د طالبانو مشر په کابل کې په خپله وروستۍ وینا کې هڅه وکړه چې مسلمانان پر مجتهد او مقلد ووېشي او د اجتهاد د دروازې پر تړل کېدو په ټینګار سره، د دې ډلې سیاستونه د پخوانیو فقیهانو د فتواوو د پیروۍ په چوکاټ کې توجیه کړي.
دا لیکنه غواړي وښيي چې په دې برخه کې د طالبانو د مشر برداشت سطحي او له تاریخي واقعیتونو لرې دی او دا برداشت پر یوه مسلم دیني حقیقت بدلول او سیاستولي او حکومتولي ورسره تړل، د ټولنې لپاره خطرناکې پایلې لري.
اجتهاد، تقلید او د طالبانو د سیاستونو شرعي توجیه
د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د دې ډلې د دریځونو او سیاستونو د توجیه کولو په موخه، د اجتهاد او تقلید مسالې ته مخه کړه او هڅه یې وکړه چې د دغو دوو مفاهیمو په حواله د طالبانو د کړنو شرعي بنسټ روښانه کړي. د هغه استدلال پر دې ساده او عامهخوښ وېش ولاړ و چې مسلمانان د فقهي مقام له مخې پر دوو ډلو وېشل کېږي: مجتهدان او مقلدان. د هغه په وینا، مجتهدان هغه کسان دي چې د شرعي احکامو د استنباط صلاحیت لري او مقلدان دنده لري چې د هغوی له نظریاتو او فتواوو پیروي وکړي. نوموړي وروسته د دې ادعا په مطرح کولو سره چې د اجتهاد دروازه له پېړیو راهیسې تړل شوې او نور هېڅ مجتهد نه دی راڅرګند شوی، پایله واخیسته چې د نن ورځې مسلمانان د تقلید په مقام کې دي او د هغوی دنده خپلواک اجتهاد نه، بلکې د پخوانیو علماوو د اجتهادونو او فتواوو پیروي او د هغو پلي کول دي.
د دې استدلال له مخې، طالبان ادعا نه کوي چې دوی پخپله اجتهاد کوي یا ځان ته د اجتهاد صلاحیت ورکوي، بلکې خپل سیاستونه او اقدامات د پخوانیو فقیهانو د احکامو او فتواوو پلي کول بولي. یعنې هره طرحه چې د خلکو د برخلیک په اړه په پام کې نیول کېږي، د پخوانیو د فتواوو له مخې به وي او دوی ځانونه د هغو په پليتابه مکلف ګڼي. د طالبانو مشر دغه راز د فتواوو د تعدد مسالې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې کله په یوه مساله کې څو بېلابېلې فتواوې موجودې وي، امیر کولای شي د فقیهانو له نظریاتو یوه غوره کړي او له هغه وروسته د هغه د امر اطاعت د قاضیانو او د چارو د پلي کوونکو لپاره لازمي کېږي.
دا استدلال څو بنسټیزې پوښتنې راپورته کوي: ایا پر مجتهد او مقلد د ټولو مسلمانانو وېشل، په هغه بڼه چې د طالبانو مشر یې مطرح کوي، د اسلام په لومړنیو سرچینو کې ریښه لري؟ ایا د اجتهاد دروازه په رښتیا تړل شوې ده؟ ایا د اسلام په تاریخ کې یوازې څو محدود مجتهدان موجود وو؟ او په پای کې که خپلواک اجتهاد ناشونی وي، نو د بېلابېلو فتواوو له منځه د یوې د غوره کولو لپاره د امیر واک له کوم معرفتي او حقوقي بنسټ څخه برخمن دی؟ د دغو پوښتنو د ځواب لپاره باید لومړی د اجتهاد او تقلید د رامنځته کېدو تاریخ ته ور وګرځو.
د اسلام په لومړنیو سرچینو کې اجتهاد او تقلید
په اصطلاحي معنا پر دوو ډلو مجتهد او مقلد د مسلمانانو وېشل په قرآن مجید کې نشته. البته په قرآن کې پر پوهې، اګاهۍ او وړتیا لرونکو کسانو ته پر رجوع کولو ټینګار شوی دی. د بېلګې په توګه، د نحل سورت په ۴۳ ایت کې د ناپوهۍ په صورت کې د اهل ذکر (پوهانو) ته رجوع مطرح شوې ده او د نساء سورت په ۸۳ ایت کې پیغمبر او اوليالامر ته د چارو سپارلو یادونه شوې، یعنې هغو کسانو ته چې د استنباط وړتیا لري. خو د پوهې او تخصص خاوندانو ته د رجوع کولو د اصل او هغې نظریې ترمنځ چې ټول مسلمانان پر دوو ثابتو طبقو، مجتهد او مقلد، وېشي او د هغوی اکثریت د یوه ټاکلي فقهي مذهب پر انحصاري پیروۍ مکلفوي، بنسټیز توپیر شته.
په قرآن کې داسې څرګند حکم په قطعي توګه نشته، چې مسلمانان باید د تل لپاره د یوه مشخص امام یا فقهي مذهب مقلدان وي. د اسلام پیغمبر ته په منسوبو حدیثونو کې د اجتهاد کلیمه او مشتقات راغلي دي، خو په دقیقه توګه پر هغې اصطلاحي معنا دلالت نه کوي. د بېلګې په توګه، په یوه روایت کې راغلي دي: که حاکم اجتهاد وکړي او سم حکم ته ورسېږي، دوه ثوابه به ولري او که په خپل اجتهاد کې تېروځي یو ثواب به ولري. دا روایت په صحیح بخاري او صحیح مسلم کې نقل شوی دی. اجتهاد په خپله عمومي معنا کې د سم حکم یا تشخیص ته د رسېدو لپاره د علمي او فکري هڅې ترسره کولو ته ویل کېږي. خو د اجتهاد اصطلاحي تعریف او د اجتهاد د صلاحیت د ترلاسه کولو د شرایطو ټاکل، د اصول فقهې په علم پورې اړه لري چې په ورپسې پېرونو کې رامنځته شوی دی. څرګنده ده چې په نبوي روایتونو کې د هغو فقهي مذهبونو له ډلې څخه چې په ورپسې پېړیو کې رامنځته شوي، د یوه مذهب د انحصاري پیروۍ لپاره کوم څرګند او عمومي الزام نشته.
د فقهي مکتبونو تدریجي رامنځته کېدل او د اجتهاد د لارو چارو تنوع
د اسلام له لومړنۍ دورې څخه په تېرېدو سره، بېلابېل فکري او اجتهادي جریانونه په تدریجي ډول رامنځته شول. خو د اجتهاد، تقلید او فقهي مذهب مفاهیمو له همغه پیله دقیق، تثبیت شوي او یو شان چوکاټونه نه درلودل. په لومړنیو پړاوونو کې بېلابېلو عالمانو او نظر خاوندانو، د فکري تمایلاتو او بېلابېلو لارو چارو له مخې، د دیني متونو په پوهېدو او د احکامو په استنباط لاس پورې کاوه. ځینو د نصوصو پر ظاهري معنا او لفظي دلالتونو ډېر ټینګار کاوه، ځینو د احکامو موخو او مقاصدو ته پاملرنه کوله، یوه ډله د عرفونو، منل شویو دودونو او د ټولنې د عامو کړنلارو لپاره په ډېر اهمیت قایله وه او بلې ډلې د صحابهوو او تابعینو پر فکري او عملي میراث تکیه کوله. د دغو تمایلاتو ترڅنګ، بېلابېلې لارې چارې لکه قیاس، استحسان، مصلحتونو ته پاملرنه او له سیمهییزو دودونو څخه ګټه اخیستل هم په بېلابېلو مکتبونو کې تر بحث او استفادې لاندې وو. دغه وضعیت څو نسلونو ته وغځېد. له دې پلوه، د فقهي مذهبونو رامنځته کېدل د یوه تاریخي او علمي بهیر پایله ده، نه د هغو له مخکې ټاکل شویو چوکاټونو د یوې ټولګې پایله چې د اسلام د تاریخ له پیله په همدې بڼه موجود وو.
سربېره پر دې، د اسلامي فکر تاریخ یوازې د څو محدودو مجتهدانو د شته والي شاهد نه دی. د فقهې، کلام، حدیث، تفسیر او نورو اسلامي علومو په برخو کې ګڼو پوهانو څېړنې، استنباط او نظریې ورکولې. ان د اخلاقو، زهد او روزنې په څېر برخو کې هم پراخې فکري او نظري هڅې روانې وې، او دا ټول د فکر او اند د تاریخ له نظره، د خپلواکو علمي او فکري هڅو او د اجتهادي فعالیتونو له ډولونو څخه ګڼل کېږي.
سیاسي ځواک او د فقهي مذهبونو تثبیت
په ورپسې دورو کې د تاریخي تجربو له مخې، په ورته مسالو کې د بېلابېلو فتواوو موجودیت کله ناکله د محکمو ترمنځ د همغږۍ او د قضایي نظام د ادارې په برخه کې ستونزې رامنځته کولې. له همدې امله، ځینو حکومتونو د ځانګړو فقهي مکتبونو ملاتړ او د هغو په چوکاټ کې د زدهکړو او قضاوت د تنظیمولو لاره خپله کړه. په دې برخه کې عباسي خلافت او ورسره تړلو حکومتونو، په ځانګړې توګه سلجوقیانو، د دیني زدهکړو د رسمي بنسټونو په پراختیا کې مهم رول درلود. د سلجوقیانو په دوره کې د نظامیه مدرسو جوړول او پراخول، د سیاسي ملاتړ، د دیني زدهکړو د تنظیم او د ځانګړو فقهي او کلامي جریانونو د پیاوړتیا ترمنځ د اړیکې له څرګندو بېلګو څخه وو. په همدې شرایطو کې، حنفي، مالکي، شافعي او حنبلي څلور مذهبونو د اهل سنتو د نړۍ په ډېرو سیمو کې لا ډېر رسمي اعتبار وموند. دغه بهیر د بېلابېلو حکومتونو په قلمرو کې په بېلابېلو بڼو پر مخ ولاړ. د بېلګې په توګه، د عباسي دورې پر مهال په بغداد کې مستنصریه مدرسه د څلورو مذهبونو زدهکړو ته ځانګړې شوې وه او د ممالیکو په دوره کې هم د څلورو مذهبونو لپاره جلا قضایي دندې رامنځته شوې. په داسې نظام کې، د حکومت له ملاتړ څخه د یوه برخمن مذهب سره تړاو په ځینو دورو کې د قاضیانو د ګومارنې او له رسمي ملاتړ څخه د برخمنېدو په یوه مهم معیار بدل شو. په پایله کې ان هغه فقیهان چې علمي وړتیا او د خپلواک نظر لرلو صلاحیت یې درلود، ښايي په رسمي قضایي مقام کې اړ شوي وي چې د یوه ټاکلي مذهب په چوکاټ کې عمل وکړي. په دې توګه، د اجتهاد لپاره د علمي وړتیا او د یوه خپلواک فقهي نظر د رسمي پلي کولو د امکان ترمنځ واټن رامنځته شو.
د فکري نوښت کمېدل او د اجتهاد د دروازې د تړل کېدو نظریې رامنځته کېدل
په ورپسې پېړیو کې، د سیاسي، پوځي او ټولنیزو بحرانونو یوې ټولګې، لکه صلیبي جګړو، د مغولو بریدونو او د اسلامي حکومتونو ترمنځ کورنیو شخړو، د اسلامي نړۍ په یو شمېر سیمو کې د علمي او ښوونیزو مرکزونو پر وضعیت اغېز وکړ. دغه بدلونونه په ځینو چاپېریالونو کې د علمي بنسټونو د کمزوري کېدو، د پوهې د لېږد د ګډوډېدو او د فکري نوښت لپاره د مناسبو شرایطو د کمېدو لامل شول. په همدې وخت کې د فقهي دود په ځینو برخو کې د پخوانیو د تثبیت شویو نظریاتو د پیروۍ تمایل پیاوړی شو او د بشپړو خپلواکو فقهي مکتبونو رامنځته کول لږ دود شول. په داسې شرایطو کې، هغه لیدلوری رامنځته یا پیاوړی شو چې وروسته د «اجتهاد د دروازې د تړل کېدو» په نوم وپېژندل شو.
د دغه لیدلوري له مخې، د سترو مجتهدانو دوره پای ته رسېدلې او نور هېڅوک د خپلواک اجتهاد مقام ته نه شي رسېدای او د وروستیو دورو د علماوو دنده د موجوده مذهبونو پیروي او د پخوانیو فقیهانو د نظریاتو تطبیقول دي. په دې برخه کې، د مذهبي او ټولنیزو اختلافاتو په اړه اندېښنو هم د داسې لیدلوري په پیاوړتیا کې رول درلود. ځینو داسې انګېرله چې د نویو نظریاتو مطرح کول او د اجتهادي اختلافاتو پراخول ښايي د تفرقې د زیاتېدو لامل شي، نو د مخنیوي لپاره یې غوره ګڼله چې د پخوانیو پر لاره او دود بسنه وشي. له دې سره سره، یو شمېر فقیهانو د پېژندل شویو مذهبونو په چوکاټ کې د احکامو استنباط ته دوام ورکړ او دغسې کسانو ته په اصطلاح کې «په مذهب کې مجتهد» (مجتهد فیالمذهب) ویل کېدل. په دې توګه، اسلامي فقهې خپل ژوند ته دوام ورکړ او د استنباط فعالیت، که څه هم په محدودو چوکاټونو کې و، ونه درېده. د فقهي تاریخ معاصرې څېړنې، په ځانګړې توګه د اجتهاد د دروازې د تړل کېدو په اړه د وائل حلاق څېړنه، ښيي چې د اسلام په تاریخ کې د اجتهاد د بشپړ درېدو تصور سم نه دی او ګڼ شواهد د فقهي او استنباطي فعالیتونو د دوام څرګندونه کوي او باید د اجتهاد د دروازې د تړل کېدو نظریه یو قطعي تاریخي حقیقت او د ټولو فقیهانو د اتفاق وړ ونه ګڼل شي.
له فکري رکود څخه د تقلید د منتقدو جریانونو تر رامنځته کېدو پورې
په وروستیو پېړیو کې، په ځانګړې توګه په هغو دورو کې چې د اسلامي تمدن د زوال پېر بلل کېږي، د تقلید او اجتهاد مسالې نوی اهمیت وموند. یو شمېر مسلمان علما او متفکران دې پایلې ته ورسېدل چې پخوانیو نظریاتو ته نه بشپړه پابندي او په دیني مسالو کې له بیا غور کولو څخه ډډه کول د اسلامي تفکر د فکري جمود له مهمو لاملونو څخه دي. په پایله کې له مذهبي تقلید څخه د تېرېدو او د اجتهاد د بیا راژوندي کولو اړتیا مطرح شوه. یو له هغو جریانونو څخه چې په دې برخه کې یې انتقادي دریځ خپل کړ، سلفي جریان او ورسره نږدې فکري تمایلات وو. دغو جریانونو استدلال کاوه چې که څه هم فقهي مذهبونه د سترو علماوو د علمي هڅو پایله ده، خو په پای کې د هغو انسانانو د پوهې او استنباط محصول دي چې له عصمت څخه برخمن نه دي. له همدې امله، د هغوی نظریات د قطعي دیني نصوصو په څېر مطلق اعتبار او له نیوکې څخه خوندیتوب نه شي لرلای. د تقلید ځینو منتقدانو مذهبي تعصب او د فقیهانو نظریاتو ته تقدس ورکول د بدعتونو په ډله کې وشمېرل او ان په ځینو سختدریځو تمایلاتو کې د غیر معصومو انسانانو په پټو سترګو پیروي د شرک یو ډول وګڼل شو. په مقابل کې یوې ډلې علماوو د تقلید دفاع وکړه او په دې باور وو چې د غیرمتخصصو کسانو له خوا صلاحیت لرونکو فقیهانو ته مراجعه یو علمي او عملي ضرورت دی، ځکه له ټولو مسلمانانو څخه دا تمه نه شي کېدای چې په خپلواکه توګه له دیني سرچینو څخه شرعي احکام استنباط کړي. په دې منځ کې یو شمېر نورو منځنۍ لاره غوره کړه. هغوی د غیرمتخصصو کسانو له خوا د علم خاوندانو ته د رجوع کولو اړتیا منله، خو له دې رجوع څخه یې د یوه مشخص مذهب مطلق او انحصاري تقلید جوړول نه منل. په دې توګه، د اجتهاد او تقلید پر سر ناندرۍ د اسلامي فکر په تاریخ کې پر یوې له لانجې ډکې مسالې بدلې شوې.
د تقلید په اړه سلفي نیوکه او په بله کچه د جمود بیا تولید
که څه هم د سلفي جریانونو، لکه محمد بن عبدالوهاب او د دې جریان د نورو څېرو له خوا د مذهبي تقلید نقد له ځینو اړخونو څخه د فقهي مذهبونو د انحصاري اقتدار د ننګولو پر لور یو ګام و، خو دغه لیدلوری د رکود د کړۍ په ماتولو کې بریالی نه و. دغه نقد په ظاهره هڅه کوله چې د پخوانیو فقیهانو نظریاتو ته د تقدس ورکولو مخه ونیسي، خو اساسي ستونزه لا هم په ژوره کچه پر خپل ځای پاتې وه، ځکه د فقهي او حقوقي تفکراتو د بیا رغونې لپاره یې د نوې او هر اړخیزې لارې چارې وړاندیز نه کاوه چې د نوې نړۍ له بدلونونو سره سم وي. دغه فکري تړاو په ځانګړې توګه د عقایدو او کلامي بحثونو په برخه کې، لا څرګنده بڼه خپله کوله. دې جریان د سلفو له فکري میراث او هغو شخصیتونو سره چې د هغوی د لارې دوامورکوونکي ګڼل کېدل، د تقلید دریځ خپل کړی و او په بله وینا، په سلفیت کې د یوه فقهي مذهب تقلید خپل ځای د یوه موروثي تفسیري نظام پیروۍ ته پرېښود.
سلفي جریانونه ډېری کتاب او سنت ته د مستقیمې رجوع پر اړتیا ټینګار کوي، خو د دې کار لپاره له پخوانیو د پوهې له تقلید څخه غوره لاره نه وړاندې کوي. داسې ښکاري چې دغه جریانونه نه پوهېږي چې کتاب او سنت ته مراجعه پخپله د هغو معناوو ته د بېواسطې رسېدو په معنا نه ده، بلکې پر هر متن، د دیني متونو په ګډون، پوهېدل ژبنیو قواعدو، د تفسیر لارو چارو، د روایتونو د اعتبار د تشخیص معیارونو او د عقل او نقل ترمنځ د اړیکې په اړه مخکینیو انګېرنو ته اړتیا لري او په دې برخه کې د دغو پخوانیو تقلید همغه څه دي چې دوی پرې د فقهي مذهبونو مقلدان په نښه کوي.
د پخوانیو میراث، لکه فقهي او تفسیري نظامونه، په ځانګړو تاریخي شرایطو کې د انسانانو د علمي هڅو پایله ده او نقد او بیا کتنې ته اړتیا لري. که د پخوانیو د تفسیري طریقې پیروي له قرآن او سنت څخه د مستقیمې پیروۍ په معنا معرفي شي، د دیني نص او له هغه څخه د انسانانو د تاریخي پوهې ترمنځ پوله له منځه ځي. په داسې وضعیت کې، پر دین د پوهېدو یوه ځانګړې طریقه له خپل انساني او تاریخي ماهیت څخه لوړ مقام ترلاسه کوي او پر هغې نقد د کتاب او سنت مخالفت ګڼل کېږي. له دې لیدلوري څخه، سلفیت د تقلید له منطق څخه د بشپړ تېرېدو پر ځای، د هغه بله بڼه بیا تولیدوي.
د اسلامي تفکر په تاریخ کې د تقلید د نقد ځنډن دود
تش تقلید او له اجتهاد څخه لرېوالی ان امام ابوحنیفه په ګډون د مذهبونو امامانو ته په منسوب فقهي میراث کې هم تر نقد لاندې پاتې شوی دی. په ورپسې دورو کې هم یو شمېر مخکښو علماوو، هر یوه له خپل ځانګړي دریځ څخه، د تقلید مساله او د هغه د اعتبار حدود تر بحث لاندې ونیول. ابوحامد غزالي په «المستصفی» کتاب کې د اجتهاد شرایط او د تقلید مقام وڅېړه. ابنجوزي او ابنقیم جوزیه هم په خپلو اثارو کې په بېلابېلو لارو پر بېدلیله پیروۍ او مذهبي تعصب نیوکه کړې ده. په وروستیو پېړیو کې، جلالالدین سیوطي د «الرد علی من أخلد إلی الأرض وجهل أن الاجتهاد فی کل عصر فرض» رسالې په لیکلو سره، د اجتهاد پر دوامدار امکان او اړتیا ټینګار وکړ. له هغه وروسته، شاه وليالله دهلوي په خپلو هغو اثارو کې چې «الإنصاف فی بیان أسباب الاختلاف» یې یوه بېلګه ده، د فقیهانو د اختلاف لاملونه او د مذهبونو اړوند مسالې وڅېړلې. محمد بن علي شوکاني هم په «القول المفید فی أدلة الاجتهاد والتقلید» په څېر اثارو کې پر تقلید نیوکه وکړه او د اجتهاد دفاع یې وکړه. نوې دورې ته په ننوتلو سره، محمد عبده او د اصلاحپالو متفکرانو یو شمېر نورو څېرو چې له الازهر او د اسلامي نړۍ له نورو علمي مرکزونو سره یې تړاو درلود، د عقلانیت د بیا راژوندي کولو، د فکري جمود پر وړاندې د مبارزې او په دین د پوهېدو په لارو چارو کې د بیا کتنې اړتیا مطرح کړه. دغه بېلګې ښيي چې د اجتهاد د دروازې د تړل کېدو نظریه نه یوازې د اسلام په تاریخ کې یوازینی موجود لیدلوری نه و، بلکې په بېلابېلو دورو کې له مخالفت او نیوکې سره هم مخ شوې ده.
په نوې زمانه کې اجتهاد: له فردي اجتهاده تر ډلهییز او تخصصي اجتهاده
په نوې زمانه کې د اجتهاد بحث د هغه د دروازې د پرانیستلو پر اړتیا تر نظري ټینګار واوښت او د نویو راپیدا شویو مسالو د ځوابولو لپاره یې عملي هڅې هم رامنځته کړې. اقتصادي بدلونونو، د بانکي نظام پراختیا، د نویو حقوقي او سیاسي بنسټونو رامنځته کېدو، د طبي علومو پرمختګ او د ټولنیزو اړیکو پېچلتیا داسې پوښتنې راپورته کړې چې ځوابول یې د نویو واقعیتونو دقیقې پېژندنې ته اړتیا لرله. په داسې شرایطو کې د اجتهاد د بهیر بیا پیلول د پام وړ شمېر مسلمانو پوهانو له خوا تر ټینګار لاندې ونیول شول. خو په عصري پېر کې د ژوند پېچلتیا ته په پام سره، یو شمېر فقیهانو او د اصول فقهې متخصصانو د فردي اجتهاد پر ځای ډلهییز اجتهاد وړاندیز کړ. عبدالوهاب خلاف له هغو معاصرو علماوو څخه و چې ډلهییز اجتهاد ته یې بلنه ورکړه. یو شمېر نورو هم د اجتهاد د تجزیهکېدو نظریه مطرح کړه او ویې ویل چې اړینه نه ده یو مجتهد په ټولو موضوعاتو کې د نظر خاوند وي، بلکې کېدای شي یو فقیه په یوه ټاکلې برخه کې د اجتهاد مقام ته ورسېږي، پرته له دې چې په نورو ټولو مسالو کې هم له همدې صلاحیت څخه برخمن وي. محمد ابوزهره له هغو معاصرو فقیهانو څخه دی چې په خپلو اصولي بحثونو کې یې پر دې اړخ ټینګار کړی دی.
د فتوا معاصر بنسټونه او د اجتهادي ژوند دوام
په دې برخه کې د مطرح شویو بېلابېلو لیدلوریو له بحث څخه په تېرېدو، نن ورځ په ډېرو اسلامي هېوادونو کې بېلابېل بنسټونه د فتوا ورکولو او فقهي څېړنو مسوولیت پر غاړه لري. دغه بنسټونه، که څه هم د نویو فقهي مکتبونو بنسټګر نه دي، خو د فقهې او اصول فقهې له پراخ میراث څخه په ګټې اخیستنې او د بېلابېلو مذهبونو د نظریاتو په کارولو سره هڅه کوي چې د معاصرو ټولنو له اړتیاوو سره سم ځوابونه وړاندې کړي. نړیوال فقهي مراکز، د فتوا شوراګانې، څېړنیز مرکزونه او په عربي او غیرعربي مسلمانو هېوادونو کې پوهنتوني بنسټونه د دغو فعالیتونو د دوام بېلګې دي. په دغو مرکزونو کې ګڼ شمېر عالمان او څېړونکي پر لیکلو، تدریس، څېړنې او د فتواوو پر صادرولو بوخت دي او په دې برخه کې ګڼ علمي اثار او تخصصي خپرونې خپرېږي. له همدې امله، دا تصور چې له څو پېړیو تېرېدو وروسته نور هېڅ مجتهد نشته او د مسلمانانو ټول فقهي فعالیتونه باید د پخوانیو فتواوو تر تکرار پورې محدود شي، د اسلامي نړۍ د معاصرو علمي او فقهي فعالیتونو له واقعیت سره سمون نه لري.
وروستۍ خبرې:
د پورته بحثونو په پام کې نیولو سره، د اجتهاد او تقلید په اړه د طالبانو د مشر لیدلوری تر دې چې د اسلامي فقهې د تاریخ د علمي او انتقادي مطالعې پایله وي، د دغه تاریخ د یوه محدود او متأخر برداشت انعکاس دی چې د یوه مطلق او نه بدلېدونکي حقیقت په توګه منل شوی دی.
په حقیقت کې، نوموړی د اجتهاد او تقلید په اړه هم پخپله د تقلید پر بنسټ ولاړ لیدلوری لري. هغه د فقهي مذهبونو تاریخي رامنځته کېدل، د شرعي احکامو د استنباط د لارو چارو تنوع، د تقلید د نقد اوږد تاریخي دود او تر نن ورځې پورې د اجتهادي فعالیتونو استمرار له پامه غورځوي. په دې توګه د فقهې د تاریخ له لانجمنو لیدلوریو څخه یو هغه د سیاست جوړونې او دولتولۍ د بنسټ په توګه وړاندې کوي.
ددغه چلند تناقض هغه وخت لا څرګندېږي چې له یوې خوا له معاصرو عالمانو څخه د اجتهاد صلاحیت اخیستل کېږي، خو له بلې خوا امیر ته دا واک ورکول کېږي چې له څو بېلابېلو فتواوو څخه یوه هغه وټاکي او قاضیان یې پر پلي کولو مکلف کړي، حال دا، چې پر یوې فتوا د بلې هغې مستدله ترجیح، خپله یو ډول اجتهادي قضاوت غواړي.
د طالبانو د فکر له بنسټیزو غوټو څخه یوه هم د فقهي جمود او سیاسي اقتدار ترمنځ همدا تړاو دی. له طالبانو سره خبرې اترې ځکه ستونزمنې او کله ناکله بېپایلې وي چې اختلاف یوازې د څو فتواوو یا فقهي احکامو پر سر نه دی، بلکې د دین د معرفتپوهنيزو او مېتودولوژیکو بنسټونو په اړه هم ژور اختلاف موجود دی.
تر هغه چې د پخوانیو فقیهانو تاریخي برداشتونه له نیوکې پورته او له نقد خوندي وګڼل شي، د دې ډول لیدلوري د پلویانو قانع کول چې پر فقهي میراث، له معاصرو علومو څخه ګټې اخیستنې او له دین او د نننۍ نړۍ له واقعیتونو سره د عقلاني چلند په اړه بیا کتنې ته اړتیا لري، ستونزمن کار به وي.
د دغه فکري بنبست پایلې هغه مهال ناورینزېږوونکې بڼه خپلوي چې د دولت په جوړښت کې عملي او څرګندې شي او د یوې ټولنې پر برخلیک، د وګړو پر حقونو او د ودې او پرمختګ پر فرصتونو اغېز وکړي. دا وضعیت نه یوازې د افغانانو د کړاوونو او ستونزو لامل دی، بلکې د نړۍ په نورو برخو کې د ډېرو مسلمانانو اندېښنې هم راپاروي او د اسلاموېرونې تبلیغاتو لپاره پلمه برابروي.په دې توګه، د طالبانو د دولتولۍ تجربه د سیاسي او ټولنیزو پایلو ترڅنګ دا خطر هم رامنځته کوي چې د اسلام متنوع او خوځنده فکري او تمدني میراث د هغه یوه تر ټولو محدود تاریخي برداشت ته راټیټ شي.