مثبت فکر د انسان پر ژوند څه اغېز لري او څنګه له اندېښنو ځان خلاصولی شو؟
مثبت فکر د انسان پر رواني روغتیا، ځانباوري، اړیکو او د ستونزو پر وړاندې د مقاومت پر وړتیا مثبت اغېز لري. د منفي افکارو کنټرول، ورزش، کافي خوب، له نورو سره خبرې او د حل لارو لټول د اندېښنو په کمولو او ذهني سکون کې مرسته کوي.
څیړنو ښودلې مثبت فکر د انسان د رواني روغتیا، ځانباوري او ورځني ژوند په ښه کولو کې مهم رول لري. هغه کسان چې د ژوند ستونزو ته په هیلهمن نظر ګوري، د ستونزو د حل لپاره هڅه کوي او پر خپلو وړتیاوو باور لري، کولای شي له سختو شرایطو سره ښه مقابله وکړي.
مثبت فکر په دې معنا نهدی، چې انسان به هېڅکله خپه، اندېښمن یا ناهیلی نهشي، بلکې موخه یې دا ده، چې له ستونزو سره سره د حل لارې ولټوي او د ښې راتلونکي لپاره هیله ژوندۍ وساتي.
د ارواپوهنې له نظره، د انسان فکرونه د هغه پر احساساتو، چلند او پرېکړو مستقیم اغېز لري. کله چې یو څوک تل د ناکامۍ، وېرې او بدو پېښو په اړه فکر کوي، ښايي رواني فشار او اندېښنې یې زیاتې شي، خو که د ستونزو پر ځای د حل لارو ته پام وکړي، د بېوسۍ احساس یې کمېدای شي.
مثبت فکر د انسان پر ځان باور پیاوړی کوي، د کورنۍ او ټولنې له غړو سره یې اړیکې ښې کوي او د ستونزو پر وړاندې د زغم او مقاومت وړتیا یې زیاتوي. همدارنګه هیلهمن فکر، انسان هڅوي چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هڅه وکړي او له ناکامیو څخه د تجربې په توګه ګټه واخلي.
د مثبت فکر د پیاوړتیا لپاره اړینه ده، چې انسان له ځان سره مثبتې خبرې وکړي، خپلې وړتیاوې وپېژني، د نورو له ژوند سره د خپل ژوند له پرتله کولو ډډه وکړي او د هرې ورځې د ښو پېښو قدر وکړي. د بېلګې په توګه، د دې پر ځای چې ووایي: «زه دا کار نهشم کولای»، باید ووایي «زه هڅه کوم او ښايي بریالی شم».
ورزش، قدم وهل، کافي خوب، سالمه غذا او له دوستانو او کورنۍ سره خبرې کول هم د رواني هوساینې په ساتلو کې مرسته کوي. متخصصان سپارښتنه کوي، چې انسان خپلې اندېښنې له باوري کسانو سره شریکې کړي او د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي.
کله چې انسان له اندېښنو سره مخ شي، کولای شي خپلې ستونزې پر کاغذ ولیکي، د هغو د حل لپاره لومړیتوبونه وټاکي او پر هغو موضوعاتو تمرکز وکړي، چې د ده په واک کې دي. د ژورې ساه اخیستلو تمرین، دعا، عبادت او څو دقیقې ارام کېناستل هم د ځینو کسانو لپاره د ذهني سکون په ترلاسه کولو کې ګټور دي.
د ارواپوهنې په برخه کې د ادراکي او چلندي درملنې په نوم یوه علمي طریقه هم شته چې انسان ته ورزده کوي څنګه خپل منفي او غیر واقعي افکار وپېژني، د هغو ارزونه وکړي او پر ځای یې متوازن فکرونه غوره کړي. دا طریقه د اضطراب، خپګان او رواني فشار په مدیریت کې کارول کېږي.
خو مثبت فکر په دې معنا نهدی چې انسان دې خپل غمونه، ستونزې او رواني فشارونه پټ کړي. خپګان او اندېښنه د انسان د ژوند طبیعي احساسات دي او هر څوک یې تجربه کولای شي. که اندېښنې دوامداره شي، خوب او ورځنی ژوند اغېزمن کړي، له ارواپوه یا روغتیايي متخصص سره مشوره کول اړین دي.
په ټوله کې، مثبت فکر د یوې ورځې کار نهدی، بلکې د ورځني تمرین او سالمو عادتونو پایله ده. انسان باید د ژوند ستونزې د ماتې په توګه ونهګڼي، بلکې د زدهکړې او پرمختګ فرصتونه یې وبولي. مثبت فکر د ستونزو نشتوالی نهدی، بلکې د ستونزو پر وړاندې د سالم چلند او د حل لارې موندلو وړتیا ده.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډوال شوي افغان سندرغاړي او هنرمندان وايي، چې په دغه هېواد کې له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي او د خپل راتلونکي په اړه ډاډه نهدي.
افغان سندرغاړي سعیدالله وفا افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې ماشومان یې له زدهکړو بېبرخې دي، ازاد تګراتګ نهشي کولی او له سختو اقتصادي ستونزو سره ژوند تېروي.
د هغه په وینا، دوی نه په افغانستان او نه هم په پېښور کې فکري ازادي لري او تر فشارونو لاندې ژوند کوي. وفا وايي، دامهال شاوخوا د ۵۰۰ افغان هنرمندانو کورنۍ په پېښور او کوټه کې مېشتې دي چې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د پېښور عالي محکمې د ۲۰۲۶کال د اکتوبر په پنځمه د پاکستان اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې، چې د افغان هنرمندانو د ویزو اړوند غوښتنلیکونه وڅېړي. د «هنري ټولنې» د خبرپاڼې له مخې، محکمې امر کړی چې دغه بهیر باید د قانون له اصولو سره سم په ۶۰ ورځو کې بشپړ شي.
وفا وايي، محکمې دوی ته یو رسمي لیک هم ورکړی، چې له مخې یې پولیس نه شي کولی هغوی ونیسي یا وځوروي. د هغه په خبره، له دې پرېکړې وروسته د پولیسو چلند ورسره تر یوه بریده نرم شوی دی.
وفا ټینګار کړی، چې افغانستان ته بېرته نهشي ستنېدای؛ ځکه هلته نه یوازې د دوی پر هنر او کار بندیزونه لګېدلي، بلکې د ماشومانو د زدهکړو مخه یې هم نیول شوې ده. هغه ویلي، چې درېیمو هېوادونو ته د لېږد په تمه دي او په دې اړه یې غوښتنلیکونه هم سپارلي دي.
وفا ادعا کړې: «طالبانو په افغانستان کې ګڼ هنرمندان نیولي، زنداني کړي او توبې یې پرې اېستلې دي». د هغه په وینا، طالبانو په خوست او لوګر ولایتونو کې د موسیقۍ سلګونه الې هم سوځولې دي؛ دا هغه اقدامات دي چې د افغانستان د موسیقۍ او هنر راتلونکی یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
د «هنري ټولنې» مشر راشد احمد خان هم ویلي، چې اوسمهال په پېښور او کوېټه کې د افغان هنرمندانو، سندرغاړو او د هغوی د کورنیو د غړو شمېر له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې رسېږي.
راشد احمد خان د افغان هنرمندانو پر وړاندې د پاکستان د حکومت د تګلارې په اړه ویلي، دولتي او امنیتي ادارې په ښکاره وايي هنرمندان نه ځوروي؛ خو بیا هم پولیس هغوی نیسي او دوی یې د خوشې کولو لپاره د محکمې دروازې ټکوي.
هغه ټینګار وکړ، چې د «افغان هنرمندانو په اړه د پاکستان حکومت هېڅ روښانه تګلاره نهلري». راشد احمد خان د اندېښنې په څرګندولو خبرداری ورکړی، چې ښايي په راتلونکي کې د افغانستان اصیله او دودیزه موسیقي لهمنځه لاړه شي.