داوودزی د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مجمع دورهيي رییس دی. هغه د افغانستان انټرنشنل «د ورځې بحث» خپرونه کې وویل، د مخالفانو د واک په جوړښت کې د ګډون په اړه د هبتالله اخوندزاده وروستۍ څرګندونې تصادفي نه وې او د طالبانو د مشر د سیاست د بدلون ښکارندويي کوي.
هغه زیاته کړه چې د اوسنیو اړیکو د جزیاتو افشا کول ښايي سیاسي بهیرونو ته زیان ورسوي.
عمر داوودزي د کابل پوهنتون کې د هبتالله اخوندزاده وروستۍ وینا بېسارې وبلله او ویې ویل، د افغانستان خلکو او نړیوالې ټولنې په تېرو پنځو کلونو کې انتظار درلود چې طالبان له مخالفانو سره د خبرو اترو زمینه برابره کړي.
د ښاغلي داوودزي په وینا، هېواد ته د بېرته ستنېدو او په دولتي ادارو کې د کار کولو لپاره د طالبانو د مشر له لوري د مخالفانو تازه بلنه د هغه په دریځ کې یو مهم بدلون دی.
هغه د طالبانو د مشر د دې څرګندونې په اړه چې ګواکې د افغانستان ټول وګړي حنفي مذهبه دي، وویل چې دې خبرې د افغانستان د ټولنې یوه مهمه برخه خواشینې کړې او ښايي د ژبې د ښویېدو له امله شوې وي.
د طالبانو مخالفان احتمالي مذاکراتو ته چمتووالی نیسي
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مجمع دورهيي رییس وویل، د یکشنبې په ورځ د دې مجمع په غونډه کې یې د طالبانو د مشر د څرګندونو په اړه د خپل دریځ دلیلونه له نورو غړو سره شریک کړي او یو شمېر وړاندیزونه یې مطرح کړي دي.
د هغه په وینا، د مجمع غړو له وړاندیزونو سره موافقه کړې او د طرحې د چمتو کولو او راتلونکو پړاوونو ته د چمتووالي لپاره یې یوه ډله جوړه کړې ده.
ښاغلي داوودزي وویل، د هبتالله اخوندزاده څرګندونې باید د طالبانو د سیاست د بدلون په توګه وکتل شي، که څه هم دا بدلون لا هم په قانون یا مقرره نه دی بدل شوی.
هغه زیاته کړه چې د طالبانو سیاسي مخالفان هم باید د احتمالي بدلونونو لپاره چمتو وي او په احتیاط او دقت عمل وکړي، څو رامنځته شوی فرصت له لاسه ور نه کړي.
د لویې جرګې او ټاکنو د جوړولو وړاندیز
عمر داوودزي وویل، که طالبان خبرو اترو ته چمتو شي، د هغه وړاندیز به د یوې خپلواکې، ملي او د پرېکړې کولو د واک لرونکې لویې جرګې جوړول وي.
هغه زیاته کړه چې یوه ګډه کمېسیون باید د لویې جرګې د جوړېدو د څرنګوالي، واکونو او غړو په اړه پرېکړه وکړي.
ښاغلي داوودزي وویل، د افغانستان ځینې پخوانۍ لویې جرګې د هغه وخت د دولت تر اغېز لاندې وې او وړاندیز شوې جرګه باید خپلواکه وي.
هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مجمع ازادې ټاکنې د مشروعیت ترلاسه کولو یوازینۍ لار ګڼي او په دغو ټاکنو کې باید ښځې او نارینه د رایې ورکولو برابر حق ولري.
هغه د پخواني حکومت د اساسي قانون د تصویب په بهیر کې د طالبانو ګډون نه کول یوه تېروتنه وبلله او ویې ویل، که طالبان د اساسي قانون د تصویب په بهیر کې د ګډون غوښتنه وکړي، دا به یې پرځای غوښتنه وي.
خو ښاغلي داوودزي ټینګار وکړ چې د مذاکراتو د پیل په صورت کې به د هغه وړاندیز د پخواني حکومت د اساسي قانون ساتل او د اړتیا په صورت کې د هغه تعدیل وي.
هغه وویل، دغه اساسي قانون د اوسني عصر له شرایطو سره سمون لري، په نړیواله کچه پېژندل شوی او د افغانستان خلک هم ورسره بلدتیا لري.
د طالبانو مشروعیت
عمر داوودزي په افغانستان کې سیاسي مشروعیت یوه پېچلې موضوع وبلله او ویې ویل چې د افغانستان په تاریخ کې یوازې حامد کرزی او اشرف غني د خلکو د رایو له لارې د ولسمشرۍ مقام ته رسېدلي دي.
د هغه په وینا، د افغانستان نورو واکمنانو د کودتا، زور یا میراث له لارې واک ترلاسه کړی دی.
ښاغلي داوودزي وویل، طالبان د نړیوال مشروعیت له پلوه په ډېر کمزوري دریځ کې دي. هغه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ طالبانو ته نه سپارل کېدو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د افغانستان پخوانیو حکومتونو، واک ته د رسېدو د څرنګوالي له پام پرته، دا څوکۍ په واک کې لرله.
مخالفانو ته د حکومت د اجراییوي برخې د سپارلو احتمال
عمر داوودزي وویل، د طالبانو مشر په خپله وروستۍ وینا کې د حکومت او دولتي څوکیو ترمنځ توپیر کړی دی.
ښاغلي داوودزي وویل، طالبانو د دوحې په مذاکراتو کې هم د امارت د ساتلو او د یوه ګډ حکومت د جوړولو غوښتنه کړې وه.
هغه وویل، افغانستان په تېرو پنځو لسیزو کې څو ځله د داسې ډلو واک ته رسېدل لیدلي چې خپل مخالفان یې تېښتې، زنداني کېدو یا جګړې ته اړ کړي دي. د هغه په وینا، وروسته بیا مخالفانو د مرستو په ترلاسه کولو سره حکومت نسکور کړی او له خپلو سیالانو سره یې ورته چلند کړی دی.
ښاغلي داوودزي د دې کړۍ د پای ته رسولو او د خبرو اترو له لارې د یوه ګډ حل غوښتنه وکړه؛ داسې حل چې د افغانستان ټول وګړي په یوه ملي دولت کې ونډه ولري.
د افغانستان د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزیر پر افغانستان، په ځانګړې توګه پر کابل او کندهار، د پاکستان هوايي بریدونه یوه لویه تاریخي تېروتنه وبلله او ویې ویل چې پاکستان باید د افغانستان له خلکو بښنه وغواړي.
عمر داوودزي وویل، پاکستان باید د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره کړي او د یوې ډلې پر وړاندې د بلې ډلې له ملاتړ څخه لاس واخلي.
د طالبانو پر سیاست د سیمهییزو بدلونونو اغېز
عمر داوودزي وویل، په سیمه کې نوي ایتلافونه د جوړېدو په حال کې دي او چین غواړي چې افغانستان هم د دغه هېواد او پاکستان ترڅنګ ودرېږي.
د هغه په وینا، د مکې د تړون د ځینو غړو هېوادونو هم غوښتنه ده چې افغانستان له دې تړون سره یوځای شي، خو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو خرابوالي د دغو غوښتنو د پوره کېدو مخه نیولې ده.
هغه زیاته کړه چې له ایران او روسیې سره د افغانستان نږدې کېدل هم د لوېدیځو هېوادونو او د سیمې د ځینو نورو هېوادونو له هرکلي سره نه دي مخ شوي.
د هغه په وینا، طالبان د هېواد په یوازې ځان اداره کولو کې ناکام شوي او د افغانستان د ثبات د ټینګښت لپاره د یوه ملي حکومت جوړول اړین دي.
د طالبانو په دننه کې دوه بېلابېل لیدلوري
عمر داوودزي وویل، د طالبانو په دننه کې دوه بېلابېل لیدلوري شته او د دې ډلې د سیاستونو د بدلون پلویان د پیاوړي کېدو په حال کې دي.
د هغه په وینا، په طالبانو کې یو جریان د ښځو له کار او د نجونو له زدهکړو سره مخالف دی او غواړي چې واک د طالبانو او دیني عالمانو په انحصار کې پاتې شي. هبتالله اخندزاده تر اوسه د همدې لیدلوري پیروي کړې ده.
هغه زیاته کړه چې د طالبانو په دننه کې بل جریان دغه سیاستونه د منځنیو پېړیو اړوند ګڼي او باور لري چې د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه د داسې وضعیت دوام نه مني.
ښاغلي داوودزي وویل، د هغه په باور، دویم جریان توانېدلی چې د طالبانو مشر په ځینو مهمو برخو کې د خپلو سیاستونو پر بدلون قانع کړي.
هغه د طالبانو د مشرتابه د احتمالي بدلون په اړه وویل چې دا موضوع پخپله طالبانو پورې اړه لري او دی نه غواړي په دې بحث کې ښکېل شي.
له طالبانو د اوسني فرصت د کارولو غوښتنه
عمر داوودزي د افغانستان له سیاسي مشرانو او طالبانو وغوښتل چې اوسنی فرصت له لاسه ور نه کړي.
هغه وویل، طالبانو په نولس سوه نویمو کلونو کې په ټول افغانستان د واکمنېدو فرصت درلود، خو د دې ډلې د مشرانو ناسمې پرېکړې طالبان له ستونزو سره مخ کړل.
ښاغلي داوودزي خبرداری ورکړ چې ښايي طالبان یو ځل بیا له ورته وضعیت سره مخ شي.
هغه د طالبانو له مشرانو وغوښتل چې له نړیوالې ټولنې، ګاونډیو هېوادونو او تر ټولو مهمه، د افغانستان له خلکو سره تر مخامخېدو مخکې خپل سیاستونه بدل کړي او د خبرو اترو زمینه برابره کړي.