا د جوړ شوي د سپوږمۍ د ناستې وسیلې له لارې ترسره شي.

د سي‌بي‌اېس نیوز د راپور له مخې، ناسا غواړي د دواړو شرکتونو د تخنیکي وړتیاوو او ازموینو پر بنسټ وروستۍ پرېکړه وکړي. د دې بدلونونو موخه دا هم ده چې که له یوه شرکت سره د توکو د برابرولو ستونزې، تخنیکي نیمګړتیاوې یا نور خنډونه رامنځته شي، د ماموریت لپاره بله لاره موجوده وي.

د ارتمیس پروګرام مشر جېرمي پارسنز، ویلي چې ناسا او قراردادي شرکتونه هڅه کوي راتلونکی کال د ارتمیس درېیم ماموریت ترسره کړي. په دې ماموریت کې به څلور ستورمزلي د ځمکې مدار ته ولېږل شي، څو له دواړو شرکتونو سره د سپوږمۍ ته د ښکته کېدو فضايي وسیلو د نښلېدو او اړینو سیستمونو ازموینې وکړي.

پارسنز ویلي: «موږ غواړو د امکان تر وروستۍ شېبې پورې انتظار وکړو، څو پرېکړه وکړو چې کوم شرکت به په ۲۰۲۸ کال کې لومړني امریکايي ستورمزلي بېرته سپوږمۍ ته ولېږدوي.» هغه زیاته کړې چې د ناسا ډلې له دواړو شرکتونو سره نږدې کار کوي او دواړه د ۲۰۲۸ کال سپوږمۍ ته د ښکته کېدو فضايي وسیلې ماموریتونو ته چمتووالی نیسي.

د ارتمیس درېیم ماموریت به د نړۍ د درېیو پیاوړو توغندیو همغږو توغولو ته اړتیا ولري: د بلو اوریجن «نیو ګلېن»، د سپېس‌اېکس «سوپر هېوي ـ سټارشېپ» او د ناسا «فضايي توغولو سیستم». په دې ماموریت کې به د ناسا «اورین» فضايي کپسول هم له دواړو شرکتونو د ازمایښتي وسایلو سره ونښلول شي.

ناسا غواړي د دغو ازموینو له لارې مهم تخنیکي پړاوونه د ځمکې په مدار کې وازمويي، مخکې له دې چې بې‌پیلوټه سپوږمۍ‌ناوونه (سپوږمۍ ته د ښکته کېدو فضايي وسیله) د سپوږمۍ پر سطحه د ازمایښتي ناستې لپاره ولېږي. د ستورمزلو له لېږلو مخکې به دواړه شرکتونه اړ وي چې د سپوږمۍ پر سطحه بریالۍ بې‌پیلوټه ناسته ترسره کړي.

د ناسا مشر، جېرډ ایزاکمن، د دې پروګرام د ستونزمنتیا په اړه ویلي: «هغه څه چې موږ یې ترسره کوو، ډېر لوی هدف دی او په فوق‌العاده توګه ستونزمن دي. د دې ادارې دننه او بهر کلونو پرېکړو هغه وخت او سرچینې رانه اخیستې چې د ضایع کولو لپاره یې نه لرو.»

ناسا غواړي د سپوږمۍ جنوبي قطب ته ستورمزلي ولېږي؛ ځکه اټکل کېږي چې هلته د یخ زېرمې شته او په راتلونکي کې ترې د توغندیو د سون توکو، هوا او اوبو د برابرولو لپاره ګټه اخیستل کېدای شي. دغه اداره همداراز غواړي په ۲۰۳۰مو کلونو کې پر سپوږمۍ د اوږدمهاله ماموریتونو لپاره اډه جوړه کړي.

د امریکا دا پروګرام په داسې حال کې پر مخ ځي چې چین هم غواړي تر ۲۰۳۰ کال پورې خپل ستورمزلي سپوږمۍ ته ولېږي. насا هڅه کوي تر چین مخکې دې هدف ته ورسېږي، خو د ۲۰۲۸ کال مهالویش د درنو توغندیو پرله‌پسې توغولو، په فضايي مدار کې د سون توکو د لېږد او ډکولو، او د سپوږمۍ پر نااشنا سطحه د خوندي ناستې په بریالیتوب پورې تړلی دی.

د مرګ په وروستیو شېبو کې د انسان په مغز کې څه تېرېږي؟

۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۴ GMT+۱
100%

د مرګ په وروستیو شېبو کې د انسان په مغز کې څه پېښېږي؟ څېړنو په ځینو ناروغانو کې د مغز د فعالیت ناڅاپي زیاتوالی ثبت کړی، او له مرګونو ناروغیو ځینې ژوندي پاتې شوي کسان وايي چې د ژوند خاطرې یې ورته راګرځېدلې خو ایا انسان رښتیا هم د مرګ پر مهال خپل ټول ژوند بیا ویني؟

څېړونکي وايي، د ژوند په وروستیو شېبو کې د انسان په بدن او مغز کې بېلابېل بدلونونه رامنځته کېږي. د زړه ضربان او د وینې فشار کمېدای شي، مغز ته د اکسیجن رسېدل محدودېږي او د انسان د شعور کچه بدلېږي. په دې حالت کې ځینې کسان خوبولي کېږي، خو ځینې نور د درد، ساه لنډۍ یا ګډوډۍ تجربه کوي.

د مغز فعالیت ولې زیاتېدای شي؟

په ۲۰۲۳ کال کې د امریکا د میشیګان پوهنتون څېړونکو د څلورو هغو ناروغانو د مغز فعالیتونه وڅارل چې د ژوند د ملاتړ وسایل یې ترې لرې شوي وو. د څېړنې پر مهال په دوو ناروغانو کې د مغز د چټکو برېښنايي څپو، چې د ګاما څپو په نوم پېژندل کېږي، فعالیت په څرګند ډول زیات شوی و.

ګاما څپې له حافظې، ادراک او نورو مغزي فعالیتونو سره تړاو لري خو څېړونکو ونه شوای کولای ثابته کړي چې ناروغانو په دې شېبو کې څه احساسول یا یې د خپل ژوند خاطرې بیا لیدلې وې. د څېړنې د ګډونوالو کم شمېر هم د پایلو د عمومي کولو مخه نیسي.

ایا انسان د خپل ژوند خاطرې بیا ویني؟

ځینې کسان چې د مرګ له نږدې تجربې وروسته ژوندي پاتې شوي، وايي چې د ژوند مهمې پېښې یې په لنډ وخت کې ذهن ته راغلې دي. د دوی په روایتونو کې د ماشومتوب خاطرې، د کورنۍ غړي او د ژوند مهمې شېبې شاملې دي. خو دا شخصي تجربې نه ثابتوي چې ټول انسانان د مرګ پر مهال خپل ژوند بیا ویني.

د روښانه رڼا او له بدن څخه د جلا کېدو احساس

ځینې ژوندي پاتې شوي کسان د روښانه رڼا، د تونل په څېر فضا، له بدن څخه د جلا کېدو یا د مړو خپلوانو د لیدلو یادونه کوي. څېړونکي د دغو تجربو لپاره د مغز د اکسیجن کمښت، عصبي بدلونونه او نور احتمالي لاملونه ارزوي خو د ټولو تجربو لپاره یو قطعي علمي وضاحت لا نه دی موندل شوی.

ایا انسان د مرګ پر مهال درد او وېره احساسوي؟

دا د هر انسان له روغتیايي وضعیت او د مړینې له لامل سره تړاو لري.

ځینې کسان په ارامۍ سره شعور له لاسه ورکوي، خو ځینې نور د درد، ساه لنډۍ یا بې‌قرارۍ تجربه کوي. طبي کارکوونکي د ژوند په وروستیو پړاوونو کې هڅه کوي چې د ناروغ درد او ناراحتي راکمه او هغه تر ممکنه حده ارام وساتي.

د مرګ د وروستیو شېبو څېړنه ستونزمنه ده، ځکه څېړونکي نه شي کولای د هغه چا له تجربې خبر شي چې مړ شوی او بېرته ژوند ته نه دی راستون شوی. د مغز برېښنايي فعالیتونه هم په ټولو کسانو کې په یو ډول نه ثبتېږي.

له همدې امله، ساینس تر اوسه نه ده ثابته کړې چې هر انسان د مرګ پر مهال خپل ټول ژوند بیا ویني یا د مغز د فعالیت لنډمهاله زیاتوالی د یوې ځانګړې تجربې معنا لري. څېړنې دوام لري، خو د شته شواهدو له مخې باید علمي موندنې له شخصي روایتونو او اټکلونو څخه جلا وپېژندل شي.

تازه څېړنه: د سګرټو لوګی ښايي د ښځو او نارینه‌وو پر اولاد راوړلو اغېز وکړي

۲۵ تله ۱۴۰۵ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۱:۰۱ GMT+۱
100%

د بریتانیا د دوو پوهنتونونو نوې څېړنه ښيي، چې د سګرټو له لوګي سره مخ کېدل ښايي د هغو جینونو په فعالیتونو کې بدلونونه رامنځته کړي، چې د ښځو د تخم‌دانونو له فعالیت او د نارینه‌وو د سپرم له تولید سره تړاو لري.

دا بدلونونه ښايي د ښځو او نارینه‌وو پر تناسلي روغتیا اغېز وکړي. دغه څېړنه پر موږکانو ترسره شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په نړۍ کې نږدې له هرو شپږو کسانو څخه یو کس د خپل ژوند په تناسلي پړاو کې له شنډوالي سره مخ کېږي. خو کوم لاملونه د ښځو او نارینه‌وو پر تناسلي روغتیا اغېز کولی شي او د شنډوالي خطر زیاتولی شي؟

د ناټینګهم او شیفیلډ پوهنتونونو څېړونکو پر هغو نارینه او ښځینه موږکانو څېړنه کړې چې د سګرټو له لوګي سره مخ شوي وو. د څېړنې پایلو د بدن په هغو بیولوژیکي بهیرونو کې بدلونونه په ګوته کړي چې د تخمدانونو له زړېدو او د خصیو له فعالیتونو سره تړاو لري.

څېړونکي وايي، دغه موندنې د تناسلي روغتیا پر وړاندې د سګرټو د اغېزو په ښه درک کولو کې مرسته کوي، خو د دې لپاره چې څرګنده شي دغه بدلونونه د انسانانو پر اولاد راوړلو څه اغېز لري، لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده.

په دې څېړنه کې څېړونکو د سګرټو له لوګي سره د مخ کېدو د بېلابېلو کچو اغېزې د موږکانو پر تخمدانونو او خصیو څېړلې دي. هغوی د تناسلي غړو په نسجونو کې د بدلونونو تر څنګ د هغو جینونو فعالیتونه هم څېړلي، چې د دغو غړو په عادي فعالیتونو کې ونډه لري.

د څېړنې پایلو وښوده، چې په ښځینه موږکانو کې د تخمدانونو د فولیکولونو په بڼه او شمېر کې د پام وړ بدلون نه‌وو راغلی. فولیکولونه هغه جوړښتونه دي چې هګۍ په‌کې وده کوي، خو د ځینو جینونو فعالیتونه بدل شوي وو.

له دې سره سم، د هغو جینونو فعالیتونه کم شوي وو، چې د حجرو په وېش او د بدن د موادو په بدلون او مصرف کې ونډه لري، خو د هغو جینونو فعالیتونه زیات شوي وو، چې د پروټینونو له تولید سره تړاو لري. د څېړونکو په وینا، دغه بدلونونه له هغو بیولوژیکي بهیرونو سره ورته والی لري چې د تخمدانونو له زړېدو او د هغوی د فعالیتونو له کمېدو سره تړاو لري.

په نارینه موږکانو کې د جینونو د فعالیتونو تر څنګ د خصیو په جوړښت کې هم بدلونونه لیدل شوي وو. د سګرټو له لوګي سره د مخ کېدو د کچې په زیاتېدو سره، د خصیو دننه هغه نلۍ غټې شوې وې چې سپرم په‌کې تولیدېږي. همدارنګه، د هغو جینونو فعالیتونه هم بدل شوی وو، چې د سپرم له تولید او د بدن د دفاعي سیستم له فعالیتونو سره تړاو لري.

څېړونکي وايي، دغه پایلې ښيي چې د سګرټو لوګی ښايي د ښځو او نارینه‌وو پر تناسلي سیستم په بېلابېلو بڼو اغېز وکړي.

په ښځو کې تر ډېره د تخمدانونو د جینونو په فعالیتونو کې بدلونونه لیدل شوي، خو په نارینه‌وو کې د جینونو د فعالیتونو د بدلونونو تر څنګ د خصیو په جوړښت کې هم بدلونونه رامنځته شوي وو.

دا څېړنه پر موږکانو ترسره شوې او تر اوسه څرګنده نه‌ده، چې دغه بدلونونه د انسانانو پر اولاد راوړلو څومره او څه ډول اغېز لري. څېړونکي ټینګار کوي، چې په ښځو او نارینه‌وو کې د دغو بیولوژیکي بدلونونو او شنډوالي ترمنځ د اړیکو د روښانولو لپاره لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده.

افغانستان په ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو کې د نس‌ناستې ناروغۍ د خپرېدو له جدي ګواښ سره مخ دی

۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۹:۵۵ GMT+۱
100%

د روغتیا نړۍوال سازمان، یونېسف او د روغتیا او اوبو برخې ګډو بنسټونو په یوه راپور کې خبرداری ورکړی، چې افغانستان په ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو کې د نس‌ناستې د خپرېدو له جدي ګواښ سره مخ دی.

راپور کاږي، وچکالي، د څښاک اوبو کمښت، د حفظ الصحې کمزورې اسانتیاوې، د روغتیايي خدمتونو محدودېدل او د راستنېدونکو زیاتوالی د یادې ناروغۍ د خپرېدو ګواښ لا زیات کړی دی.
د راپور له مخې، په افغانستان کې ۲۱.۹ مېلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او ۱۷.۴ مېلیونه نور له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي.
همداراز له ایران او پاکستان نه د افغانانو د پراخې ستنېدنې څپې د اوبو، روغتیا او حفظ الصحې پر خدماتو بې‌ساری فشار راوستی دی. راپور ښيي، چې د روغتیايي بودجې د کمښت له امله په ۲۰۲۵کال کې ۴۴۵ روغتیايي مرکزونه تړل شوي وو او له دې امله مېلیونونه کسان له لومړنیو روغتیايي خدمتونو محروم شوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵کال کې د نس‌ناستې ۱۶۶زره او ۱۸۸ پېښې ثبت شوې وې او ۸۰ کسان د یادې ناروغۍ له امله مړه شوي وو. د ثبت شویو ناروغانو ۵۷.۵ سلنه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان او نږدې نیمايي یې ښځې وې.
راپور کاږي، د اوبو او حفظ الصحې وضعیت لاهم د اندېښنې وړ دی؛ ۱۵.۹ مېلیونه کسان د اوبو او حفظ الصحې مرستو ته اړتیا لري، ۲۵ سلنه کورنۍ لاهم له ناپاکه اوبو ګټه اخلي، ۴۶ سلنه کورنۍ د څښاک اوبو ته د لاسرسي ستونزې لري، ۳۷ سلنه کورنۍ صابون نه‌لري او ۱۷ سلنه کورنۍ له ناسمې حفظ الصحې کار اخلي.
د راپور له مخې، افغانستان د اوبو له پراخ ناورین سره هم مخ دی او په ګڼو سیمو کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه د وچکالۍ، د نفوس زیاتوالي او د اوبو د ډېرې استفادې له امله په چټکۍ سره راټیټېږي.
د ارزونې له مخې، که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي نو په ۲۰۲۷کال کې د نس‌ناستې د پېښو شمېر په غوره حالت کې ۱۶۵زره او ۶۸۸، په منځني حالت کې ۲۰۲زره او ۵۰۷ او په ناوړه حالت کې ۲۳۰زره او ۱۲۲ پېښو ته رسېدای شي.
راپور زیاتوي، چې په احتمالي ناوړه سناریو کې به د ناروغانو د درملنې لپاره تر ۴۱۰۰ ډېرو بسترونو ته اړتیا وي. د معلوماتو له مخې، کابل، پکتیا، نیمروز، پکتیکا او پروان په ۲۰۲۵کال کې د ناروغۍ له پلوه تر ټولو ډېر اغېزمن ولایتونه وو.
راپور ټینګار کوي، چې د ناروغۍ د پراختیا مخنیوي لپاره په لوړو ګواښ لرونکو سیمو کې د چټک غبرګون ډلې، د درملنې ځانګړي مرکزونه، د څښاک اوبو رسونې پروګرامونه، د اوبو د پاکولو توکو وېش او د عامه پوهاوي پراخ کمپاینونه اړین دي.
د روغتیا، اوبو او تغذیې سکټورونو ګډ راپور خبرداری ورکوي، چې د ککړو اوبو کارول، خوارځواکي، د روغتیايي مرکزونو کمښت او د حفظ الصحې محدود امکانات لاهم د نس‌ناستې د پراخېدو ګواښ په جدي توګه پر ځای ساتي او که بېړني اقدامات ونه شي، د ۲۰۲۷کال پرمهال به د ناروغۍ د پراخو څپو ګواښ لوړ وي.