• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر: طالبان په رسمیت نه پېژنو

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۴۷ GMT+۰

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وویل، برلین د طالبانو له ادارې سره اړیکې نه لري او دا ډله د افغانستان د قانوني واکمنانو په توګه په رسمیت نه پېژني. هغه نن په یوه غونډه کې وویل، جرمني یوازې په کونسلي برخه کې افغانستان ته اجازه ورکړې او د ګاونډیو هېوادونو له لارې بشري مرستې ورسره کوي.

یوهان وادفول وویل، چې طالبانو واک له مشروع لارې نه دی ترلاسه کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې جرمني په دې وروستیو کې د کونسلي بهیر د اسانتیا لپاره د طالبانو څو دېپلوماتان منلي دي.

ډېر لیدل شوي

له مېلمستیاوو د واده تر وړاندیزه؛ هغه امریکایي یوټیوبر چې د طالبانو امام شو څوک دی؟
۱

له مېلمستیاوو د واده تر وړاندیزه؛ هغه امریکایي یوټیوبر چې د طالبانو امام شو څوک دی؟

۲

د وحید صابري د ژوند ناویلې کیسې؛ له هنري پیل تر پردېسۍ

۳

غربت افغان پلار د ترکیې قاچاقي لارو ته اړ کړ؛ د پښو ګوتې یې د پرېکېدو له ګواښ سره مخ دي

۴

پخوانۍ امریکایي چارواکې: د امریکا د مرستو بندښت په افغانستان کې بشري ناورین لا پراخ کړی دی

۵

امریکایي یوټیوبر سنیکو: له افغانستان څخه تر ستنېدو وروسته اېف‌بي‌ای اته ساعته وپوښتلم

•
•
•

نور خبرونه

د ملګرو ملتونو غونډه کې افغان څېړونکي د چینايي شرکتونو پر فعالیتونو نیوکې وکړې

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۱۹ GMT+۰
100%

د بشري حقونو افغان څېړونکي ناطق ملک‌زاده د سوداګرۍ او بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د مجمع په پنځلسمه غونډه کې په افغانستان کې د چینايي شرکتونو د فعالیتونو پر پایلو نیوکه وکړه. د چین استازي دغه تورونه رد کړل.

ښاغلي ملک‌زاده د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په دویمه، د دغې درې ورځنۍ غونډې په لومړۍ ورځ د افغانستان په شمال کې د کانونو په برخه کې د چینايي شرکتونو او پانګوالو فعالیتونو ته په اشارې وویل، داسې جدي راپورونه شته چې ښيي دغه پروژې کرنیزو ځمکو او د سیمې د اوسېدونکو د اوبو سرچینو ته د لاسرسي په برخه کې زیانونه اړوي.

د ملک‌زاده په وینا، د دغو فعالیتونو اغېزې په ځانګړې توګه پر سیمه‌ییزو ټولنو، ماشومانو او امیندوارو ښځو ډېرې دي. هغه وویل، په داسې حال کې چې طالبانو له ښځو څخه د زده‌کړو، کار او ازاد تګ راتګ حقونه اخیستي، د اوبو او ځمکو سرچینو ته زیان رسېدل هم د ښځو او د هغوی د کورنیو ژوند او روغتیا له ګواښ سره مخ کوي.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو محدودیتونو روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی هم ستونزمن کړی او دې مسئلې د امیندوارو ښځو د روغتیا په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

ملک‌زاده د خپلو خبرو په یوه برخه کې وپوښتل: «څنګه کولای شو د مسوولانه سوداګرۍ او د جنسیتي ملاحظاتو د رعایت په اړه خبرې وکړو، په داسې حال کې چې په افغانستان کې ښځې نه شي کولای په ازاده توګه خبرې وکړي، تګ راتګ وکړي او یا په هغو پرېکړو کې ونډه واخلي چې پر ټولنه یې اغېز کوي؟».

هغه د ملګرو ملتونو د مجمع له جوړوونکو وغوښتل چې د افغانستان په څېر ځانګړي وضعیتونه په خپلو بحثونو کې شامل کړي، د افغان ښځو غږ واوري او د نړیوالې ټولنې پام دې موضوع ته راواړوي. نوموړي همدارنګه د هغو کسانو د ځواب‌ویلو غوښتنه وکړه چې د بشري حقونو په سرغړونو کې مسوول دي.

نوموړي وویل، د افغانستان د نفوس نیمايي برخه له عامه ژوند څخه محرومه شوې او وضعیت یې باید د سوداګرۍ او بشري حقونو په اړه په نړیوالو بحثونو کې په پام کې ونیول شي.

د ملک‌زاده له خبرو وروسته، په دې غونډه کې د چین استازي له دغه هېواد څخه بهر د چینايي شرکتونو د فعالیتونو په اړه نیوکو ته غبرګون وښود او د چین پر حکومت او شرکتونو یې لګېدلي تورونه ناسم وبلل.

هغه وویل، د چین حکومت تل له خپلو شرکتونو غواړي چې په بهرنیو هېوادونو کې د کوربه هېوادونو قوانین او مقررات رعایت کړي، خپلې سوداګریزې او تولیدي چارې د دغو قوانینو له مخې ترسره کړي او د چاپېریال ساتنې لپاره جدي اقدامات وکړي.

د چین استازي زیاته کړه چې په بهرنیو هېوادونو کې د پروژو د پېښو یا ستونزو د رامنځته کېدو په صورت کې چینايي شرکتونه معمولاً مسوولیت مني، د څېړنې په بهیر کې له سیمه‌ییزو حکومتونو سره همکاري کوي او هغو کسانو ته تاوان ورکوي چې قانوني حقونو او ګټو ته یې زیان رسېدلی وي.

هغه ادعا وکړه چې دغه اقدامات څو ځله د سیمه‌ییزو حکومتونو له هرکلي او مننې سره مخ شوي دي.

د چین استازي وویل، هېواد یې د سوداګرۍ په برخه کې د بشري حقونو د خوندیتوب په اړه د رغنده خبرو ملاتړ کوي، خو له هغو څه سره مخالف دی چې نوموړي ناسم تورونه او له دې مجمع څخه ناوړه ګټه اخیستنه وبلل.

د سوداګرۍ او بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو پنځلسمه مجمع د ۱۴۰۵ کال د لیندۍ له دویمې تر څلورمې نېټې پورې د سویس په جنیوا ښار کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې جوړېږي. دا مجمع د سوداګرۍ او بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د لارښود اصولو د تصویب د پنځلسمې کلیزې په مناسبت جوړېږي او د دغو اصولو لاسته راوړنې، ننګونې او د پلي کېدو د پیاوړتیا لارې چارې ارزوي.

دغه اصول د اقتصادي فعالیتونو پر مهال د بشري حقونو د زیانمنېدو د مخنیوي او د هغو د پایلو د څېړلو په برخه کې د دولتونو او شرکتونو د مسوولیتونو لپاره یو چوکاټ برابروي.

عبدالسلام حنفي: د پانګونې لپاره کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته اسانتیاوې برابروو

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۳۱ GMT+۰
100%

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، افغانستان د صنعت، سوداګرۍ او ودانیزو چارو په برخو کې پرمختګ کړی دی. نوموړي د کورنیو تولیداتو او صادراتو پر زیاتوالي ټینګار کړی او کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته یې د ځمکې او اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی دی.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي چې د رغونې او بیارغونې د څلورم کورني او نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې وویل، افغانستان د ابادۍ او پرمختګ پر لور چټک ګامونه اخیستي او په وروستیو کې د صنعت، ودانیزو چارو او سوداګرۍ په برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

نوموړي ویلي، چې د وارداتو په پرتله د صادراتو زیاتوالی او د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا د طالبانو د حکومت له مهمو موخو څخه دي.

حنفي پانګوالو ته ډاډ ورکړی، چې د پانګونې په صورت کې به ورته مناسبه ځمکه په اجاره ورکړل شي او د فعالیتونو لپاره به یې اړینې اسانتیاوې برابرې شي.

نوموړي له تولیدي او وارداتي شرکتونو غوښتي، چې د وارداتي توکو کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي او د افغانستان بازار ته معیاري محصولات وړاندې کړي.

د افغانستان د رغونې او بیارغونې څلورم کورنی او نړیوال نندارتون د کورنیو تولیداتو، سوداګرۍ، صنعت او پانګونې د معرفي کولو په موخه جوړ شوی دی

دطالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د رغونې او بیارغونې څلورم نړیوال نندارتون د ۲۰۲۶ کال د نومبر له ۲۴مې تر ۲۸مې پورې د کابل ښار په چمن حضوري کې مرکز کې جوړ شوی دی.

وزارت ویلي په نندارتون کې د ودانیزو توکو، ودانیزو ماشینونو، انجینري وسایلو، اوسپنې، نوې ټکنالوژۍ او لمریزې او بادي انرژۍ اړوند برخې شاملې دي. د نندارتون موخه د کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د پانګونې راجلبول او د افغانستان دودانیز او تولیدي ظرفیتونو معرفي کول بلل شوی دی.

افغانستان له کلونو راهیسې د وارداتو پر وړاندې د صادراتو د کمښت، د کورنیو تولیداتو د محدود ظرفیت، د پانګونې د کمښت او د بې‌کارۍ له ستونزو سره مخ دی. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هم د اقتصادي ودې، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي موضوع د دې ډلې د اقتصادي تګلارو له مهمو برخو څخه ده.

د اقتصادي چارو شنونکي ټینګار کوي، چې د کورنیو تولیداتو د پراختیا او د صادراتو د زیاتوالي لپاره یوازې د پانګونې ژمنې بسنه نه کوي، بلکې د پانګوالو د باور، بانکي اسانتیاوو، سیاسي او اقتصادي ثبات، د بازار موندنې او د تولیدي شرکتونو د فعالیت لپاره د مناسبو شرایطو برابرول هم اړین دي.

د طالبانو واکمني به څومره پایښت ولري؟

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۳۹ GMT+۰
100%

طالبان لا هم د افغانستان پر ټولو رسمي بنسټونو واک لري، خو د وسله‌والو مخالفانو د فعالیتونو پراختیا، اقتصادي کړکېچ، د ښځو محرومیت، سیاسي انزوا او په کندهار کې د واک تمرکز د دې ډلې د واکمنۍ پایښت له جدي پوښتنو سره مخ کړی دی.

طالبان پر افغانستان تر پنځو کلونو ډېرې واکمنۍ وروسته هم د ټول هېواد کنټرول په لاس کې لري، خو له هغو ننګونو سره مخ دي چې د دې ډلې د واکمنۍ پر راتلونکي اغېز کولی شي.

د وسله‌والو مخالفانو د فعالیتونو جغرافیایي پراختیا، په کندهار کې د واک تمرکز، اقتصادي کړکېچ، د ښځو محرومیت او په سیاسي بهیر کې د ګډون لپاره د زمینې نشتوالی، د دغو ننګونو تر ټولو مهم اړخونه دي.

دا مقاله د طالبانو د واکمنۍ د پایښت، د دې ډلې د مخالفانو د وړتیا او د افغانستان د سیاسي راتلونکي د ټاکونکو عواملو ارزونه کوي.

د سند پوهنتون استاد او د نړیوالو اړیکو څېړونکي، شهزیب خان، په «اوراسیا ریویو» خپرونه کې په یوه مقاله کې د طالبانو د وسله‌والو مخالفانو د فعالیتونو جغرافیایي پراختیا څېړلې ده. نوموړی باور لري چې دغو تحولاتو د افغانستان پر بشپړ کنټرول د طالبانو ادعا له ننګونې سره مخ کړې ده.

د کوز یفتل د سقوط سیاسي اهمیت

د بدخشان د کوز یفتل‌ ولسوالۍ د مرکز د طالبانو د وسله‌والو مخالفانو له خوا لنډمهاله نیول، تر دې چې پوځي اهمیت ولري، له سیاسي پلوه د پام وړ دی.

د لیکوال په باور، دې پېښې په افغانستان کې د ځواک انډول بدل نه کړ، خو پر ټول هېواد د بشپړ کنټرول په اړه یې د طالبانو انځور ته زیان ورساوه.

په تېرو کلونو کې د طالبانو د وسله‌والو مخالفانو فعالیتونه تر ډېره له پنجشېر، د بغلان د اندراب له درو او د افغانستان له شمال ختیځو سیمو سره تړلي وو.

طالبانو هم خپل وسله‌وال مخالفان د هغو خپرو ډلو په توګه معرفي کول چې د یوه سراسري تشکیلاتي جوړښت د رامنځته کولو وړتیا نه لري. په بدخشان، کاپیسا، پروان او کابل کې د مخالفانو د فعالیتونو په اړه راپورونو دغه انځور له ننګونې سره مخ کړی دی.

د کوز یفتل‌ پېښې د ولسوالیو په کچه د طالبانو د ادارو احتمالي زیان‌مننې هم څرګنده کړې.

لیکوال وايي، د ولایتونو پر مرکزونو او د هېواد پر لویو لارو کنټرول، په دې معنا نه دی چې طالبان د ټولو ولسوالیو د امنیت د ټینګښت لپاره یو شان وړتیا لري.

د طالبانو د مخالفو ډلو ډېروالی

د طالبانو پر وړاندې د نویو مخالفو ډلو راڅرګندېدل، د سیاسي فرصتونو د رامنځته کولو ترڅنګ ځینې ننګونې هم لري.

اصلي پوښتنه دا ده چې ایا دغه ډلې کولی شي خپل اختلافات یوې خوا ته کړي او د عملي کېدو وړ ملي پروګرام په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي؟

د طالبانو د ځپونکو سیاستونو مخالفت، د افغانستان د خلکو د باور ترلاسه کولو لپاره بسنه نه کوي. ښاریان اړتیا لري پوه شي چې مخالفان د راتلونکي سیاسي جوړښت، د ښځو د حقونو، د قومي او مذهبي لږکیو د ملاتړ، د دولتي بنسټونو د روڼتیا او د پخواني حکومت د فساد د بیا تکرار د مخنیوي په اړه څه لیدلوری لري.

په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو او د واک د تاوتریخجن لېږد تجربې د طالبانو پر مخالفانو سیاسي مسوولیت لا دروند کړی دی. د واک د لېږد څرنګوالی، د کورنۍ جګړې مخنیوی، د قضايي نظام خپلواکي او د ښاریانو د حقونو تضمین هغه مسایل دي چې مخالفان باید په اړه یې روښانه ځوابونه ولري.

هغه سیاستونه چې د مخالفت زمینه برابروي

طالبان په خپلو سیاستونو سره د خپلې واکمنۍ پر وړاندې د مخالفت د پراختیا زمینه برابروي.

ملګرو ملتونو په خپلو سږنیو راپورونو کې د ښځو پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو دوام، خپل‌سري نیونې، بدني سزاګانو او پر مدني او مذهبي ازادیو فشارونو ته اشاره کړې ده.

د هېواد د نیمايي نفوس له اساسي حقونو محرومول، د مخالفانو ځپل او په سیاسي بهیر کې د ښاریانو د ګډون مخنیوی، د نارضایتۍ د سوله‌ییز څرګندولو لارې محدودوي.

ځپنه ښايي په لنډمهال کې د ښکاره اعتراضونو د کمېدو لامل شي، خو دا د دې معنا نه لري چې نارضایتي له منځه تللې ده.

اقتصاد او د طالبانو د واکمنۍ پایښت

د امنیتي او سیاسي ننګونو ترڅنګ، د افغانستان اقتصادي وضعیت هم د طالبانو د واکمنۍ د راتلونکي په ارزونه کې اهمیت لري. د نړیوالو مرستو کمېدل، د کډوالو پراخ راستنېدل، د ښځو پر کار محدودیتونه او د کاري فرصتونو کمښت، د افغان کورنیو پر وضعیت لا ډېر فشار راوستی دی.

واک ته د طالبانو تر بېرته رسېدو له پنځو کلونو ډېر وخت تېرېدو سره، د اقتصادي وضعیت او د عامه خدمتونو د کیفیت په اړه د دې ډلې مسوولیت زیات شوی دی. څومره چې وخت تېرېږي، هومره د اوسنیو اقتصادي ستونزو پړه پر پخواني حکومت اچول ستونزمنېږي.

ایا افغانستان په رښتیا باثباته شوی دی؟

یوازې د پراخې جګړې نشتوالي یا د جګړې د مشخصو کرښو نشتوالي پر بنسټ د ثبات تعریف، د افغانستان د وضعیت بشپړ انځور نه شي وړاندې کولی.

د دولتي ودانیو او اداري مرکزونو کنټرول هم په دې معنا نه دی چې ټولنې د دې واکمنۍ منلو ته غاړه ایښې ده.

افغانستان لا هم په سیاسي مشارکت کې له محدودیتونو، د مخالفانو له ځپلو او د هېواد د نفوس د یوې لویې برخې له اساسي حقونو څخه له محرومیت سره مخ دی.

د نړیوالې ټولنې دوه احتمالي تېروتنې

نړیواله ټولنه باید د افغانستان د وضعیت په ارزونه کې له دوو تېروتنو ډډه وکړي.

لومړی، د وسله‌والو مخالفانو د فعالیتونو له مبالغې کولو او هره امنیتي پېښه د طالبانو د واکمنۍ د نږدې سقوط د نښې په توګه له تعبیرولو څخه ډډه وشي.

او د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره هر ډول نړیواله هڅه چې د ځپنې، سیاسي محرومیت او د یوه ټول‌ګډونه سیاسي جوړښت د رامنځته کولو اړتیا له پامه وغورځوي، د باثباته ثبات ترلاسه کول ځنډولی شي.

له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د طالبانو د ډیپلوماټیکو اړیکو پراختیا هم باید د دې ډلې د کورني مشروعیت له زیاتېدو سره یو شان ونه ګڼل شي. بهرني هېوادونه خپلې اړیکې د ملي ګټو، امنیتي او اقتصادي ملاحظاتو پر بنسټ تنظیموي.خو په کور دننه د یوه سیاسي نظام د منلو کچه جلا موضوع ده.

د طالبانو د واکمنۍ راتلونکی

لا هم څرګنده نه ده چې ایا خپاره‌ووره مخالفتونه کولی شي په یوه منسجم ملي خوځښت بدل شي، داسې خوځښت چې منظم تشکیلات او داسې سیاسي پروګرام ولري چې د خلکو د منلو وړ وي.

طالبان لا هم د افغانستان رسمي بنسټونه تر خپل کنټرول لاندې لري، خو نه دي توانېدلي چې د خپلې واکمنۍ پر وړاندې مخالفتونه پای ته ورسوي. په بېلابېلو سیمو کې د نارضایتۍ پراختیا کولی شي د واک د ساتلو لګښت د دې ډلې لپاره لوړ کړي.

د دغو مسایلو ترڅنګ، د هبت‌الله اخوندزاده په لاس کې د واک تمرکز او د واک د لېږد لپاره د روښانه میکانیزم نشتوالی، د طالبانو د سیاسي جوړښت د راتلونکي په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

حتی که وسله‌وال مخالفان لا هم کمزوري پاتې شي، د طالبانو د مشر د ځایناستي موضوع، احتمالي کورني اختلافات، اقتصادي ستونزې او ټولنیزه نارضایتي هغه عوامل دي چې کولی شي د دې ډلې د واکمنۍ پر راتلونکي اغېز وکړي.

طالبان: زموږ په بیا واکمنېدو سره د چاپېریال اړوند ۳۲ نړۍوالې پروژې ځنډول شوې دي

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۵۰ GMT+۰
100%

د طالبانو د چاپېریال ساتنې مشر مطیع‌الحق خالص وايي، د دوی له بیا واکمنېدو سره د چاپېریال ساتنې اړوند ۳۲ نړۍوالې پروژې تعلیق او یا هم بندې شوې دي. نوموړي د یوناما په ګډون له نړۍوالو موسسو وغوښتل چې د ځنډول شویو پروژو د بیا پیل په برخه کې یې لاسنیوی وکړي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې رییس د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲مه) د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له لوري، د نړیوال چاپېریالي صندوق (جي یي ایف) په ملاتړ د افغانستان لپاره د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام (ایس جي پي) د بیا پرانیستې په مراسمو کې وویل، د دغې پروژې بیا پرانېستنه به وروستۍ پرانېستنه نه‌وي، بلکې هڅې کوي، چې نورې ځنډول شوې پروژې هم بیا پيل کړي.

د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام د نړیوال چاپېریالي صندوق (GEF) یو مهم نوښت دی، چې موخه یې د سیمه‌ییزو ټولنو، نادولتي موسسو او ټولنیزو بنسټونو د ظرفیتونو پیاوړتیا، د چاپېریالي ستونزو د حل لپاره د سیمه‌ییزو نوښتونو ملاتړ او د چاپېریال ساتنې په فعالیتونو کې د خلکو فعاله ونډه اخیستنه ده.

د نړیوالو کوچنیو مرستو د پروګرام مشر سلوبودان تادیک په دغې غونډه کې په خپله انلاین وینا کې وویل، د دې نړیوال پروګرام د فعالیتونو مهمې برخې د ژوندیو موجوداتو او ژویو تنوع ساتنه، دوامداره کرنه او د خوړو سیستمونه او د کیمیاوي موادو او کثافاتو مدیریت دی او په وینا یې، د افغانستان لومړیتوبونه باید د هېواد له چاپېریالي شرایطو سره سم وټاکل شي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې د رییس په وینا، د دوی له بیا واکمنېدو سره سم، د چاپېریالي اړوند ۳۲ نړۍوالې پروژې ځنډول او یا بندې شوي او زیاته یې کړه: «له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، تقریبا د چاپېریال اړوند د ۳۲ په شاوخوا کې پروژې یا تعلیق ته غورځېدلي، یا نیمه‌کاره پاتې او یا هم بندې شوې دي».

مطیع‌الحق خالص په ډاګه کړه، چې په نړۍوالو غونډو کې یې تل پر دې ټینګار کړی، چې چاپېریالي اړوند موضوعات «مطلق» بشري موضوعات دي او په باور یې یوازې بشري ټولنې ترې اغېزمنېږي او څرګنده یې کړه: «د چاپېریالي پروژو سیمه‌يیزې ټولنې او عام ولس ترې متضرېږي، نو دغه تعلیق شوې پروژې دې بیا پیل شي».

دغه طالب چارواکي د یوناما په ګډون له نړۍوالو موسسو وغوښتل، چې د ځنډول شویو پروژو د بیا پیل په برخه کې یې لاسنیوی وکړي او زیاته یې کړه: «د بهرنیو چارو وزارت، نړۍوالو موسسو او یوناما څخه مو توقع دا ده، چې په دې برخه کې زموږ لاسنیوی وکړي، څو خپلې تعلیق شوې پروژې بېرته په افغانستان کې فعالې کړو».

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان ورځ تر بلې د اوبو له کمښت او د اقلیمي بدلونونو له جدي اغېزو سره مخ کېږي. د افغانستان انټرنشنل د وروستیو راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، د افغانستان له دوو برخو د زیاتو ولایتونو خلک له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ دي او شاوخوا ۱۶ میلیونه کسان د څښلو پاکو اوبو ته بېړنۍ اړتیا لري. د دغه دفتر د ارزونو له مخې، د افغانستان لږ تر لږه ۱۸ ولایتونه د اقلیمي بدلونونو له پلوه د ډېر لوړ خطر په کچه کې دي.

پخوانی پاکستانی سفیر: له طالبانو سره دې د پوځي فشار پر ځای ستراتیژیکه هوکړه وشي

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۱۹ GMT+۰
100%

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان ویلي، اسلام‌اباد باید د افغانستان په اړه له پوځي اقداماتو ډډه وکړي، له دغه هېواد سره لارې بېرته پرانېزي او د امنیتي ننګونو د ګډ مدیریت لپاره له کابل سره یوه ستراتیژیکه هوکړه وکړي.

منصور احمد خان په یوه تازه پوډکاسټ کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره باید د پوځي لارې پر ځای رغنده تعامل او د باور پر بنسټ اړیکې رامنځته شي.

د نوموړي په وینا، دواړه هېوادونه باید د امنیتي ننګونو د حل لپاره یو داسې د تایید وړ میکانېزم جوړ کړي چې له مخې یې، د استخباراتي معلوماتو شریکول په واقعي وخت کې ترسره شي او د پېښو د رامنځته کېدو پر مهال د همغږۍ او ګډ اقدام لپاره مشخص پلان موجود وي.

هغه ویلي، د دغه میکانېزم په رامنځته کولو کې د درېیمګړو هېوادونو، لکه ترکیې، قطر، سعودي عربستان او چین رول هم ګټور تمامېدای شي، څو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اختلافاتو د حل او د امنیتي اندېښنو د له منځه وړلو لپاره د باور وړ چوکاټ جوړ شي.

د پاکستان پخواني سفیر ټینګار کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور پر بنسټ د اړیکو د جوړولو لپاره باید پولې سمدستي بېرته پرانېستل شي ځکه د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه له دوو میلیاردو ډالرو څخه (۰،۵ ) ته راټیټه شوې او دواړو هېوادونو د سیاسي او امنیتي اختلافاتو بیه تر ډېره عادي خلک پرې کوي، په داسې حال کې چې د سوداګرۍ عادي کېدل د دواړو لورو په ګټه ده.

منصور سوداګري هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبت اغېز او متقابلې ګټې یوه وسیله بللې او ویلي یې دي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ دوام او پراختیا کولای شي د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې کړي.

د هغه په وینا، د سوداګرۍ د محدودېدو له امله د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې زیانمنېږي او سوداګري له ایران او د سیمې نورو سیالو بازارونو سره بدیلې لارې لټوي.

منصور احمد خان په ټوله کې د افغانستان او پاکستان د امنیتي او سیاسي اختلافاتو د حل لپاره د پوځي فشار پر ځای د رغنده تعامل، د استخباراتي معلوماتو د شریکولو، د لارو د پرانیستلو او اقتصادي همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او د طالبانو اړیکې په څه دپاسه یو کال کې د امنیتي اختلافاتو، د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د فعالیتونو، د نښتو او د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله له کړکېچ سره مخ شوې دي. اسلام‌اباد پر کابل تور لګوي، چې د پاکستاني وسله‌والو ډلو فعالیتونو ته یې د افغانستان له خاورې د کار اخیستو مخه نه ده نیولې، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او د پاکستان امنیتي ستونزې د هغوی کورنۍ مسئله بولي.

د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو اوږدمهاله تړل کېدو سوداګري او د خلکو تګ راتګ هم سخت اغېزمن کړی او د ډیپلوماټیکو خبرو څو پړاوونو هم د اختلافاتو د دایمي حل لاره نه‌ده موندلې.