نوموړې وايي، د ښځو پر وړاندې محدودیتونه یوازې د هغوی پر ژوند اغېز نه کوي، بلکې د ټولنې او راتلونکو نسلونو د پرمختګ مخه هم نیسي؛ ځکه د ماشومانو لومړنۍ ښوونکې مور ده او که ښځې له زدهکړو او ټولنیز ژوند څخه لرې وساتل شي، راتلونکی نسل به هم له روښانتیا محروم پاتې شي.
هغې د پښتونخوا د پښتني سیمو یادونه هم کړې او ویلي یې دي، چې هلته هم د ښځو پر وړاندې ورته وضعیت رامنځته شوی دی. د نوموړې په وینا، دا ډول پېښې باید په جدي توګه وڅېړل شي او د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره عملي اقدامات وشي.
د ښځو په وړاندي د تاوتریخوالي نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغان ښځې لا هم له خپلو بنسټیزو حقونو، د کار او زدهکړو له فرصتونو محرومې دي او ګڼې یې د بېوزلۍ، لوږې، رواني فشارونو او ټولنیز محرومیت تر سیوري لاندې ژوند کوي.
د نومبر ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ په داسې حال کې را رسېږي چې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو د څه دپاسه پنځه کاله پوره کېدو سره، لا هم د افغان ښځو او نجونو په ژوند کې د پام وړ مثبت بدلون نه دی راغلی. برعکس، د هغوی پر وړاندې محدودیتونه پراخ شوي او د ژوند نږدې ټولې برخې یې تر اغېز لاندې راوستې دي.
افغانې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو محرومې دي، ښځې پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه لري او په ګڼو دولتي او خصوصي ادارو کې یې د کار دروازې تړل شوې دي. همداراز، پر تګ راتګ، روغتیايي خدمتونو ته پر لاسرسي، ټولنیز حضور او د خپل نظر پر څرګندولو محدودیتونه لګول شوي دي.
دا محدودیتونه یوازې د یوې زدهکوونکې د ښوونځي پرېښودلو یا د یوې ښځې د دندې له لاسه ورکولو په معنا نه دي؛ بلکې د میلیونونو افغان نجونو او ښځو د اقتصادي خپلواکۍ، فکري ودې، ټولنیز هویت او راتلونکي د محدودولو سبب شوي دي.
د ښځو د حقونو فعالان وايي، کله چې یوه نجلۍ له زدهکړو محرومه شي، په راتلونکي کې د خپلواک ژوند، د کار بازار او د ټولنې په پرېکړو کې د ګډون فرصتونه هم ترې اخیستل کېږي. په دې توګه، د ښځو پر وړاندې تبعیض یوازې اوسنی نسل نه، بلکې راتلونکي نسلونه هم اغېزمنوي.
نوموړې وايي:«یو وخت ما په خپل کور کې یوه ښځه د کار لپاره نیولې وه، خو نن زه د خلکو کورونو ته ورځم او د هغوی لوښي وینځم او نور واړه کارونه کوم، څو خپلو ماشومانو ته ډوډۍ پیدا کړم.»
ارزو وايي، د هغې اصلي درد د کار کوچنیتوب یا د خلکو په کورونو کې د کار کولو خبره نه ده، بلکې دا ده چې له زدهکړو او کاري تجربې سره سره د خپلې وړتیا مطابق د کار کولو فرصت نه لري.
د ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري حقونو بنسټونو په وار وار د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه غندلي او د ښځو د زدهکړو، کار او ټولنیز ژوند د حقونو د بېرته تامین غوښتنه یې کړې ده.
د بشري حقونو یو شمېر نړیوال کارپوهان د طالبانو د سیاستونو د تشریح لپاره د «جنسیتي اپارتاید» اصطلاح کاروي او ټینګار کوي چې د ښځو د جنسیت له امله د هغوی په سیستماتیک ډول له ټولنیز، سیاسي او اقتصادي ژوند څخه ایستل باید د نړیوال حساب ورکونې موضوع وګرځي.
خو د افغان ښځو د حقونو فعالان وايي، یوازې د اندېښنې څرګندول او د محدودیتونو غندل بسنه نه کوي؛ نړیواله ټولنه باید د ښځو د حقونو د بېرته ترلاسه کولو، د سرغړونو د مستند کولو، د قربانیانو د ملاتړ او د مسوولینو د حساب ورکونې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
د دوی په باور، د افغانستان د راتلونکي په اړه هر ډول سیاسي بحث چې ښځې او نجونې پکې حضور او د پرېکړې حق ونه لري، د ټولنې د نیمایي برخې له غوښتنو او حقونو سترګې پټوي.
د نومبر ۲۵مه یوازې د ښځو پر وړاندې د فزیکي تاوتریخوالي د غندلو ورځ نه ده؛ بلکې د هغو ښځو د اقتصادي، رواني او ټولنیز محرومیت د یادولو ورځ هم ده چې د خپل انساني کرامت، کار او خپلواک ژوند حق غواړي.
د کندهار ښار اوسېدونکې مدینه څو ځله د طالبانو محکمو ته تللې ده. هر ځل یې د خپل خاوند له چلند او تاوتریخوالي شکایت کړی او د مرستې غوښتنه یې کړې، خو قاضیانو هرځل په دې ځواب د محکمې له دروازې ستنه کړې، چې «کور ته ولاړه شه، خاوند به دې راوغواړو».
خو مېړه یې هیڅ وخت محکمې ته نه دی غوښتل شوی. د مدینې د عدالت غوښتنې دا هڅې په داسې حال کې دي، چې د هغې په وینا، د خاوند د یوه ګوزار له امله یې د سر هډوکی مات شوی، حافظه یې کمزورې شوې او روغتیا یې له جدي ستونزو سره مخ ده. هغه اوس ۲۶ کلنه ده، خو د واده په ۱۲ کلونو کې یې د خسرګنۍ او مېړه په چلند کې هیڅ ډول بدلون نه دی راغلی.
د واده په لومړي کال یې ماشوم وزېږاوه. له دې سره د کور کارونه او د ماشوم پالنه هم ورترغاړې شول، خو مورولۍ او د کورنیو مسوولیتونو زیاتېدو د تاوتریخوالي مخه ونه نیوله.
یوه ورځ د ډوډۍ پر سر د شخړې پر مهال یې خاوند غوسه شو او د دیګ بخار په سر یې په ککرۍ وویشتله. د همدې ګوزار له امله یې د سر هډوکی مات شو او وروسته یې حافظه او روغتیا اغېزمنې شوې.
هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « سر مې ښه نه دی، ډېر څه مې هېرېږي، په کارونو نه پوهېږم، څو ځله د طالبانو محکمې ته ولاړم، هغوی به ویل کور ته ولاړه شه، موږ به دې خاوند راوغواړو، خو هیڅکله یې ور ونه غوښت».
مدینې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې ته هم مراجعه کړې ده. د هغې په وینا، د دې ادارې چارواکو یې خاوند ورغوښتی و، خو د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره یې جدي اقدام ونه کړ. پر ځای یې هغې ته سپارښتنه کړې وه چې خوش خويي او له خاوند سره ګذاره وکړي.
«طلاق ښه کار نه دی، ګذاره وکړئ»
مدینه لا ۱۴ کلنه وه چې پلار یې واده کړه. لا یې د ماشومتوب له نړۍ سره مخه ښه نه وه کړې چې د بل چا په کور کې یې د یوه داسې ژوند تجربه پیل کړه چې له نابلدۍ، سپکاوي، وهلو ټکولو او وېرې سره مل و.
د واده له لومړیو ورځو خاوند، خواښې، خسر او لیوره ورسره ناوړه چلند کاوه. د کور له ټولو کارونو سره بلده نه وه، خو د زده کړې او مرستې پر ځای به یې د کورنۍ له غړو سپکاوی، ښکنځل او وهل ټکول زغمل.
هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « خاوند، خواښې، خسر او لېوره مې بد چلند راسره کاوه. کله به مې سپکې خبرې اورېدې او کله به وهل او ټکول کېدم. ځینې وخت یې په درندو شیانو ویشتلم».