تاجکستان د امریکا تر ډېپلوماټیک فشار وروسته پرېکړه کړې چې د جرمونو له نړیوالې محکمې ووځي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې اجکستان د نړۍ څلورم هېواد شو چې د امریکا تر ډېپلوماټیک فشار او د وتلو له غوښتنې وروسته د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) له غړیتوبه ځان وباسي.
تر دې وړاندې چاد، وینزویلا او د ارام سمندرګي ټاپوییز هېواد ناورو، چې مخکې د نائورو په نوم یادېده، د جولای په میاشت کې د هېوادونو د وتلو لپاره د واشنګټن تر غوښتنې وروسته ورته پرېکړې کړې وې.
د جرمونو نړیوالې محکمې سږ کال د مارچ په میاشت کې پر تاجکستان نیوکه کړې وه چې په ۲۰۲۵ کال کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سفر پر مهال د هغه په نیولو کې پاتې راغلی و. ولادیمیر پوتین په اوکراین کې د ادعا شویو جنګي جنایتونو له امله د دې محکمې تر تعقیب لاندې دی. همدارنګه په تېر کال کې بورکینافاسو، مالي او نایجر هم له دې محکمې د وتلو اعلان کړی و او دا اداره یې د نوې استعمارګرۍ د ځپلو وسیله بللې وه.
د جرمونو د نړیوالې محکمې د مشرتابه پلاوي د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي، چې له دې محکمې څخه د وتلو د یو کلن رسمي بهیر پیل به د عدالت ټولیزه لټه زیانمنه کړي او له مجازاتو د معافیت د پای ته رسولو لپاره نړیوالې هڅې کمزورې کوي. په دغه بیان کې دا هم روښانه شوې، چې له محکمې څخه وتل هېڅ دولت له هغو مسوولیتونو نه خلاصوي چې د غړیتوب پر مهال یې د تړون له مخې پر غاړه اخیستي وو.
د جرمونو نړیواله محکمه د نړۍ یوازینۍ دایمي محکمه ده چې د نسل وژنې، د بشریت ضد جنایتونو، جنګي جنایتونو او د تېري کوونکو اعمالو په تور د تورنو کسانو پلټنه کوي. اوس مهال دا محکمه ۱۲۵ غړي هېوادونه لري، خو په دغه شمېر کې هغه اووه هېوادونه هم شامل دي چې له محکمې د وتلو رسمي بهیر یې پیل کړی دی او بشپړېدل یې یو کال وخت نیسي.
