نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) په اسلاماباد کې د سوېل ختیځې اسیا د هېوادونو ټولنې (اسیان) له سرمنشي سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې دا اندېښنه یې له هغه سره په خبرو کې مطرح کړې ده.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې پاکستان څو ځله د طالبانو اداره تورنه کړې چې په افغانستان کې یې وسلهوالو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې او دغه ډلې د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي. خو طالبان دا تورونه ردوي او وايي، اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد وکارول شي.
په یوه تازه پېښه کې د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد مبارزې په چارو کې د سرمنشي مرستیال الکساندر زویف په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د عملیاتي وړتیاوو د زیاتېدو، په ځانګړي ډول د داعش په اړه خبرداری ورکړی دی.
نوموړي له روسیې ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې داعش خراسان او القاعده لا هم په افغانستان کې فعالیت کوي او د داعش دغه څانګه د خپلو عملیاتي وړتیاوو د بیا پیاوړتیا په حال کې ده.
د زویف په وینا، هغه معلومات چې د ملګرو ملتونو ځینو غړو هېوادونو له دغه سازمان سره شریک کړي، ښيي چې داعش خراسان پرمختللو وسایلو، د بېپیلوټه الوتکو په ګډون لاسرسی موندلی او هڅه کوي چې د افغانستان دننه او بهر بریدونه ترسره کړي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د پنجشنبې په ورځ دغه اندېښنې بېبنسټه وبللې او ویې ویل چې افغانستان د داعش او نورو ډلو د ازاد فعالیت ځای نه دی.
نوموړي ادعا وکړه چې د طالبانو امنیتي ځواکونه د بهرنیو ډلو د فعالیتونو د پراختیا د مخنیوي وړتیا لري او اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د دغه هېواد یا نورو هېوادونو د امنیت پر ضد وکارول شي.
په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنې یوازې پاکستان او ملګرو ملتونو پورې محدودې نه دي. چین، ایران، روسیې او پاکستان د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د خپلو بهرنیو چارو وزیرانو په څلور اړخیزه غونډه کې د افغانستان د امنیتي وضعیت او د داعش، القاعده، تحریک طالبان پاکستان او ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په څېر ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
دغو هېوادونو د طالبانو له ادارې غوښتي وو چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان د خاورې د نورو هېوادونو پر ضد د کارولو د مخنیوي لپاره عملي او د تایید وړ اقدامات وکړي.
چین هم د روان کال په اګست میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې مېشتو ډلو، د داعش خراسان په ګډون د پولو هاخوا د بریدونو د ترسره کولو وړتیا او اراده زیاته کړې ده.