• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ولې ښايي «جي‌ټي‌اې ۶» د ویډیويي لوبو په نړۍ کې د یوې دورې پای وي؟

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۵۵ GMT+۰

«جي‌ټي‌اې ۶» له ۱۳ کلونو ځنډ وروسته د لوبغاړو لاسونو ته ورسېده او پراخ هرکلی یې وشو؛ خو د «اکونومېسټ» په وینا، د یادې لوبې د جوړولو لوړ لګښت او اوږد وخت ښيي چې ښايي د دومره سترو او پېچلو ویډیويي لوبو د جوړولو دوره د پای ته رسېدو په حال کې وي.

د لوبو د جوړولو لګښتونه لوړ شوي او د ډېرو شرکتونو لپاره یوه پخوانۍ مشهوره لوبه د کلونو لپاره عاید لري. د «جي‌ټي‌اې ۶» کیسه یوه شپه په «وایس‌سیتي» کې پیلېږي؛ دا یو خیالي ښار دی چې د میامي ښار له مخې جوړ شوی دی. جېسن او لوسیا هغه مهال د لومړي ځل لپاره له یو بل سره مخ کېږي، چې دواړه یوه موټر ته سترګې په لار وي. لوسیا د بېسبال په لرګي د جېسن هرکلي ته ورځي؛ خو لږه شېبه وروسته دواړه په هماغه موټر کې تښتي. دغه دواړه غله ورو، ورو د ژوند ملګري کېږي.
راک‌سټار د جېسن او لوسیا لپاره داسې نړۍ جوړه کړې، چې د وایس‌سیتي له شپنیو کلبونو نیولې، د تمساح‌وو تر ډکو ډنډونو پورې غځېدلې ده. دغه ښار د عامه ترانسپورټ ځانګړې شبکه او خپلې راډیويي خپرونې لري.
د جېسن په کور کې ان ویډیويي لوبې هم کولای شئ او د «جي‌ټي‌اې» دننه بله لوبه هم وازمویئ. د دې نړۍ د جوړولو لګښت څه باندې یو میلیارد ډالر اټکل شوی دی. راک‌سټار له وړاندې پوهېده، چې «جي‌ټي‌اې» مېلیونونه مینه‌وال لري؛ خو هغه شرکت چې تازه دې ډګر ته راځي، باید د لوبې پر جوړولو کلونه لګښت وکړي، مخکې له دې چې پوه شي څومره کسان یې پېرلو ته چمتو دي.
پخوانۍ لوبې د نویو لوبو سیالانې دي
د «اکونومېسټ» د لیکنې له مخې، له ۲۰۲۰کال راهیسې په امریکا کې د پلې‌سټېشن د پنځو تر ټولو مشهورو لوبو په کلني نوملړ کې ټولټال یوازې اته لوبیزې ټولګې شاملې شوې دي. د دغه نوملړ په سر کې نومونه هم ډېر کم بدلېږي. «فورټنایټ» نهه کلن دی، «کال اف ډیوټي» ۲۳ کاله عمر لري او «جي‌ټي‌اې» له ۲۹ کلونو راهیسې د لوبو په نړۍ کې حضور لري؛ یعنې د ډېرو مینه‌والو تر عمر هم پخوانی دی.هغه کسان چې د کمپیوټر له لارې لوبې کوي، هم ډېری وخت پر پخوانیو لوبو تېروي. د «سټیم» انلاین پلورنځي شمېرې ښيي، په ۲۰۲۵کال کې د کاروونکو د لوبو یوازې ۱۴ سلنه وخت پر هغو لوبو تېر شوی چې په هماغه کال خپرې شوې وې.د «فورټنایټ» یو مینه‌وال ښايي کلونه په دې لوبه کې د مهارت ترلاسه کولو لپاره تېر کړي او د لوبې دننه د توکو د پېرلو لپاره یې هم پیسې لګولې وي. نو یوه نوې لوبه باید دومره زړه‌راښکونکې وي، چې هغه دې ته وهڅوي چې هر څه له سره پیل کړي.د دې وفادارۍ ارزښت د «جي‌ټي‌اې» د دوو نسخو په پلور کې لیدل کېدای شي. څلورمې نسخې چې تر ډېره د انفرادي لوبې لپاره جوړې شوې وې، په پنځو کلونو کې ۲۵ مېلیون نسخې وپلورلې. خو پنځمې نسخې د انلاین برخې په مرسته د یوې لسیزې ډېره موده لوبغاړي بوخت وساتل او پلور یې ۲۳۰ مېلیون نسخو ته ورسېد. د «جي‌ټي‌اې» لوبیزې ټولګې یوازې تېرکال له ۸۰۰ مېلیون ډالرو ډېر عاید درلود.په داسې بازار کې ان سوني هم د لوبغاړو په راجلبولو کې له ستونزو سره مخ شوی دی. دغه شرکت په ۲۰۲۴کال کې «کانکورد» لوبه بازار ته وړاندې کړه، چې د رسنیو د راپورونو له مخې پر جوړولو یې سلګونه مېلیونه ډالر لګښت شوی و.خو د یادې لوبې هرکلی دومره پېکه و، چې سوني یوازې دوه اوونۍ وروسته له لاسرسي وایسته.مایکروسافټ هم له خپلو ځینو کوچنیو لوبو جوړوونکو سټوډیوګانو لاس اخیستی؛ څو خپل تمرکز پر هغو مشهورو لوبیزو ټولګو زیات کړي، چې ډېر پلور لري. لکه «ماینکرافټ» او «کال اف ډیوټي».اوس د کوچنۍ لوبې جوړوونکي شرکتونه کولای شي د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته په لږ وخت او لږ لګښت کوډ ولیکي، انځورونه ډیزاین کړي او موسیقي جوړه کړي. له بلې خوا، د معلوماتو د زېرمه کولو مرکزونو ته د کمپیوټر د حافظې د زیاتې اړتیا له امله د دغه پرزو بیې لوړې شوې دي.د پلې‌سټېشن او اېکس‌باکس د لوبو کنسولونه نن د هغو بیو پرتله ګران شوي، چې شپږ کاله مخکې بازار ته وړاندې شول. ځینې شنونکي اټکل کوي، چې د دغه کنسولونو د راتلونکي نسل بیه ښايي له زر ډالرو هم واوړي.د ویډیويي لوبو د بازار شنونکی مټ پیسکاتلا وايي، په داسې بیو کې به ډېر لوبغاړي د لوبو لپاره موبایلونو او ارزانه کمپیوټرونو ته مخه کړي.په «روبلوکس» کې همدا اوس مېلیونونه ساده لوبې شته، چې خپله کاروونکو جوړې کړې دي. د «روبلوکس» شرکت په وینا، د یادې لوبې له شلو تر ټولو مشهورو لوبو څخه د دوو جوړوونکو نږدې ټول کار د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته ترسره کړی دی.د «اکونومېسټ» په باور، ښايي «جي‌ټي‌اې ۶» له هغو وروستیو لوبو څخه وي چې یو شرکت یې پر جوړولو د یوې لسیزې ډېر وخت او یو میلیارد ډالر لګولو ته چمتو کېږي. د مېلیونونه لوبغاړو لپاره په وایس‌سیتي کې ګرځېدل په زړه پورې دي؛ خو یوه نوې لوبه جوړوونکې ډله ښايي د یوې ساده لوبې په جوړولو د ډېرو مینه‌والو د راجلبولو ښه چانس ولري، په ځانګړې توګه که لوبغاړي وکولای شي هغه پر خپل موبایل کې ولوبوي.ځینو شنونکو اټکل کړی و، چې د «جي‌ټي‌اې ۶» نړۍوال پلور به په لومړۍ اوونۍ کې له درې میلیارد ډالرو واوړي. د رویټرز د راپور له مخې، د لوبې عواید په لومړۍ ورځ له دې شمېرې هم واوښتل. راک‌سټار د پنجشنبې تر ورځې (د لېندۍ ۲۸مې) پورې د یادې لوبې عواید درې میلیارد او ۷۹۰ میلیون ډالر اټکل کړي وو. «جي‌ټي‌اې ۶» د «مټاکرېټېک» وېب‌پاڼې له‌خوا له ۱۰۰ څخه ۹۹ نمرې ترلاسه کړې او په دې وېب‌پاڼه کې یې د لوبو تر ټولو لوړه نمره خپله کړه.د ځینو لوبغاړو لپاره د «جي‌ټي‌اې ۶» د خوند یوه برخه د ماموریتونو ترمنځ وخت دی. هغوی کولای شي د اوبو لاندې د ډوب شویو بېړیو پلټنه وکړي، د مرغانو ۶۲ ډولونه وپېژني او ثبت یې کړي، یا د خپلې کوټې دېوالونه رنګ کړي.په مانچسټر کې د موسیقۍ ښوونکي برېنډن نایټینګیل رویټرز ته ویلي، چې یوه شپه یې په لوبه کې یوازې موټر وچلاوه. هغه غوښتل په ښار کې وګرځي او وګوري، چې راک‌سټار څه ډول نړۍ جوړه کړې ده.ان د راک‌سټار سیالانو هم د یادې لوبې خپرېدل ونمانځل. د پولنډۍ لوبو جوړوونکې کمپنۍ «سي‌ډي پروژېکټ» له مدیرانو څخه میخال نواکوفسکي چې د «وېچر» او «سایبرپنک ۲۰۷۷» لوبې یې جوړې کړې دي، دغه لوبه «شاهکار» بللې او ویلي یې دي چې غواړي په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې د یادې لوبې د نړۍ د سپړلو لپاره ډېر وخت ځانګړی کړي.په جاپان کې د لوبو جوړوونکې کمپنۍ «پاکټ‌پېر» د «جي‌ټي‌اې ۶» د خپرېدو په ورځ په خپل دفتر کې مېلمستیا جوړه کړه او خپلو کارکوونکو ته یې پنځه ورځې رخصتي ورکړه؛ څو په خپله دا لوبه وکړي.د میامي اوسېدونکې او د «جي‌ټي‌اې» پخوانۍ مینه‌والې میا پازان لپاره د یادې لوبې د نوې نسخې یوه زړه‌راښکونکې ځانګړنه د لوسیا کامینوس کرکټر دی. پازان رویټرز ته ویلي، په داسې یوې مشهورې لوبه کې د ځان په څېر د لاتینې امریکايي ښځې لیدل ورته مهم دي او احساس کوي چې له لوسیا سره ډېر ورته‌والی لري.د «بېن» مشورتي شرکت هم د لوبې له خپرېدو مخکې د یوې نظرپوښتنې پر بنسټ اټکل کړی و، چې په امریکا کې به د «جي‌ټي‌اې ۶» له هرو لسو لوبغاړو څخه څلور ښځې وي.








که د لوبو د کنسولونو بیه له زر ډالرو واوړي، لوبغاړي به کوم لوري ته ولاړ شي؟






د تمې خلاف پراخ هرکلی







ډېر لیدل شوي

د طالب قوماندان د پالنې پایله؛ د کونړ زلزله کې یتیم شوی ماشوم د کاپیسا  مدرسه کې ووژل شو
۱
ځانګړی

د طالب قوماندان د پالنې پایله؛ د کونړ زلزله کې یتیم شوی ماشوم د کاپیسا مدرسه کې ووژل شو

۲
ځانګړی

مدینه: «مېړه مې د دیګ بخار په سر وویشتم، طالبانو راته وویل ګذاره وکړئ»

۳

افغان ډ‌ېپلومات د افغانستان د سیاسي لېږد لپاره د لارنقشې پر جوړولو ټینګار کړی

۴

له وطنه د جلاوطنۍ درد؛ جاوېد امیرخېل د کډوالۍ د سختو ورځو کیسه کوي

۵

ننګرهار کې د پور پر سر شخړه؛ یو ځوان د واده تر مراسمو مخکې وژل شوی

•
•
•

نور خبرونه

څېړنه: دین او معنویاتو ته ارزښت ورکوونکي مشران له خپل ژوند ډېر راضي دي

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۴۰ GMT+۰
100%

د ایټالیا د پادوا پوهنتون د څېړونکو نوې څېړنه ښيي چې هغه پاخه عمر لرونکي چې دین او معنویت ته ډېر ارزښت ورکوي، په ټوله کې د خپل ژوند کیفیت ښه ارزوي او له خپل ژوند څخه ډېر رضایت لري.

دا څېړنې د ۱۹۹۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ په اسیا، افریقا، اروپا او امریکا کې ترسره شوې دي. په دغو څېړنو کې ټولټال ۵ زره او ۶۶۴ کسانو ګډون کړی و. د ګډونوالو تر ټولو کم‌عمره ۶۰ کلن او تر ټولو ډېر عمر لرونکی یې ۱۰۴ کلن و. د دې څېړنې پایلې د پنجشنبې په ورځ د «پلاس روغتیا او زړښت» په علمي مجله کې خپرې شوې دي.

څېړونکو ټینګار کړی چې موندنې یې د دیني او معنوي باورونو او له ژوند څخه د رضایت ترمنځ اړیکه ښيي، خو د دغې اړیکې لامل نه روښانوي. د دوی په وینا، په دغو څېړنو کې د دین‌پالنې او معنویت د کچې معلومولو لپاره بېلابېلې لارې کارول شوې دي چې له همدې امله د پایلو پرتله کول ستونزمن شوي دي.

د یادې څېړنې له مخې، په اسیا کې د دیني او معنوي باورونو او د ژوند د رضایت ترمنځ اړیکه د نورو سیمو په پرتله پیاوړې ده. افریقا او امریکا ورپسې راځي او په اروپا کې دا اړیکه تر ټولو کمزورې ده. د څېړنې یوې لیکوالې، الېساندرا بوجا، له سي‌اېن‌اېن سره په خبرو کې ویلي چې د دې توپیر یو لامل ښايي د اروپایانو په ورځني ژوند کې د دین کم‌رنګه رول وي.

د بوجا په وینا، معنوي باورونه ښايي له بوډاګانو سره مرسته وکړي چې له تقاعد وروسته هم په خپل ژوند کې معنا او موخه ومومي. د لندن پوهنتون کالج کې د زړښت د ټولنپوهنې استاد، پاول هېګز، هم ویلي چې د بېلابېلو سیمو ترمنځ د توپیر د پیدا کولو لپاره باید د خلکو په ژوند کې د دین ځای ته پام وشي. د هغه په وینا، د اسیا او افریقا په ځینو برخو کې دین او معنویت لا هم د خلکو د ټولنیز او کلتوري ژوند مهمه برخه ده.

په بریتانیا کې د «تیوس» څېړنیز بنسټ مشر، چین مک‌ډونالډ، په دیني غونډو او ټولنو کې رامنځته کېدونکو ملګرتیاوو ته اشاره کړې ده. د هغه په وینا، بوډاګان په دغو غونډو کې داسې کسان مومي چې د ناروغۍ پر مهال یا د یوه نږدې کس له مړینې وروسته پرې د مرستې او ملاتړ لپاره تکیه کولای شي. هغه ویلي چې د یوازیتوب او ټولنیز انزوا له پراخېدو سره، دغه ملګرتیاوې او د تړاو احساس چې پاخه عمر لرونکو ته یې وربښي، لا ډېر اهمیت پیدا کوي.

په امریکا کې د «پیو» څېړنیز مرکز د ۲۰۲۵ کال راپور هم ښيي چې دین په منځني ختیځ، سویلي او سوېل ختیځه اسیا، افریقا او لاتینې امریکا کې د خلکو په ژوند کې ډېر مهم ځای لري. په بنګله‌دېش، اندونیزیا، سریلانکا، تونس او کینیا کې تر ۹۰ سلنې ډېرو لویانو ویلي چې دین ورته ډېر ارزښت لري. دغه کچه په امریکا کې ۳۸ سلنه او په بریتانیا کې ۲۰ سلنه ده.

د پیو د شمېرو له مخې، په ټوله کې ۵۰ کلن او تر هغه لوړ عمر لرونکي کسان د ځوانانو په پرتله ځانونه ډېر دین‌پال بولي. په امریکا کې د دې عمر ډلې ۸۰ سلنه کسانو ویلي چې د یوه دین پیروان دي. دغه کچه په برازیل او پولنډ کې ۹۸ سلنه ده.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د ۲۰۷۰ لسیزې تر وروستیو پورې به په نړۍ کې د ۶۵ کلونو او تر هغه لوړ عمر لرونکو کسانو شمېر دوه میلیاردو او ۲۰۰ میلیونو ته ورسېږي او د ماشومانو له شمېر څخه به زیات شي.

د پادوا پوهنتون څېړونکي وايي، له نورو خلکو سره اړیکې، عاطفي ملاتړ او هغه فعالیتونه چې ذهن فعال ساتي، د سپین‌ږیرو د رواني روغتیا په ښه ساتلو کې مرسته کولای شي او ښايي د هغوی له اوږد عمر سره هم تړاو ولري. د دوی په وینا، د سپین‌ږیرو د پاملرنې پر مهال د هر کس دیني باورونو او معنوي اړتیاوو ته هم پام کېدای شي.

تازه څېړنه: تر ۲۰۳۵کال پورې به د نړۍ د مسلمانانو شمېر تر عیسویانو زیات شي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۴۳ GMT+۰
100%

د پېو څېړنیز مرکز اټکل کوي، چې تر ۲۰۳۵کال پورې به په نړۍ کې د مسلمانانو شمېر ۲ مېلیارده او ۵۷۰ مېلیونو او د عیسویانو شمېر ۲ مېلیارده او ۵۲۰ مېلیونو ته ورسېږي. د دغه بدلون دوه اصلي لاملونه د مسلمانانو د نفوس ځوانوالی او په مسلمانو کورنیو کې د ماشومانو د زېږون لوړه کچه بلل شوې ده.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، پېو څېړنیز مرکز او په پولنډ کې د نفوس او دین د پرمختللو څېړنو مرکز دغه څېړنه د چهارشنبې په ورځ (د لړم په ۲۷مه) خپره کړې ده. د دغه مرکزونو د اټکلونو له مخې، په ۲۰۲۰کال کې په نړۍ کې نږدې ۲ میلیارده او ۳۰۰ مېلیونه عیسویان او شاوخوا ۲ میلیارده مسلمانان اوسېدل.
که وضعیت همداسې دوام وکړي، تر ۲۰۳۵کال پورې به د مسلمانانو شمېر د عیسویانو پرتله شاوخوا ۵۰ مېلیونه زیات شي او مسلمانان به د نړۍ تر ټولو لویه دیني ډله شي. څېړونکي تمه لري، چې په راتلونکو لسیزو کې به د دواړو ډلو ترمنځ دغه توپیر نور هم زیات شي. د اټکل له مخې، تر ۲۰۷۰کال پورې به د مسلمانانو شمېر له ۳ مېلیارده او ۶۰۰ مېلیونو واوړي او د عیسویانو شمېر به شاوخوا ۳ میلیاردو ته ورسېږي.
په دې پنځوس کلنه موده کې به د نړۍ په ټول نفوس کې د مسلمانانو ونډه له ۲۵.۶ سلنې څخه ۳۵.۸ سلنې ته لوړه شي. د عیسویانو ونډه به هم لږه زیاته شي او له ۲۸.۸ سلنې څخه به ۲۹.۱ سلنې ته ورسېږي.
ولې د مسلمانانو نفوس په چټکۍ زیاتېږي؟
د پېو څېړنیز مرکز د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۵ کلونو د اټکلونو له مخې، هرې مسلمانې ښځې په منځني ډول ۳.۱ ماشومان او هرې عیسوۍ ښځې ۲.۵ ماشومان زېږولي دي. د زېږون د کچې ترڅنګ د مسلمانانو د نفوس ځوانوالی هم د دې لامل کېږي، چې په راتلونکو لسیزو کې به د دوی د نفوس ډېره برخه د ماشومانو زېږولو عمر ته ورسېږي.
د دین بدلول د دغه دوو دیني ډلو د نفوس په بدلون کې لږه ونډه لري. څېړونکي اټکل کوي، چې له عیسویت څخه اسلام ته د اوښتونکو او له اسلام څخه عیسویت ته د اوښتونکو کسانو شمېر به نږدې برابر وي.
د پېو څېړنیز مرکز لوړپوړي نفوس‌پوه او د یادې څېړنې یوه مشر کنراد هېکټ ویلي، د مسلمانانو د نفوس ۷۴ سلنه زیاتوالی به په هغو هېوادونو کې رامنځته شي چې اوس هم اکثریت وګړي یې مسلمانان دي. د عیسویانو د شمېر تر ټولو ډېر زیاتوالی به هم په هغو هېوادونو کې وي، چې عیسویان په‌کې اکثریت دي.
افریقا د نفوسو د بدلون په مرکز کې
څېړونکي تمه لري، چې د دواړو دینونو د پیروانو د نفوس لویه برخه به د افریقا په نیمه‌صحرايي سیمو کې زیاته شي. د دغه اټکل له مخې، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت به تر ۲۰۷۰کال پورې د امریکا ځای ونیسي او د نړۍ په کچه به د عیسویانو تر ټولو ډېر نفوس لرونکی هېواد شي.
په خپله امریکا کې هم اټکل کېږي، چې د عیسویانو ونډه به د دغه هېواد د ټول نفوس ۴۸ سلنې ته راټیټه شي. خو سره له دې به عیسویان په امریکا کې تر ټولو لویه دیني ډله پاتې شي.
اوس‌مهال د نړۍ شاوخوا ۵۹ سلنه مسلمانان د اسیا او ارام سمندر په سیمه کې ژوند کوي. په دې سیمه کې به د مسلمانانو شمېر لا هم زیات شي؛ خو د افریقا په نیمه‌صحرايي سیمو کې د نفوس د چټکې ودې له امله تمه کېږي، چې تر ۲۰۷۰کال پورې به د نړۍ له نیمايي څخه لږ مسلمانان په اسیا او ارام سمندر سیمه کې اوسېږي. یوازې په نایجریا کې اټکل کېږي، چې د مسلمانانو شمېر به دوه برابره شي او ۲۸۲ مېلیونو ته به ورسېږي.
د عیسویت تاریخ‌پوه مارک نول وايي، چې په افریقا کې عیسویت د نړۍ د بل هر ځای پرتله په چټکۍ وده کوي. د نوموړي په وینا، د افریقا د عیسویانو ترمنځ د «کاریزماتیک» دود پیروان ډېر دي، چې په‌کې د روح‌القدس د حضور تجربه او پر معجزو باور ځانګړی ځای لري. د هغه په وینا، دغه ډول باورونه د امریکا د ډېرو عیسویانو ترمنځ لږ دود دي.
نول ویلي: «له پیله د عیسویت یوه برخه ماوراءالطبیعي اړخونه وو. په لوېدیځ کې د دغه باورونو بڼه بدله شوې او رول یې محدود شوی؛ خو د عیسویت د نړۍ په ډېرو نورو برخو کې داسې نه ده».
هغه زیاته کړې، چې په افریقا کې هم عیسویان او هم مسلمانان ډېر پیروان لري او همدې چارې د دواړو دینونو ترمنځ سیالي زیاته کړې ده.
د بې‌دینه وګړو پېکه ونډه
پېو څېړنیز مرکز اټکل کوي، په ډېرو هېوادونو کې به د هغو کسانو شمېر زیات شي چې ځانونه د هېڅ دین پیروان نه ګڼي؛ خو د نړۍ په ټول نفوس کې به د دوی ونډه په ۲۰۲۰کال کې له ۲۴.۲ سلنې څخه په ۲۰۷۰ کال کې ۱۷ سلنې ته راټیټه شي.
د دغه کمښت یو مهم لامل په چین کې د نفوس بدلون دی. د نړۍ د بې‌دینه وګړو لویه برخه په چین کې ژوند کوي او تمه کېږي، چې د دغه هېواد نفوس به په دې موده کې شاوخوا ۴۲۱ مېلیونه کم شي.
څېړونکو په خپلو اټکلونو کې د نفوس عمر، د زېږون او مړینې کچه، کډوالي او د دین بدلون په پام کې نیولي دي.

د مصنوعي ځیرکتیا پرمټ د ماشومانو د جنسي ځورونې د انځورونو تولید «۸۵ برابره» زیات شوی دی

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۵ GMT+۰
100%

یوه نوې څېړنه ښيي، په مصنوعي ځیرکتیا جوړو شویو هغو انځورونو او ویډیوګانو په اړه راپورونه چې د ماشومانو د جنسي ځورونې منځپانګه په‌کې شامله ده، په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا ۸۵ برابره زیات شوي دي.

څېړونکو د ماشومانو د ساتنې لپاره د حکومتونو او ټکنالوژۍ له شرکتونو د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده. دغه نړۍواله څېړنه د سکاټلنډ د اډینبورګ پوهنتون د څېړونکو په ګډون ترسره شوې ده.

د څېړنې د موندنو له مخې، د ټکنالوژۍ شرکتونو له‌خوا د امریکا د ورکو شویو او تر ناوړه ګټې اخیستنې لاندې ماشومانو ملي مرکز ته د دغه منځپانګو په اړه د لېږل شویو راپورونو شمېر په ۲۰۲۳کال کې له شاوخوا ۴زره او ۷۰۰ څخه په ۲۰۲۵کال کې څه باندې ۴۰۰زرو ته رسېدلی دی. دغه زیاتوالی نږدې ۸۴۰۰ سلنه ښودل شوی دی.

په دغه منځپانګو کې هغه جعلي انځورونه هم شامل دي، چې د «ډیپ‌فېک» په نوم پېژندل کېږي او د مصنوعي ځیرکتیا د هغو پروګرامونو په مرسته جوړېږي، چې د خلکو انځورونه بربنډ ښيي.

دغه وسایل کولی شي په څو ثانیو کې د یوه ماشوم د انځور په کارولو سره جعلي جنسي منځپانګه جوړه کړي. د څېړونکو په وینا، که څه هم دغه انځورونه جعلي وي؛ خو زیانونه یې رښتیني دي. په ځینو مواردو کې عاملان د دغه انځورونو د خپرولو په ګواښلو سره له ماشومانو د پیسو یا نورو انځورونو غوښتنه کوي.

څېړونکو اټکل کړی، چې هر کال په ټوله نړۍ کې له ۳۰۰ مېلیونه ډېر ماشومان لږ تر لږه د ټکنالوژۍ له لارې د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې یا ځورونې له یوه ډول سره مخ کېږي. د یادې څېړنې له مخې، نږدې له هرو څلورو ماشومانو څخه یو یې تر ۱۸ کلنۍ مخکې لږ تر لږه یو ځل انلاین ځورونه تجربه کوي.

د «چایلدلایت» انستیتیوت یوې مشرې ډیبي فرای ویلي، د څېړنې موندنې ښيي چې د ناوړه ګټې اخیستنې د نویو لارو چارو د پېژندلو او مخنیوي او د دغه ډول منځپانګو د ژر تر ژره حذفولو لپاره د حکومتونو او ټکنالوژۍ شرکتونو بېړني اقدامات اړین دي.

د شمېرو کمښت او د ماشومانو د ساتنې ستونزې

په دغه څېړنه کې خبرداری ورکړل شوی، چې د رسمي معلوماتو او شمېرو کمښت د ماشومانو پر وړاندې د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي او د هغوی د ساتنې هڅې له ستونزو سره مخ کړې دي.

د ۱۰۳ هغو هېوادونو او سیمو له ډلې چې په دې څېړنه کې ارزول شوي، یوازې ۲۲ هېوادونه د سروې پر بنسټ داسې شمېرې لري چې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې دواړه ډولونه یعنې انلاین او له انلاین فضا بهر رانغاړي.

د «چایلدلایت» بنسټ په وینا، د معلولیت لرونکو ماشومانو، بومي او کډوالو ماشومانو، په بشري کړکېچونو کې د ښکېلو سیمو ماشومانو، کوچنیانو او په کورنیو کې د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې د قربانیانو وضعیت په شته شمېرو او څېړنو کې لږ منعکس شوی دی.

د دغه انستیتوت اجراییوي مشر پاول سټنفیلډ ویلي، مېلیونونه ماشومان د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې له ګواښ سره مخ دي؛ خو حکومتونه ډېری وخت نه پوهېږي چې دغه ډول زیانونه تر ډېره په کومو سیمو کې پېښېږي او کوم ماشومان له نورو ډېر له ګواښ سره مخ دي.

څېړونکو له حکومتونو غوښتي، چې د ماشومانو پر وړاندې جنسي ناوړه ګټه اخیستنه د عامې روغتیا د یوې ستونزې په توګه وګڼي، د کره شمېرو د راټولولو لپاره پانګونه وکړي او د ځورونې تر پېښېدو مخکې د مخنیوي او ملاتړ پروګرامونه برابر کړي.

دغه انستیتوت همداراز د ټکنالوژۍ شرکتونو پر لا ډېرې حساب‌ورکونې، د نویو ګواښونو له ډولونو سره د برابر قوانینو پر تصویب او د ماشومتوب له لومړیو کلونو څخه د مخنیوي پروګرامونو پر پیل ټینګار کړی دی.

خو څېړونکو په ځینو هېوادونو کې د پرمختګونو خبر هم ورکړی دی. د دوی په وینا، د انلاین خوندیتوب د قوانینو پیاوړتیا، د ناوړه ګټې اخیستنې د منځپانګې پېژندلو د لارو چارو ښه‌والي او مخنیوي ته ډېره پاملرنه د دغه اقداماتو له ډلې دي.

هغوی ټینګار کړی، چې کره معلومات، همغږې شوې همکاري او دوامداره پانګونه کولی شي د ماشومانو په خوندیتوب کې مرسته وکړي.

مثبت فکر د انسان پر ژوند څه اغېز لري او څنګه له اندېښنو ځان خلاصولی شو؟

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۱۴ GMT+۰
100%

مثبت فکر د انسان پر رواني روغتیا، ځان‌باوري، اړیکو او د ستونزو پر وړاندې د مقاومت پر وړتیا مثبت اغېز لري. د منفي افکارو کنټرول، ورزش، کافي خوب، له نورو سره خبرې او د حل لارو لټول د اندېښنو په کمولو او ذهني سکون کې مرسته کوي.

څیړنو ښودلې مثبت فکر د انسان د رواني روغتیا، ځان‌باوري او ورځني ژوند په ښه کولو کې مهم رول لري. هغه کسان چې د ژوند ستونزو ته په هیله‌من نظر ګوري، د ستونزو د حل لپاره هڅه کوي او پر خپلو وړتیاوو باور لري، کولای شي له سختو شرایطو سره ښه مقابله وکړي.

مثبت فکر په دې معنا نه‌دی، چې انسان به هېڅکله خپه، اندېښمن یا ناهیلی نه‌شي، بلکې موخه یې دا ده، چې له ستونزو سره سره د حل لارې ولټوي او د ښې راتلونکي لپاره هیله ژوندۍ وساتي.

د ارواپوهنې له نظره، د انسان فکرونه د هغه پر احساساتو، چلند او پرېکړو مستقیم اغېز لري. کله چې یو څوک تل د ناکامۍ، وېرې او بدو پېښو په اړه فکر کوي، ښايي رواني فشار او اندېښنې یې زیاتې شي، خو که د ستونزو پر ځای د حل لارو ته پام وکړي، د بې‌وسۍ احساس یې کمېدای شي.

مثبت فکر د انسان پر ځان باور پیاوړی کوي، د کورنۍ او ټولنې له غړو سره یې اړیکې ښې کوي او د ستونزو پر وړاندې د زغم او مقاومت وړتیا یې زیاتوي. همدارنګه هیله‌من فکر، انسان هڅوي چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هڅه وکړي او له ناکامیو څخه د تجربې په توګه ګټه واخلي.

د مثبت فکر د پیاوړتیا لپاره اړینه ده، چې انسان له ځان سره مثبتې خبرې وکړي، خپلې وړتیاوې وپېژني، د نورو له ژوند سره د خپل ژوند له پرتله کولو ډډه وکړي او د هرې ورځې د ښو پېښو قدر وکړي. د بېلګې په توګه، د دې پر ځای چې ووایي: «زه دا کار نه‌شم کولای»، باید ووایي «زه هڅه کوم او ښايي بریالی شم».

ورزش، قدم وهل، کافي خوب، سالمه غذا او له دوستانو او کورنۍ سره خبرې کول هم د رواني هوساینې په ساتلو کې مرسته کوي. متخصصان سپارښتنه کوي، چې انسان خپلې اندېښنې له باوري کسانو سره شریکې کړي او د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي.

کله چې انسان له اندېښنو سره مخ شي، کولای شي خپلې ستونزې پر کاغذ ولیکي، د هغو د حل لپاره لومړیتوبونه وټاکي او پر هغو موضوعاتو تمرکز وکړي، چې د ده په واک کې دي. د ژورې ساه اخیستلو تمرین، دعا، عبادت او څو دقیقې ارام کېناستل هم د ځینو کسانو لپاره د ذهني سکون په ترلاسه کولو کې ګټور دي.

د ارواپوهنې په برخه کې د ادراکي او چلندي درملنې په نوم یوه علمي طریقه هم شته چې انسان ته ورزده کوي څنګه خپل منفي او غیر واقعي افکار وپېژني، د هغو ارزونه وکړي او پر ځای یې متوازن فکرونه غوره کړي. دا طریقه د اضطراب، خپګان او رواني فشار په مدیریت کې کارول کېږي.

خو مثبت فکر په دې معنا نه‌دی چې انسان دې خپل غمونه، ستونزې او رواني فشارونه پټ کړي. خپګان او اندېښنه د انسان د ژوند طبیعي احساسات دي او هر څوک یې تجربه کولای شي. که اندېښنې دوامداره شي، خوب او ورځنی ژوند اغېزمن کړي، له ارواپوه یا روغتیايي متخصص سره مشوره کول اړین دي.

په ټوله کې، مثبت فکر د یوې ورځې کار نه‌دی، بلکې د ورځني تمرین او سالمو عادتونو پایله ده. انسان باید د ژوند ستونزې د ماتې په توګه ونه‌ګڼي، بلکې د زده‌کړې او پرمختګ فرصتونه یې وبولي. مثبت فکر د ستونزو نشتوالی نه‌دی، بلکې د ستونزو پر وړاندې د سالم چلند او د حل لارې موندلو وړتیا ده.

امریکا: د شپږم نسل B-۲۱ رایډر الوتکې د وسلو لومړنۍ ازموینه بریالۍ ترسره کړې

۲۲ لړم ۱۴۰۵ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۰۸ GMT+۰
100%

د امریکا دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد شپږم نسل لرونکې «بي ـ ۲۱ رایډر» اوږد واټن ویشتونکې بم غورځوونکې الوتکې د دودیزې وسلې د خوشې کولو لومړنۍ ازموینه بریالۍ ترسره کړې، چې په دې سره یې د الوتنې له ازمایښتي پړاو څخه د وسلو د عملیاتي وړتیا پړاو ته د تګ یو مهم پړاو بشپړ کړی دی.

د امریکا د هوايي ځواک د عامه اړیکو ادارې د نومبر پر ۱۳مه په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې دغه ازموینه تېره اوونۍ د کالیفورنیا ایالت له «اېډوارډز» هوايي اډې څخه د الوتنې پر مهال ترسره شوې ده.

د راپور له مخې، په دې ازموینه کې د بي ـ ۲۱ رایډر یوې ازمایښتي الوتکې دودیزه وسله خوشې کړې، چې د الوتکې د ډیجیټلي ماډلونو او د هغې د پرانیستې سیسټمي جوړښت د بشپړتیا کچه یې تایید کړې ده. دغه ازموینه همداراز د نوو وسلو د چټک مدغمولو او د الوتکې د برید وړتیا څرګندوي.

د امریکا د هوايي ځواک مشر «ټراي مېنک» ویلي: «بي ـ ۲۱ داسې طرحه شوې چې د جګړې ډګر ته د نوو وسلو د چټک مدغمولو له لارې، جنګي ځواکونو ته لا پیاوړې وړتیاوې برابرې کړي او په عین حال کې یې د باور وړتیا او ساتنه اسانه وي.»

نوموړي زیاته کړې: «د دې ازموینې بریا ښيي چې موږ په چټکۍ سره د ځان عیارولو وړتیا لرو او که د جګړې د مخنیوي هڅې ناکامې شي، هر هدف په نښه کولای شو.»

په راپور کې ویل شوي، چې د ازموینې چمتووالی د بي ـ ۲۱ د ډیجیټلي دوه‌ګوني چاپېریال په کارولو سره د زرګونو ساعتونو مجازي ازموینو او ماډل‌جوړونې پر بنسټ ترسره شوی دی. دې چارې د الوتکې له ازمایښتي ټیم سره مرسته کړې چې د وسلو د مدغمولو بهیر چټک کړي او د الوتکې له الوتلو مخکې د وسلې د مسیر اټکل او اصلاح په لوړه کچه دقت سره ترسره کړي.

د امریکا د هوايي ځواک لوی درستیز جنرال «کېن ویلسباخ» ویلي: «د وسلو دا ازموینه ثابتوي چې د بي ـ ۲۱ پروګرام په بریالیتوب سره پر مخ روان دی. موږ د داسې یوه ځواکمن هوايي ځواک د الوتکو یوې ټولګې د جوړولو په حال کې یو چې په راتلونکو لسیزو کې به زموږ ګډو پوځي ځواکونو ته د دښمن د دفاعي لیکو د ماتولو او د دقیقو بریدونو لپاره د باور وړ انتخابونه برابر کړي.»

بي ـ ۲۱ رایډر د نړۍ لومړنۍ او یوازینۍ شپږم نسل لرونکې، د اوږده واټن او د پیاوړو دفاعي سیستمونو د نفوذ وړ بم غورځوونکې الوتکه بلل شوې، چې د سختو پوځي شرایطو پر مهال د بقا، له بدلونونو سره د عیارېدو او له نورو پوځي سیستمونو سره د شبکوي اړیکو وړتیا لپاره طرحه شوې ده.

د امریکا د هوايي ځواک د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د دغو الوتکو لومړۍ جوپه په ۲۰۲۷ کال کې د سوېلي ډاکوټا ایالت په «ایلزوورث» هوايي اډه کې ځای پر ځای شي.