له ټاکنیزو ناندریو وروسته؛ ټرمپ ویلي چې له نوي ټاکل شوي سناتور السید سره به وګوري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سېشنبې په ورځ وویل، چې پلان لري د میشیګن ایالت له نوي ټاکل شوي سناتور عبدالرحمان محمد السید سره وګوري او د «ټولو لپاره روغتیايي بیمې» په تړاو خبرې وکړي. د امریکا د منځمهاله ټاکنو په درشل کې ټرمپ او السید پر یو بل توندې سیاسي او شخصي نیوکې کړې وې.
ډونالډ ټرمپ د سېشنبې په ورځ (د لیندۍ ۳مه) له نیویارک پوسټ سره په ۴۵ دقیقهيي مرکه کې ویلي، چې پلان لري د میشیګان ایالت له نوي ټاکل شوي سناتور عبدال السید سره وګوري، څو د دغه ډیموکراټ سناتور پر «د ټولو لپاره روغتیايي بیمه» طرحه بحث وکړي؛ هغه طرحه چې السید یې د «ټرمپکېیر»په نوم د بدلولو وړاندیز کړی دی.
ټرمپ په دې مرکه کې په خپل نوم د دغې طرحې د نومولو په اړه د السید د وړاندیز په تړاو وویل: «هغه یو هوښیار سړی دی. هغه ښه کار وکړ. په حقیقت کې هغه ډېر ښه کار وکړ».
ټرمپ زیاته کړه: «زه پوهېږم چې له هغه سره به وګورم. ښايي په منځ کې کوم داسې ځای وي چې موږ دواړه پرې سره راټول شو».
السید د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ټولیزه روغتیايي پاملرنه د خپلو ژمنو محوري برخه ګرځولې وه، چې هلته د هغه او ټرمپ ترمنځ تل سخت اختلافات وو. خو د روانې میاشتې په پیل کې، هغه په خپله اېکسپاڼه د «ټرمپکېیر» د یوه طلايي کارت انځور خپور کړ او له ولسمشر څخه یې وغوښتل چې «له زانګو تر قبره» پورې روغتیايي پاملرنه تضمین کړي او ټرمپ هم د دغه پوسټ سکرینشاټ بیا خپور کړ.
د امریکا د ولسمشر دغه څرګندونې د منځمهاله ټاکنو پر مهال له تا ویلې ما ویلې وروسته د پام وړ بدلون ښيي، کله چې ده او هغه مهال ډیموکراټ نوماند عبدالرحمان محمد السید پر یو بل توند سیاسي او شخصي بریدونه کول.
د یادونې وړ ده، چې عبدالرحمان محمد السید د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې له بریا وروسته د امریکا په تاریخ کې لومړنی مسلمان سناتور شو او د روانې میاشتې په پیل کې یې ویلي وو، چې چمتو دی په سنا کې د خپلو موخو د پرمخ وړلو لپاره له ګوندي تړاو پرته له ټرمپ یا بل هر چا سره وګوري.
