په مقابل کې، عبدالرشید دوستم او نږدې کسانو یې تل د بندیانو په مرګونو کې د خپلو تر قوماندې لاندې ځواکونو لاس لرل رد کړي دي. تر اوسه هېڅ نړیوالې محکمې یا خپلواک قضايي مرجع د دې دوسیې په تړاو د مشخصو کسانو یا ډلو د جزايي مسوولیت په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
څرنګه چې د دشت لیلي د پېښو پر مهال د لېږدول شویو بندیانو یوه برخه د قلعه جنګي له جګړې ژوندي پاتې شوي کسان وو، دغه دواړه پېښې په ډېرو څېړنو کې یو ځای څېړل کېږي؛ خو څېړونکي او حقوقي کارپوهان په دې باور دي چې قلعه جنګي او دشت لیلي دوه جلا پېښې دي او هره یوه یې خپلواکې تاریخي او حقوقي څېړنې ته اړتیا لري.
له دوو لسیزو څخه د ډېر وخت له تېرېدو وروسته، د قلعه جنګي جګړې او د دشت لیلي دوسیې بېلابېل اړخونه لا هم د افغانستان په معاصر تاریخ او د ۲۰۰۱ کال د بدلونونو په تړاو د څېړنو له بحثپارونکو موضوعاتو څخه دي.
د طالبانو غبرګون
طالبانو په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې څو ځله د عبدالرشید دوستم تر قوماندې لاندې ځواکونه او امریکايي پوځیان په قلعه جنګي او دشت لیلي کې د خپلو بندیانو په وژلو کې په لاس لرلو تورن کړي او دا یې «جنګي جنایت» بللی دی.
په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي راتلونکې اونۍ افغانستان، پاکستان او ازبکستان ته سفر کوي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوحه غواړي د ډیپلوماټیکو اړیکو ترڅنګ د سیمهییزو اقتصادي پروژو له لارې هم د طالبانو او اسلاماباد د اړیکو رغولو زمینه برابره کړي. افغانستان انټرنشنل ته باوري سرچینو ویلي، چې په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي ښايي د نومبر پر ۲۸مه، د شنبې په ورځ، د افغانستان او پاکستان په ګډون سیمې ته سفر وکړي او وروسته ازبکستان ته ولاړ شي.
سرچینې وايي، د دغه سفر یوه احتمالي موخه د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د منځګړیتوب د هڅو بیا پیلول او د دواړو لوریو ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د خبرو اترو زمینه برابرول دي. د سرچینو په وینا، قطر د دې احتمالي رول په اړه له دواړو لوریو سره مشورې هم کړې دي.
د قطر حکومت تر اوسه د الخلیفي د سفر مهالوېش او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب د نوې هڅې په اړه رسمي اعلان نه دی کړی.
الخلیفي د نومبر پر ۲۴مه په واشنګټن کې د قطر او امریکا د اتم ستراتیژیک ډیالوګ په غونډه کې ګډون کړی و او د غونډې ګډونوالو د افغانستان په ګډون د سیمې پر وروستیو تحولاتو، د شخړو د سولهییز حل او د منځګړیتوب پر هڅو خبرې کړې دي.
د اقتصادي ډيپلوماسۍ له لارې هڅې
د قطر د نوې هڅې یوه مهمه برخه ښايي د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د اورګاډي پټلۍ، سوداګرۍ او ترانسپورټي اړیکو نښلول وي.
د نومبر پر ۱۵مه او ۱۶مه په اسلاماباد کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د بهرنیو چارو وزیرانو ۳۰مه غونډه جوړه شوه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار په دې غونډه کې د سیمهییز اتصال، سوداګرۍ او اقتصادي ادغام پر ارزښت ټینګار وکړ.
د غونډې په بحثونو کې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ طرحه هم د سیمهییز اتصال له مهمو پروژو څخه یاده شوې ده. دغه پټلۍ که عملي شي د منځنۍ اسیا هېوادونه به د افغانستان له لارې د پاکستان له بندرونو سره ونښلوي.
د پاکستان او ترکمنستان ترمنځ د انرژۍ د همکاریو خبرې هم په همدې لړ کې د پام وړ دي.
د نومبر په ۱۷مه په اسلاماباد کې د دواړو هېوادونو د ګډ بینالحکومتي کمېسیون په غونډه کې د ټاپي د ګاز نللیکې او د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د برېښنا د لېږد د پروژې پر پرمختګ هم خبرې وشوې.
اسحاق ډار او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف د ټاپي پروژې لپاره د اړوندو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او تخنیکي همغږۍ پر اړتیا خبرې وکړې. دواړو لوریو د دې پروژې د مشرتابه کمېټې د غونډې پر جوړولو هم هوکړه کړې ده.
د منځګړیتوب پخوانۍ هڅې
قطر د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب مخکینۍ تجربه لري. د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر پر۱۹مه، طالبانو او پاکستان د قطر او ترکیې په منځګړیتوب په دوحه کې د اوربند هوکړه وکړه. وروسته د اکتوبر له ۲۵مې تر ۳۰مې په استانبول کې د دواړو لوریو ترمنځ د اوربند د ټینګښت او د څارنې د میکانیزم په اړه خبرې وشوې.
د نومبر پر ۸مه په کابل کې د افغانستان د سیاست او ډیالوګ په فورم کې د قطر سفیر مردف بن علي القاشوطي د دوحې د هغو ډیپلوماټیکو هڅو په اړه خبرې وکړې چې د هغه په وینا، د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو لپاره ترسره شوې دي.
د قطر سفارت د غونډې موضوع « له نړۍ سره د افغانستان د نښلولو په برخه کې د قطر رول» بللې وه. په دې غونډه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون او د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ۲۰۲۵ کال د اوربند په ټینګښت کې د دوحې رول هم یاد شوی و.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نومبر په ۱۷مه په لندن کې د الخلیفي او د بریتانیا د منځني ختیځ او شمالي افریقا د دولت وزیر سټیفن ډوټي د لیدنې خبر هم ور کړی. د دواړو لوریو د خبرو یوه برخه د منځګړتوب په برخه کې د همکاریو او د افغانستان د وروستیو تحولاتو په اړه وه.
د اسلام اباد او کابل اړیکې لاهم ترینګلې دي
د قطر د احتمالي هڅو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ د پاکستان او طالبانو ترمنځ د امنیتي مسایلو پر سر د اختلافونو دوام دی.
پاکستان د طالبانو پر حکومت تور پورې کوي چې د تحریک طالبان پاکستان وسلهوالو ته یې په افغانستان کې د فعالیت زمینه برابره کړې ده. طالبان دا تور ردوي او د پاکستان امنیتي ستونزې د دغه هېواد کورنۍ مساله بولي.
د نومبر پر۲۰مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې وویل چې افغانستان د اقتصادي همکاریو سازمان د وزیرانو غونډې ته نه و بلل شوی، ځکه د هغه په وینا، پاکستان د طالبانو اوسنۍ اداره په رسمیت نه پېژني.
د افغانستان له لارې د ازبکستان او پاکستان د اورګاډي پټلۍ، د ټاپي ګاز نللیکه او د برېښنا د لېږد طرحې هغه سیمهییزې پروژې دي چې د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو ګډې ګټې سره نښلوي.
د افغانستان انټرنشنل سرچینې وايي، قطر غواړي د ډیپلوماټیکو تماسونو ترڅنګ د سیمهییزو پروژو له لارې هم د کابل او اسلاماباد ترمنځ اړیکې عادي حالت ته نږدې کړي. خو دا لا نه ده روښانه چې د الخلیفي په احتمالي سفر کې به د دغو پروژو په اړه مشخص وړاندیزونه مطرح شي او که د سفر اصلي تمرکز به د امنیتي ترینګلتیاوو پر کمولو وي.