• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیه: په افغانستان کې د داعـ.ـش خراسان څانګې فعالیتونه باید له‌منځه یووړل شي

۳۰ لړم ۱۴۰۵ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۴۴ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې په افغان خاوره کې د ترهګرۍ د جړلو له منځه وړل او د دغه هېواد د وضعیت ټیکاو اړین دي. هغې ویلي، نړیوالې ترهګرې ډلې، په ځانګړې توګه د داعـ.ش خراسان څانګه په مستقیم ډول په افغانستان کې فعالیت کوي.

ماریا زاخارووا د جمعې په ورځ (د لړم ۲۹مه) په خپل یوه خبري کنفرانس کې ویلي، د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه باید له هر ډول «پټو موخو» او «پټو اجنډاوو» پرته ترسره شي. نوموړې زیاته کړې، چې مسکو په دې برخه کې د «سیمه‌ییزو ستونزو لپاره د سیمه‌ییزو حل‌لارو» اصل مهم ګڼي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړې، چې هېواد یې تل چمتو دی، چې د ترهګرۍ ضد مشخصو اقداماتو په اړه خبرې وکړي او د هوکړو پر بنسټ د دغو اقداماتو په پلي کولو کې مرسته وکړي.
زاخارووا په دې خبري غونډه کې پاکستان د سوېلي اسیا، په ځانګړې توګه د افغانستان په تړاو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د روسیې یو مهم شریک بللی دی. هغې ویلي، له اسلام‌اباد سره خبرې او نږدې همغږي هم په دوه‌اړخیزه کچه او هم د څو اړخیزو همکاریو په چوکاټ کې روانې دي.
د نوموړې په وینا، روسیه د «مسکو فارمټ» ته لومړیتوب ورکوي، ځکه دا د سیمې تر ټولو، ټول‌ګډونه میکانېزم ګڼي. په دغه فارمټ کې روسیه، افغانستان، پاکستان، هند، ایران، چین او د منځنۍ اسیا پنځه هېوادونه؛ قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ګډون لري.
زاخارووا د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د کړکېچ په اړه ویلي، چې روسیه د دواړو لورو ترمنځ وضعیت له نږدې څاري او په دوامداره توګه یې له سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو د ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.
هغې ټینګار کړی، چې مسکو د دواړو لورو په غوښتنه چمتو دی، چې د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د خبرو اترو په برابرولو کې همکاري وکړي.

طالبانو بیا په وار وار ویلي، چې داعش ډله په افغانستان کې د پښې اېښودو ځای نه‌لري او دغه ډله یې ځپلې ده.

ډېر لیدل شوي

پاکستان د اسیان سرمنشي ته: د افغانستان له خاورې د ترهګریزو بریدونو په اړه اندېښمن یو
۱

پاکستان د اسیان سرمنشي ته: د افغانستان له خاورې د ترهګریزو بریدونو په اړه اندېښمن یو

۲

منتقد دیني عالم: د طالبانو په زندان کې مې پښتورګي له کاره ولوېدل

۳
ځانګړی راپور

د ایران او ترکیې په پوله د ۲۰ افغانانو جسدونه موندل شوي او لسګونه لادرکه دي

۴

د پاکستان ادعا: په تېرو ۳ کلونو کې له افغانستان څخه وسله‌والو بریدونو ۴۷۰۰ پاکستانیان وژلي

۵

د فقر او بېکارۍ په منځ کې د نویو جوماتونو جوړول؛ د طالبانو د حکومت لومړیتوبونه

•
•
•

نور خبرونه

سعودي ایتلاف په یمن کې بریدونه کړي، خو حوثیان د غچ ګواښ کړی

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۴ GMT+۰
100%

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د یمن په حدیده بندر او درېیو نورو ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په غبرګون کې یې حوثیانو د سعودي پر جده بندر او مهمو تاسیساتو د برید ګواښ کړی دی.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې د ایتلاف ویاند ترکی بن صالح المالکي پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې ځواکونو یې په حدیده بندر کې هغه مرکزونه په نښه کړي چې د وسلو او بالستیک توغندیو د قاچاق او لېږد لپاره ترې کار اخیستل کېده.

د هغه په وینا، په صنعاء کې یې هم پوځي اهداف، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو مرکزونه او د اکمالاتو یو زېرمتون په نښه کړي دي.

حوثیانو ادعا کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ایتلاف په بریدونو کې ۴۱ کسان وژل شوي دي. بلخوا، د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن وسله‌والو ځواکونو ویلي چې په ۳۱ هوايي بریدونو، د بې‌پیلوټه الوتکو په ۹۱ بریدونو او سلګونو توپچي بریدونو کې ۱۹۳ حوثي جنګیالي وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د دواړو لورو دغه شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د ایتلاف ویاند ویلي چې د یمن پولې ته نږدې د جیزان سیمې پر فضا دوه بالستیک توغندي شنډ شوي او پاتې شوني یې په الشقیق سیمه کې لوېدلي دي.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع پر اېکس لیکلي چې ځواکونو یې د سعودي عربستان د الشقیق برېښناکوټ او د جیزان بندر په مستقیمو بریدونو کې په نښه کړي او پراخ زیان یې ور اړولی دی.

په همدې حال کې، د حوثیانو اړوند المسیره ټلوېزیون د المخا ښار د یوه برېښناکوټ انځورونه خپاره کړي چې د ایتلاف په هوايي برید کې زیانمن شوی دی.

د ایتلاف دغه بریدونه یوه ورځ وروسته له هغې شوي چې حوثیانو د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د دغه هېواد پر تر ټولو لوړه ودانۍ برید وکړ. دغه ودانۍ د ریاض په مالي سیمه کې موقعیت لري.

د ایتلاف له خوا د حدیده بندر شاوخوا ملکي وګړو ته د سیمې د پرېښودو تر خبرداري وروسته، حوثیانو ګواښ کړی چې که دغه بندر تر برید لاندې راشي د سعودي عربستان د سره سمندرګي پر غاړه به جده او نور بندرونه په نښه کړي.

د حوثیانو د بشري عملیاتو د همغږۍ مرکز د جده بندر له کاروونکو بېړیو شرکتونو او نورو ادارو ته برېښنالیکونه استولي او له هغوی یې غوښتي چې بندر پرېږدي.

یحیی سریع ټولو هوايي شرکتونو ته هم خبرداری ورکړی چې د سعودي عربستان هوايي حریم خوندي نه دی او په راتلونکو ساعتونو کې به د حوثیانو د عملیاتو ډګر وي.

هغه ویلي چې د مکې او مدینې سپېڅلی هوايي حریم له دې خبرداري مستثنا دی.

سریع د ریاض د ملک عبدالله مالي سیمې خلکو ته هم ویلي چې له سیمې لرې شي او دغه ځای یې پوځي هدف بللی دی.

د سرچینې په وینا، د دغې سیمې دفترونه څو اوونۍ مخکې تخلیه شوي وو.

سویس: له طالبانو سره اړیکې یوازې په تخنیکي او بشري برخو کې محدودې دي

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۱۴ GMT+۰
100%

په افغانستان کې د سویس د پراختیايي همکاریو دفتر وايي، له طالبانو سره د دغه هېواد اړیکې یوازې د چاپېریال ساتنې، بېرته راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او د ماینونو پاکولو په برخو کې تخنیکي همغږۍ پورې محدودې دي.

سویسي چارواکي ټینګار کوي چې د دغه هېواد بشري مرستې له طالبانو سره له مستقیمې همکارۍ او سیمه‌ییزو طالب چارواکو ته د پیسو له ورکړې پرته اړمنو خلکو ته رسېږي.

په افغانستان کې د سویس د استازولۍ مشر اریک مارکلي او مرستیالې یې پاملا ستاتاکیس له سویس‌اېن‌فو رسنۍ سره په مرکه کې په افغانستان کې د دغه هېواد د بشري مرستو د فعالیتونو او د مرستو رسولو پر وړاندې د شته ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

اریک مارکلي ویلي، د سویس د پراختیايي همکاریو دفتر د ۲۰۲۵ کال له مارچ میاشتې راهیسې په کابل کې د پنځو سویسي او لسو افغان کارکوونکو په لرلو فعالیت کوي.

د هغه په وینا، د بشري مرستو برابرول، بنسټیزو خدمتونو ته د خلکو لاسرسی او د هغوی د ژوند د معیشت ملاتړ د دغه دفتر له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

نوموړي زیاته کړې، ښځې، نجونې او بې‌ځایه شوي کسان د هغو ډلو په ډله کې دي چې تر نورو ډېر ملاتړ ته اړتیا لري.

پاملا ستاتاکیس ویلي، په افغانستان کې د سویس د دفتر ساحوي حضور دغه هېواد ته دا زمینه برابروي چې د خلکو اړتیاوې له نږدې وپېژني، خپلې پروژې له سیمه‌ییزو شرایطو او اړتیاوو سره برابرې کړي او د هغو د پلي کېدو څارنه وکړي.

د نوموړې په وینا، ښځې د روغتیا او درملنې، لومړنیو ښوونځیو او خصوصي کاروبارونو په ګډون په ځینو برخو کې لا هم فعالیت کوي.

هغې زیاته کړې، سویس د کندهار د ښځو د یوه پناه‌ځای او ښځینه خبریالانو ته د انلاین زده‌کړو د پروګرام په څېر پروژو ته هم مالي ملاتړ برابروي.

سویسي چارواکو د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) وتل یو له هغو لاملونو څخه بللي چې په افغانستان کې یې د مرستو رسولو بهیر ته زیان رسولی دی. دغه ادارې تر دې وړاندې د افغانستان د روغتیايي او درملنیز نظام یوه لویه برخه تمویله کړه.

دوی ویلي، د سویس د مرستو ټولې پروژې د طالبانو د چارواکو په رسمي تایید پلې کېږي؛ خو دغه هېواد له طالبانو سره مستقیمه همکاري نه کوي او سیمه‌ییزو طالب چارواکو ته هېڅ پیسې نه ورکوي.

د دوی په وینا، له طالبانو سره اړیکې یوازې د چاپېریال ساتنې، بېرته راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او د ماینونو پاکولو په برخو کې تخنیکي همغږۍ ته محدودې دي.

اریک مارکلي ویلي، د سویس د پراختیايي همکاریو دفتر د خپلو پروګرامونو د پلي کولو لپاره له نړیوالو سازمانونو، لکه د ملګرو ملتونو له ادارو، د سره صلیب له نړیوالې کمېټې، نړیوال بانک او همدارنګه له سیمه‌ییزو بنسټونو سره همکاري کوي.

د هغه په وینا، سویس افغانستان ته د شاوخوا ۲۵ میلیونه سویسي فرانکو، چې د ۲۹،۶ میلیونه امریکايي ډالرو معادل کېږي، په ځانګړې کولو سره د دغه هېواد د بشري مرستو له سترو تمویلوونکو څخه دی.

بنګله‌دېش: د روهینګیا نسل‌وژنې قربانیان باید عدالت ترلاسه کړي

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۱۵ GMT+۰
100%

د بنګله‌دېش د ولسي جرګې مشر خلیل الرحمن د روهینګیا مسلمانانو پر ضد د میانمار د امنیتي ځواکونو د نسل‌وژنې په اړه د نړیوالې محکمې پرېکړه مهمه بللې او د قربانیانو لپاره د تاوان او د روهینګیا کډوالو د خوندي او باعزته بېرته ستنېدو غوښتنه کړې.

خلیل الرحمن د روهینګیا کډوالو په یوه کمپ کې د کډوالو او خبریالانو پر وړاندې د وینا پر مهال وویل د نړیواله عدلي محکمې د هغوی غږ اورېدلی او د ۲۰۱۷ کال پېښې یې د نسل‌وژنې په توګه یادې کړې دي.

هغه وویل: «پرون په هاګ کې د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړې محکمې پرېکړه وکړه. په دې پرېکړه کې ستاسو نوم یاد شو روهینګیا، هو، روهینګیا. پرېکړه روښانه وه هغه څه چې په ۲۰۱۷ کال کې درسره شوي نسل‌وژنه وه.»

خلیل الرحمن د قربانیانو لپاره د عدلي غوښتنه وکړه او ویې ویل چې ژوندي پاتې شویو کسانو ته باید تاوان ورکړل شي او کډوالو ته داسې ضمانتونه برابر شي چې په خپله خوښه خوندي او له عزت سره خپلو سیمو ته ستانه شي.

نوموړي د بنګله‌دېش د بهرنیو چارو وزیر او وروسته د ولسي جرګې مشر کېدو مخکې د روهینګیا کډوالو په اړه د خپل هېواد د لوړپوړي استازي په توګه دنده ترسره کړې او څو ځله یې د هغوی له کمپونو لیدنه کړې ده.

هغه وویل: «ما نه غوښتل له نیویارک څخه له تاسو سره خبرې وکړم. غوښتل مې په دې تاریخي شېبه کې کمپونو ته درشم او ستاسو تر څنګ ودرېږم.»

د نړیواله عدلي محکمې د پنجشنبې په ورځ د ګامبیا له خوا د میانمار پر ضد د ثبت شوې قضیې په اړه پرېکړه وکړه.

د ورکړل شوي راپور له مخې، محکمې موندلې چې د میانمار امنیتي ځواکونو او نورو دولتي ادارو د رخاین په ایالت کې د روهینګیا مسلمان اقلیت پر ضد د نسل‌وژنې کړنې ترسره کړې دي.

د محکمې د موندنو له مخې، د ۲۰۱۷ کال پوځي عملیاتو کې پراخ قتلونه، جنسي تاوتریخوالی او د کلیو بشپړ ویجاړول شامل وو.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، په دغو پېښو کې لږ تر لږه لس زره روهینګیا مسلمانان وژل شوي او شاوخوا ۷۵۰ زره نور بنګله‌دېش ته تښتېدلي دي.

خلیل الرحمن وویل، روهینګیا کډوالو له کلونو راهیسې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوله چې غږ یې واوري او اوس نړۍ د هغوی غوښتنې اورېدلې دي.

100%

هغه د محکمې د پرېکړې د عملي کېدو لپاره څلور مهم لومړیتوبونه بیان کړل.

لومړی، د عدالت تامین دی. د هغه په وینا، میانمار باید د نسل‌وژنې په اړه څېړنې وکړي او د شواهدو پر بنسټ د هغو کسانو پر ضد قانوني اقدامات وکړي چې په دغو پېښو کې د لاس لرلو شک پرې کېږي. نوموړي د اړوندو قوانینو د اصلاح غوښتنه هم وکړه.

دویم، د روهینګیا کډوالو خوندي بېرته ستنېدل دي. خلیل الرحمن وویل، هېڅوک باید داسې سیمو ته بېرته ونه لېږل شي چې هلته یې ژوند له ګواښ سره مخ وي.

د هغه په وینا، د کډوالو د ستنېدو لپاره باید د امنیت، د تګ راتګ د ازادۍ او د خپل راتلونکي په اړه د پرېکړو په بهیر کې د روهینګیا خلکو د ګډون ډاډ ورکړل شي.

درېیم، د قربانیانو جبران او تاوان ورکول دي. د ورکړل شوي راپور له مخې، محکمې میانمار ته امر کړی چې قربانیانو ته تاوان ورکړي او په دې اړه د دوو کلونو په موده کې راپور وړاندې کړي.

خلیل الرحمن وویل: «پیسې د انسان د ژوند بدیل نه شي کېدای او نه د هغو خپلوانو تشه ډکولی شي چې له لاسه ورکړل شوي دي.» خو د هغه په وینا، مناسب تاوان له ژوندي پاتې شویو کسانو سره د امنیت، هیلې او عزت د احساس په بېرته ترلاسه کولو کې مرسته کولای شي.

څلورم لومړیتوب د ورته پېښو مخنیوی دی. د دې لپاره باید قوانین اصلاح، امنیتي ځواکونه وروزل او د هغوی پر فعالیتونو د ملکي ادارو اغېزمنه څارنه یقیني شي.

خلیل الرحمن وویل، نړیواله ټولنه هم مسوولیت لري چې د محکمې د پرېکړې عملي کېدل یقیني کړي. هغه ژمنه وکړه چې د راتلونکو ګامونو لپاره به د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو سره ګډ کار وکړي.

نوموړي روهینګیا کډوالو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل: «تاسو یوازې نه یاست، زه به خپله برخه مسوولیت ادا کړم.»

د افغانستان بېوزلي؛ ماشومان د کورنیو د لګښتونو لپاره کار کوي

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۰۵ GMT+۰
100%

په افغانستان کې ګڼ ماشومان د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله د زده‌کړو او لوبو پر ځای د خپلو کورنیو د لګښتونو برابرولو لپاره کار کوي؛ هغه وضعیت چې د ماشومانو د حقونو او زده‌کړو ته د هغوی د لاسرسي په اړه اندېښنې زیاتوي.

د چین د شینهوا خبري اژانس د راپور له مخې ۱۳ کلن محمد ضمیر یو له دغو ماشومانو څخه دی چې هره ورځ له خپل کشر ورور سره د کابل په کوڅو کې دوسیې پلوري. هغه وايي، د خپلې اته کسیزې کورنۍ د لګښتونو په برابرولو کې مرسته کول یې پر غاړه اخیستې ده.

ضمیر د ښوونځي د درېیم ټولګي زده‌کوونکی دی او د ورځې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانیو پورې عاید ترلاسه کوي. هغه وايي، د دوسیو له پلورلو ترلاسه شوې پیسې د خپلې کورنۍ لپاره د ډوډۍ، غوړیو او نورو اړینو توکو په پېرلو لګوي.

نوموړي ویلي، پلار یې د افغانستان په تېرو جګړو کې له لاسه ورکړی خو دی لا هم غواړي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي او په راتلونکي کې انجنیر شي. هغه وايي، که څه هم د کورنۍ د ملاتړ لپاره کار کوي خو هیله لري چې زده‌کړې تر لوړې کچې ورسوي او د خپل جګړو ځپلي هېواد په بیارغونه کې ونډه واخلي.

ضمیر د ماشومانو له نړیوالې ورځې او د ماشومانو له حقونو سره چندان بلدتیا نه لري خو وايي، دی هم غواړي له نورو ماشومانو سره لوبې وکړي کاغذي پتنګونه والوزوي او فوټبال وکړي. خو اقتصادي ستونزو اړ کړی چې د خپلې کورنۍ د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کار وکړي.

د کابل په کوڅو کې ګڼ ماشومان لیدل کېږي چې بوټونه رنګوي، موټرونه پاکوي، په خښتو بټیو کې کار کوي بالونونه او پلاستیکي کڅوړې پلوري او یا هم په لاسي کراچیو کې مېوې پلوري.

۱۴ کلن عمر هم د هغو ماشومانو له ډلې دی چې د زده‌کړو ترڅنګ کار کوي. هغه هره ورځ دوه کیلو پخې شوې مټرې پلوري او د ورځې ۵۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي چې ۲۰۰ افغانۍ یې ګټه ده.

عمر د ښوونځي د اتم ټولګي زده‌کوونکی دی. هغه وايي د پلار ناروغۍ اړ کړی چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ د لګښتونو په برابرولو کې مرسته وکړي. عمر د خپلې کورنۍ مشر زوی دی او هیله لري چې په راتلونکي کې ډاکټر شي. هغه وايي، له ښوونځي سره مینه لري او د ډاکټر کېدو خوب ویني خو د کورنۍ اقتصادي ستونزې یې کار کولو ته اړ باسي.

په افغانستان کې له څلورو لسیزو زیاتو جګړو او بهرنیو پوځي مداخلو ګڼې کورنۍ له خپلو سرپرستانو بې‌برخې کړې او اقتصادي ستونزې یې زیاتې کړې دي. د همدې وضعیت له امله ځینې ماشومان اړ شوي چې د کورنیو د ملاتړ لپاره کار وکړي او د ماشومتوب یوه مهمه برخه له لاسه ورکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د اټکل له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې به د افغانستان ۲۱،۹ میلیونه وګړي چې د هېواد د نفوس شاوخوا ۴۵ سلنه جوړوي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

منتقد دیني عالم: د طالبانو په زندان کې مې پښتورګي له کاره ولوېدل

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۵۲ GMT+۰
100%

دیني عالم عبدالقادر قانت وايي، چې د طالبانو په زندان کې له یوه کال تېرولو وروسته په بېلابېلو ناروغیو اخته شوی او پښتورګي یې له کاره لوېدلې دي. هغه وايي، هغه څه چې ده د طالبانو په زندانونو کې تجربه کړي، «سراسر ظلم، وحشت او بربریت» و.

ښاغلي قانت د جمعې په ورځ، د لړم پر ۲۹مه، له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې د طالبانو پر تګلارو له نیوکې او د یوه ملي ټولشموله حکومت د جوړېدو، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو او د پنجشېر پر خلکو د ظلم د پای ته رسولو له غوښتنې وروسته ونیول شو.

هغه وویل، چې له اوو ورځو وروسته د پنجشېر د مخورو په منځګړیتوب خوشې شو، خو د طالبانو د استخباراتو ځواکونو بیا د هغه د کور له مخې هغه «وتښتاوه».

قانت وویل، چې د طالبانو ځواکونو هغه د استخباراتو ادارې ته ولېږداوه او د څو ورځو لپاره نه پوهېده چې چیرته ساتل کېږي.
دغه دیني عالم وویل، چې د پوښتنو ګروېږنو پر مهال په زندان کې شپه او ورځ نه وه معلومه او د کوټې څراغ یوازې د څېړنو پر مهال لګېده.

هغه زیاته کړه، چې هر ډول روحي او رواني شکنجه یې تجربه کړې او طالبانو په زندان کې هغه ته پیچکارۍ او درمل یې ورکړي، خو تر اوسه نه پوهېږي چې دا درمل د څه لپاره وو.

قانت وویل، چې طالبانو د هغه سر وخرېیه او د زندان زیړ کالي یې ورواغوستل.

هغه زیاته کړه چې ۵۰ ورځې یې په یوه کوټه کې یوازې تېرې کړې دي.

د نوموړي په وینا، د طالبانو محکمې لومړی هغه په ۲۰ کاله بند محکوم کړ، خو د خلکو له منځګړیتوب او غوښتنې وروسته یې د بند موده یوه کال ته راکمه شوه.

نوموړی وروسته د بګرام زندان ته ولېږدول شو؛ هغه ځای چې د ده په وینا، ۴۵ بندیان په یوه کوټه کې ساتل کېدل.
یاد دیني عالم وویل، چې بندیان د ناروغۍ پر مهال هم له سپکاوي ډک چلند سره مخ وو او ډاکټر ته د وړلو لپاره به یې پر سرونو تورې کڅوړې ور اغوستلې. قانت زیاته کړه، چې د زندان د شرایطو په پایله کې په بېلابېلو ناروغیو اخته شوی او پښتورګي یې له کاره لوېدلې دي.

د هغه په وینا، اوس جراحي عملیات ته اړتیا لري.

دغه دیني عالم وویل: «د طالبانو په زندان کې ظلم و، بربریت و، وحشت و. یوازې د اسلام نوم دی. له اسلام څخه ناوړه ګټه پورته کوي او هر ډول وحشت ترسره کوي.»

هغه وویل، چې له زندانه تر خوشې کېدو وروسته له افغانستانه وتلی او اوس په یوه ګاونډي هېواد کې ژوند کوي.

د قانت په وینا، د ده روحي، جسمي او اقتصادي وضعیت ناسم دی او یو شمېر کارګران د ده د کوټې کرایه او ورځني لګښتونه ورکوي. قانت وویل، چې شپږ میاشتې په کابل کې او اوس له افغانستانه بهر تر درملنې لاندې دی، خو له زندانه رامنځته شوي جسمي او رواني زیانونه نه جبرانېدونکي بولي.

هغه ټینګار وکړ، چې د نیول کېدو او زنداني کېدو یوازینی لامل یې د ښځو او نجونو له حقونو دفاع او د افغانستان د مظلومو خلکو د غږ پورته کول وو.

قانت وویل، سره له دې چې پر ده څه تېر شوي، له مبارزې به لاس وانخلي.