• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ځایي سرچینې: د تخار په درقد ولسوالۍ کې د خوندي شوې سیمې ځمکې پلورل کېږي

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۰۱ GMT+۰تازه شوی: ۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۲۳ GMT+۰

سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو کسان د تخار د درقد ساتل شوې ټاپو ځنګلونه وهي او د دې سیمې ځمکې لاندې کوي او د سلګونو زرو افغانیو په ارزښت یې پلوري.

د سیمې اوسېدونکي د ینګه‌قلعه ولسوالۍ لپاره د طالبانو جنایي مدیر عبدالاحد جهادمل او امنیه قوماندان اسحاق حیدري د ځنګلونو په وهلو او د ځمکو په پلورلو تورنوي.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وایي، چې د لړم د اووه ویشتمې نېټې پر ماښام د تخار د درقد ټاپو په میده ټپه کلي کې د ځمکو غصبولو د اقداماتو په لړ کې، د سیمې اوسېدونکو اعتراض وکړ، خو د طالبانو ځواکونو پر معترضانو ډزې وکړې چې په پایله کې یې یو کس ووژل شو او یو بل سخت ټپي شو.

سرچینې د وژل شوي کس نوم د ضیاءالدین زوی محمدنبي او د ټپي شوي کس نوم د نصرالله زوی رحمت‌الله ښيي.

دا سرچینې زیاتوي، چې ټپي کس دا مهال د کندوز په روغتون کې تر درملنې لاندې دی او وژل شوی کس د دې سیمې د نصرت‌اباد په هدیره کې خاورو ته سپارل شوی دی.

د دې سرچینو په وینا، د دې ساتل شوې سیمې په ځینو برخو کې هر جریب ځمکه تر ۵۰۰ زره افغانیو پلورل کېږي.

دا سرچینې زیاتوي، چې د طالبانو زورواکي غړي هغه ځمکې چې مخکې د زرګونو څارویو څړځای او ساتل شوې سیمه وه «بې‌حاصلې» معرفي کوي ترڅو د هغو د نیولو لپاره سند ترلاسه کړي.

سیمه‌ییزو سرچینو د سې‌شنبې په ورځ، د لیندۍ پر درېیمه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دا ډلې د سند له ترلاسه کولو وروسته ځمکې په څو برابره لوړه بیه پلوري.

همدارنګه سرچینې زیاتوي: «د ځمکو مافیایي بانډونه چې اکثریت یې د طالبانو غړي دي، د هر جریب ځمکې په بدل کې د طالبانو ادارې ته یو زر او ۵۰۰ افغانۍ ورکوي او د بې‌حاصلې ځمکې په توګه سند ترلاسه کوي، بیا هماغه ځمکه له ۲۵۰ تر ۳۰۰ زره افغانیو پورې پر خلکو پلوري.»

یوې بلې سرچینې هم افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د درقد ټاپو په ځینو برخو کې د ځمکو د پلور بیه له دې شمېرو هم لوړه ده او په ځینو مواردو کې د هر جریب ځمکې ارزښت ۵۰۰ زره افغانیو ته رسېږي.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې د عامه ځمکو غصب او د ځنګلونو او څړځایونو له منځه وړلو د سیمې د غریبو اوسېدونکو معیشت ته زیان رسولی او هغوی د دې موضوع د څېړلو او د دې اقداماتو د مخنیوي غوښتونکي دي.

د تخار د درقد ولسوالۍ اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته وایي، چې واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته، د درقد ټاپو د ځنګلونو وهل زیات شوي او وسله‌والو کسانو او نفوذ لرونکو ډلو د عامه ځنګلونو او څړځایونو یوه برخه غصب کړې ده.

هغوی له دې وړاندې هم افغانستان انټرنشنل ته د هغو انځورونو په استولو سره شکایت کړی و، چې په دې سیمه کې د ټراکټورونو د کار بهیر ښيي.

دوی وایي هغه ځمکې چې اوس تصرف او پلورل کېږي، تر دې وړاندې د څارویو د څرولو لپاره او ساتل شوې سیمه وه.

د دغو سرچینو په وینا، د دغو ځمکو تصرف څړځایونو او د سیمې طبیعي سرچینو ته د خلکو لاسرسی محدود کړی دی.

په امریکا کې د پنسلوانیا پوهنتون استاد او د اوبو او چاپیریال انجینر سجاد حمیدي افغانستان انټرنشنل ته وایي، چې په نړۍ کې ساتل شوې سیمې معمولاً د طبیعي استوګنځایونو د ویجاړېدو د مخنیوي او د خطر سره مخامخ ډولونو د ساتنې لپاره جوړېږي.

د ښاغلي حمیدي په وینا، په دغو سیمو کې باید د هغو فعالیتونو مخه ونیول شي چې د ایکوسیستم د ویجاړېدو لامل ګرځي، له هغې ډلې د بوټو له منځه وړل، د کرنې پراخول، ودانۍ جوړول او ښکار کول دي.

ښاغلي حمیدي څرګنده کړه، چې ایکوسیستم یوازې ونو او حیواناتو پورې محدود نه دی، بلکې خاوره، اوبه، د بوټو پوښښ او د ژویو ډولونه هم رانغاړي او د هرې برخې ویجاړېدل کولی شي د چاپیریال پر نورو برخو اغېز وکړي.

د دغه پوهنتون د استاد په وینا، په ساتل شویو سیمو کې د ځمکې سپارل او پلور کولی شي کورونو، ښارګوټو او کرنیزو ځمکو ته د طبیعي استوګنځایونو د بدلېدو زمینه برابره کړي او په پایله کې، د حیواني او نباتي ډولونو، په ځانګړي ډول د خطر سره مخامخ ډولونو استوګنځایونه له منځه لاړ شي.

د درقد ټاپو چېرته دی او کله ساتل شوې سیمه اعلان شو؟

د درقد ټاپو د تخار ولایت په شمال کې او له تاجکستان سره د افغانستان د پولې په اوږدو کې، د امو سیند د څانګو ترمنځ پروت دی.

دا سیمه د دغه سیند د څانګو ترمنځ د واقع کېدو له امله په «د درقد ټاپو» مشهوره ده.

د افغانستان د پخواني حکومت د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي په ۱۸مه د درقد ټاپو د ساتل شوې سیمې او د وحشي ژویو د زېرمې په توګه اعلان کړ.

دا سیمه د ځنګلونو، بوټو پوښښ او د بېلابېلو ژویو او مرغانو د ډولونو د لرلو له امله له چاپیریالي پلوه ډېر ارزښت لري.

په همدې حال کې د طالبانو د چاپیریال ساتنې د ادارې رئیس، مطیع‌الحق خالص، د دوشنبې په ورځ د لیندۍ په دویمه په کابل کې «د افغانستان لپاره د کوچنیو چاپیریالي مرستو پروګرام» د بېرته پیل په مراسمو کې وویل، چې د چاپیریال ساتنه باید یوازې د طالبانو تر ادارې لاندې بنسټونو پورې محدوده پاتې نه شي او د ټولنې د ټولو قشرونو ګډون غواړي.

خالص د ځنګلونو او څړځایونو د بیارغونې او د اوبو او خاورې د مدیریت د پروژو په پلي کولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

هغه همداراز له غیرحکومتي موسسو او د دغې ناستې له ګډونوالو وغوښتل چې د افغانستان لومړیتوبونو، روڼتیا او مسلکي معیارونو په پام کې نیولو سره، د دې پروګرام په پلي کولو کې فعال ونډه واخلي.

د طالبانو د چاپیریال ساتنې د ادارې رئیس ټینګار وکړ، چې د پروژو په ټاکلو کې، د طبیعي سرچینو د ساتنې ترڅنګ، باید هغه طرحې لومړیتوب ومومي چې د سیمه‌ییزو ټولنو د ژوند په ښه کولو کې مرسته کوي.

ډېر لیدل شوي

امریکایي یوټیوبر سنیکو: له افغانستان څخه تر ستنېدو وروسته اېف‌بي‌ای اته ساعته وپوښتلم
۱

امریکایي یوټیوبر سنیکو: له افغانستان څخه تر ستنېدو وروسته اېف‌بي‌ای اته ساعته وپوښتلم

۲

طالبانو د ږیرې او خولۍ په اړه د هبت‌الله امر نه منونکو محصلینو ته د اخراج خبرداری ورکړ

۳

ذبیح الله مجاهد: له ډیورنډ کرښې رااوښتونکو سره به د نورستان د پېښې په څېر چلند وشي

۴

د ملګرو ملتونو راپور: له ایران څخه شړل شوې افغانه مېرمن ګدایۍ ته اړ شوې ده

۵

د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې: د طالبانو په چلند کې د بدلون هېڅ نښه نه لیدل کېږي

•
•
•

نور خبرونه

عبدالسلام حنفي: د پانګونې لپاره کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته اسانتیاوې برابروو

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۳۱ GMT+۰
100%

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، افغانستان د صنعت، سوداګرۍ او ودانیزو چارو په برخو کې پرمختګ کړی دی. نوموړي د کورنیو تولیداتو او صادراتو پر زیاتوالي ټینګار کړی او کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته یې د ځمکې او اسانتیاوو د برابرولو ډاډ ورکړی دی.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي چې د رغونې او بیارغونې د څلورم کورني او نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې خبرې کولې وویل، افغانستان د ابادۍ او پرمختګ پر لور چټک ګامونه اخیستي او په وروستیو کې د صنعت، ودانیزو چارو او سوداګرۍ په برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

نوموړي ویلي، چې د وارداتو په پرتله د صادراتو زیاتوالی او د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا د طالبانو د حکومت له مهمو موخو څخه دي.

حنفي پانګوالو ته ډاډ ورکړی، چې د پانګونې په صورت کې به ورته مناسبه ځمکه په اجاره ورکړل شي او د فعالیتونو لپاره به یې اړینې اسانتیاوې برابرې شي.

نوموړي له تولیدي او وارداتي شرکتونو غوښتي، چې د وارداتي توکو کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي او د افغانستان بازار ته معیاري محصولات وړاندې کړي.

د افغانستان د رغونې او بیارغونې څلورم کورنی او نړیوال نندارتون د کورنیو تولیداتو، سوداګرۍ، صنعت او پانګونې د معرفي کولو په موخه جوړ شوی دی

دطالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د رغونې او بیارغونې څلورم نړیوال نندارتون د ۲۰۲۶ کال د نومبر له ۲۴مې تر ۲۸مې پورې د کابل ښار په چمن حضوري کې مرکز کې جوړ شوی دی.

وزارت ویلي په نندارتون کې د ودانیزو توکو، ودانیزو ماشینونو، انجینري وسایلو، اوسپنې، نوې ټکنالوژۍ او لمریزې او بادي انرژۍ اړوند برخې شاملې دي. د نندارتون موخه د کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د پانګونې راجلبول او د افغانستان دودانیز او تولیدي ظرفیتونو معرفي کول بلل شوی دی.

افغانستان له کلونو راهیسې د وارداتو پر وړاندې د صادراتو د کمښت، د کورنیو تولیداتو د محدود ظرفیت، د پانګونې د کمښت او د بې‌کارۍ له ستونزو سره مخ دی. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هم د اقتصادي ودې، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي موضوع د دې ډلې د اقتصادي تګلارو له مهمو برخو څخه ده.

د اقتصادي چارو شنونکي ټینګار کوي، چې د کورنیو تولیداتو د پراختیا او د صادراتو د زیاتوالي لپاره یوازې د پانګونې ژمنې بسنه نه کوي، بلکې د پانګوالو د باور، بانکي اسانتیاوو، سیاسي او اقتصادي ثبات، د بازار موندنې او د تولیدي شرکتونو د فعالیت لپاره د مناسبو شرایطو برابرول هم اړین دي.

د طالبانو واکمني به څومره پایښت ولري؟

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۳۹ GMT+۰
100%

طالبان لا هم د افغانستان پر ټولو رسمي بنسټونو واک لري، خو د وسله‌والو مخالفانو د فعالیتونو پراختیا، اقتصادي کړکېچ، د ښځو محرومیت، سیاسي انزوا او په کندهار کې د واک تمرکز د دې ډلې د واکمنۍ پایښت له جدي پوښتنو سره مخ کړی دی.

طالبان پر افغانستان تر پنځو کلونو ډېرې واکمنۍ وروسته هم د ټول هېواد کنټرول په لاس کې لري، خو له هغو ننګونو سره مخ دي چې د دې ډلې د واکمنۍ پر راتلونکي اغېز کولی شي.

د وسله‌والو مخالفانو د فعالیتونو جغرافیایي پراختیا، په کندهار کې د واک تمرکز، اقتصادي کړکېچ، د ښځو محرومیت او په سیاسي بهیر کې د ګډون لپاره د زمینې نشتوالی، د دغو ننګونو تر ټولو مهم اړخونه دي.

دا مقاله د طالبانو د واکمنۍ د پایښت، د دې ډلې د مخالفانو د وړتیا او د افغانستان د سیاسي راتلونکي د ټاکونکو عواملو ارزونه کوي.

د سند پوهنتون استاد او د نړیوالو اړیکو څېړونکي، شهزیب خان، په «اوراسیا ریویو» خپرونه کې په یوه مقاله کې د طالبانو د وسله‌والو مخالفانو د فعالیتونو جغرافیایي پراختیا څېړلې ده. نوموړی باور لري چې دغو تحولاتو د افغانستان پر بشپړ کنټرول د طالبانو ادعا له ننګونې سره مخ کړې ده.

د کوز یفتل د سقوط سیاسي اهمیت

د بدخشان د کوز یفتل‌ ولسوالۍ د مرکز د طالبانو د وسله‌والو مخالفانو له خوا لنډمهاله نیول، تر دې چې پوځي اهمیت ولري، له سیاسي پلوه د پام وړ دی.

د لیکوال په باور، دې پېښې په افغانستان کې د ځواک انډول بدل نه کړ، خو پر ټول هېواد د بشپړ کنټرول په اړه یې د طالبانو انځور ته زیان ورساوه.

په تېرو کلونو کې د طالبانو د وسله‌والو مخالفانو فعالیتونه تر ډېره له پنجشېر، د بغلان د اندراب له درو او د افغانستان له شمال ختیځو سیمو سره تړلي وو.

طالبانو هم خپل وسله‌وال مخالفان د هغو خپرو ډلو په توګه معرفي کول چې د یوه سراسري تشکیلاتي جوړښت د رامنځته کولو وړتیا نه لري. په بدخشان، کاپیسا، پروان او کابل کې د مخالفانو د فعالیتونو په اړه راپورونو دغه انځور له ننګونې سره مخ کړی دی.

د کوز یفتل‌ پېښې د ولسوالیو په کچه د طالبانو د ادارو احتمالي زیان‌مننې هم څرګنده کړې.

لیکوال وايي، د ولایتونو پر مرکزونو او د هېواد پر لویو لارو کنټرول، په دې معنا نه دی چې طالبان د ټولو ولسوالیو د امنیت د ټینګښت لپاره یو شان وړتیا لري.

د طالبانو د مخالفو ډلو ډېروالی

د طالبانو پر وړاندې د نویو مخالفو ډلو راڅرګندېدل، د سیاسي فرصتونو د رامنځته کولو ترڅنګ ځینې ننګونې هم لري.

اصلي پوښتنه دا ده چې ایا دغه ډلې کولی شي خپل اختلافات یوې خوا ته کړي او د عملي کېدو وړ ملي پروګرام په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي؟

د طالبانو د ځپونکو سیاستونو مخالفت، د افغانستان د خلکو د باور ترلاسه کولو لپاره بسنه نه کوي. ښاریان اړتیا لري پوه شي چې مخالفان د راتلونکي سیاسي جوړښت، د ښځو د حقونو، د قومي او مذهبي لږکیو د ملاتړ، د دولتي بنسټونو د روڼتیا او د پخواني حکومت د فساد د بیا تکرار د مخنیوي په اړه څه لیدلوری لري.

په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو او د واک د تاوتریخجن لېږد تجربې د طالبانو پر مخالفانو سیاسي مسوولیت لا دروند کړی دی. د واک د لېږد څرنګوالی، د کورنۍ جګړې مخنیوی، د قضايي نظام خپلواکي او د ښاریانو د حقونو تضمین هغه مسایل دي چې مخالفان باید په اړه یې روښانه ځوابونه ولري.

هغه سیاستونه چې د مخالفت زمینه برابروي

طالبان په خپلو سیاستونو سره د خپلې واکمنۍ پر وړاندې د مخالفت د پراختیا زمینه برابروي.

ملګرو ملتونو په خپلو سږنیو راپورونو کې د ښځو پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو دوام، خپل‌سري نیونې، بدني سزاګانو او پر مدني او مذهبي ازادیو فشارونو ته اشاره کړې ده.

د هېواد د نیمايي نفوس له اساسي حقونو محرومول، د مخالفانو ځپل او په سیاسي بهیر کې د ښاریانو د ګډون مخنیوی، د نارضایتۍ د سوله‌ییز څرګندولو لارې محدودوي.

ځپنه ښايي په لنډمهال کې د ښکاره اعتراضونو د کمېدو لامل شي، خو دا د دې معنا نه لري چې نارضایتي له منځه تللې ده.

اقتصاد او د طالبانو د واکمنۍ پایښت

د امنیتي او سیاسي ننګونو ترڅنګ، د افغانستان اقتصادي وضعیت هم د طالبانو د واکمنۍ د راتلونکي په ارزونه کې اهمیت لري. د نړیوالو مرستو کمېدل، د کډوالو پراخ راستنېدل، د ښځو پر کار محدودیتونه او د کاري فرصتونو کمښت، د افغان کورنیو پر وضعیت لا ډېر فشار راوستی دی.

واک ته د طالبانو تر بېرته رسېدو له پنځو کلونو ډېر وخت تېرېدو سره، د اقتصادي وضعیت او د عامه خدمتونو د کیفیت په اړه د دې ډلې مسوولیت زیات شوی دی. څومره چې وخت تېرېږي، هومره د اوسنیو اقتصادي ستونزو پړه پر پخواني حکومت اچول ستونزمنېږي.

ایا افغانستان په رښتیا باثباته شوی دی؟

یوازې د پراخې جګړې نشتوالي یا د جګړې د مشخصو کرښو نشتوالي پر بنسټ د ثبات تعریف، د افغانستان د وضعیت بشپړ انځور نه شي وړاندې کولی.

د دولتي ودانیو او اداري مرکزونو کنټرول هم په دې معنا نه دی چې ټولنې د دې واکمنۍ منلو ته غاړه ایښې ده.

افغانستان لا هم په سیاسي مشارکت کې له محدودیتونو، د مخالفانو له ځپلو او د هېواد د نفوس د یوې لویې برخې له اساسي حقونو څخه له محرومیت سره مخ دی.

د نړیوالې ټولنې دوه احتمالي تېروتنې

نړیواله ټولنه باید د افغانستان د وضعیت په ارزونه کې له دوو تېروتنو ډډه وکړي.

لومړی، د وسله‌والو مخالفانو د فعالیتونو له مبالغې کولو او هره امنیتي پېښه د طالبانو د واکمنۍ د نږدې سقوط د نښې په توګه له تعبیرولو څخه ډډه وشي.

او د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره هر ډول نړیواله هڅه چې د ځپنې، سیاسي محرومیت او د یوه ټول‌ګډونه سیاسي جوړښت د رامنځته کولو اړتیا له پامه وغورځوي، د باثباته ثبات ترلاسه کول ځنډولی شي.

له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د طالبانو د ډیپلوماټیکو اړیکو پراختیا هم باید د دې ډلې د کورني مشروعیت له زیاتېدو سره یو شان ونه ګڼل شي. بهرني هېوادونه خپلې اړیکې د ملي ګټو، امنیتي او اقتصادي ملاحظاتو پر بنسټ تنظیموي.خو په کور دننه د یوه سیاسي نظام د منلو کچه جلا موضوع ده.

د طالبانو د واکمنۍ راتلونکی

لا هم څرګنده نه ده چې ایا خپاره‌ووره مخالفتونه کولی شي په یوه منسجم ملي خوځښت بدل شي، داسې خوځښت چې منظم تشکیلات او داسې سیاسي پروګرام ولري چې د خلکو د منلو وړ وي.

طالبان لا هم د افغانستان رسمي بنسټونه تر خپل کنټرول لاندې لري، خو نه دي توانېدلي چې د خپلې واکمنۍ پر وړاندې مخالفتونه پای ته ورسوي. په بېلابېلو سیمو کې د نارضایتۍ پراختیا کولی شي د واک د ساتلو لګښت د دې ډلې لپاره لوړ کړي.

د دغو مسایلو ترڅنګ، د هبت‌الله اخوندزاده په لاس کې د واک تمرکز او د واک د لېږد لپاره د روښانه میکانیزم نشتوالی، د طالبانو د سیاسي جوړښت د راتلونکي په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

حتی که وسله‌وال مخالفان لا هم کمزوري پاتې شي، د طالبانو د مشر د ځایناستي موضوع، احتمالي کورني اختلافات، اقتصادي ستونزې او ټولنیزه نارضایتي هغه عوامل دي چې کولی شي د دې ډلې د واکمنۍ پر راتلونکي اغېز وکړي.

طالبان: زموږ په بیا واکمنېدو سره د چاپېریال اړوند ۳۲ نړۍوالې پروژې ځنډول شوې دي

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۵۰ GMT+۰
100%

د طالبانو د چاپېریال ساتنې مشر مطیع‌الحق خالص وايي، د دوی له بیا واکمنېدو سره د چاپېریال ساتنې اړوند ۳۲ نړۍوالې پروژې تعلیق او یا هم بندې شوې دي. نوموړي د یوناما په ګډون له نړۍوالو موسسو وغوښتل چې د ځنډول شویو پروژو د بیا پیل په برخه کې یې لاسنیوی وکړي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې رییس د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲مه) د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له لوري، د نړیوال چاپېریالي صندوق (جي یي ایف) په ملاتړ د افغانستان لپاره د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام (ایس جي پي) د بیا پرانیستې په مراسمو کې وویل، د دغې پروژې بیا پرانېستنه به وروستۍ پرانېستنه نه‌وي، بلکې هڅې کوي، چې نورې ځنډول شوې پروژې هم بیا پيل کړي.

د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام د نړیوال چاپېریالي صندوق (GEF) یو مهم نوښت دی، چې موخه یې د سیمه‌ییزو ټولنو، نادولتي موسسو او ټولنیزو بنسټونو د ظرفیتونو پیاوړتیا، د چاپېریالي ستونزو د حل لپاره د سیمه‌ییزو نوښتونو ملاتړ او د چاپېریال ساتنې په فعالیتونو کې د خلکو فعاله ونډه اخیستنه ده.

د نړیوالو کوچنیو مرستو د پروګرام مشر سلوبودان تادیک په دغې غونډه کې په خپله انلاین وینا کې وویل، د دې نړیوال پروګرام د فعالیتونو مهمې برخې د ژوندیو موجوداتو او ژویو تنوع ساتنه، دوامداره کرنه او د خوړو سیستمونه او د کیمیاوي موادو او کثافاتو مدیریت دی او په وینا یې، د افغانستان لومړیتوبونه باید د هېواد له چاپېریالي شرایطو سره سم وټاکل شي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې د رییس په وینا، د دوی له بیا واکمنېدو سره سم، د چاپېریالي اړوند ۳۲ نړۍوالې پروژې ځنډول او یا بندې شوي او زیاته یې کړه: «له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، تقریبا د چاپېریال اړوند د ۳۲ په شاوخوا کې پروژې یا تعلیق ته غورځېدلي، یا نیمه‌کاره پاتې او یا هم بندې شوې دي».

مطیع‌الحق خالص په ډاګه کړه، چې په نړۍوالو غونډو کې یې تل پر دې ټینګار کړی، چې چاپېریالي اړوند موضوعات «مطلق» بشري موضوعات دي او په باور یې یوازې بشري ټولنې ترې اغېزمنېږي او څرګنده یې کړه: «د چاپېریالي پروژو سیمه‌يیزې ټولنې او عام ولس ترې متضرېږي، نو دغه تعلیق شوې پروژې دې بیا پیل شي».

دغه طالب چارواکي د یوناما په ګډون له نړۍوالو موسسو وغوښتل، چې د ځنډول شویو پروژو د بیا پیل په برخه کې یې لاسنیوی وکړي او زیاته یې کړه: «د بهرنیو چارو وزارت، نړۍوالو موسسو او یوناما څخه مو توقع دا ده، چې په دې برخه کې زموږ لاسنیوی وکړي، څو خپلې تعلیق شوې پروژې بېرته په افغانستان کې فعالې کړو».

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان ورځ تر بلې د اوبو له کمښت او د اقلیمي بدلونونو له جدي اغېزو سره مخ کېږي. د افغانستان انټرنشنل د وروستیو راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، د افغانستان له دوو برخو د زیاتو ولایتونو خلک له وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخ دي او شاوخوا ۱۶ میلیونه کسان د څښلو پاکو اوبو ته بېړنۍ اړتیا لري. د دغه دفتر د ارزونو له مخې، د افغانستان لږ تر لږه ۱۸ ولایتونه د اقلیمي بدلونونو له پلوه د ډېر لوړ خطر په کچه کې دي.

پخوانی پاکستانی سفیر: له طالبانو سره دې د پوځي فشار پر ځای ستراتیژیکه هوکړه وشي

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۱۹ GMT+۰
100%

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان ویلي، اسلام‌اباد باید د افغانستان په اړه له پوځي اقداماتو ډډه وکړي، له دغه هېواد سره لارې بېرته پرانېزي او د امنیتي ننګونو د ګډ مدیریت لپاره له کابل سره یوه ستراتیژیکه هوکړه وکړي.

منصور احمد خان په یوه تازه پوډکاسټ کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د حل لپاره باید د پوځي لارې پر ځای رغنده تعامل او د باور پر بنسټ اړیکې رامنځته شي.

د نوموړي په وینا، دواړه هېوادونه باید د امنیتي ننګونو د حل لپاره یو داسې د تایید وړ میکانېزم جوړ کړي چې له مخې یې، د استخباراتي معلوماتو شریکول په واقعي وخت کې ترسره شي او د پېښو د رامنځته کېدو پر مهال د همغږۍ او ګډ اقدام لپاره مشخص پلان موجود وي.

هغه ویلي، د دغه میکانېزم په رامنځته کولو کې د درېیمګړو هېوادونو، لکه ترکیې، قطر، سعودي عربستان او چین رول هم ګټور تمامېدای شي، څو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اختلافاتو د حل او د امنیتي اندېښنو د له منځه وړلو لپاره د باور وړ چوکاټ جوړ شي.

د پاکستان پخواني سفیر ټینګار کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور پر بنسټ د اړیکو د جوړولو لپاره باید پولې سمدستي بېرته پرانېستل شي ځکه د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه له دوو میلیاردو ډالرو څخه (۰،۵ ) ته راټیټه شوې او دواړو هېوادونو د سیاسي او امنیتي اختلافاتو بیه تر ډېره عادي خلک پرې کوي، په داسې حال کې چې د سوداګرۍ عادي کېدل د دواړو لورو په ګټه ده.

منصور سوداګري هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبت اغېز او متقابلې ګټې یوه وسیله بللې او ویلي یې دي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ دوام او پراختیا کولای شي د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې کړي.

د هغه په وینا، د سوداګرۍ د محدودېدو له امله د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې زیانمنېږي او سوداګري له ایران او د سیمې نورو سیالو بازارونو سره بدیلې لارې لټوي.

منصور احمد خان په ټوله کې د افغانستان او پاکستان د امنیتي او سیاسي اختلافاتو د حل لپاره د پوځي فشار پر ځای د رغنده تعامل، د استخباراتي معلوماتو د شریکولو، د لارو د پرانیستلو او اقتصادي همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان او د طالبانو اړیکې په څه دپاسه یو کال کې د امنیتي اختلافاتو، د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د فعالیتونو، د نښتو او د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله له کړکېچ سره مخ شوې دي. اسلام‌اباد پر کابل تور لګوي، چې د پاکستاني وسله‌والو ډلو فعالیتونو ته یې د افغانستان له خاورې د کار اخیستو مخه نه ده نیولې، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او د پاکستان امنیتي ستونزې د هغوی کورنۍ مسئله بولي.

د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو اوږدمهاله تړل کېدو سوداګري او د خلکو تګ راتګ هم سخت اغېزمن کړی او د ډیپلوماټیکو خبرو څو پړاوونو هم د اختلافاتو د دایمي حل لاره نه‌ده موندلې.

بریتانیا کې د ښځو د تعقیب او جنسي تېري د راپورونو په تړاو یو ۳۴ کلن افغان نیول شوی

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۰ GMT+۰
100%

د بریتانیا پولیسو وایي، د ښځو د تعقیب او جنسي تېري د څو راپورونو په تړاو یې یو ۳۴ کلن افغان وګړی نیولی دی. پولیس وايي، د پېښو څېړنې روانې دي او له احتمالي قربانیانو او شاهدانو یې د معلوماتو غوښتنه کړې ده.

د بریتانیا پولیسو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د دغو پېښو په اړه لومړنی راپور د نومبر په ۲۰مه، د جمعې په ورځ، ترلاسه شوی و. په دغه راپور کې ادعا شوې وه چې یوه ښځه د یوه ناپېژندل شوي سړي له خوا تعقیب شوې ده.

د پولیسو په وینا، د همدې ورځې په وروستیو کې دویم راپور هم ترلاسه شوی و چې پکې ویل شوي، یوه ښځه د ښار په یوه رستورانت کې له جنسي تېري سره مخ شوې ده.

پولیس وايي، دوی په ټولنیزو رسنیو کې د ورته نورو پېښو په اړه له خپرو شویو مطالبو هم خبر دي او له هغو کسانو یې غوښتي چې د دغو پېښو په اړه مستقیم معلومات لري، په رسمي توګه پولیسو ته راپور ورکړي، څو قربانیان او شاهدان اړین ملاتړ ترلاسه کړي او د څېړنو لپاره نور جزییات وړاندې کړي.

پولیسو ویلي، دوی درک کوي چې د دغو راپورونو خپرېدل ښايي د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ اندېښنې رامنځته کړي؛ خو ډاډ یې ورکړی چې ټولې ادعاوې په جدي توګه څېړل کېږي او یو کس په دې تړاو نیول شوی هم دی.

پولیسو زیاته کړې، د خلکو معلومات ښايي د دغو پېښو د بشپړو شرایطو په روښانه کولو کې مهم رول ولري.

دوی همداراز په ټولنیزو رسنیو کې د دې پېښې په اړه د خپرو شویو بحثونو په تړاو له خلکو غوښتي چې په خپل سر د موضوع د حل هڅه ونه کړي. د دوی په وینا، د څېړنو د ملاتړ تر ټولو اغېزمنه لاره دا ده چې خلک خپل معلومات په مستقیمه توګه له پولیسو سره شریک کړي.

همدارنګه پولیسو خبرداری ورکړی چې په انلاین فضا کې د ناسمو معلوماتو خپرېدل د څېړنو پر بهیر منفي اغېز لرلای شي او له خلکو یې غوښتي چې د مطالبو له خپرولو مخکې دې د هغو د کره‌والي په اړه پام وکړي.

د پولیسو په وینا، نیول شوی ۳۴ کلن افغان وګړی لا هم د څېړنو د دوام په موخه په توقیف کې دی، خو د نیول شوي افغان د هویت په اړه یې لا ډیر معلومات نه‌دي خپاره کړي.

په وروستیو کلونو کې د اروپا او ځینو نورو هېوادونو په رسنیو او د پولیسو په اعلامیو کې د افغان تابعیت لرونکو کسانو د جنسي ځورونې، جنسي تېري، د ښځو د تعقیب او نورو جنسي جرمونو په تړاو د نیول کېدو او قضايي څېړنو راپورونه خپاره شوي دي. دغه پېښې په بېلابېلو هېوادونو کې د کډوالو د چلند، د ښځو د خوندیتوب، د کډوالۍ د قوانینو او د کوربه ټولنو د اندېښنو په اړه بحثونه راپورته کړي دي.

په بریتانیا کې د پولیسو ځینې رسمي احصایې هم د دې موضوع په اړه د پام وړ معلومات وړاندې کوي. د لوېدیځ یارکشایر پولیسو د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د معلوماتو د ازادۍ قانون له مخې په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د جنسي تېري او جنسي تېري د هڅې په تړاو د افغان تابعیت لرونکو کسانو د نیول کېدو ۱۵ موارد ثبت شوي وو.