• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان پرامیلا پاتن ته: افغاني ټولنې ته له خپل لیدلوري مه‌ګورئ

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۰۴:۰۵ GMT+۰تازه شوی: ۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۱۷ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د افغان ښځو په تړاو د شخړو پر مهال د جنسي تاوتریخوالي په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې پرامیلا پاتن وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ادعا کړې، چې د افغان ښځو حقونه د شریعت په چوکاټ کې تامین دي او افغاني ټولنې ته دې له خپل لید لوري نه‌ګوري.

د یاد وزارت ویاند اسلم باداریوال د سې‌شنبې په ورځ (د لیندۍ ۳مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون ته د افغان ښځو په تړاو د شخړو پر مهال د جنسي تاوتریخوالي په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې پرامیلا پاتن د وروستیو څرګندونو په تړاو ادعا کړې، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو «بنسټیز حقونه» د شریعت په چوکاټ کې تامین دي او دغه وزارت په افغانستان کې د ښځو د بنسټیزو حقونو د تامین مسوولیت لري.

اسلم باداریوال ادعا وکړه: «د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ډاډ ورکوي، چې د خویندو د ټولو شرعي حقونو خوندیتوب ته ژمن دی او نن د همدې وزارت په هڅو په هېواد کې خویندې له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې دي».

باداریوال د ملګرو ملتونو په ګډون له ټولو نړۍوالو بنسټونو وغوښتل چې په خپلو څرګندونو کې د افغانستان عیني واقعیتونه په پام کې ونیسي او افغاني ټولنې ته دې له خپل لید لوري نه‌ګوري.

هغه زیاته کړه: «له ټولو نړۍوالو ادارو او سازمانونو څخه غواړو چې په خپلو راپورونو کې د بې‌طرفۍ اصول مراعات کړي، افغاني ټولنې ته دې له خپل لیدلوري نه‌ګوري او په افغانستان کې شته حقایق د میداني شواهدو او راغللو بدلونونو له‌مخې انځور کړي».

د شخړو پر مهال د جنسي تاوتریخوالي په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې پرامیلا پاتن د تېرې دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲مه) د افغان ښځو په اړه د مادرید په څلورمه غونډه کې ویلي، چې د طالبانو په چلند کې د بدلون هېڅ نښه نه لیدل کېږي، بلکې د افغانستان پر ښځو او نجونو فشارونه او محدودیتونه لا زیات شوي دي.

هغې ویلي، چې د افغان ښځو وضعیت اوس یوازې د بشري حقونو اړوند او یوه کورنۍ مسئله نه، بلکې د بشري حقونو نړۍواله سرغړونه او په یوه پراخ ناورین بدل شوی، چې د نړیوالې ټولنې بېړنیو اقداماتو ته اړتیا لري.

هغې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د جبري ودونو، ډله‌ییزو جنسي تېریو او د جنسي تاوتریخوالي نورو بڼو ته په اشارې ویلي، د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره د زده‌کړو، کار، سفر او په عامه ژوند کې د ګډون فضا په جدي توګه محدوده شوې او په وینا یې، طالبان هڅه کوي، چې په ټولنه کې د ښځو حضور او تګ راتک له‌منځه یوسي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې زیاته کړې، چې شاوخوا ۲۰ میلیونه افغان ښځې او نجونې په داسې شرایطو کې ژوند کوي، چې د هغوی ډېری حقونه، واک او په ټولنیزو چارو کې ګډون ترې اخیستل شوی دی.

ډېر لیدل شوي

طالبانو د ږیرې او خولۍ په اړه د هبت‌الله امر نه منونکو محصلینو ته د اخراج خبرداری ورکړ
۱

طالبانو د ږیرې او خولۍ په اړه د هبت‌الله امر نه منونکو محصلینو ته د اخراج خبرداری ورکړ

۲

ذبیح الله مجاهد: له ډیورنډ کرښې رااوښتونکو سره به د نورستان د پېښې په څېر چلند وشي

۳

د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې: د طالبانو په چلند کې د بدلون هېڅ نښه نه لیدل کېږي

۴

د طالبانو واکمني به څومره پایښت ولري؟

۵

د ملګرو ملتونو راپور: له ایران څخه شړل شوې افغانه مېرمن ګدایۍ ته اړ شوې ده

•
•
•

نور خبرونه

مدینه: «مېړه مې د دیګ بخار په سر وویشتم، طالبانو راته وویل ګذاره وکړئ»

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۶، ۰۱:۴۹ GMT+۰
100%

د کندهار ښار اوسېدونکې مدینه څو ځله د طالبانو محکمو ته تللې ده. هر ځل یې د خپل خاوند له چلند او تاوتریخوالي شکایت کړی او د مرستې غوښتنه یې کړې، خو قاضیانو هرځل په دې ځواب د محکمې له دروازې ستنه کړې، چې «کور ته ولاړه شه، خاوند به دې راوغواړو».

خو مېړه یې هیڅ وخت محکمې ته نه دی غوښتل شوی. د مدینې د عدالت غوښتنې دا هڅې په داسې حال کې دي، چې د هغې په وینا، د خاوند د یوه ګوزار له امله یې د سر هډوکی مات شوی، حافظه یې کمزورې شوې او روغتیا یې له جدي ستونزو سره مخ ده. هغه اوس ۲۶ کلنه ده، خو د واده په ۱۲ کلونو کې یې د خسرګنۍ او مېړه په چلند کې هیڅ ډول بدلون نه دی راغلی.

د واده په لومړي کال یې ماشوم وزېږاوه. له دې سره د کور کارونه او د ماشوم پالنه هم ورترغاړې شول، خو مورولۍ او د کورنیو مسوولیتونو زیاتېدو د تاوتریخوالي مخه ونه نیوله. 

یوه ورځ د ډوډۍ پر سر د شخړې پر مهال یې خاوند غوسه شو او د دیګ بخار په سر یې په ککرۍ وویشتله. د همدې ګوزار له امله یې د سر هډوکی مات شو او وروسته یې حافظه او روغتیا اغېزمنې شوې.

هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « سر مې ښه نه دی، ډېر څه مې هېرېږي، په کارونو نه پوهېږم، څو ځله د طالبانو محکمې ته ولاړم، هغوی به ویل کور ته ولاړه شه، موږ به دې خاوند راوغواړو، خو هیڅکله یې ور ونه غوښت».

مدینې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې ته هم مراجعه کړې ده. د هغې په وینا، د دې ادارې چارواکو یې خاوند ورغوښتی و، خو د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره یې جدي اقدام ونه کړ. پر ځای یې هغې ته سپارښتنه کړې وه چې خوش خويي او له خاوند سره ګذاره وکړي.

«طلاق ښه کار نه دی، ګذاره وکړئ»

مدینه لا ۱۴ کلنه وه چې پلار یې واده کړه. لا یې د ماشومتوب له نړۍ سره مخه ښه نه وه کړې چې د بل چا په کور کې یې د یوه داسې ژوند تجربه پیل کړه چې له نابلدۍ، سپکاوي، وهلو ټکولو او وېرې سره مل و.

د واده له لومړیو ورځو خاوند، خواښې، خسر او لیوره ورسره ناوړه چلند کاوه. د کور له ټولو کارونو سره بلده نه وه، خو د زده کړې او مرستې پر ځای به یې د کورنۍ له غړو سپکاوی، ښکنځل او وهل ټکول زغمل.

هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « خاوند، خواښې، خسر او لېوره مې بد چلند راسره کاوه. کله به مې سپکې خبرې اورېدې او کله به وهل او ټکول کېدم. ځینې وخت یې په درندو شیانو ویشتلم».

د مدینې د واده ۱۲ کاله تېر شوي، خو د هغې په وینا، د ژوند کړاوونه یې لا پای ته نه دي رسېدلي. دومره ناهیلې شوې چې ددې په خپله وینا، « څو ځله یې د ځان وژنې هڅه» هم کړې ده.

مدینه وايي، په محکمو کې یې د ځان په څېر ګڼې نورې ښځې هم لیدلې چې د خپلو مېړونو له خوا له تاوتریخوالي سره مخ وې. ځینو به د وهلو ټکولو شکایتونه کول او ځینو به د طلاق غوښتنه کوله، خو د ډېرو ښځو شکایتونه بې‌ځوابه پاتې کېدل.

محکمې ته په تللو دغو ښځو کې یوه هم د ارزګان د مرکز اوسېدونکې خاطره ده، چې له کلونو راهیسې پرې خاوند تاوتریخوالی کوي، په نورو کورونو کې کار کوي، خو په خپل لاس ګټلې پیسې یې په خپل واک کې نه وي.

هغې څو ځله د طلاق غوښتلو لپاره د طالبانو محکمو ته مراجعه کړې، خو قاضیانو د شکایت د څېړلو پر ځای ورته ویلي چې «طلاق ښه کار نه دی او باید له خپل خاوند سره ګذاره وکړئ».

د ښځو ډېری ملاتړې پروژې طالبانو بندې کړې

په کندهار او ارزګان کې ځینو ښځو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې هم د کورني تاوتریخوالي پېښې وې، خو هغه مهال یو شمېر دولتي او نادولتي بنسټونو د ښځو شکایتونه اورېدل او د حقوقي مرستو، رواني ملاتړ او نورو خدمتونو له لارې یې د ښځو د ستونزو د حل هڅه کوله.

ددوی په وینا، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، د ښځو لپاره د حقوقي مرستو او ملاتړ ګڼې لارې له خنډونو سره مخ شوې دي.

د ناروې د کډوالو شورا په افغانستان کې د معلوماتو، مشورې او حقوقي مرستو (ICLA) پروګرام له لارې له اړو کسانو، په ځانګړي ډول بې‌ځایه شویو او زیانګالو ښځو سره د حقوقي مشورو او د مدني حقونو په ترلاسه کولو کې مرسته کوله، خو په سپتمبر کې د یادې شورا د حقوقي مرستو (ICLA) پروګرام ځینو غړو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دغه پروګرام د طالبانو عدلیې وزارت ځنډولی.

سره له دې چې د ناروې د کډوالو شورا یوې مسوولې افغانستان انټرنشنل ته د خپلو پروګرامونو د دوام خبر ورکړی، د افغانستان په جنوب کې له تاوتریخوالي سره مخ ښځې وايي، چې هغو ملاتړو بنسټونو ته اوس لاسرسی نه لري چې پخوا یې ورسره مرسته کوله.

د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو د محکمو د پرېکړو، د کورني تاوتریخوالي د شکایتونو او د طلاق د غوښتنو په اړه منظم او هر اړخیز معلومات نه خپرېږي. له همدې امله، دا هم روښانه نه ده چې په جنوبي ولایتونو کې څومره ښځو د کورني تاوتریخوالي شکایتونه کړي، د هغوی له ډلې څو قضیې څېړل شوې او څومره ښځې خپلو قانوني حقونو ته رسېدلې دي.

په کندهار او ارزګان کې دوو مېرمنو له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې که څه هم طالبان ادعا کوي چې ښځې د خپلو شرعي حقونو د ترلاسه کولو لپاره محکمو ته مراجعه کولای شي او د مهر او میراث په څېر حقونه یې خوندي دي، خو د کورني تاوتریخوالي او د طلاق د غوښتنو په څېر قضیو کې د ښځو تجربې له دغو ادعاوو سره توپیر لري.

یوې ښځې، چې د محکمې له چارو او د ښځو د شکایتونو له بهیر سره نږدې پاتې شوې، وویل، « کله چې ښځې محکمې ته د شکایت لپاره ځي، د قضیې د څېړلو پر ځای ورته یوه یا دوې میاشتې وروسته د بیا ورتګ وخت ورکول کېږي. دا انتظار د هغو ښځو لپاره لا سخت دی چې ښايي په همغه کور کې له تاوتریخوالي سره ژوند کوي».

د طالبانو په محکمو کې هیڅ ښځینه قاضي او وکیله نشته

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د ۲۰۲۵ کال په اګست کې وویل، چې طالبانو د ښځو او نجونو د ځپلو لپاره قضايي نظام په وسیله بدل کړی او دا کړنې ښايي د بشریت ضد جرمونو کچې ته ورسېږي.

د بېنېټ په وینا، طالبانو د واک له نیولو وروسته د پخواني حکومت ۲۷۰ ښځینه قاضیانې له دندو لرې کړې او اوس په قضايي نظام کې ښځینه قاضیانې، څارنوالانې او په رسمي توګه ثبت شوې ښځینه وکیلانې نشته. هغه خبرداری ورکړی چې دې وضعیت د ښځو او نجونو لپاره د ناوړه چلند د راپورولو او عدالت ته د لاسرسي خوندي لارې محدودې کړې دي.

د کندهار او ارزګان یادې دوې مېرمنې وايي، چې کله کله د ښځو د ځان وژنې او مشکوکو مړینو راپورونه هم ورکول کېږي، خو د دغو پېښو د اصلي لاملونو د روښانه کېدو د مخنیوي لپاره د قربانیانو پر کورنیو فشار راوړل کېږي.

د طلاق، د ماشومانو د حضانت او کورني تاوتریخوالي ګڼ شکایتونه یا رد کېږي او یا منځګړې لارې ورته لټول کیږي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د ښځو څانګې او د کډوالۍ نړیوال سازمان د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ګډ راپور کې ویل شوي چې افغانې ښځې د نارینه‌وو په پرتله عدالت ته نږدې څلور برابره لږ لاسرسی لري. د راپور له مخې، یوازې ۱۴ سلنه ښځو ویلي چې رسمي حقوقي خدمتونو ته لاسرسی لري، په داسې حال کې چې د نارینه‌وو په منځ کې دا کچه ۵۳ سلنه ده.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او عدالت ته د هغوی د لاسرسي د پیاوړتیا په موخه ملګري ملتونه د نومبر پر ۲۵مه، «۱۶ ورځنی کمپاین» پیلوي. د سږني کمپاین شعار «عدالت تضمین کړئ، د تاوتریخوالي له قربانیانو ملاتړ وکړئ او د مجازاتو معافیت پای ته ورسوئ» دی، خو په افغانستان کې د ښځو وضعیت ښيي چې د عدالت غوښتنې او عدالت ته د عملي لاسرسي ترمنځ لا هم لوی واټن شته.

د بشري حقونو څار سازمان: کرواسیا افغان ښځینه کډوالې په جبري توګه له خپلې خاورې باسي

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۳۶ GMT+۰
100%

د بشري حقونو څار سازمان وايي، د کرواسیا پولیس افغان ښځې، نجونې او هغه کسان چې د طالبانو له ګواښونو سره مخ دي؛ په جبري توګه بوسنیا ته ستنوي او د پناه غوښتنې اجازه نه ورکوي.

دغه سازمان د کرواسیا چارواکي په پراخه کچه د کډوالو د بشري حقونو پر نقض تورن کړي او له اروپايي ټولنې یې غوښتي، چې د دغه بهیر د درولو لپاره اقدام وکړي.

د بشري حقونو څار سازمان په خپل راپور کې د عالیې په نوم د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ کیسه هم راخیستې ده. هغې ویلي، د روان کال په لومړیو کې د کرواسیا پولیسو د دوی د کورنۍ له نیولو وروسته د هغوی ګرځنده ټیلیفونونه ضبط کړل او بیا یې پر دغه ټیلیفونونو ډزې وکړې.

عالیې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره افغانستان پرېښی و. دغه کورنۍ درې کاله په ترکیه کې تر اوسېدو وروسته، افغانستان ته د بېرته ستنولو له وېرې اروپا ته روانه شوې وه؛ خو د کرواسیا پولیسو په جبري توګه بېرته بوسنیا ته ستنه کړه.

د بشري حقونو څار سازمان په خپل ۴۳ مخیز راپور کې د نورو کډوالو هغه کیسې هم ثبت کړې دي، چې د کرواسیا د پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت لري. د ګانا یوې ښځې ویلي، د کرواسیا پولیسو هغه او د هغې دوې لوڼې د ځنګلونو له لارې بوسنیا ته شړلې او له اوبو، خوړو او ګرځنده ټیلیفونونو پرته یې پرېښې دي.

د دغه سازمان کارپوهانو د راپور چمتو کولو لپاره له ټولټال ۸۰ کډوالو چې ښځې او نارینه په‌کې شامل دي مرکې کړې دي.

د اروپايي ټولنې د اقدام غوښتنه

د بشري حقونو څار سازمان د ماشومانو د حقونو کارپوه مایکل ګارسیا بوچنک له اروپايي ټولنې غوښتي، چې ډاډ ترلاسه کړي، کرواسیا د یادې ټولنې قوانین مراعتوي او په خپلو پولو کې د کډوالو حقونو ته درناوی کوي.

د بشري حقونو فعالان له څو کلونو راهیسې د کرواسیا چارواکي د کډوالو په جبري بېرته ستنولو او له هغوی سره په ناوړه چلند تورنوي. څو ورځې مخکې هم یوې اتریشۍ مرستندویه ادارې د بوسنیا پر پوله د کرواسیا د پولیسو د عملیاتو پرمهال د څو کډوالو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

د دغه ادارې په وینا، پنځه کسان د لاسونو او پښو د ماتېدو او د سر د ټپونو له امله په امبولانسونو کې روغتون ته لېږدول شوي وو.

د «بالکان د لارې ژغورنې» (SOS) ادارې بنسټګر پېتار روزاندیچ د بشري حقونو څار سازمان د تازه راپور په غبرګون کې له اروپايي ټولنې او اتریش غوښتي، چې د کرواسیا پولیسو د کړنو پر وړاندې دریځ غوره کړي.

هغه ټینګار کړی، چې اروپايي ټولنه باید تر هغه وخته د کرواسیا د سرحدي ساتنې لپاره بودجه ځانګړې نه‌کړي؛ څو چې د کډوالو جبري بېرته ستنول روان وي. روزاندیچ دغه راز ویلي، چې اتریش باید د دغه کړنو پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي. هغه د اتریش له حکومت غوښتي، چې په کرواسیا کې د دغه وضعیت تر دوام پورې هېڅ کډوال بېرته دغه هېواد ته ونه لېږي.

له وطنه د جلاوطنۍ درد؛ جاوېد امیرخېل د کډوالۍ د سختو ورځو کیسه کوي

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۱۲ GMT+۰
100%

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل ویلي، که څه هم په اروپا کې یې د سیاسي پناه غوښتنه منل شوې؛ خو د دې خبر پر اورېدو یې د خوښۍ پر ځای له خپل وطنه د لرېوالي درد یو ځل بیا تازه شوی دی. نوموړي د کډوالۍ د سختو ورځو او له خپلې خاورې د بېلتون د درد په اړه خبرې کړې دي.

امیرخېل د سې‌شنبې په ورځ (د لېندۍ ۳مه) پر فېسبوک‌پاڼه لیکلي، چې د ۲۰۲۱کال د اګسټ په ۱۵مه یې کابل په مات زړه پرېښود او د پښتونخوا پر لور روان شو. هغه ویلي: «د خپلې مور، مېرمنې، ماشومانو، خویندو، وروڼو، دوستانو او ګران وطن د پرېښودو پر مهال مې څو ځله ژړلي دي».
نوموړي زیاته کړې، چې په دې اوږده او له کړاوه ډک سفر کې د پښتونخوا د خلکو مینې، د ملګرو یادونو، د مینه‌والو اخلاص او په خپل وطن کې تېرو خاطرو یې څو ځله سترګې له اوښکو ډکې کړې دي.
هغه ویلي، کله چې د سیاسي پناه د منل کېدو خبر ورسېد، د خوښۍ پر ځای یې د وطن د بېلتون درد یو ځل بیا په زړه کې راژوندی شو. امیرخېل په خپل پیغام کې پوښتلي: «که مې په خپل ګران وطن کې د ارام ساه اخیستلای شوای، په پردیو وطنونو کې به مې څه غوښتل؟»
هغه پردی وطن د ژوند تېرولو ځای بللی؛ خو ټینګار یې کړی چې هېڅکله د خپل وطن د خاورې، د مور د غېږې او د خپلو خلکو د مینې ځای نه‌شي نیولای. د جاوېد امیرخېل دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې پر موسیقۍ سخت محدودیتونه لګېدلي او ګڼ شمېر سندرغاړي او موسیقي‌پوهان له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.
د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د یوه څېړنیز راپور له مخې، د افغانستان د ملي موسیقۍ انسټیټیوټ او د هنرمندانو ټولنې د شمېرو پر بنسټ تر ۸۰ سلنه ډېر مسلکي او سیمه‌ییز سندرغاړي چې شمېر یې له ۱،۵۰۰ تنو او د هغوی د کورنیو له غړو اوړي؛ له هېواده وتلو او جلاوطنۍ ته اړ شوي دي.
د ۲۰۲۱کال په ډسمبر کې د افغانستان د ملي موسیقۍ انسټیټیوټ ټول ۳۵۰ استادان او محصلین په ډله‌ییزه توګه پرتګال ته ولېږدول شول او هلته یې خپل انسټیټیوټ بېرته فعال کړ. تر څنګ یې سلګونه نور سیمه‌ییز سندرغاړي د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ پېښور، کوټې او مشهد ته کډوال شول او یوشمېر پېژندل شویو موسیقارانو په اروپا، امریکا او کاناډا کې پناه واخیسته.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او د یونسکو سازمان په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کې په خپلو راپورونو کې د طالبانو محدودیتونه د افغانستان کلتوري میراث ته سخت زیان بللي دي؛ خو د طالبانو د امر بالمعروف وزارت لا هم ټینګار کوي، چې د دوی د قوانینو له مخې د موسیقۍ اورېدل او غږول «غیر شرعي» دي.
اوس‌مهال ګڼ افغان سندرغاړي په پېښور، کوټه او د پاکستان په نورو ښارونو کې مېشت دي او ځینې یې نورو هېوادونو ته د کډوالۍ او پناه غوښتنې دوسیې هم لري.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ۲۰۲۴کال د اګسټ په ۱۴مه په یوه خبري کنفرانس کې اعلان کړی و، چې یوازې په همدې کال کې یې د کابل، هرات، پروان، پنجشېر او ننګرهار په ګډون له بېلابېلو ولایتونو څخه ۲۱زره او ۳۲۸ د موسیقۍ الې راټولې او له‌منځه وړې دي.

اکاپس: افغانستان په ۲۰۲۷کال کې د سختو بارانونو او سېلابونو له ګواښ سره مخ دی

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۲۰:۱۳ GMT+۰
100%

د بشري وضعیت د څېړنې ادارې «اکاپس» په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۷کال کې د ال نینو اقلیمي پدیدې له امله په افغانستان کې د ورښتونو زیاتوالی د سختو سېلابونو، ځمکې ښویېدنې او نورو طبیعي پېښو ګواښ زیاتولای شي.

د سې‌شنبې په ورځ (د لېندۍ ۳مه) په دغه راپور کې راغلي، د ۲۰۲۶کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۷کال تر فبرورۍ پورې د افغانستان په شمالي او شمال ختیځو سیمو او د ختیځو او مرکزي سیمو په ځینو برخو کې له منځنۍ کچې د زیاتو ورښتونو اټکل شوی دی.
د اټکل له مخې، د ۲۰۲۷کال له مارچ څخه تر مئ میاشتې پورې دغه ورښتونه د هېواد نورو سیمو ته هم غځېږي او په اپرېل او مئ میاشتو کې به تر ټولو زیات وي. اکاپس وايي، د ورښتونو زیاتوالی او د تودوخې لوړېدل به په ژمي کې د توپانونو، د سیندونو د اوبو کچې لوړېدو، د واورو د ژر ویلي کېدو، ناڅاپي سېلابونو او په غرنیو سیمو کې د ځمکې ښوویېدنې احتمال زیات کړي. د راپور له مخې، د ورښتونو د کچې او جغرافیایي وېش په اړه لاهم ناڅرګندتیا شته.
د راپور په ټکو، د افغانستان شاوخوا ۲۴ سلنه خاوره د سېلابونو د ډېر لوړ ګواښ او ۲۲ سلنه یې د لوړ ګواښ په سیمو کې راځي چې ډېری یې په شمالي او ختیځو ولایتونو کې پرتې دي.
اکاپس یادونه کړې، چې په ۲۰۲۴کال کې د ال نینو او اقلیمي بدلونونو له امله سختو ورښتونو او سېلابونو د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ۲۵ اغېزمن کړي وو او تر ۱۷۳ زرو ډېر کسان یې زیانمن کړي وو. همداراز، د ۲۰۲۶کال د مارچ او اپرېل سېلابونو د هېواد ۳۱ ولایتونه اغېزمن کړي، شاوخوا ۳۱ زره کسان زیانمن شوي، ۵۵ کسان مړه او ۱۴۸ نور ټپیان شوي وو.
راپور زیاتوي، چې د احتمالي سېلابونو اغېزې به د افغانستان پر بشري وضعیت هم فشار زیات کړي. د سېلابونو له امله د څښاک اوبو سرچینې، د اوبو رسولو شبکې او روغتیايي مرکزونه زیانمنېدای شي چې په پایله کې به د کولرا، نس‌ناستې او نورو ساري ناروغیو د خپرېدو ګواښ زیات شي. همداراز، د پولیو د ویروس د خپرېدو احتمال به هم لوړ شي.
د اکاپس د اټکل له مخې، په ۲۰۲۷کال کې به د پنځو کلونو څخه د کم عمره ماشومانو د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا نهه سلنه زیاته شي او تر څلور مېلیونه ډېر ماشومان به درملنې ته اړتیا ولري؛ د سختې خوارځواکۍ پېښې هم ۱۶ سلنه زیاتېدای شي او نږدې ۱.۱ مېلیونه ماشومانو ته به ورسېږي.
راپور خبرداری ورکوي، چې سېلابونه او ځمکې ښوویېدنې به د کرنیزو ځمکو، فصلونو، څارویو او د خلکو د خوراکي توکو زېرمو ته زیان ورسوي. د راپور له مخې، د ۲۰۲۶کال له سپټمبر څخه تر اکتوبر پورې په افغانستان کې ۱۵.۹ مېلیونه کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ وو؛ خو اټکل کېږي چې د ۲۰۲۶کال له نومبر څخه د ۲۰۲۷کال تر اپرېل پورې به دغه شمېر ۱۹.۲ مېلیونو ته لوړ شي.

کاپس وايي، د سېلابونو له امله به د کورونو د ویجاړېدو او د خلکو د بې‌ځایه کېدو ګواښ هم زیات شي؛ په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان نه راستانه شوي کډوال، بې‌ځایه شوي کسان، ښځې، ماشومان، زاړه او معلولیت لرونکي کسان به له زیاتو ستونزو سره مخ شي؛ ځکه ډېری یې په کمزورو کورونو او لنډمهاله سرپناوو کې ژوند کوي او مرستې او لومړنیو خدمتونو ته محدود لاسرسی لري.
په راپور کې د ښځو او نجونو وضعیت ته هم اشاره شوې او ویل شوي، چې د طالبانو له‌خوا پر ښځو د تګ راتګ او کار محدودیتونه به د طبیعي پېښو پرمهال مرستو او روغتیايي خدمتونو ته د هغوی لاسرسی نور هم ستونزمن کړي. همداراز، د سېلابونو له امله د معیشت له لاسه ورکول د ماشومانو د کار، کم‌عمره ودونو او ناقانونه کډوالۍ ګواښ زیاتولای شي.
اکاپس د بشري مرستو د کمښت په اړه هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د افغانستان د ۲۰۲۶کال د بشري اړتیاوو او مرستو د پلان ۶۷ سلنه بودجه د نومبر تر ۱۱مې نه وه برابره شوې. د راپور له مخې، د بودجې کمښت او د ژمي پرمهال د لارو د بندېدو احتمال ښايي له ۱۴۰زرو ډېر زیانمن کسان له اړینو مرستو بې‌برخې کړي.

تر هسپانیا وروسته فرانسې له ښځو سره د طالبانو چلند «جنسيتي توپیر» وباله

۳ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۵۳ GMT+۰
100%

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان‌نویل بارو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تګلارې «جنسیتي اپارتاید» بللې او ویلي یې دي، چې طالبان اوس غواړي ان د ښځو نومونه هم له‌منځه یوسي.

د بارو په وینا، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان ښځې او نجونې په روانه پېړۍ کې له تر ټولو سخت تبعیض سره مخ دي. بارو ویلي، چې طالبانو د افغانستان ښځې او نجونې له زده‌کړو، کار او روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي محرومې کړې او له عامه ژوند څخه یې څنګ ته کړې دي.

هغه د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند «غیرانساني شکنجه» بللې او افغان ښځو ته یې په خطاب کې ویلي: «موږ تاسې نه هېروو، فرانسه ستاسو ترڅنګ ولاړه ده او تاسې یوازې نه یاست».

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، هېواد یې د بشریت ضد جرمونو د مخنیوي او سزا ورکولو په اړه د نړۍوال کنوانسیون په خبرو اترو کې هڅه کوي چې «جنسیتي اپارتاید» هم د یوه جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

د بارو په وینا، فرانسې په تېرو پنځو کلونو کې د بشري مرستو هغو پروګرامونو ته ۱۸۷ مېلیونه یورو ځانګړې کړي چې د افغان ښځو له‌خوا د ښځو د ملاتړ لپاره اداره کېږي. هغه ویلي، په افغانستان کې د ښځو د وضعیت له خرابېدو سره سم به یې هېواد له افغان ښځو خپل ملاتړ پراخ کړي.

د نوموړي په خبره، د فرانسې پوهنتونونه به د ۲۰۲۷کال په جنورۍ کې ۵۰ افغان نجونې او ښځینه محصلانې ومني او د فرانسې حکومت به د همدې کال په سپټمبر کې افغان ممتازو محصلانو ته ۳۵ تحصیلي بورسیې ورکړي.

د فرانسې د پارلماني شبکې د راپور له مخې، بارو ویلي چې هېواد یې راتلونکی کال ۲۰۰ نورې افغان ښځې هم مني چې دغه شمېر د اوسني شمېر پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي. د هغه په وینا، فرانسه به د دغه ښځو د منلو لپاره په سیمه، په ځانګړې توګه په پاکستان کې خپل ډیپلوماتیک حضور پیاوړی کړي او د کډوالو په چارو کې به د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره همکاري وکړي.

بارو همداراز په پاریس کې د افغانستان د یوه فرهنګي مرکز د جوړېدو ملاتړ هم اعلان کړی دی.

بارو دغه څرګندونې د فرانسې په پارلمان کې د زرغون ګوندونو د استازې لېا بالاژ الماریکي د پوښتنې په ځواب کې وکړې. الماریکي له حکومته وغوښتل، چې فرانسې ته د طالبانو د دوو استازو د احتمالي سفر په اړه وضاحت ورکړي.
د هغې په وینا، ټاکل شوې چې دغه دوه کسان فرانسې ته ولاړ شي او له افغان کډوالو څخه د ځینو کسانو د بېرته شړلو په اړه خبرې وکړي. هغې د فرانسې حکومت ته په خطاب کې وویل: «تاسو د دې لپاره چې افغان وګړي د طالبانو لاسونو ته وسپارئ، ټولې ښځې قرباني کوئ».

بارو د دغو دوو کسانو د هویت او فرانسې ته د هغوی د سفر د نېټې په اړه څه ونه ویل. هغه وویل، د فرانسې حکومت غواړي د هغو افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړي چې د استوګنې قانوني اسناد نه‌لري او د فرانسوي چارواکو په ارزونه د عامه نظم او امنیت لپاره تر ټولو زیات ګواښ ګڼل کېږي.

هغه له طالبانو سره اړیکې «یوازې تخنیکي» وبللې او ویې ویل، چې فرانسه له دې ډلې سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګښت هېڅ نیت نه‌لري.